د "چېکيان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
۸۱ کرښه:
</ref>
}}
'''چېکيان''' ([[چیکی ژبه|په چېکی ژبې]] کې:'''Češi''') یو د لویدیځی سلاوی قوم دی چې په ځانګړی ډول په مرکزی [[اروپا]] کې ژوند کوی. دغه قوم په [[چیکی ژبه|چیکی ژبې]] خبری کوی او ۱۲ میلیونه تنه لری. چېکیان په ځانګدیځانګړی ډول مسیحیان دي.
==تاریخ==
د تاریخ پوهانو په نظر چېکیان د لوېدېځ د سلاوی قبایلو څخه دی چې په پنځمه پېړۍ کی د [[آسیا]] څخه منځنی [[اروپا]] ته راغللې. په لسه پېړۍ کی د پښيميسل حکمرانان چېکی قبایل توحید کړ او د موراوا تر نیولو وروسته یی په مرکزی اروپا کی قوی دولت جوړ کړ. په ۱۳ پېړۍ کې د [[پښيميسل اوتاکار ۱]] د حکومت په وخت کې د چېک حکمراني د چېک په پاچایی تبدیل شو. په دی وخت کی د چېک د پاچایی لوېدېځی سیمې د آلمانیانو لخوا هم آبادې شوې. د دی په سبب تقریپا ۱۰،۰۰۰ چېکیان آلمانی ټبره دي. د پښيميسل اوتاکار ۲ د حکومت په وخت کی د چېک پاچایی اوج ته ورسېده. [[پښيميسل اوتاکار ۲]] د چېک امپراطوری پراخه کړه او په مرکزي اروپا کې یی قوی او لوی دولت جوړ کړ. په ۱۴ پېړۍ کې چېک پاچایی د لوکسنبورګ د حکمرانانو په لاس کې وه. د هغو حکمرانانو څخه پاچا [[کارل ۴]] تر ټولو مشهور حکمران وو. د پاچا [[کارل ۴]] د حکومت په وخت کی د [[پراګ]] پایتخت ثقافتی تعلیمی او سیاسی مهم مرکز وو. د ۱۶ پېړۍ څخه تر ۱۹۱۸ کال پورې د چېک پاچایی د هابسبورګ د حکمرانانو په لاس کې وو. د هابسبورګ حکمرانان پر چېکیانو باندی ډېر ظلمونه کول او په دی وخت کې آلمانی ژبه رسمی ژبه وه. د هابسبورګ حکمرانان کاتولیکیان ول او غوښتل چی د چېک په پاچایی کی د کاتولیک دین پراخه وکړي. په ۱۷ پېړۍ کې په اروپا کې د کاتولیکی حکمرانانو او د پروتستان د حکمرانانو په منځ کې مذهبی جګړې پېل شول. په ۱۶۲۰ کال کی د چېک په پاچایی کې د پروتستان اشرافان د هابسبورګ د حکمرانانو پر ضد قیام وکړ. مګر د بیلا هورا په جګړې کی ( په پښتو کې: د سپین غر جګړه) د پروتستانو اردو ماته وخورله. تر جګړې وروسته د چېک اشرافان ووژل شول او نورو دینی عالمان مجبور شول چی د چېک د پاچایی څخه تېښته وکړي. په ۱۹ پېړۍ کی د چیکی ژبی ترقی بیا پېل شوه.