د "بنسټپالنه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۱۹ کرښه:
 
'''''فاندمنټاليسم يا بنسټپالنه''''' لکه څنګه یې چې له نامه څخه ښکاری ، هغه نظر او عقيده ده، چې د خپل حقانيت د ثبوت له پاره د هغې په اولی مبداء ، په لومړنی بنسټ او لومړنی پيدا يښت تکيه کوی. د آسمانی اديانو او د بشر د مذهبونو سربيره ډيرې داسې نورې فلسفی نړۍ ليدونه او سياسی مفکورې هم په تاريخ کې منځته راغلې دی، چې هرې يوې ځان مطلقه حقيقت او رښتينتيا بللې او نورې ټولې يې غلطې بللې او رد کړی دی. په دې ډول يې د ټولې نړۍ بشريت په ايماندارو او بې ايمانه ، د سمې عقيدې او کږې عقيدې او په لنډه توګه په ښو او بدو ډلو او په دوست او دښمن باندې ويشلی دی. بنسټپالان داسې عقيده لری چې هغه څوک چې له موږ سره دی، بايد مطلق زموږ په څير و اوسی او هغه چې مطلق زموږ په څېر نه دی، نو زموږ دښمنان دی.
فانډمنتاليسم پخوا د عيسويت په دين کې رامنځته شوی او بيا په نورو فلسفی او سياسی تيوريو او د اسلام په دين کې هم رواج شوی دی. دا بايد په یاد ولرو چې په ډيرو فلسفی نړۍ ليدونو او مذهبونو کې فانډمنتاليستان او فانډمنټاليسم شته، خو کله کله، په ځينې خاصو شرايطو کې په ځانګړو فلسفی نظريو، سياسی مفکورو او دينی عقيدو کې کثرت، شدت او تسلط مومی. د مثال په توګه په پخوا وختو کې همدې جريان په عيسويت کې<ref>Carpenter, ''Revive us Again'' (1997) p 200</ref> ډیر نفوذ موندلای ؤ. کله به چې کوم علمی کشف او يا کومه هنری او فنی اختراع وشوه او دينی عالمانو به هغو ته په انجيل شريف کې د توضيح لاره ونه موندله، نو کاشف او مخترع به یې کافر باله، جزا به يې ورکوله او واژه به يې. له همدې کبله عيسويت تر ډیره وخته د علم د پرمختګ مانع او دښمن ؤ.
په شوروی اتحاد کې بيا ويلای شو چې مارکسيستی او لنينيستی بنسټپالنه را څرګنده شوه او هرې پيښې ته يې د مارکس او لنين په تاءليفاتو او کلياتو کې توضيح او د حل لاره کتله. هره بله نظريه او د اجتماعی پرابلمونو د حل بله لار يې مطلقه غلطه بلله او لرونکی ته یې د اظهار، تشريح او خپرولو اجازه نه ورکوله. دا ډول فانډمنتاليسم په شوروی کې د نويو اجتماعی- سياسی نظريو د راپيدا کېدو او د هغو د رشد او پخوالی د مخنيوی سبب ؤ. حتې تر دې چې پخپله د مارکس اولنين د نظرياتو تعبير او تفسير هم د حاکمې کړۍ په اختيار کې ولويد او له هغې څخه هم د حاکمې کړۍ د نظر پر خلاف بل چا بل ډول تعبير او تفسیر نه شوای کولای. عملا داسې شوه، چې مارکسيستی تيوری له خپل خلاقيته ولوېده او د يوې مړې نظريې په حيث يې د دولتی او ګوندی واکمنانو په خدمت کې قرار ونيو.
اوس بيا د ډيرو سياستوالو په نظر همدا مفکوره په اسلام او اسلامی هیوادو کې ډيره خپره او مسلطه ده<ref>Esposito, ''Voices of Resurgent Islam'' ISBN 019503340X</ref>، چې يوازې د اسلام دين مقدس او نور ټول اديان، فلسفی او عقايد مردود، غلط، غير مقدس او د ځان دښمن بولی. د اوسنيو علمی، هنری او فنی کشفياتو او اختراعاتو له پاره د توضيح او تشريح منطق يوازې په قرآن شريف کې لټوی او که په هغو کې يې د کوم شی له پاره د توضيح استدلال ونه موند، ردوی يې او کفری پديده يې بولی.