د "بنسټپالنه" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۲ کرښه:
(د حقيقت د بيان بنسټونه) تر نامه لاندې خپره کړه. همدا ليکنه په لنډه توګه د Fundamentalsد (بنسټونه) په نامه مشهوره شوه او د هغې پر اساس همدې حرکت د fundamentalists فانډمنټاليست يا بنسټپالونکی نوم واخيست او تيوری يې په fundamentalism فانډمنټاليسم يا بنسټپالنه مشهوره شوه.
په دې ډول د '''''فانډمنتاليسم''''' هغه لغوی معنی چې د اصولويا بنسټونه پالل کيدای شوای، نوره له همدې ځايه په نويې اصطلاح واوښته او ځان ته يې نوی محتوا او تعريف وموند. د وخت په تيرېدو ، د اوضاع له نوی انکشاف او نويو اجتماعی- سياسی حوادثو سره يوځای د فانډمنتاليسم د اصطلاح منځپانګه نويې، غنی او تکميله شوه، تر څو چې دې اوسنی حالت ته راورسيده.<ref>George M. Marsden, "Fundamentalism and American Culture", (1980)pp 4-5</ref> <ref>Buescher, John. "[http://teachinghistory.org/history-content/ask-a-historian/24092 A History of Fundamentalism]," [http://www.teachinghistory.org ''Teachinghistory.org''], accessed August 15, 2011</ref> <ref>{{cite journal | title = Beyond Theology: Toward an Anthropology of "Fundamentalism" | journal = American Anthropologist | date = Jun 2001 | first = Judith | last = Nagata | volume = 103 | issue = 2| id = | accessdate = 2011-01-13}}</ref>
هغه عيسوی پروټسټانتی ريفورميستی نهضت چې خپل اساسی تیزسونه يې «د حقيقت د بيان د بنسټونو» په نامه ياد کړل او وروسته يې د خپلو طرفدارو ژورنالستانو او ليکوالو له خوا په لنډه توګه د بنسټونو نوم ونيو او له همدې نامه څخه بيا دا جنبش د فاندمنټاليسم يا بنسټپال په نامه ياد شو، په نشر شوو مشهورو «بنسټونو» کې يې څلورو شيونو ته زيات پام ورګرځولی ؤ، یا په بل عبارت سره ، دې ارتجاعی ريفورميستی نهضت څلور مهم بنسټونه درلودل.
۱۵ کرښه:
دوی داسې غير واقعی او توهمی افکار خپرول چې د نورو عقيدود څښتنانو په وړاندې زغم او تحمل ناروا دی. د دولت او کليسا (د دين او سياست) جدايی او متمدن ټولنيز سيستم يې د عيسويت زوال باله. مدنيت يې د خپلې عقيدې سره په ټکر کې باله او داسې فکر او باور يې لاره چې د نورو په وړاندې تحمل او بردباری د دوی عقيدې ته د خيانت او له خپلو دينی او عقيدوی «بنسټونو» څخه لری والی او پردی کيدلو ته زمينه جوړوی.
په دې ډول د کلونو په اوږدو کې په سياسی، اجتماعی او دينی علومو کې فانډمنتاليسم په اصطلاحی لحاظ ځان ته نوی تعريف وموند او په علمی، سياسی او دينی مؤسسو، محافلو او کړيو کې په امريکا، اروپا، آسيا ، افريقا او استرالياکی قبول او ومنل شو او خپل ځای يې ونيو
|