د "ښيښه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.5.1) (روباټ زیاتول: arc:ܙܓܘܓܝܬܐ, kk:Әйнек, ur:شیشہ
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۱۲ کرښه:
== موقتي ښيښې ==
== په آزموينتون کې ښيښې جوړول ==
{{صاف}}
'''ښیښه''' د څو توکونو یو ځای کول ، اوبه کول او مخکې د [[کرستال]] کېدو، په چټکۍ سړولو ته وایي. د سړولو په دغه لنډ وخت کې یې مالیکولونه خپلو ټاکل شویو ځایو ته نشي رسېدلی او د امورف په ډول پاتې کېږي.
 
 
=== '''جوړېدنه''' ===
 
ښيښه د ۷۰ - ۷۴ فیصدو پورې د ريګ ( کورتز ریګ، سپین ریګ هم ورته وایي) څخه جوړېږي. دغه ریګ د تودوخې په ۱۵۰۰ - ۱۷۰۰ درجو کې اوبه او ولې کېږي. په داسې لوړه درجه کې انسان د کار کولو زغم او ځواک نلري. چې دغه لوړه تودوخه د کار په ځای کې د کار وړ کړي د ریګ د اوبو کېدو ټکی د سوډا او یا اشخارو (پوتاس) په مرسته کښته کوي.
 
د ښیښې د جوړولو لپاره د ریګ سره نور توکي ګډېږي. دا ګډون د راتلونکې جوړې شوې ښیښې د دندې سره تړنه لري.
 
* که ريګ، اشخار او د سرپو اکسايډ سره يو ځای شي نو کریستالۍ ښيښه به ترې جوړه شي. د سرپو اکسایډ د ټینګاره څخه پرته ښیښې ته ځلا او په شمېریزه ډول د رڼا پیاوړتیا ورکوي. دغه ښیښه د عینکو، د عدسيو او لينزونو، د کرستال د لوښيو او داسې نورو د جوړولو لپاره کارول کېږي. د سارِی په ډول د لوښیو د کرستال په جوړولو کې د ۲۴ – ۳۴ فیصدو د سرپو اکسایډ ګډوي.
* د ريګ، اشخار او د چونې له پیوستون څخه به نيمه کريستالۍ ښېښه جوړه شي. دا ډول ښيښي د بېلګه په توګه د لابراتور په چارو کې کارېږي.
* د ريګ، سوډا او چونې د یو ځای کولو څخه اواره ښیښه په لاس راځي. اوسمهال د (پیل کینګ تون) په مېتود جوړېږي. دغه ښیښه په ودانیو کې، موټر او داسې نورو کې کارول کېږي.
د ریګ د سپېځلي کیدو لپاره کاربن او د ښیښې د شین - توربخون رنګ د منځه وړلو لپاره د ارسينک څخه کار اخیستل کېږي. د چورلټ (سل فیصده) بې رنګې ښیښې د جوړولو شونتیا هم شته. خو دې لپاره به ریګ په ځانګړي ډول سوتره او سپېځ کېږي.
 
'''کیمیاوي نومونه'''
 
ریګ (SiO2) , د وسپنې اكسايډ (Fe2O3) , چونه (CaO) , سوډا (Na2O3) , اشخار (K2O3) , دولمیت (کلسیم مګنيزيم کاربونات) {CaMg(CO3)2} ,
نیفیلین {Na,K)AlSiO4)} , سرپ (د سرپو اکسایډ){(PbO (Pb}.
 
 
=== د ښیښې ډولونه ===
ښیښه د جوړېدنې له خوا په دوو برخو ویشل کېږي.
 
# بڼسټیزه ښیښه
# اوړون شوې ښیښه
 
==== بڼسټیزه ښیښه ====
هغه ښیښه چې د اومه توکونو د ولېدو او بیا سړېدو څخه په لاس راغلې وي، بڼسټیزه یادېږي. د دغه ښیښې په ډله کې: اواره ړونه ښیښه، انځوریزه ښیښه، سیم لرونکې ښیښه او رنګه ښیښې ونده اخلي.
 
==== اوړون شوې ښیښه ====
هغه ښیښه چې د بڼسټیزه ښیښې د جوړښت او ځانګړنې د اوړون او څه بدلون راوستلو له امله لاس ته راځي، اوړون شوې نومېږي. د دغې ښیښې په ډله کې ساتندویه (ډاډ) ښیښه( نښلولې ښیښه، کلکه ښیښه ، سیم لرونکې ښیښه)، غبرګه ښیښه، درېځلیزه (درې ځلیزه) غبرګه ښیښه، د لمر د وړانګو ګرځونکې ښیښه، د کارتوس نیونکې ښیښه او داسې نورې برخه اخلي. د دغو ښیښو شمېر ورځ په ورځ مخ په سترېدو دی.
 
== سرچينې ==
 
 
[[وېشنيزه:ښیښه| ]]
[[وېشنيزه:د ودانۍ توکونه]]
 
 
 
[[af:Glas]]
"https://ps.wikipedia.org/wiki/ښيښه" نه اخيستل شوی