د "باو" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: roa-rup:Syphilis
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
'''باو''' ''(په انګرېزي: Syphilis)'' يوه جنسي لېږدنده [[ناروغي]] ده چې د سپايروکيت باکټريا ''[[ټرېپونيما پاليډوم]]'' د دغې ناروغۍ سبب ګرځي. د دغې ناروغۍ د لېږدېدو عمده لاره جنسي اړيکي دي، خو دا ناروغي د يوې ناروغې مور نه جنين ته د بلاربښت او د لنګون په وخت هم لېږدل کېږي. د لنګون په وخت د دغې ناروغۍ لېږدېدنې ته کانجنېټل سيفلس يا د لنګون باو وييل کېږي.
 
د باو د ناروغۍ نښې نښانې د دغې ناروغۍ د پرمختګ او د بېلابېلو پړاونو له مخې يو له بل نه توپير لري. د باو ناروغي بېلابېل پړاوونه لري چې په لومړني، دويم، پټ يا ناڅرګند او درېيم پړاوونو دغه ناروغي پېژندل کېږي. د باو د ناروغۍ د لومړني پړاو نښې په يو ډول جلدي ټپونو چې د کانکر په نامه يادېږي څرګندېږي، د دويم پړاو په نښو کې د ناروغ په بدن باندې سرې ګرمکې خپرېږي، د پټ يا ناڅرګند پړاو نښې دا دي چې ناروغ کې دا ناروغي شتون لري خو په نښو نښانو ځان نه څرګندوي. د باو درېيم پړاو د يو ډول [[ګوما|ګوماګانو (جلدي ټپونو)]]، عصبي او قلبي نښو نښانو سره راڅرګندېږي. د دغې ناروغۍ پېژندنه د وينې د ازمېښتونو په مرسته ترسره کېږي. د دغې ناروغۍ سمه درملنه د انټيبايوټيکو، او په ځانګړي توګه په غوښه کې د پېنسلين جي د ستنو په لګولو ترسره کېږي.
 
داسې وييل کېږي چې په ټوله نړۍ کې د باو په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر ۱۲ ميليونو ته رسېږي چې په ۱۹۹۹ ز. کال کې د دغو ناروغانو د ۹۰٪ نه ډېره برخه په غريبو او مخ په وده هېوادونو کې موندل کېږي. د ۲۰۰۰ کال د شمار له مخې په دغې ناروغۍ د اخته کېدنې کچه په ډېرو هېوادونو کې لوړه شوې.
 
 
 
[[وېشنيزه:ناروغۍ]]
 
[[af:Sifilis]]
"https://ps.wikipedia.org/wiki/باو" نه اخيستل شوی