د "د آشور واکمني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
نوی مخ: 300px|thumb|left|د آشور واکمني په ۷ پېړۍ ق.م. کی '''آشور''' د پخوانۍ هېوادونو څخه وو چی د بین النه...
 
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[File:Map of Assyria.png|300px|thumb|left|د آشور واکمني په ۷ پېړۍ ق.م. کی]]
'''آشور'''(د آشور په ژبې کی: [[دوتنه:Assur in cuneiform.jpg|50px]]، په آرمي ژبې کی: ܐܫܘܿܪ ) د پخوانۍ هېوادونو څخه وو چی د بین النهرین په سیمې کی پروت وو. مرکز یی د آشور ښار وو. دغه ښار د ۲۵۰۰ کال مخکې له میلاده جوړ شو. د پخوانی معلوماتو په اساس چی د انجیل څخه اخیستل شوی دی د اشور ښار د سام زوی آشور لخوا جوړ شو. په ۳ پېړۍ مخکې له میلاده د آشور سیمه د سومریانو لخوا ونیول شوه. کله چی سومر د سارګن اکدی ونیول شو نو هغه آشور هم لاس ته ورغلی.
د ۲۰۰۰ عیسوی سینی مخکی په وخت کی د آشور هېواد د تجارتی مرکزونو څخه جوړ شو او د هغو د تجارتی مرکزونو آغېزه آناتولی ته ورسېدله.
په ۱۹ پېړۍ عیسوی سینی مخکی کی شمشي أدد د آشور حکمران شو. شمشي أدد لوی پوځ جوړ کړ او پر سومر یی یرغل وکړ او تر څو جګړو وروسته پوځ یی د بین النهرین شمالی سیمه ونیو. د شمشي أدد تر وفات وروسته آشور د بابل پېيلى دولت شو. د بابل حکمرانانو خپل دولت ته د میتانی دولت نوم ورکړل او آشوریان مجبور شول چی د بابل حکمرانانو ته باج ورکړي. د ټیکولټی نوریټا د حکومت په وخت کی آشوریانو د بابل حکمرانانو او هېتیانو ته ماته کړله او آشور په نژدی ختیځ کی مهم واکمني شوه.
د تیگلت‌پیلسر د حکومت په وخت کی (د ۱۱۱۴ ق.م. څخه تر ۱۰۷۶ ق.م. پورې) د آشور واکمني ډېره پراخه شوه. تیگلت‌پیلسر د [[ارمنستان]] او آرامیانو په خلاف ډېرې جګړې وکړې. د بابل پاچا نابوکانېسر تر وفات وروسته پوځ د بابل څو ښارونه ونیو.
په ۹ پېړۍ ق.م. کی د بین النهرین سیمه او د فرات سیمه د آشور حکمرانان په لاس کی ولې. په دی وخت کی هم سوریې او فلشطین ونیول شول. په ۶۷۱ ق.م. کی د اشور پوځ مصر ته ورسېده او اشور په نژدې ختیځ کی تر ټولو قوی امپراطوری شو. په دی وخت کې د آرامی ژبه په نژدې ختیځ کی مهم ژبه شوه.
د آشور بانی‌پال د حکومت په وخت کی د ډېرو جګرو په سبب آشور واکمنی زوال ته ورسېدله. په ۶۲۶ کال کی د بابل پاچایی پریک شوه . په ۶۱۴ کال ق.م. کی د ماد او بابل پوځونو د آشور پر واکمني یرغل کړل او د آشور واکمني یی ویجاړه کړه.
۱۱ کرښه:
 
 
[[وېشنيزه:پخوانی هېوادونه]]
 
[[als:Assyrien]]
[[am:አሦር]]