د "د ساسانيانو واکمني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
Darios (خبرې اترې | ونډې)
۶۴ کرښه:
==د ساسانیانو ټولنه==
 
د ساسانیانو حکمرانانو په مرکزی [[آسیا]] کی قوی اقتصادی او ثقافتی دولت جوړ کړل. د [[زرتشتيت|زردتشتی]] مذهب بیا د رسمی مذهب شو. ساسانیانو هم نوی قانونونه جوړ کړل او خپل واکمنی یی پراخه کړه. په دی وخت کی د ساسانیانو په واکمنی کی حکمران (شاه) تر ټولو مهم شخص وو. خلکو پاچاته د خدای په نظر کې کتله. د ساسانیانو اشرافیانو ډېر مال لرل. د ساسانیانوبدایه ظبقه ډېره پرمځتللی ټولنه وه او د شاهی کورنی په غړیو، رعيتان، زمیندارانو، اشرافیانواو شوالیو کی شمېرل کېدلی.
 
د عادی خلکو طبقه په سوداګرانو، کروندګرانو او عسکرانو تقسیمېده. په دی وخت کی د [[زرتشتيت]] روحانیانو مهم رول لوباوه روحانیان د معبدونو ته نژدې ژوند کاوه. د مورال (اخلاق) په هکله یی وغظ کاوه او ګناهونه ته یی جزا ورکوله. مګر هر انسان چې به ګناه وکړه کولای سول د روحانیانو څخه ننواته (بخښنه) رانیسی. عادی خلکو په مځکو کی کار کاوه یا عسکران ول. مالیې(ورکړېنې) ډېرې جګه ول هر کروندګر مجبور و چی د یو پر شپږما برخه د ګټې څخه پاچا ته ورکړي. هر نارینه کولای سول یوه یا دوې میرمنی ولري. میرمنو خاص حقوق درلودل. نورو ښځو چې د نارینو په کور کی یی ژوند کولکاوه په مرییود مینځو او جنګی اسیرانو څخه ولې. هر نارینه کولای سول خپله ښځه خرڅه کړي. پاچا او اشرافیان لوی حرمسراى درلوده.
 
==افغانستان د ساسانیانو د حکومت په وخت کی==