د "عبدالکلام" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ زیاتول: bg:Абдул Калам |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
'''ډاکټر ابولفقير زين العابدين عبدالکلام''' ''' ([[تاميلي ژبه|تاميل]]: அ.ப.ஜ. அப்துல் கலாம்; [[هندي ژبه| په هندي]]: अवुल् फ़किर् ज़य्नुल् अबिदीन् अब्दुल् क़लाम;''' په ١٥ د اکتوبر، ١٩٣١ کال کې د [[هندوستان]] په [[تاميل ندو]] کې زېږېدلی دی. نوموړی چې په لنډه توګه د '''A.P.J. Abdul Kalam''' په نامه سره هم يادېږي د هندوستان ولسمشر دی. د ولسمشرۍ سره سره هغه يو ډېر نوميالی ساينسپوه او انجنير دی چې د خلکو په مېنځ کې د هندوستان توغوندی سړی يا the Missile Man of India په نامه هم يادېږي.
== کاري ژوند ==
Line ۴۰ ⟶ ۱۹:
ډاکټر عبدالکلام يو بې جوړې سړی دی چا چې تر اوسه پورې د دېرشو پوهنتونونو نه دوکتوراګانې ترلاسه کړي دي او په همدې توګه د هندوستان درې لويې ملکي جايزې هم ترلاسه کړي. د پدما بهوشان جايزه يې په ١٩٨١ کال کې ترلاسه کړه، د پدما وبهوشان جايزه يې په ١٩٩٠ کال کې او په هندوستان کې تر ټولو لويه ملکي جايزه چې د هېواد کې د اعلی چوپړ په پايله کې ورکول کېږي د بهارت راټنا جايزه ده چې نوموړي په کال ١٩٩٧ کې لاس ته راوړه. پدې لنډو وختونو کې يې د يو بل پوهنتون نه د ستاينزي دوکتورا د اخيستلو نه لاس په سر شو او دا ادعا يې لرله چې دی د همدومره لاس ته راوړنو نه ډېر راضي دی چې په ژوند کې د ډېر زيار په ګاللو ور په برخه شوي.
== په اوبتل کې سفر ==
ډاکټر عبدالکلام د هندوستان په تاريخ کې لومړنی ولسمشر دی چې په اوبتل کې يې سفر کړی دی. په ١۴ د فبروري ۲۰۰۶ کال عبدالکلام د (آی ان اس سندهوراکشاک)(INS Sindurakshak) يو روسي جوړ شوی اوبتل ته د ويشاکاپتانام سمندري بېړۍ اډې نه وخاته. د هغه د سفر موده څه کم درې نيم ساعته وه. چې په دغه مهال کې د هندوستان ولسمشر د بېړۍ املې سره غرمنۍ هم يوځای وخوړله.
[[وېشنيزه:د ۱۹۳۱م کال زېږدنې]]
|