* ـ کېدی شي خبريالان داسې پوښتنې وکړي چې تاسې به يې ځواب ته امادګي نه لرئ، داسې ځواب ورکړئ چې نه هغوی خپه شي او نه د خلکو په ذهن کې نورې پوښتنې ولاړوي، مثلاً وواياست، ښايي دا مسئله همداسې وي خو اجازه راکړئ نن پر همدې ټاکل شوې موضوع درسره خبرې وکړم.
* ـ که چېرې فکر کوئ غونډه ډېره مهمه ده، د غونډې تر پيل مخکې مطبوعاتي بيان پر خبريالانو ووېشئ، ځکه په دې توګه به په ارقامو، نومونو او شمېرو کې غلطي نه راځي.
* ـ کوښښ وکړۍ دغه ډول غونډې تل راوبولئ په دې توګه ستاسو کړنې په مطبوعاتو کې انعکاس پيدا کوي او خلک مو له کړنو خبرېږي.