د "ویرا غیر فعال څارونکی سیستم" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Verasm 2.jpeg|بټنوک|400px|کيڼ|د ویرا غیر فعال څارونکی سیستم]]
'''د ویرا غیر فعال څارونکی سیستم''' ( [[چيکی ژبه|په چېکی]] :Pasivní sledovací systém Věra ) دالیکترونیک یو ډول الیکترونیک سیستم دی چې [[د چېک جمهوريت|د چېک په جمهوریت کې]] جوړېږی . دغه څارونکی سیستم د الوتکو او بلو هدفونو د څارلو لپاره کارېږی.د ویرا غیر پوځی ماډل په هوایی سرویس کې کارېدلای سی. دغه سیستم کولای سی هم د بحری سرویس د څارولو لپاره کار واخلی. دغه څارونکی سیستم [[اېسټونيا]]، [[پاکستان]] او [[د امریکا متحده ایالات|امریکا]] ته صادر شو. [[د چېک جمهوريت|چېک]] حکومت غوښتل چي د ویرا څارونکی سیستم هم [[د خلکو جمهوري چين|چېن]] ته صادر وکړی مګر [[جورج واکر بوش|امریکایی حکومت]] پر چېکی سیاستوالانو باندی سیاسی فشار وچاوه او چېک سیاستوالان مجبور شول چې دغه سوداګري منع وکړی.
== څارونکی سیستم ==
د غیر فعال څارونکی سیستمونه [[د چېک جمهوريت|د چېک په جمهوریت]] کې د ۱۹۵۵ کال څخه جوړېږی او د ویرا غیر فعال څارونکی سیستم د هغو سیستمونو څخه وروستی موډل دی. د ویرا غیر فعال څارونکی سیستم د ۱۹۹۴ کال څخه جوړېږی او [[د چېک جمهوريت|چېکی]] پوځ په ۱۹۹۵ کال کې دغه سیستم رسمی ډول کار واخیست. د ویرا غیر فعال څارونکی سیستم د درې اې اس ام (ESM) انتنونه او یو قبلولو مرکز تشکیل شو. د انتین وزن ۲۵ کیلوګرامو دی. دغه سیستم کولای سی ۳۰۰ هدفونه تعقیب کړی. دغه سیستم کولای سی د الوتکې رادارونه، دهواپېژندنې رادارونه، ای اېف اېف سیستم (IFF) او د تاکتیک د هوایی چلوونکی سیستم ( TACAN) وڅاری. وېرا څارونکی سیستم د دغو سیستمونو څخه اېلکتوماګنیتیکی سیګنالونه (electromagnetic signals) لاس ته ورځی او د ریاضی محاسبو په مرسته د الوتکې او بلو هدفونو موقعت تعیین کوی. دا معنی دا چې کله چی د دښمن الوتکه په جګړې کې خپل رادار یا بل اېلکترونیکی سیستم پرانیستی نو ویرا څارونکی سیستم د دغی الوتکې موقعت لاس ته ورځی او ملی پوځ کولای سی دغه الوتکه رنګه وکړی. په اوس وخت کې ۶ د ویرا مودلونه جوړېږی .