د "ویرا غیر فعال څارونکی سیستم" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
ود سمون لنډیز نسته |
ود سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
[[دوتنه:Verasm 2.jpeg|بټنوک|
'''د ویرا غیر فعال څارونکی سیستم''' ( [[چيکی ژبه|په چېکی]] :Pasivní sledovací systém Věra )
== تاریخ ==
د غیر فعال څارونکی سیستمونه [[د چېک جمهوريت|د چېک په جمهوریت]] کې د ۱۹۵۵ کال څخه جوړېږی او د ویرا غیر فعال څارونکی سیستم د هغو سیستمونو څخه وروستی موډل دی. د ویرا غیر فعال څارونکی سیستم د ۱۹۹۴ کال څخه جوړېږی او [[د چېک جمهوريت|چېکی]] پوځ په ۱۹۹۵ کال کې دغه سیستم رسمی ډول کار واخیست. د ویرا غیر فعال څارونکی سیستم د درې اې اس ام (ESM) انتنونه او یو قبلولو مرکز تشکیل شو. هر انتین د ۲۵ کیلوګرامو وزن لری. دغه سیستم کولای سی ۳۰۰ هدفونه تعقیب کړی. دغه سیستم کولای سی د الوتکې رادارونه، دهواپېژندنې رادارونه، ای اېف اېف سیستم (IFF) او د تاکتیک د هوایی چلوونکی سیستم ( TACAN) وڅاری. وېرا څارونکی سیستم د دغو سیستمونو څخه اېلکتوماګنیتیکی سیګنالونه (electromagnetic signals) لاس ته ورځی او د ریاضی محاسبو په مرسته د الوتکې او بلو هدفونو موقعت تعیین کوی. دا معنی دا چې کله چی د دښمن الوتکه په جګړې کې خپل رادار یا بل اېلکترونیکی سیستم پرانیستی نو ویرا څارونکی سیستم د دغی الوتکې موقعت لاس ته ورځی او ملی پوځ کولای سی دغه الوتکه رنګه وکړی. په اوس وخت کې ۶ د ویرا مودلونه جوړېږی .
*ویرا ای پی (Vera AP ) غیر پوځی موډل دی چې په هوایی سرویس کې کاروی.
*ویرا ای (Vera E ) پوځی موډل دی چی د صادرولو لپاره ټاکل کېږی.
*ویرا اس/ام ( Vera SM) پوځی موډل دی چې د چېک په جمهوریت کې استعمالېږي.
*ویرا پې ۳ ډې (Vera P3D ) دغه موډل په هوایی ډګر کې کارېږي.
*ویرا ها ام اس (Vera HMS )
*ویرا آی اس څې بې (Vera ASCB )
|