د "شاه محمود هوتک" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
و r2.4.6) (روباټ زیاتول: ja:マフムード (サファヴィー朝) |
د سمون لنډیز نسته |
||
۲ کرښه:
<!-- Scroll down to edit this page -->
<!-- د پاچايانو وېشنيزه -->
| name = شاه محمود هوتک
| title = [[د افغانستان پاچايان]]
| انځور = SHAH-MAHMUD-HOTAK.jpg
| color = #C0C4CE ▼
| image_size = 200px
| caption =''شاه محمود هوتک''
| reign =[[هوتکي واکمني]]: 1717 - 1725
| coronation = ۱۷۱۷ ز. او ۱۷۲۲ ز.
| othertitles =[[شاه]], [[پاچا]], [[مير]], [[سلطان]]
| full name = شاه محمود هوتک
| predecessor =[[عبدالعزيز هوتک]]
| successor =[[شاه اشرف هوتک]]
| suc-type =
| heir =
}}▼
| consort =
| ماندينه 1 =
| ماندينه 2 =
| ماندينه 3 =
| ماندينه 4 =
| ماندينه 5 =
| ماندينه 6 =
| issue =
| royal house =
| dynasty =[[هوتک]]
| royal anthem =
| پلار = ميرويس خان هوتک
| مور =
| birth_date =۱۶۹۷ ز.
| birth_place =
| death_date =۲۲ د اپرېل، ۱۷۲۵ ز.
| death_place =[[اصفهان]]
| date of burial =
| place of burial =
|مذهب =[[سني اسلام]]
د [[افغانستان]] د ستر ملي او هېوادپال شخصيت [[مېرويس هوتك|مېرويس نيكه]] زوى ، شاه محمود د خپل پلار د مړينې په كال كه څه هم اتلس كلن وو ، مگر بيا هم ډېر مېړه پښتون وو او پر پلار هم ډېر گران وو ، ځكه چې له پلار سره په ټولو جگړو كې ملگرى وو او په حربي چارو كې ښې تجربېې حاصلې كړې وې . د پلار تر مرگ وروسته بيا د خپل اكا په خدمت كې وو او د پښتنو د كارو باره سره يې ډېره دلچسپي درلوده ، خو كوم وخت چې يې د خپل اكا پېشنهاد وليد ، نو د اكا له كړو څخه بېزاره شو او د هغه كار يې ورتمام كړ او څنگه چې د [[كندهار]] او [[پارس]] پخوانى رواج وو ، چې د ښار په هره خوا كې به يوه يوه مناره وه او په هره مناره كې به يوه نغاره د خلكو د خبرولو لپاره پرته وه ، نو هر وخت چې به يو مهم خبر وو ، نو دا نغارې به ډنگېدلې او خلك به راغونډېدل . محمود چې خپل اكا مړ كړ ، نو دا نغارې يې وډنگولې او خلك راغونډ شول . محمود د خپل اكا وړانديز دوى ته وښود او له پارسيانو سره جنگ يې په ايت او حديث ثابت كړ او بيا يې څرگنده كړه ، چې دده اكا د خپلې شخصي ارامۍ او خوش گزرانۍ لپاره غوښته ، چې پښتانه بيا د پارسيانو تر لاس لاندې او د هغوى مطيع كړي او زموږ مملكت بيا وران شي . تر دې وروسته يې نو وويل ، چې (( ما هغه وواژه )) پښتنو چې هغه وړانديز ولوست او ورمالومه شوه ، چې محمود رښتيا وايي ، نو ده ته يې افرين ووايه او دى يې د ځان پاچا كړ او د شاهۍ لقب يې وركړ ، نو (( شاه محمود)) وباله شو . دا زلمى پښتون د پښتنو پاچا شو او تر ۱۱۳۴ هـ كاله پورې يې د افغانستان د پاچا په حيث حكمراني وكړه او څوا واره يې د [[پارس]] او [[سيستان]] شرقي برخو ته لښكري وايستلې ، څو يې په ۱۱۳۴ هـ كال د پارس د حكومت پايتخت [[اصفهان]] محاصره كړ او تر اته مياشتې محاصرې وروسته يې د محرمې د مياشتې په ۱۱ يا ۱۵ په ۱۱۳۵ هـ ( ۱۷۲۲ ) ع كال د صفويانو وروستنى پاچا [[سلطان حسين]] خپل ځان او پايتخت د پښتنو لښكرو ته تسليم كړ . د پښتنو زلمي پاچا د خپلې شاهنشاهۍ په وختو كې د اصفهان تر فتح وروسته ډېرې لويې لښكركښۍ وكړې ، خو تر دوه نيمو كالو پاچاهۍ وروسته د برات د مياشتې په ۱۲ شپه ، ۱۱۳۷ هـ كال په اصفان كې د دماغي تاروغې له كبله ووژل شو . دا فاتح مېړه پښتون په ۲۷ كلنې تر دنيا تېر شو او د پښتنو په [[تاريخ]] كې يې ځلانده نوم او توره پرېښوده .
|