د "هېنريک سېنکېويچ" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
'''هېنریک سېنکېويچ''' ( بشپړ نوم “ هېنریک ادام الېکساندر پیوس سېنکېویچ “ ) په پولېنډۍ ژبه کې (Henryk Adam Aleksander Pius Sienkiewicz ) د ۱۸۴۶ زېږدي کال د می ۵ پولېنډ ، پودلیاشې ، ولیا اوکشېیسکه - د ۱۹۱۶ ز کال د نوامبر ۱۵ سویس ، وېوې .
==ژوندلیک==
پر ۱۸۸۱ ز کال يې له “ ماريیا شیتکېویچ “ سره [[واده]] وکړ . مېرمن يې څو کاله وروسته پر ۱۸۸۵ ز کال له نري رنځ ( توبرکلوز ) نه مړه شوه او دوه ماشومان يې مېړه ته ورپاتې شول . سېنکېویچ پر ۱۸۹۳ ز کال دویم واده له “ مارییا ولودکوویچ “ سره ، چې له “ ادېسې “ څخه وه ، وکړ ، خو پر ۱۸۹۵ ز کال يې د مېرمنې پر نوښت تلاک ( طلاق ) وشو او سره بېل شول . پر ۱۸۹۴ ز کال يې هم له “ مارییا بابسکایا” سره واده وکړ .
[[لیکوال]] سېنکېویچ پر ( ۱۸۷۶ – ۱۸۷۹ ) ز کلونو د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ او د همدغه سفر
سېنکېویچ د لومړۍ نړیوالې جګړې د پیل پر مهال سویس ته ولاړ ، بیا يې په پولېنډ کې له جګړې ځپلو سره د مرستې د یوې کومېټې مشري پر غاړه واخیسته . هېنريک سېنکېویچ د ۱۹۱۶ زېږدي کال د نوامبر پر ۱۵ د سویس په “ وېوې “ کې ومړ. په “ وېوې “ کې يې له مړینې وروسته مړی د سویس په یوه کاتولیکي عبادتځای کې خاورو ته وسپارل شو ، خو پر ۱۹۲۴ ز کال يې د بدن پاتې شوني وارسا ته ولېږدول شول او هلته د “ کریپت “ د سپېڅلې “ یاننا “ په عبادتځای کې خاورو ته وسپارل شول .
==پنځونه==
لیکوال د خپل ادبي کار په لومړیو اثارو ، داستانونو او ناولونو کې ، د نرواکي ژوند د ډول کمزوري کېدل او له منځه تګ ښودلی ، لکه په “ زاړه خدمتګار “ ۱۸۷۵ ز کال ، “ ګانیه “ ، ۱۸۷۶ ز کال ، “ سېلاب “ د ۱۸۸۴ – ۱۸۸۶ ز کلونه ، “ ښاغلي ولودیوفسکي “ ( ۱۸۸۷ – ۱۸۸۸ ز کلونه ) کې . د سېنکېویچ په لومړني رومان کې د [[پولېنډ]] او اوکرایین تر منځ ، د “ بوګدان خمېلنیڅکي “ د وختونو هاند او هڅه ښودل شوې . د ده د “ تریلوجي “ ( درې ګوني ) رومان په دویمه برخه کې پر ۱۶۵۵ – ۱۶۵۶ ز کلونو ، پر پولېنډ باندې د سويډني یرغلګرو پر وړاندې جګړه کې د پولېنډي ولس د ازادي بښونکي غورځنګ هاند او هڅه انځور شوې . د دغه درې ګوني اثر په درېیمه برخه ( یا درېیم رومان ) کې پر ۱۶۷۲ – ۱۶۷۳ زېږدي کلونو ، پر پولېنډ باندې د تورکانو د یرغل او د دغه یرغل پر وړاندې د پولېنډي بهادرانو او اتلانو کارنامې په شاعرانه بڼه انځور شوې دي .
د سینکېویچ په سایکولوجيکي رومان “ بې تعصبه “ ( ۱۸۸۹ – ۱۸۹۰ ) کې د یو اریستوکرات په اړه بیان شوی . د “ پولانېڅکيو کورنۍ “ ( ۱۸۹۳ – ۱۸۹۴ ) په رومان کې لیکوال د یو بریالي سوداګر په اړه بيان کوي او په هغه کې د هغې ټولنې ځینو اړخونو ته کومېډي رنګ ورکوي ، چې دین یې له سیاست څخه بېل دی . د لیکوال په “ چېرته ځې “ ( ۱۸۹۴ – ۱۸۹۵ ) تاریخي رومان کې د لرغوني رومي امپراتور “ نېرون “ د ظلمونو پر وړاندې د لومړنیو عیسویانو هاند او هڅه ښودل شوې ده . د ۱۵ پېړۍ په پای او ۱۶ په سر کې د “ تیوتونسکي اوردېن “ واکمنانو ( داسې ویل کيږي ، چې د جرمني سردارانو له خوا رامنځته شوی وو ) د تېري پر وړاندې د پولېنډیانو او لیتوایانو هاند او هڅې ته د لیکوال د “ صلیبیانو “ ( ۱۸۹۷ – ۱۹۰۰ ) تاریخي رومان ځانګړی شوی دی .
د “ ګرداب “ ( ۱۹۰۹ – ۱۹۱۰ ) رومان د روسیې د ۱۹۰۵ – ۱۹۰۷ زېږدي کلونو اوښتون ( انقلاب ) ته ځانګړی شوی دی .
|