د "د افغانستان ژبې" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
نوی مخ: {| style="margin: 0 0 1em 1em; border-collapse:collapse; font-size: 90%;" border="1" cellpadding="2" align="left" cellspacing="0" |- style="background-color:brown;" ! colspan="2" |د...
 
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
۱۵ کرښه:
 
 
په اوس وخت کې په [[افغانستان]] ګې تقریبًا په ۳۰ ژبو خبری کېږي. جو یوازې پښتو او دري د [[افغانستان]] رسمي ژبې دی. دا هېواد په نننی وخت کې تقریبًا ۲۹ میلیونه اوسېدونکي لری. د [[پښتو]] ژبې د ویونکو شمیر په سلو کې شپتو ته رسېږی. د [[افغانستان]] د آخری اساسی قانون په یوې مادې کې پښتو ژبه په رسمی توګه ومنله شوه، خو دري هم اهمیت لري او ډېر کتابونه پرې ترجمه کېږې. ټول ښوونکی او زده کوونکی په دواړو ژبو ښه پوهېږی. د افغانستان په شمالی سیمو کې په ځانګړي ډول دري، ازبکی (اوزبکی) او تاجیکی ویل کېږي. د افغانستان په جنوبی سیمو کې د پښتو ژبه ډېر اهمیت لري. [[کندهار]] او [[جلالكوټ|جلال آباد]] د پشتو ویونکو مهم مرکزونه دی.
==د دري ژبه==
دري د عصري فارسی د ژبو د فورمونو څخه ده چي په [[افغانستان]] کې دری الفبا له [[عربي ژبه|عربي]] توروڅخه جوړه سوې ده ، چي د تورو ( فونيمونو )شمېر يې ۳۲ ته رسېږي. په دې کی څلور ږغه ( پ، چ، ګ، ژ ) د دری ځانګړي توری دي. د ۱۰ پېړۍ څخه ویل او لیکل شوی ده. دغه ژبه د ساسانیانو پارسی څخه جوړه شوه. د ژبپوهانو په نظر د دری نوم د دربار د کلمې څخه اخیستل شوی دی. د دری ژبه تقریبًا ۲۰ میلیونه ویونکی لري چی پکې تاجیکیان،هزاره ګان او ایماقان شامل دی. دغه ژبه په ځانګړی ډول په کابل، مزار شریف، فیض آباد، هرات او بامیان کې ویل کېږی. دري ادبیات په [[افغانستان]] کې د ۱۰ پېړۍ څخه رواج شوی ده . په ۱۱ پېړۍ کې د محمود غزنوی په پاچایی کې مشهورو شاعرانو ابوالقاسم حسن عنصری بلخی، ابوالحسن علی بن جولوغ فرخی سیستانی او حکیم ابوالقاسم فردوسی توسی خپل اثرونه رامنځ ته کړل. په ۱۵ پېړۍ کې د تیموریانو د حکمرانانو په وخت کې دري ادبیات اوج ته ورسېده.په دی وخت کی نورالدین عبدالرحمن جامی او بدرالدین هلالی مشهور شاعران ول. په ۱۹ پېړۍ کې حمید کشمیری یو مهم اثر ولیکه چی د اکبرنامه په نوم یادېږي.
 
==د پښتو ژبه==
[[File:خوشال خان خټك.jpg|150px|thumb|left|خوشحال خان خټك]]
[[پښتو]] د اریانا د ژبو څخه ده چې په ځانګړی ډول د [[افغانستان]] په خنوب کې ویل کېږی. پښتو تقریبًا ۵۰ لهجې لری. خو د [[د کندهار ولايت|کندهار]] لهجه، د [[د ننګرهار ولايت|ننګرهار]] لهجه او د پکتیا لهجه د مهمو لهجو څخه ګڼل کېږی. پښتوالفبې له عربي توروڅخه جوړه سوې ده ، چي د تورو ( فونيمونو )شمېر يې څلوېښتو ته رسيږي. په دې کي اته ږغه ( ټ ، ډ ، ړ ،ږ ،ځ ،څ ، ښ ،ڼ ) د[[پښتو]] خپل ځانګړي فونيمونه دي.
دپښتوداوسنۍ الفبا په باب عام روايت داسي دئ ، چي دااوسنۍ بڼه يې دسلطان محمودغزنوي په زمانه کي دده دوزير خواجه حسن ميوندي په حکم دقاضي سيف الله په زياراوکوښښ تراصلاح اوسمون وروسته باب سوه . خودپښتنومبارز روحاني او سياسي مشر بايزيد روښان ( ٩٣١ ـــ ٩٨٠ هـ ق ) بيا پر عربي الفبې باندي دپښتوتوروزياتول دخپل ځان کارنامه بولي . په هرصورت په پښتوالفبې کي د پير روښان بايزيداورمړ، داخونددروېزه ننګرهاري ( ٩٣٩ ـــ ١٠٤٨ هـ ق ) ، د[[خوشحال خان خټک]] ( ١٠٢٢ ـــ ١١٠٠ هـ ق) اوبيا په معاصرينوکي دوزيرمحمدګل خان مومند ، خان عبدالصمدخان اوقلندرمومند له خوا يولړبدلونونه راغلي دي خوپه دې ټولوکي يې هغه شکل منل سوی اوعام سوی دئ ، چي دکابل پښتو ټولني په نوښت د[[افغانستان]] اوپښتونخواپوهانو تر ګډو غونډواوفيصلو وروسته تاييد کړی دئ او زموږ دپښتنومعاصر ي ليکني له ځينوجزئي بدلونونوسره په همداالفبا ليکلي کېږي. د پښتو د ژبې اهمیت په ۱۷۴۷ کال کې اوج ته ورسېده او په ۱۹۳۶ کال کې پښتو د [[افغانستان]] رسمی ژبه شوه.
 
 
 
 
==ازبکی ژبه==
[[File:1942 navoi mixedperf nh.jpeg|150px|thumb|left| نظام الدین على شير نوایی]]
ازبکی ژبه د لویدیځ د ترکی ژبو څخه ده چی د [[افغانستان]] په شمال کی ویل کېږي. په [[افغانستان]] کی د ازبکی ویلونکی شمېر ۱ میلیون تنو ته رسېږې. ازبکان په [[افغانستان]] کی د ازبکی لیکنې لپاره د عربی تورو څخه کار اخلی، خو ازبکی الفبې هم د سیریلیک او لاتین د تورو څخه کار اخیستلای شی.
ازبکی ادبیات په [[افغانستان]] کی په ځانګړي ډول د تیمورانو د حکمرانانو په وخت کې د هرات په ښار کی پراختیا کوله. په ۱۵ پېړۍ کې [[هرات]] او شمرقند مهم ادبی او ثقافتی مرکزونه ول. نظام الدین على شير هروی د ازبک تر ټولو مشهور شاعر وو چی د نوایی په نوم هم یادېږی. نوایی خپل اثرونه په ځانګړی ډول په چاغاتاي زپه ولیکل. مګر څو اثرونه یی چی په [[پاړسي|فارسی]]، هندی او [[عربي ژبه|عربی]] ژبو ولیکل شول هم شته
 
 
 
 
 
==نورستانی ژبې==