د "د پاني پت لومړۍ جگړه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
۳۰ کرښه:
 
'''د پاني پت لومړۍ جګړه''' په ۲۱.۴.۱۵۲۶ کې په شمالي هندوستان کې د [[ظهير الدين محمد بابر|ظهیرالدین محمد بابر]] او د سلطان [[ابراهيم لودي|ابراهیم لودي]] په منځ کې یوه مهمه جګړه وه. په دي جګړې کې ظهيرالدین محمد بابر د [[ډېلي|دهلي]] سلطان د ابراهیم لودي پوځ ته ماته ورکړه. تر جګړې وروسته شمالي هندوستان د ظهيرالدین محمد بابر لاس ته ورغي او [[د مغولو پاچايي|د مغولو پاچایی]] د ظهرالدین بابر لخوا جوړه شوه.
 
==تاریخ==
د بابر نوم ظهیرالدین دی خو د بابر معنا ( ببر ، یا پړانګ ) دی . د ده ټول ژوند په جګړو کی تیر سوی دی . بابر د پلار لخوا [[ګوډ تېمور|ګوډ تیمور]] او د مور لخوا [[چنګېز خان|چنګیزخان]] ته رسیږی . پلار یې « شیخ عمر میرزا » د فرغانې مشر و . بابر د ۱۱ کالو و چی د پلار پر ځای کښېناست . په ۱۴۹۷ کی یې د عمر په ۱۴ کلنۍ کی سمرقند د خپل اکا تر مړینی وروسته ونیو . خو وروسته یې ورور دواړه ځایونه ( فرغانه او سمرقند ) ځنی ونیول . ده بیا هغه ونیول او بیرته یې د لاسه ورکړل څو چی باالاخره غرونو ته وتښتېد او هلته د فراري په توګه د چوپانانو سره اوسېدﺉ . وروسته یې څه کسان پیدا کړل او د [[هندوکش]] څخه راواوښت څو چی په ۱۵۰۴ کی یې [[کابل]] ونیو او د فرغانې څخه تر شړل کېدو وروسته آن تر هغه لا غټ واکمن سو ( خو په بله سیمه کی ) . کله چی په کابل کی د پاچا په توګه ټینګ سو ، نو بیرته مخ پر سمرقند ورغی او د ایرانی پاچا « شاه اسمعیل » په مرسته یې هغه ونیو او شیعه مذهب یې ومانه . وروسته یې بخارا او خراسان هم د اسمعیل په کومک ونیول ( ۱۵۱۱ ) . مګر د ازبکو مشر « عبیدالله خان » د شاه اسمعیل تر وتلو وروسته برید پر وکړ او دا ټول متصرفات یې بیرته ځنی ونیول څو چی بابر هم کابل ته راستون سو ( ۱۵۱۳ ) او صرف بدخشان ورپاته سو چی مرکز یې کندز و . د دې نفرت علت د ده لخوا د شیعه مذهب قبلول و ( چی وروسته بیرته سُنی سو . )
بابر کرار پاته نسو او دا چی د منځنۍ آسیا څخه مأیوس او نهیلی سو ، نو خپلو جاه طلبیو ته یې مخ د هند پر خوا ادامه ورکړه تر څو د « پاچا » په عوض کی « امپراتور » سوی وای .
بابر د هند پر لور په خپلو جاه طلبیو کی هغو جنګی تاکتیکونو وهڅاوه چی د ازبکانو ، ترکانو او پارسیانو څخه یې زده کړي وو . د ازبکو څخه یې پر دښمن باندی په یو وخت کی د مخ او شا لخوا د حملو چمونه او فنون زده کړل . د پارسیانو څخه یې د باروتو استعمال او د هغه طریقې زده کړې . د ترکانو څخه یې د خوځنده سپاره نظام فن او تاکتیکونه زده کړل . دا چی دوه تکړه او مجرب توپچیان ( استاد علی او استاد مصطفی ) یې لرل ، نو دې کار نور هم تلولی او بېړنی کړ . بابر چی کله خپل پوځ په دغو تجهیزاتو او تاکتیکونو سره ښه سمبال کړ ، نو په ۱۵۱۸ کی د هند نیولو ته متوجه سو . په هند کی داخلی نفاق او شخړو هغه نور هم تشویق او پسی کامیاب کړ . د ډیلی سلطنت تر پخوا ډیر کمزوره او کوچنی ( محدود ) سوی و . سلطان ابراهیم لودی تر بل هر وخت ډیر تجرید او د مخالفتونو په غېږ ورغلی و . ده خپل تکړه خوانین او مخور خوابدي کړي وو . پنجاب چی والی یې « دولت خان لودی » و ، عملأ مستقل خو په نوم د ډیلی تابع و . په لویدیځ کی د سند او ملتان والیان او په ختیځ کی جېپور او بنګال هم همدغسی وو . د راجپوت کوچنیو حکومتونو د « میواړ » د راناسنګا په مشرۍ یو اییتلاف جوړ کړی و . ځکه نو د ډیلی سلطنت صرف په نوم چلېدﺉ . د دغو کوچنیو حکومتونو تر شا یعنی په جنوب ختیځ کی هم ( د بنډل کنډ او ګوند واڼه ) هندو سیمه ییز حکومتونه مستقر وو . په شمال کی ګجرات ، مالوه ، او کندیش د خپلواکو اسلامی سیمه ییزو حکومتونو په توګه چلېدل . په دکن کی حالات تر دې هم خراب وو . ځکه نو هندوستان په مجموع کی پر څه باندی لسو محلی ځانځاني حکومتونو وېشل سوی و ، او د ډیلی سلطنت په دغسی یو ناوړه حالت کی واکمن و . له بلی خوا ، راناسنګا د راجپوتانه د ختیځی برخی په سر د ابراهیم لودی سره شخړه لرله ، نو ځکه ده هم بابر ته د [[ابراهيم لودي|ابراهیم لودی]] پر خلاف بلنه او د دوستۍ لاس ورکړ .
جنګسالار بابر د دې شخړو او نفاق څخه لویه ګټه واخیسته . پر پنجاب یې څو حملې وکړې . والی ( دولت خان لودی ) او حتی پخپله د ابراهیم لودی اکا ( عالم خان لودی ) په ۱۵۲۳ کی د ډیلی د سلطنت پر خلاف د بابر سره ودرېدل ( دولت خان د پنجاب د صلاحیت لرونکی والی کېدو په اسره ، او عالم خان لودی هم د خپل وراره څخه د ډیلی د سلطنت اخیستو په هوس بابر ته لاس ورکړ . )
بابر دولت خان لودی ته داسی وویل : « تا د دیرشو کالو راهیسی د سلطان ابراهیم او د هغه د پلار نمک خوړلی دی ، اوس ولی دغسی کوې ؟ » هغه ورته وویل چی دا صحیح ده چی پلار او نیکه می ډیر کلونه د هغوی په خدمت کی تیر کړي دي ، خو دغه سلطان خپل ډیر وفادار اتباع وژلي دي . ده بېله کوم دلیله خپل ۲۳ بهترین خلک له منځه وړي او د هغوی کورونه یې وران کړي دي . همدا علت دی چی مخورو زه تا ته رالیږلی یم تر څو رسمأ بیعت درته وکړو او هغوی په بې صبرۍ سره منتظر دي . نو هغه و چی بابر هم ژمنه ورسره وکړه چی د سلطان ابراهیم سره به جنګیږی او هغه به ماتوی . خو بابر چی کله پر لاهور حمله وکړه نو د دولت خان لودی سره یې خیانت وکړ او هغه یې له صحنې وشړﺉ څو چی هغه هم په تجرید او حسرت کی پسی مړ سو . بابر د پنجاب تر نیولو وروسته مخ پر ډیلی وخوځېد او د پانی پت په ارت دښت کی مورچل بندی سو .
اکثره منابع د بابر د پوځیانو شمېر ۱۲ ـ ۱۵ زره او د سلطان [[ابراهيم لودي|ابراهیم لودی]] پوځیان د یو لک ( یعنی سل زره ) په شاوخوا کی بولی . څنګه چی زیاترو منابعو دا تعداد د بابر د خپلو خاطراتو ( بابر نامه ـ تزک بابری ) څخه اخیستی ، نو ځکه مؤثق نه ښکاری او دا نن یو تریخ حقیقت ثابت سوی چی د جګړې سوبمن لورﺉ تل ملامت یا مجرم راپیژنی او تاریخ هم په دې هکله پټه خوله نیولې وی .
په هر صورت ، دواړه پوځونه د پانی پت په ارت دښت کی یو بل ته مخامخ ځای پر ځای سول . د بابر زوی همایون د ده پر ښیً خوا مورچل بندی سو ، او کیڼی خوا ته یې محمد سلطان میرزا سنګر ونیو . د هغوی دواړو هدف دا و چی د ابراهیم لودی پوځیان به محاصره کوی . تر نیمایی ډیر پوځیان په مرکزی برخه کی ځای پر ځای سول او پخپله بابر همدلته جنګ قومانده کاوه . د ټولو شا ته سامان آلات ، لوژستیک او هغه ښځي موجودي وې چی پوځیان به یې خوشاله او تازه ساتل . بابر په مرکزی برخه کی ارابه لرونکي ګاډۍ او نور عراده جات داسی ځای پر ځای کړل چی د ونو له څانګو یې ډک کړل او د هری ګاډۍ او کراچي تر منځ یې شپاړس متره واټن خالی پرېښود چی له هغه ځایه به توپونو او ویشتونکو آلاتو خپل ګوزارونه کول . بل دا چی له همدې برخو څخه به سپرو عسکرو پرغلیم یرغل هم کاوه .
د بابر دغه او هر جنګ د ګوډ تیمور او چنګیز غوندی علمی او د یو ځانګړې پلان له مخی طرح سوی و . د ده یو لوی تدبیر دا و چی د غشو ویشتونکو او توره لرونکو پوځیانو په قطار کی یې خپله عصری او مجهزه توپخانه هم پر یو وخت استعمالوله او دا د هند په تاریخ کی لومړنی جنګ دی چی باروت پکښی استعمالیږی .
خو د دې برخلاف ، د سلطان ابراهیم پوځونه په شمیر ډیر مګر د جنګی تاکتیک او منظم پلان څخه بی برخي وو . د هغوی اصلی شمیر پنځوس زرو ته رسېدﺉ لاکن توپخانه یې نه لرله حال دا چی څه نا څه زر پیلان یې لرل . د لودی پوځیان اکثره ناراضه او زړه نا زړه وو ، ځکه د پوځ اصلی قوماندانان قومی مشران وو او ابراهیم لودی ته یې د زړه له اخلاصه وفاداري نه لرله . حتی ویل کیږی چی ځینی هغوی موقع ته په انتظار وو ، څو چی پوځیان یې د جنګ پر مهال شا تګ ته هڅول .
د سلطان ابراهیم پوځیان ټول [[پښتانه]] وو خو د بابر پوځیان [[ازبکان]] ، ترکان ، [[عرب]] ، [[تاجک]] او لږ شمیر [[افغان|افغانان]] وو . د لودی پوځ صرف د ځانو د بقأ او د لودی لپاره جنګېدل حال دا چی د بابر پوځیان د ډیلی د سلطنت د نیولو په احساس راغلي او په کلک هوډ سره جنګېدل . بل دا چی سلطان ابراهیم لودی ته خپل پوځ په میراث رسېدلی و او هغه دونه وخت پیدا نه کړ چی له سره یې تنظیم او پر خپله طریقه کارولی وای ، بابر دا مهلت ور نه کړ .
کله چی د اپریل پر یوویشتمه څاښت مهال جګړه پیل سوه نو د بابر پوځیانو په ډیر شدت او سرعت سره جنګ کاوه حال دا چی افغانانو په بطالت او تردد سره مقابله کوله . بابر داسی لیکی : « ابراهیم لودی یو بې تجربه ځوان و ، او د جګړې پر مهال بېله سنجش او بېله کوم خاص پلان څخه په زړه نا زړه ډول جنګېدﺉ او همدا تردد یې د ماتی علت سو . » د ابراهیم لودی د هر پوځی د یو غشي په ځواب کی د بابر پوځی درې غشي ور خطا کول او درې واړه به په هدف کی لګېدل . ویل کیږی چی د بابر غشي ویشتونکي ډیر ماهر او ښکاریان وو چی غشو به یې د پیلانو پوست سورﺉ کاوه ، او هر ډول هدف یې د ۶۰ ـ ۷۰ متره واټن څخه په اغېزمنه توګه ویشتلی سو . دغه کار ابراهیم لودی بې حوصله کړ څو چی ډیر سخت یرغل یې وکړ او په څلور ساعته کی یې درې میله سیمه ونیوله او څه باندی دوه زره مغولی پوځیان یې ووژل . خو کله چی پوځیان ډیر مخته ورغلل نو د منظم پلان د نشتوالي له امله ځای پر ځای ودرېدل ، او نه پوهېدل چی څه وکړی ( آیا نور هم مخته ولاړ سی ؟ ځای پر ځای ودریږی او نیول سوې منطقه وساتی ؟ او که بیرته را پر شا سی ؟ ) بابر چی ډیره جنګی تجربه او سابقه لرله ، بېله ځنډه د دې تردد څخه ګټه واخیسته او د دوو خواوو څخه یې افغانان کلابند کړل او توپونو ته یې د غلیم پر مرکزی او مخکښه تجمع باندی د شدید ګوزار امر وکړ . څنګه چی دا په هند کی د باروتو لومړنی استعمال و ، نو د بابر د توپچی ځواک مسلسلو ګوزارونو د جنګ پر ډګر څلور غوڅي او ټاکونکی اغیزې وښندلې ، یعنی :
لومړی ـ د افغانانو پیلان د دې پرله پسې درنو او هیبت ناکو ږغونو له امله وتورېدل ، له کنټروله ووتل ، بی اختیاره دوری هوری په ځغستا سول څو چی په سلګونو آن زرګونو خپل پوځیان یې تر پښو لاندی لټپیر کړل .
 
دوهم ـ د افغانانو د قوماندې او پرمخیون لړۍ یې وشلوله او یوه مطلقه ګډوډي او خپل سري په ګډه سوه .
درېیم ـ دې کار په زرګونو افغانان د پرشاتګ او درنو تلفاتو سره مخامخ کړل چی مغولو ته یې نور سېک او جرأت هم پسی ورکړ .
څلورم ـ پای دا چی د پانی پت میدان د شل زره پښتنو وینو پر سر واخیست او دې کار په هند کی د پښتنو د باالقوه واک پای راپیل کړ .
سلطان ابراهیم لودی تر پایه سخت وجنګېد څو چی پخپله هم ووژل سو . د ده سر یې پرې کړ او بابر ته یې راوړ . بابر چی کله د سلطان ابراهیم لودی جسد ته راغی نو د اعتراف په توګه یې داسی مخاطب کړ : « ستا زړه ورتوب او میړانی ته د احترام مراتب ادا کوم . »
تاریخ پوهان په دې عقیده دي چی که ابراهیم لودی او پوځیانو یې فقط یو ساعت نور هم جنګ ته دوام ورکړی وای ، نو بابر به ډیره سخته ماته خوړلې وای او ممکن تر کابل پوری یې خپلي ټولي سیمی د لاسه هم ورکړي وای ، ځکه :
الف ـ بابر نور اکمالات نسول کولای او هر څه یې پای ته رسېدل ؛
ب ـ بابر نور زخیروی یا احتیاطی پوځیان نه لرل او نه یې هم له بله ځایه تهیه کولای سول ؛
ج ـ هندوانو مغول یرغلګر بلل او د هغوی په پرتله یې پښتنو ته ډیره لوړتیا او ترجیح ورکوله ، او رانا سنګا هم د بابر سره خپل ملګرتوب ختم اعلان کړ ؛
د ـ د بابر پوځ د شا لخوا خپل ارتباط د لاسه ورکړی و ، بس په همدې پانی پت کی تجرید او ایسار پاته و ؛
په هر حال ، دا چی د بابر پوځیان په شمیر لږ وو ، خو بیا هم کامیابه سول ، خپل علتونه لری چی هغه عمدتأ شپږ دي ، یعنی :
لومړی ـ څنګه چی بابر د خپل ټول قوت سره پانی پت ته راغلی او پر میدان پاته و ، نو دا جنګ د هغوی لپاره د تباهۍ یا کامیابۍ جنګ و ، او هغوی طبعأ د خپل ژوند په بیه د « ناکامۍ » په پرتله « کامیابۍ » ته مجبورأ لومړیتوب ورکاوه . حال دا چی لودی پوځ د غلیم د اصلی ارادې او مجبوریت څخه بې خبره و . آن د ډیلی د بایللو هیڅ کوم تصور یې هم نه کاوه .
دوهم ـ د بابر پوځ عالی دسپلین ، اوسپنیزه تکل او خورا مجهز او ګوزاریز توپونه او مجرب ، ماهر او مسلکی پوځیان لرل . دا یو لاس پوځ و چی د هندوستان د نیولو ټینګه تلوسه یې لرله . حال دا چی د ابراهیم لودی پوځ ټوټې ټوټې و ، یعنی هر خان او سردار خپل خپل پوځ اداره کاوه او کومه توپخانه یې هم نه لرله .
درېیم ـ له یوې خوا بابر ته د دولت خان لودی او عالم خان لودی عملی کومک او بیعت او د بلی خوا د ډیلی په شاوخوا کی نفاق او د ټولو سره د ابراهیم لودی مخالفت او عداوت نوموړﺉ د خوږېدو او سولېدو وړ ګرځولی و .
څلورم ـ د هندو « راناسنګا » لخوا بابر ته بلنه او د هغه هڅونه ( چی وروسته بیرته پښېمانه سو خو نور نو ډیر ناوخته سوی و . )
پنځم ـ بابر شخصأ یو لوی جنګسالار او مجرب قوماندان و چی د کوچنیوالي څخه په جنګ جګړو کی را لوی سوی و ، حال دا چی ابراهیم لودی یو بې تجربه ځوان و ، سیاسی کمزوري او وچه دلاوري یې لرله او په میراثی ډول پاچهۍ ته رسېدلی و . ده لوی پوځ درلود خو د هغه په اغېزمن کنټرول نه پوهېدﺉ .
شپږم ـ ابراهیم لودی د مخکی څخه لا د دوو ډلو د مخالفت او عداوت سره مخامخ و چی لومړی بېلابېل سیمه ییز کوچني حکومتونه وو ( چی پورته ذکر سول ) او دوهم د ده په خپل ټبر او حتی کهول کی د مخورو ، عزیزانو او مشرانو د دښمنۍ په غېږ ورغلی و ( چی پورته اشاره ورته سوې ده ) . دغو نیمګړتیاوو ، ناخوالو او ګواښمنو څپو ابراهیم لودی زیان منونکی او ماتېدونکی کړی و ، څو چی د بابر لخوا پسی مات سو او په دې توګه د هند پښتنی حکومت هم د تل لپاره د هند په سمندر کی ډوب او غرق سو .
په هر صورت ، که څه هم په دې جګړه کی د افغانانو نفاق او د بابر د پوځ لوړ دسپلین په تیره بیا د هغه د اور غورځونکو ګلولو او سوځونکو آلاتو استعمال هغه عوامل وو چی افغانان یې مات کړل ، خو څنګه چی دغه تاکتیکونه او فنون وروسته شیرشاه سوری زده کړل ، نو په عین همدغو تاکتیکونو او چمونو سره یې د بابر زوی همایون ته سخته ماته ورکړه ( ۱۵۳۹ میلادی ) ، او په ډیلی کی یې یو ځل بیا ( د بابر تر مړینی وروسته ) د پښتنو حکومت قایم کړ . مګر له بده مرغه د ده په ناببره مړینه سره هلته د پښتنو د باالقوه زوال مخ را و نه ګرځېدﺉ .
بابر د دې جګړې څخه بریالی راووت او د ابراهیم لودی په شمول یې شل زره پښتانه ووژل چی د هغوی په وینو د پانی پت مځکه نن سور رنګ لری او د خاوري په ذره ذره کی یې د بدنونو حجرات پراته دي . بابر ته د ډیلی سلطنت ټول میراث ، خزانه او غنیمت په لاس ورغلل . دﺉ دوې اوونۍ وروسته اګرې ته ورسېد او هلته د « کوه نور » مشهور الماس ورکړه سو . په دې سوبه سره هندوستان د څه باندی دوو پیړیو لپاره د مغولو په قبضه کی راغی او همالته د پښتنو عملی زوال را پیل سو .
 
 
{{پښتانه}}