د "انټيبايوټيک" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
و "انټيبايوټيک" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده)) |
د سمون لنډیز نسته |
||
۱ کرښه:
{{د-درملو-ګواښنه}}
[[انځور:Staphylococcus aureus (AB Test).jpg|کيڼ|
'''انټيبايوټيک''' يوه داسې ماده يا مرکب (کيميايي درمليز اجنټ) دی چې د [[باکټريا]] د ودې او برار مخنيوی کوي. انټيبايوټيکونه په ضد مکروبي مرکبونو په ډلې پورې تړاؤ لري او دا درمليز توکي د هغو انتانيتونو په درملنه کې کارېږي چې د مکروبونو په سبب راپارېدلي وي، په دغو کې مرخېړي او [[پروټوزوا]] هم شامل دي.
د "انټيبايوټيک" ويی د لرغونې يوناني ژبې نه راوتلی (ἀντί – انټي، د "بډ، يا ضد" او βίος – بايوس، د "ژوند" مانا لري) همدا وييکه د [[سېلمان واکسمن]] لخوا په ۱۹۴۲ ز. کال کې جوړه شوې او دا د هغو شيانو څرګندويي کوي چې د مايکرواورګانيزمونه يې جوړوي او د يو ډول انټاګونيسټيک خاصيتونو په لرلو سره د نورو مايکرواورګانيزمونو د ودې او برار مخنيوی کوي. په دغه پېژند يا تعريف کې هغه طبيعي توکي نه راځي کوم چې مايکرواورګانيزمونه وژني، لکه د معدې اسيد او هايډروجن پراکسايډ (دا دواړه هم مايکرواورګانيزمونه وژني، خو دا دواړه بيا د نورو مايکرواورګانيزمونو څخه نه جوړېږي)، او په دې کې ساينتېټيک مرکبات لکه [[سلفونامايډ|سلفونامايډونه]] (چې ضد مکروبي درملي توکي دي) هم نه دی شامل. ګڼ شمېر انټيبايوټيکونه نسبي واړه ماليکيولونه دي چې ماليکيولي وزن يې له ۲۰۰۰ [[ډالټون]] نه لږ دی.
د طبي کيميا د پرمختګ سره اوس ګڼ شمېر انټيبايوټيکونه د اصلي مرکباتو نه چې په طبيعي توګه موندل کېږي، لاس ته راځي، د [[بيټالکټمېز]] (چې په دې کې [[پېنسلين|پېنسلينونه]] چې د مرخېړيو د پېنېسېليوم د جنس نه په لاس راځي، د [[سېفالوسپورين|سېفالوسپورينونو]] او [[کارباپېنيم|کارباپېنيمونو]] هم شامل دي) په برخه کې هم دا کيسه ده. ځينې انټيبايوټيکونه تر اوسه پورې د ژونديو اورګانيزمونو نه لاس ته راځي، لکه
[[وېشنيزه:طب]]
|