د "زړه گراف" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:12leadECG.jpg|بټنوک|325px|د يوه ۲۶ کلن نارينه، د ۱۲ ليډونو الېکټروکارډيوګرافي.]]
'''زړه ګراف''' يا '''الېکټروکارډيوګرافي''' ''(په انګرېزي: Electrocardiography)'' ('''اي سي جي''' يا '''اي کې جي''' د [[آلماني ژبه|الماني]] ''الېکټروکارډيوګرام'' لنډون) د وخت په يوې ټاکلې مودې کې په ټټر او د بدن په نورو برخو کې د زړه د برېښنايي بهير د کچې موندنې کړنې او د همدغې کړنې تعبير ته وايي. دغه کړنه د الېکټرودونو، چې په بدن پورې نښلول کېږي، او د يوې باندنۍ الې په مرسته چې برېښنايي چارجونه د کاغذ په مخ کاږي ترسره کېږي.<ref name="LHC">{{cite web | url=http://www.lifehugger.com/doc/120/ecg-100-steps | title=ECG- simplified. Aswini Kumar M.D | publisher=LifeHugger | accessdate=2010-02-11}}</ref> هغه ثبت شوی ګراف چې د همدغې عمليې نه وروسته لاس ته راځي د '''الېکټروکارډيوګراف''' په نامه يادېږي او هغه کاغذ چې همدا ګراف پرې کښل شوی وي '''الېکتروکارډيوګرام''' بلل کېږي.
 
د دې نومونې آرپوهه دا څرګندوي چې همدا لغت د يوناني ژبې د "الېکټرو"، "کارډيو" او "ګراف" د وييونو يو تړنګ نوم دی چې "الېکټرو" د "برېښنايي کړنو"، "کارډيو" د "زړه" او "ګراف" د "کښلو" په مانا دی.