د "مير تشيال تمځی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
Darios (خبرې اترې | ونډې)
ود سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
[[دوتنه:Mir entre l'espace et la Terre.jpg|200px|بټنوک|کيڼ|مير تشيال تمځى]]
د '''مير تشيال تمځى''' (ساليوت – ۸) په [[روسي ژبه]] کې ( «Мир» («Салют-8» د [[شوروي اتحاد]] او وروسته بيا د روسيې هغه تشيال تمځى وو ، چې په تشيال كې د ځمكې په مدار كې درول شوى او يو پېچلى گڼ دنديز ، پوهنيز – څېړنيز كومپلېكس وو . د ۲۰۰۱ ز [[كال]] د [[مارچ]] پر ۲۳ نېټه دغه تمځى د [[ارام سمندر]] په اوبو كې وغورځول شو او په اوبو كې ډوب كړاى شو .
 
 
 
==د جوړوېدو تاریخ==
Line ۱۰ ⟶ ۱۲:
له ۱۹۹۵ ز كاله راهيسې بهرنيانو دغه تمځي ته الوتنې كولې . بايد وويل شي چې له ۱۹۹۵ ز كاله مخكې هم بهرنيانو دغه تمځي ته الوتنې كړې او هلته يې پوهنيزې – څېړنيزې چارې ترسره كړې دي . همدا راز دغه تمځي ته ۱۵ تشيال ډلو الوتنه وكړه چې له دغه شمېر نه يې ۱۴ نړيوال او د داسې هېوادو تشياليونو په كې گډون درلود لكه [[سوريې]] ، [[بلغاريا]] ، [[افغانستان]] ، [[فرانسې]] ( ۵ ځلې )، [[جاپان]] ، [[لويې برتانيا]] ، [[اتريش]] ، [[جرمني]] (دوه ځلي)، [[سلواکيا|سلواكيا]] ، [[كاناډا]] . لومړني افغان تشیالیوني [[عبدالاحد مومند]] هم پر ۱۹۸۸ ز کال همدغه تشیال تمځي ته الوتنه کړې او په هغه کې يې پوهنیز - څېړنیز کار کړی وو .
د ((“ مير “ – “ شاتل “)) پروگرام په اډانه كې دغه تشيال تمځي ته د [[اتلانتيس]] تشيال بېړۍ په واسطه ۷ تشيال ډلې ولاړې ، چې يوه يې د [[ايندېوور]] او بله يې د [[ډيسكاوېري]] په نامه يادېدې . د دغو ټولو تشيال ډلو په بهير كې ۴۴ ستوريونو نوموړي تشيال تمځي ته سفرونه كړي دي .
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
==د تشیال تمځي له منځه وړل==
[[File:Mir reentry map.svg|200px|thumb|left|د ۲۰۰۱ ز كال د مارچ پر ۲۳ نېټه د مير تشيال تمځى د ارام سمندر په اوبو كې وغورځول شو او په اوبو كې ډوب كړاى شو .]]
د ۱۹۹۰ يمو ز كلونو په پاى كې په تشيال تمځي كې ډېرې ستونزې رامنځته شوې ، او هغه دا چې كله به يې كومه اله له كاره ووته او كله به يې هم كوم غونډال . څه موده وروسته د روسيې حكومت داسې څرگنده كړه چې د تمځي پر له پسې رغاوونه ډېر لگښت غواړي . په پاى كې داسې پرېكړه وشوه چې د مير تشيال تمځى دې راښكته كړاى شي او په اوبو كې دې وغورځول شي . تر ۲۰۰۱ ز كاله پورې د مير تشيال تمځي د استهلاك هغې دورې په پرتله چې په لومړي سر كې دده لپاره ټاكل شوې وه ، له درې گرايه نه هم ډېر خدمت كړى وو . هغه وو چې د ۲۰۰۱ ز كال د مارچ پر ۲۳ د ارام سمندر په سويلي برخه كې په ټاكلې سيمه كې ، د [[فيدجي]] ټاپوگانو ته نږدې په اوبو كې راوغورځول شو او ډوب كړاى شو . د مير په تشيال تمځي كې د [[نړۍ]] له ۱۲ هېوادو نه ۱۰۴ تشياليونو كار كړى دى .
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
==اخځونه==