د "اکشې کمار" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: بټنوک|کيڼ|209px '''اکشې کمار''' (۹ د سپټمبر، ۱۹۶۷ ز.) (هندي: अक्षय कुमार)، چې...
(بې توپيره)

د ۱۸:۴۱, ۳۰ جولای ۲۰۱۱ بڼه

اکشې کمار (۹ د سپټمبر، ۱۹۶۷ ز.) (هندي: अक्षय कुमार)، چې اصلي نوم يې راجيو هاری اوم بهاتيا دی، یو وتلي هندي فلم لوبغاړی دی.

پخواني وختونه

اکشې کمار د هند هېواد د پنجاب ايالت د امرستر په یوه پنجابي کورنۍ کې د ۱۹۶۷ ع کال د سیپتامبر د میاشتې په ۹ مه زېږېدلی دی.[۱] د هغه پلار یو دولتي مامور وو. اکشې کمار د کوچنیوالی څخه د یو هنرمند په توګه په ځانګړي ډول د یو نڅاګر په توګه مشهور وو.

د دې نه وړاندې چې کمار د ممبی ښار ته ولاړ شي هغه د ډهلي د چاندني چوک (چیرته چې ګڼ شمېر پنجابیان اوسي) په ګاونډ کې اوسیده. هغه خپلي لومړنۍ زده کړې په ډان بوسکو ښوونځي کې ترسره کړې چي وروسته بیا د ګورو نانک خالسا کالج ته ولاړ او په هغه ځای کې د جنپال سنګ سره په سپورتي ډګر کې برخه واخيسته. د تېکواندو په بخش کې د تور کمربند تر لاسه کولو وروسته[۲]، کمار د تايلنډ هیواد بنکاک ښار ته ولاړ او هلته یې د مارشل آرټ زده کړه تر لاسه کړه. هغه په تايلنډ کې د اشپز او ګارسون په ډول کار کاوه.


فلموګرافي

داهم وګورئ

سرچينې

  1. http://www.rediff.com/movies/2007/sep/05akshay.htm
  2. Jasmine Teo (January 18, 2009). "Kumar the kungfu fighter". Malaysia Star. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

ps:اکشی کمار