د "امير عبدالرحمان خان" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
|||
۱۹ کرښه:
|دپاچاهۍ-دور
}}
'''امير عبدالرحمن خان''' (۱۸۴۴
کله چي انګرېزانو امير عبدالرحمن د سردار محمد افضل خان زوی د تاشکند څخه راوغوښت نو يې د ده سره د يو شمېر مرستو قول و کړ پدې شرط چي که دی په خارجي سياست کي د انګرېزانو سره مشوره و کړي . امير عبدالرحمن هم د مجبوريت له مخي قبوله کړه . دی ډېر تجربه کاره سړی وو ، دی پوهېدئ چي د قومي خلکو سره څرنګه چلند و کړي او هم د انګرېزانو سره څرنګه په خپله ګټه په نرمي چلند و کړي .
ده و کولای شول چي د څو ورځو په مدت کي په کابل کي امنيت راولي او بيا د [[افغانستان]] نورو ښارونو ته پام شو . او پدې ډول د افغان او انګليس دویمه جګړه پای ته و رسېده .
امير عبدالرحمن په ډېر لږ وخت کي په هيواد کي خپل مخالفان يا له مينځه يوړه ، يا يې بنديان او يا يې فراره کړه . انګرېزانو هم د ده سره مرستي کولې . په ١٨٨٠ م کال کي يې پنځه لکه روپۍ ، څو سوه توپونه او څو زره توپکان امير ته ور کړه او هر کال به يې ١٨٠٠٠ پونډه مرسته ور سره کوله .
ده ډېر ژر ټوله بلواګر لکه د غزني غلجيان او د منځني افغانستان هزاره ګان د ځان تابع کړه . د سپاه سالار جنرال غلام حيدر خان چرخي په واسطه يې د هيواد ټولي هغه برخي چي د افغاني دولت له لاسه وتلي وې بيرته په لاس راوړې . په نورستان کي يې د اسلام دين خپور کړ او هغه ځای يې د نورستان په نامه و باله .
امير په هيواد کي د جاسوسۍ دايره جوړه او قوي کړه ، تکړه قاضيان يې مقرر کړ ه، د پوستې دفترونه يې خلاص کړه ، شرعي محکمې يې د سره خلاصي کړې ، د کابل په شاهي مدرسه کي يې ديني عالمان مقرر کړه ، چاپخانه يې بيا خلاصه کړه ، په کابل کي يې د توپک جوړولو فابرکه په کار واچول . د ماليې دفترونه يې خلاص کړه ، د لارو غله يې له منځه يوړه .
د خارجي سياست په برخه کي يې په نرمي ګام اخيسئ . په ١٨٨٥ م کال کي تزاري روسيې پر شمالي پنجده حمله وکړه او هغه يې و نيوله . که څه هم انګرېزانو بايد پدې هکله د ده سره مرسته کړې وای خو و يې نه کړه .
امير عبدالرحمن خان يوه لويه غلطي چي کړېده هغه د ډيورنډ معاهده ده چي بېله د ملت د نمايندګانو د خبرتيا يې په خپل سر امضا کړه . پدې معاهده کي افغانستان په شرقي او جنوبي سيمو کي ډيري مځکي له لاسه ور کړې ١٨٩٣ م . امير عبدالرحمن خان په کابل کي په ١٩٠١ کال کي مړ سو او پر ځای يې د ده زوی سردار [[امير حبيب الله خان|حبيب الله خان]] پاچا سو .
۴۵ کرښه:
انځور:Amir_Abdurahman_Khan's_Tomb.jpg|د امير عبدالرحمن خان مقبره
انځور:امير-عبدالرحمن-خان.jpg|امير عبدالرحمن خان
انځور:د امير عبدالرحمن خان ارامځای.jpg|د امير عبدالرحمن خان مقبره
</gallery>
</center>
|