د "محمد صديق پسرلی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۱۰۹ کرښه:
 
ګــــلان به درنـــه ګـــرځوم بېــــواكه به درووځم
==صديق پسرلى او نور ادبي ژانرونه==
 
تر دې ځايه زموږ بحث د استاد پسرلي د غزل په اړه و او هغه مو د غزل سالار شاعر په توګه وپېژانده، خو هغه يوازې د غزل شاعر نه دى، بلكې قصيدې، څلوريزې، نظمونه او منظومې يې هم ليكلي دي. په لنډو ټكو كې كه ووايو استاد پسرلي د شعر په ټولو قالبونو كې شاعري كړې او په ټولو كې يې د خپل شاعرانه قوت ثبوت وړاندې كړى دى. كاروان همدا خبره كوي: (( پسرلى صاحب غزل هم ليكي، قصيده هم ليكي او نظمونه هم. كه په ځير سره وګورو داسې ډېر كم شاعران پيدا كېږي، حتي كه ووايم ډېره ناممكنه ده، چې هغه دې په دې ټولو قالبونو كې خپل شعريت برقرار وساتي. موږ ته ډېر لوى لوى شاعران معلوم دى، چې هغوى به ښه غزل ليكي، مثلا حمزه بابا، چې واقعا د پښتو غزل عظيم شاعر دى، غني خان ډېر بهترين نظمونه لري، خو غني خان ورسره ترڅنګ غزل نه لري. حمزه بابا نظمونه ليكلي دي، خو د حمزه بابا ټول نظمونه، چې دي هسې نه دي لكه د هغه غزلې، خو پسرلى صاحب هغه شاعر دى، چې هم قصيده، هم غزل او هم هغه نور قافيه وال نظمونه په ډېر عجيب انداز ليكي.))