د "محمد صديق پسرلی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۳۱ کرښه:
استاد په ۱۳۵۹ كې پېښور ته مهاجر شو او د شپيتمو كلونو په اوايلو كې يې د سپيدې په نامه يوه مجله راوكښله، چې تر ۱۳۶۴ لمريزه پورې په منظم ډول چاپېده، خو وروسته له چاپه پاتې شوه. بيا يې په دويم ځل په ۱۳۶۶ كې د دې مجلې په چاپ لاس پورې كړ او ورسره يې د افغان كلتوري ټولنې بنسټ هم كېښود. تر دې څه موده وروسته يې د افغان ادبي بهير بنسټ كېښود او د هغه مشري يې ومنله. په ۱۳۷۷ لمريز كې كډن كابل ته راغى او تراوسه په خپل كور كې په ادبي هڅو بوخت دى.
 
==د پسرلي په باب د نورو اندونه==
د محمد صديق پسرلي شاعري له ګڼو ځانګړنو برخمنه ده، هم نازكخيالي په كې په څپو ده، هم حماسي ده، هم ژوند دى په كې او هم د لوړولو فكرونو او خيالونو لېږدونكې.
 
==د حبيب الله رفيع نظر==
نوميالى ليكوال او محقق استاد حبيب الله رفيع په خپله سرېزه كې، چې د استاد د محمد صديق پسرلي د نى كوڅه پر ټولګه يې كښلې، پسرلى صاحب په افغانستان كې د نوې غزل موجد او مجدد راپېژني: ده غزل له خپلو ټولو فني او هنري ښكلاوو سره د عصر په غوښتنو سنبال او له ژونده مالامال كړ. تر دې وړاندې رفيع صاحب يوې بلې ممهمې موضوع ته هم اشاره كوي او ليكي، چې د پسرلي غزل د هندي سبك له ټولو نازكيو او باريكيو څخه برخمنه ده. يو زيات شمېر نور ادبپوهان هم په همدې نظر دي او پسرلى صاحب د هندي سبك پيرو ګڼي، خو يو شمېر نور بيا د پسرلي صاحب په شعر كې د نازكخيالى ترڅنګه، فكر ډېر جوت ارزوي او هغه د يوه ځانګړي مقام او خپل سبك خاوند ګڼي. شاعر او ليكوال لعل پاچا ازمون په همدې نظر دى: (( زما له نظره استاد محمد صديق پسرلى د پښتو په غزل كې د څومره والي او څرنګوالي له لحاظه د يوه ځانګړي مقام څښتن دى، ځانته ځانګړې لار لري، ځانته ځانګړى سبك لري. كه څه هم ځينې ليكوال په دې نظر دي، چې دى د هندي سبك پيرو دى، ولې ما چې تركومه ځايه د ده غزلې او شعرونه لوستي دي دا څركونه به هم په كې ښكاري، خو استاد پخپله د يوه ځانګړي سبك خاوند دى، د استاد پسرلي په شعر كې فكر كې هم شته، پيغام هم شته، كله چې د هندي سبك خبره كوو بيا په هغه كې د نازكخيالۍ نه هاخوا د فكر او پيغام مساله په كې دومره جوته توګه نه ښكاري، خو زموږ د استاد پسرلي په غزل او يا نورو قطعو كې، چې موږ يې لولو په ده كې فكر ښكاري، په ده كې پيغام ښكاري.))
(( زما له نظره استاد محمد صديق پسرلى د پښتو په غزل كې د څومره والي او څرنګوالي له لحاظه د يوه ځانګړي مقام څښتن دى، ځانته ځانګړې لار لري، ځانته ځانګړى سبك لري. كه څه هم ځينې ليكوال په دې نظر دي، چې دى د هندي سبك پيرو دى، ولې ما چې تركومه ځايه د ده غزلې او شعرونه لوستي دي دا څركونه به هم په كې ښكاري، خو استاد پخپله د يوه ځانګړي سبك خاوند دى، د استاد پسرلي په شعر كې فكر كې هم شته، پيغام هم شته، كله چې د هندي سبك خبره كوو بيا په هغه كې د نازكخيالۍ نه هاخوا د فكر او پيغام مساله په كې دومره جوته توګه نه ښكاري، خو زموږ د استاد پسرلي په غزل او يا نورو قطعو كې، چې موږ يې لولو په ده كې فكر ښكاري، په ده كې پيغام ښكاري.))
 
==د عبدالفغور لېوال نظر==
خو عبدالغفورليوال په معاصره شاعرۍ كې د استاد پسرلي شاعري د هندي سبك يوه بارزه او نوې ادامه بولي: ((د استاد پسرلي شاعري زما په نظر د هندي سبك د شاعرۍ يوه بارزه او نوې ادامه ده. هغه خصوصيتونه، ظرفيتونه، ځانګړنې او د ژبې د صنعتونو كارونه، چې په هندي شاعرۍ كې شته او هغه د افغانستان په معاصره شاعرۍ كې وڅېړو، زما په نظر يوازې او يوازې د استاد پسرلي په شاعرۍ كې تر ډېره بريده ښكاره ده.))
 
==د ډاکټر اکبر اکبر نظر==
د ډاكټر اكبراكبر په اند فكر او مقصديت د پسرلي صاحب د شعر لوى امتياز دى: (( د پسرلي صاحب په شعرونو كې ترټولو لويه خبره دا ده، چې د ده په شعر كې فكر او مقصديت وي. ده ټول شعرونه د يوه مقصد لپاره ليكلي، دا كه د ده غزلې دي او كه د ده نظمونه دي.))
 
==د لال پاچا ازمون نظر==
ازمون د پسرلي صاحب په شعر كې د يوې بلې ښكلا يادونه هم كوي او هغه دا چې د استاد شعر كلاسيكيت لري: (( د پسرلي غزلې، چې دي د كلاسيكيت څښتن دى. زما په ګمان د د ه غزل به ډېر اوږد عمر ولري، تل ترتله به يې خلك لولي او يوازينى علت يې دا دى، ده چې كومې غزلى ليكلې، كوم فكر او پيغام يې چې په غزل كې وړاندې كړى، دا تل ترتله او ابدي دي او لكه نن سبا، چې خلك د حميد بابا غزل لولي يا د كاظم خان شيدا غزل لولي، همدغسې به د پسرلي غزل هم اوږد عمر ولري او خلك به يې لولي. زما په فكر استاد پسرلى به په افغانستان كې لومړنى شاعر وي، چې د څومره والي او څرنګوالي له مخې يې د غزل پله درنه ده.))
 
==د اسماعيل يون نظر==
پوهنمل محمد اسماعيل يون هم ورته نظر لري او د پسرلي صاحب شاعري مقاومه او متداومه ګڼي او هغه ډول شاعري ورته وايي، چې ډېر عمر كوي: (( د پسرلي صاحب شاعري، متداومه او مقاومه شاعري ده، يعنې د زمان او مكان له حدودو بهر ده، په دې معنى، چې ډېر اوږد عمر لري او كه سړى د شعر د محتوياتو او د شعر د قوت په تناسب يې ګوري نو له كلاسيكي شاعرۍ سره يې مطرح كولاى شي، يعنې د ده په شاعرۍ كې د كلاسيكې شاعرۍ رنګ هم شته دى او د معاصرې شاعرۍ رنګ هم. سړى چې كله د پسرلي صيب شاعرۍ ته ګوري نو داسې فكر كوي، چې د كلاسيكې دورې د يوه ډېر قوي شاعر له شعرونو سره مخامخ دى، نو دى په خپل عصر كې يو كلاسيك دى، په دې معنى، چې په خپل عصر كې موثر دى، يعنې شعرونه يې موسمي نه دي، چې د وخت د بادونو په زور او فشار باندې ختم شي او له همدې كبله ده، چې د ده شاعري د زمان او مكان له حدودو بهر ده، يعني ډېر عمر دوام كولاى شي.))
 
==د نجيب منلي نظر==
د پسرلي صاحب شاعري له ګڼو ځانګړنو برخمنه ده او همدغو ځانګړنو هغه د استادۍ مقام ته رسولى دى، استاد نجيب الله منلى د پسرلي صاحب دوه امتيازه يا دوې ځانګړنې دا په ګوته كوي، چې هم يې ژبه ژبه ده او هم يې شعر شعر دى: (( د صديق پسرلي شعر دوه امتيازه لري، يو يې شعر په پښتو دى او بل يې شعر شعر دى، په دې معنى، چې زموږ ځينې شاعران، چې شعر ليكي هغه شعري تخيل، هغه شعري ښكلا د دوى په ليكنو كې د تقليد په اوبو وړې ښكاري، چې د پسرلي په شعر كې هغه شته.))
 
==د پير محمد کاروان نظر==
پيرمحمد كاروان يې په غزل كې د لذت او فكر د قوت او تړاو يادونه كوي: (( د ده په غزلونو كې يوه مساله، چې زما ډېره خوښېږي هغه دا ده، چې لذت په كې وي. زما ډېره خوښېږي، چې په هنري اثارو كې اول بايد لذت موجود وي، د لذت ترڅنګ بيا وروسته فكر، هغه نورې خبرې، د زمانې خبرې او د خپل وخت خبرې بايد په هنري انداز كې وي.))
 
Line ۵۴ ⟶ ۶۲:
ليوال دغه شاعري د كلاسيكې او معاصرې شاعرۍ يو ګډ خوند او رنګ ارزوي: ((د استاد پسرلي د شعر يوه بله ځانګړنه دا ده، چې له معاصرو افكارو او معاصرو هنري ارزښتونو سره د كلاسيكو خصوصيتونو او هنرونو يو ګډ او مختلط رنګ لري. له بلې خوا كه په غزليزه شاعرۍ كې موږ د بېلابېلو فنونو رنګارنګۍ ته توجه وكړو زه فكر كوم، چې واقعا استاد پسرلى په دې برخه كې يو استاد شاعر دى او د ځوانو شاعرانو لپاره ښه سرلارى كېداى شي.))
 
==د ومان نيازي نظر==
عبدالرحمن ومان نيازى د پسرلي صاحب په شعر كې نازكخيالي د پام وړ ګڼي او وايي، همدې ځانګړنې اړ كړى، چې بيدل ولولي: (( د پسرلي صاحب نازكخيالي ډېره د پام وړ ده، يعنى د ده شعر زه وهڅولم، چې بيدل ولولم، ما ډېرې مجموعې كتلې، ډېر كم داسې وخت شوى، چې زه دې يوه مجموعه دوه درې واره ولولم، داسې وخت هم راغلى، چې ما د ده شعرونه څو وارې كتلي دي. دليل يې دا دى، چې د ده شعر، چې هر وارې ګورې يو بل خوند ترې اخلې، يعنى دا د ده د شعر يو عجيب خوند او كيفيت دى، يعنې يو اړخ نه لري، څو اړخه دى او همدا دليل دى، چې سړى يې په وار وار لولي.))
 
Line ۶۱ ⟶ ۷۰:
 
لېوال په غزل كې د فكر پالل د لويو شاعرانو خاصه ګڼي او وايي: (( تر ډېره حده غزل د فكري مسايلو د مطرح كولو لپاره يو تنګ قالب دى او ډېر ماهر شاعران او استاد شاعران كولاى شي، چې پيچلي فكري مسايل په غزل كې مطرح كړي، استاد پسرلى يو له همدغو شاعرانو څخه دى، څرنګه چې موږ فلسفي او فكري مسايل په غزل كې طرحه كړو، هغه يو څه پيچلي كېږي، ځكه چې قالب لڼد دى، تمثيل ډېر نه شي كېداى، تصوير ډېر نه شي كېداى، دا يوازې كلمات دي، چې سړى بايد هغه پيچلي فلسفي افكار په كې بيان كړي.))
==د نذير احمد نذير نظر==
 
ځوان شاعر نذير احمد نذير، دغه ځانګړنه پېچلتيا بولي: (( د ده د شاعرۍ يوه ځانګړه دا ده، چې شاعري يې پيچلې ده، پيچلې شاعري نظر هغه ساده شاعرۍ نه ډېر خوند كوي، چې لوستونكى يو وار پرې پوه شي، كه چېرې شاعري پيچلې وي او ته هغه باندې غور وكړې او بيا وروسته د هغه په معنى باندې پوه شې، هغه به ډېر خوند وكړي، مثلا:
 
Line ۷۴ ⟶ ۸۳:
ازمون دغه خصوصيت په شعر كې د موسقيت پر ځانګړنې پورې تړلى بولي او وايي: (( د الفاظو اوډونه او د الفاظو راوړنه او دې الفاظو ته موسيقت وركونه دا د ده د شعر يوه ځانګړنه ده، يعنې همدغه رواني ده، چې د ده شعر په خلكو باندې ښه لګېږي، الفاظ يې ډېر بې ځايه نه دي كارولي. مثلا له داسې ډېرو الفاظو نه د وزن په خاطر هم كله كار نه دى اخيستى، وزن د ده طبيعي دى، موسيقي يې طبيعي ده. داسې نه ده، چې مصنوعي جوړه شوې وې، دى په خپل غزل كې داسې نه دى. د ده د شعرموسيقيت، چې دى، يعنې داخلي موسيقي يې، چې ده پوره ده، هغه الفاظو ډېره ښكلې پوره كړې ده، يعنې دا د ده پر ژبه برلاسي ښيي، يعنې دا د ده د پښتني محاورې يا متلونو د استعمال قوت ښيي.))
 
په شعر كې د كلماتو تكرار او بيا بيا كارونه ډېر ځله د شعر خوند او كيفيت ته تاوان رسوي، ډېر شمېر شاعران دي، چې دغه كار كوي او د خپل شعر خوند او رنګ ته زيان اړوي. د استاد پسرلي په شعرونو كې هم ځينې كلمات بيا بيا تكرارېږي، خو ځانګړنه يې په دې كې ده، چې هرځل په يوه نوې معنى او مفهوم كې راځي، نذير همدا خبره كوي: (( د استاد شاعري د موتيفونو د مرغلرو يو رنګين لړ دى. په دې معنى هغه الفاظ يا توري، چې ده ګټه ترې اخيستې ده يا ده په خپلې شاعرۍ كې كارولي دي لكه ستوري، سورى، حسن، مينه، پتنګ، شمع او داسې نور په نوي انداز راوړي دي. د مثال په ډول په سورى شعر كې، سورى د ده په يوه كتاب كې يعنى د نى په كوڅه كې ۱۲۲ ځله راغلى دى. په دې ۱۲۲ ځله كې يوځل هم داسې نه دى راغلى، چې هغه دې د پخواني ځل سره تكرار راغلى وي. يعنې د ده برياليتوب په دې كې دى، هغه شيان چې دى غواړي ويې كاروي، هغه په نوي انداز باندې كاروي.))
 
==د شعر بېلګه==