د "محمد صديق پسرلی" د بڼو تر مېنځ توپير
Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته |
|||
۱۷ کرښه:
د استاد پسرلي د شخصيت غوره ځانګړنه خاكساري او تواضع ده او له همدې كبله ده، چې ډېر ګوښه اوسېدل خوښوي او د شهرت پلوى نه دى. استاد پخپله د خپل شهرت لپاره څه نه دي كړي، خو شاعري يې د هغه د استادۍ او لويي شهادت وركوي. راځى چې څو شيبې د دغه استاد شاعر د ژوند هنداره وځلوو او د هغه انځور په كې وګورو:
==لومړنى شعر==
لاله ښكاره شو په يوه داغ باندې
Line ۳۴ ⟶ ۲۸:
تراوسه د دغه نوميالي شاعر او ليكوال د شعرونو او كيسو څو ټولګې چاپ او خپرې شوې دي. لومړنۍ مجموعه يې د كوكچې په نامه په ۱۳۳۰ كال په بدخشان كې چاپ شوې او په همدغه كال يې د يوناني شاعرې بېلټس ترانې هم په نظم وژباړلې، چې د چاپ په ګاڼه وپسولل شوې. څه كم دېرش كاله وروسته، په ۱۳۶۱ كې د پاسني په مستعار نامه د وطن وير په نوم د حماسي او انتقادي شعرونو ټولګه يې چاپ شوه. كال وروسته يې د ليوني باد په نامه د طنزونو ټولګه خپره شوه. "داسې هم وو" او "سره غالۍ" په نومونو د لنډو كيسو ټولګې يې د شپېتمو كلونو په اواسطو كې چاپ او خپرې شوې. بيا يې د نن، پرون او سبا په نامه د څلورنيم سوه بيتونو په شمېر يوه قصيده چاپ شوه. د شپيتمو كلونو په اواخرو كې د ټاګور ګيتانجلي پښتو كړې منظومه ژباړه يې خپره شوه. په همدغو كلونو كې د "زهرې" په نامه يوه منظومه يې او بيا د پسته اور په نامه د څلورېزو ټولګه يې چاپ او خپره شوه. تر دې وروسته استاد د ګڼو ليكوالو او شاعرانو په غوښتنه د خپلو غزلونو په خپراوي لاس پورې كړ. لومړى يې ماته شپيلۍ او بيا يې د نى كوڅه چاپ كړه، تېر كال يې لومړى د كوچى ملا په نامه ناول او ورپسې يې د لمركجاوه په نامه د نظمونو كتاب د چاپ په ګاڼه وپسولل شول.
==کډوالي==
استاد په ۱۳۵۹ كې پېښور ته مهاجر شو او د شپيتمو كلونو په اوايلو كې يې د سپيدې په نامه يوه مجله راوكښله، چې تر ۱۳۶۴ لمريزه پورې په منظم ډول چاپېده، خو وروسته له چاپه پاتې شوه. بيا يې په دويم ځل په ۱۳۶۶ كې د دې مجلې په چاپ لاس پورې كړ او ورسره يې د افغان كلتوري ټولنې بنسټ هم كېښود. تر دې څه موده وروسته يې د افغان ادبي بهير بنسټ كېښود او د هغه مشري يې ومنله. په ۱۳۷۷ لمريز كې كډن كابل ته راغى او تراوسه په خپل كور كې په ادبي هڅو بوخت دى.
==د پسرلي په باب د نورو اندونه==
د محمد صديق پسرلي شاعري له ګڼو ځانګړنو برخمنه ده، هم نازكخيالي په كې په څپو ده، هم حماسي ده، هم ژوند دى په كې او هم د لوړولو فكرونو او خيالونو لېږدونكې.
Line ۸۲ ⟶ ۷۶:
په شعر كې د كلماتو تكرار او بيا بيا كارونه ډېر ځله د شعر خوند او كيفيت ته تاوان رسوي، ډېر شمېر شاعران دي، چې دغه كار كوي او د خپل شعر خوند او رنګ ته زيان اړوي. د استاد پسرلي په شعرونو كې هم ځينې كلمات بيا بيا تكرارېږي، خو ځانګړنه يې په دې كې ده، چې هرځل په يوه نوې معنى او مفهوم كې راځي، نذير همدا خبره كوي: (( د استاد شاعري د موتيفونو د مرغلرو يو رنګين لړ دى. په دې معنى هغه الفاظ يا توري، چې ده ګټه ترې اخيستې ده يا ده په خپلې شاعرۍ كې كارولي دي لكه ستوري، سورى، حسن، مينه، پتنګ، شمع او داسې نور په نوي انداز راوړي دي. د مثال په ډول په سورى شعر كې، سورى د ده په يوه كتاب كې يعنى د نى په كوڅه كې ۱۲۲ ځله راغلى دى. په دې ۱۲۲ ځله كې يوځل هم داسې نه دى راغلى، چې هغه دې د پخواني ځل سره تكرار راغلى وي. يعنې د ده برياليتوب په دې كې دى، هغه شيان چې دى غواړي ويې كاروي، هغه په نوي انداز باندې كاروي.))
==د شعر بېلګه==
قفس ته كــــه مــــې واچــــوې بېباكه به درووځم
Line ۱۱۳ ⟶ ۱۰۶:
د پسرلي صاحب شعرونه له ګڼو نورو ښكلا او باريكيو هم برخمن دي او په كار ده، چې افغان كره كتونكي او ادبپوهان پخپلو څېړنو كې دغه ښكلاوې او ځانګړنې رابرسېره او د دغه حقدار او نوميالي شاعر حق په ځاى كړي.
==چاپ اثار==
# پسته ور
# د نى کوڅه
# کوچى ملا (ناول)
#
==سرچينه==
|