د "امجد خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
نوی مخ: بټنوک|کيڼ|209px|امجد خان '''امجد خان''' (۱۱ د اګسټ، ۱۹۶۱ ز. - ) (هندي: अमजद ख़ा...
(بې توپيره)

د ۰۳:۴۹, ۲۷ جولای ۲۰۱۱ بڼه

امجد خان (۱۱ د اګسټ، ۱۹۶۱ ز. - ) (هندي: अमजद ख़ान)، یو وتلي هندي فلم ډایریکټور او لوبغاړی وو. هغه چې شاوخوا شل کاله یې په فلمي نړۍ کې تیر کړي تر ۱۳۰ پورې فلمونه ډک کړي دي او په هندي فلمونو کې د بدمعاش په رول کې زیات مشهور وو. د هغه د ۱۹۷۵ ع کال د (شعلې) په فلم کې چې د (ګبر سنګ)[۱] او د ۱۹۷۸ ع کال د (مقدر کا سکندر) فلم د (زوراور) په رولونو کې کار وکړ او ډیر مشهور سو.

دوتنه:Amjad Khan.jpeg
امجد خان

پخواني وختونه او شخصي ژوند

امجد خان د هند هیواد په حیدرآباد کي په یوه پښتنه کورنۍ کي چې نیکونه يې د افغانستان د غزني څخه هند ته تللي وو وزیږید. د هغه پلار چي په هندي سینما کي د جايانت په نامه یادیږي یو یادګار هندي لوبګر وو. د هغه ورونه امتياز خان او عنايت خان نومیدل چي یوازې په یوه هندي فلم کي یې کار کړی. هغه په کوچینیوالي کې په ۱۹۵۷ ع کال کې د (اب دهلي دور نهي) فلم کي د ماشوم اکتور په ډول کار وکړ.

ښاغلي خان د سېنټ ټېرېسا په ښونځي کې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې بشپړې کړي چي وروسته تر هغه یې د آر ډي نشنل کالج لاره ونیوله. هغه په لوی اندام درلودلو سره په کالج کي مشهور وو چي زیات کسان تري ویریدل او هغه به یي (دادا) باله.

مخينه

شخصي ژوند

په ۱۹۷۲ ع کال کې هغه د شیلا خان سره واده وکړ او يو کال وروسته يې د شاداب خان په نوم زوی وزیږید چي هغه هم په څو فلمونو کي کار کړی. خان همدا راز یوه لور د احلم خان او یو بل زوی د سیماب خان په نوم درلودل.



سرچينې