CAPTCHA لارښود

هغه وېبځايونه چې د ټولو وگړو پر لور د ليکنو د ليکلو لپاره پرانيستي دي، لکه همدا ويکي، ډېر ځل د سپمرگرو لخوا چې اتوماتيک اوزارونه د خپلو د تړنو او وېبپاڼو د خبرتياو په خپرولو کې کاروي، په ناوړه توگه کارېږي. تر هغه وخت پورې چې همدا سپمونه او هماغه تړنې راموندل کېږي او ليرې کېږي، نو تر هغه وخته پورې همدا سپمونه ډېر سرخوږی جوړوي.

په ځانگړي توگه په يوه مخ کې د يوه وېبځي د تړنې د ورگډولو په وخت کې به ويکي يو ډول گډوډ رنگين متن ښکاره کړي او له کارن نه به د هماغه متن د ټاپلو غوښتنه شوې وي.

څرنگه چې جوته ده چې اصلي وگړي کولی شي چې په دې کار کې بريالي شي، خو دې ته ناورته سپامگر ماشينونه او روبوټونه دا ډول کار په خپلکاره توگه نه شي ترسره کولی او پدې توگه د سپامگرو او روبوټونو د غورځنگ مخ نيول کېږي.

بدبختانه چې دا کار د کارنانو لپاره ستونزه جوړولای شي او هغه څوک چې د سترگو نظر يې کمزوری دی او يا هم د متن پر بنسټ او يا هم د غږ پر بنسټ جوړ شوي کتنملونه کاروي نه شي کولی په آسانۍ سره خپلې سمونې او خپرونې ترسره کړي.

دم مهال موږ د داسې متنونو غږيز انډول نه لرو.

که چېرته دا کار تاسې له سمونو او ليکنو خپرولو پاتې راولي نو لطفاً د مرستې لپاره د پازوالانو سره اړيکه ټينگه کړۍ.

په خپل کتنمل کې د 'شاکېدلو' تڼۍ کېښکاږۍ چې بېرته پخواني مخ ته وگرځۍ.