پټوډي د هندوستان په گورگاون ولسوالۍ، هرياڼا ولايت کې يو ښار (ټاون) دی. دا په تېرو وختونو کې یو ټولواک هېواد هم پاتې شوی دی. دا ټولواک هېواد په ۱۸۰۶ کې د يو پښتون اتل لخوا، چې فېض طلب خان نومېده، جوړ شوی وو او شاوخوا ۱۳۷ ک.م² سيمه کې پروت وو.

دا هېواد په ۷م اپرېل، ۱۹۴۸ کې د هندوستان سره يوځای کړی شو.

ځمکپوهنه سمول

پټوډي په 28.32, 76.78 سيمه کې پروت دی. د سيند د سر څخه شاوخوا ۲۴۰ ميټره لوړ دی.

وگړيزې خبرتياوې سمول

د هندوستان د ۲۰۰۱ د سرشمېرنې له مخې پټوډي شاوخوا ۱۶،۰۶۴ تنه اوسېدونکي لري، چې ۵۳٪ وگړي يې نرينه او ۴۷٪ يې ښځينه دي. شاوخوا ۵۷٪ خلکو يې زدکړه کړې ده، چې په هفو کې ۶۵٪ نرينه او ۴۸٪ ښځينه دي. په پټوډي کې شاوخوا ۱۷٪ وگړي د ۶ کالو نه ټيټ عمر لري. 

د پټوډي سيمې تاريخ سمول

که څه هم دا سيمه (هېواد) وړوکی وو، خو د دې سيمې په شاهي کورنۍ کې ډېر مشهور کسان تېر شوي دي، لکه د کرېکېټ لوبغاړي، فلمي لوبگران، او داسې نور. د دې کورنۍ دوه تنه د هندوستان د کرېکېټ مشران پاتې شوي دي. د نواب افتخار علي خان کشر ورور نوابزاده شېر علي خان پټوډي، چې د برېټانيې په پوځ کې يو افېسر وو، پاکستان ته کډه وکړه او د پاکستان د پوځ مشر پاتې شوی دی.

د دې کورنۍ نوموتي غړي په لاندې ډول دي: