په کونړ ولايت کې د نجارۍ صنعت په وړاندې ستونزې او حل لارې

سريزه سمول

په صنعت کې ټول هغه فعاليتونه شامل دې په کوم کې چې توليد اوداجناسواو خدماتو استحراج ترسره کيږې ٬ يعنې دخامو موادودبڼې بدلون ته دنجارۍ صنعت ويل کيږې .

دنجارۍ صنعت په دوو بڼو ترسره کيږي             ۱ـ لاسې بڼه         ۲ـ ماشينې بڼه  : لاسې صنعت دډير پخوا زمانوراهېسي رواج لري اودلومړي ځل لپاره دنوح عليه اسلام لخوا

کېښتۍ جوړه شوه ٬ خوماشينې صنايع بيا دومره تاريخې قدامت نه لري اوپه اتلسمه ميلادې پيړۍ کې داروپا په انګلستان نومي هيواد کې جيمز واټ لخوا دنجارۍ ماشين جوړشو. په کونړولايت کې دنجارۍ صنعتې اوتوليدي فابريکې دکونړولايت په صنعتې کيدو اودخلکود کاروبارلپاره زمينه مساعده کړيده بله داچې دکونړ ولايت دلرګيوارزښت به زيات شې اودلرګې به په خپل ولايت کې په کارتمامه موادوبدل شې يعنې لرګې به ځاي پرځاي پاتې شې داموضوع ډيره داهميت وړ وه نوما هم دافتخاروالله  فخراستاددلارښووني لاندي پري داليکنه او څيړنه ترسره کړيده چې په ليکنه کې مي دمتعبرو سرچينوڅخه استفاده کړيده اوداڅيړنه مې په دري فضلونو کې بشبړه کړيده، په لومړي څپرکې کې مې : د نجارۍ صنعت تعريف،د نجارۍ صنعت برخې،د صنايعو په پرمختګ کې اغيزي لاملونه،اقتصادي توليداتو تاريخ،د ژوندانه په چاپيريال باندې د کارخانو اغېزې. په دوهم څپرکې کې : د اسعداباد د نجارۍ توليدي او صنعتي فابرکي ، د نجارۍ د توليداتو ډولونه، د نجارۍ د توليداتو پر وړاندې ستونزې ، د سالارباغ د نجارۍ فابريکه، د سالارباغ او اوسنی فابريکې پرتله کول په وروستيو کې مې پايله،وړانديزونه او د مختلفو سرچينو څخه مې استفاده کړي .


دڅيړنې اهميت سمول

صنعت يو توليدي فعاليت دی چې د هغه په ترڅ کې له هغو لومړنيو يا خامو توکو څخه چې له ځمکې ترلاسه کېږي د کار وړشيان او اجناس جوړيږي او د بشري ټولنو اړتياوي ورباندې بشپړيږي . صنعت هم د لاس او هم د ماشين په واسطه پرمخ تلای شي. صنعت فعاليت چې د ارزښت،کيفيت او ګټورتوب د لوړوول په خاطر د توکو د بڼي د بدلون عمليه ده ، د بشريت په تاريخ کې اوږده ،سابقه لري. صنعتي انقلاب چې د اتلسمي پيړۍ په دويمه نيمايي کې پيل شو ،په پای کې يې بشري ټولنې ته ژور بدلون ورکړ او د خلکو ژوند ته يې بله بڼه ورکړه . د صنايعو په تيره بيا د ماشين صنايعو ازښت په دې کې دی چې په لږ وخت کې ډير موادو ته د بڼي بدلون ورکوي ، د هغو په څرنګوالي او بيه کې لوړوالی راولي. زموږ خلک له ډير پخوا زمانو څخه په کوچنيو لاسي دستګاوو کې په لاسي صنايعو بوخت وو.










دڅيړنې ستونزه سمول

دځنګلونو قطعه کول  دهواککړتيا د امنيت او بريښنا نه شتون





دڅيړنې پوښتنې سمول

۱ – دخامو موادو نه شتون دنجارۍ دصنعت پروړاندي ستونزه ده؟

۲ – ايا دبريښنا او تکنا لوژي نه شتون دنجارۍ دصنعت پروړاندي ستونزه ده؟

۳ ـ ددولت لخوا دلازمو پالسيونه شتون ستونزه ده ؟






لومړی څپرکی سمول

د نجارۍ صنعت پيژندنه

د نجاری صنعت تعريف:په صنعت کې ټول هغه فعاليتونه شامل دي  کوم چې د توکو او خدماتو په توليد او د کانونو د راسپړلو په برخه کې ترسره کېږي يعنې د خامو موادو د بڼي بدلون ته د نجارۍ صنعت ويل کېږي.

د بيلګې په توګه : که چېري لرګي د خامو موادو په توګه فرض کړو،نو کله چې ترکاڼ له هغو څخه ميز يا چوکۍ جوړه کړي ، نو دي پروسې ته صنعت ويل کېږي ، کيدای شي خام مواد بشپړ توکي وي او وروسته  تريوه پړاوه په نيم کاره او کار تمامه توکو بدل شي ، لکه د پسه څرمن په لومړي پړاو  کې په بشپړ ډول خام توکي دي چې وروسته بيا څرمن په نيم کاره په پای کې څپلۍ او بوټ کار تمامه يا صنعتي توکي شول.

د نجارۍ صنعت په لاندې درې برخو ويشل شوي دي:

۱ـ لومړی صنعت: په لومړني صنعت کې ټول هغه فعاليتونه شامل دي چې د خامو موادو په پيداکيدو پورې اړه ولري.

لکه د معدنونو استخراج،کرنه کب نيونه او داسې نور يعني په دغه صنعت کې انسان له طبعيت څخه يوه اندازه وسايل منځته راوړي. په عمومي توګه ويلی شو چې لومړنی صنعت هغه کړنو او فعاليتونو ته شامل دي چې له طبعيت څخه خام مواد ترلاسه کوي. دغه صعنت بيا هم لاندې برخو ته شامل دي:

۲ـ ارثي صنعت : لکه چې د نوم څخه يې معلوميږي هغو کړنو او فعاليتونو ته شامليږي ، کوم چې بيا توليدونکي او زياتيدونکې حيوانات او نباتات مارکيټ ته د مفادو د ترلاسه کولو په موخه وړاندي کوي. لکه د چرګانو ساتنه ،او داسې نورو اهلي حيواناتو ساتنه.

۳ـ استخراجي صنعت: استخراجي صنعت هم لکه چې له نوم څخه يې څرګنديږي هغو کړنو او فعاليتونو ته شامليږي چې د طبعيت څخه خام او نيم کاره مواد او محصولات استخراجوي . لکه د ډبرو سکاره ، طلا ،ګاز ،هوا او سيندونو څخه بريښنا د استخراجي صنعت مثالونه دي.

۴ـ منځنی صنعت: په منځنی صنعت کې ټول هغه فعاليتونه شامل دي چې خام مواد په نيم کاره محصول يا کارتمامه محصول بدلوي. لکه د پلاستيک جوړولو صنعت ، د موټرو جوړولو صنعت ، د درمل جوړولو صنعت او داسې نور چې دغه صنعت هم لاندې برخو ته شامل دی:

۵ـ ساختماني صنعت : ساختماني صنعتونه ټولو هغه کړنو او فعاليتونو ته شامليږي چې د خامو يا نيم کاره مواد بدلول په بشپړ يا کار تمامه موادو کې ښکيل وي . لکه له غنمو څخه ډوډۍ ، کيک له لرګيو څخه فرنيچر او داسې نور.

۶ـ درييمي صنعت يا د خدماتو سکټور: د يو هېواد د خدماتو سکټور ته د دريمي صنعت وايي چې په دغه صنعت کې هغه تصدۍ ګاني شاملي دي چې پورته د دوو صنايعو ته خدمات ورکوي . لکه بانکداري ، مخابرات ، تعليم او تربيه ،روغتيا او داسې نوري تصدي شتون لري.

دصنايعو په پرمختګ کې اغيزمن لا ملونه (عوامل) سمول

هغه لا ملونه چي دصنعت  دپرمختګ سبب کيږي په دوه ډوله باندي دي

۱ -طبعي لا ملونه ۲ – بشري لا ملونه

۱ – طبعي لا ملونه :لکه لومړني مواد ٬ انرژي ٬ ځمکه ۲ –لکه دکارځواک ٬ پانګه ٬ دپلور لوبازار ليږ او راليږد ۱ –طبعي لا ملونه : هغه طبعي لا ملونه چي دصنايعو په رامنځته کيدواوپر مختګ باندي اغيزه لري لومړني توکي انرژې اوځمکه ده چي دلته په لنډ ډول سره توضيح کيږي لومړني توکي : دصنايعوپه رامنځته کولواو دهغو راتلونکي پر مختيا ولپاره لومړني توکي دلوړ ارزښت لرونکي دي ٬ خوديوي فابريکي دځاي په غورکولوکې دهغواغيزمنتوب راټيټ شوي دي داځکه چې هغه صنايع چې پخوابه دلومړنيو موادو سرچينوته نژدي جوړيږي ٬ نن ورځ دحملاونقل دوسا يلوپه پرمختګ سره هغو ته نږدې وي نه جوړيږي اودالا مل هرومروپه پام کي نه نيول کيږي خوبياهم يوشميرصنايع لکه داوسپني دويلي کولو صنا يع دهغودورو ندوالي له امله اود خوراکي توکوصنايع دهغودژرخرابيدو له امله کانونواوکروندوته نژدي جوړيدي .


انرژې : يوبل هغه لامل چي دصنايعو په رامنځته کيدواوپرمختيا کې اغيزه لري هغه انرژي ده پخوابه يوشمير صنعتي موسيسات په هغو ځايونو کي جوړيدل چي هلته به دډبرو سکاره يا رواني اوبه وي لکه دانګستان په لانکشاير اويورکاشير کي درخت اوبدلو صنايع ٬ خووروسته بياد ډبروسکرو ځاي چي درانه وواودليږدولو لګښتونه يي ډيراوچت ود نفت اوګازو انرژي ونيو .همدارنګه دبريښنا انرژي رامنځته شوه چي دانرژي يوډيرمهم ډول دي  اودصنعتي موسيساتوځاي په غوره کولو کي يې ډيره اساني راوستله ٬ داځکه چي لرې پرتوصنعتي کارځايونوته هم دبريښنا ليږدول کيداي شي .

ځمکه :ديو ه صنعتي کارځاي دجوړولولپاره بايد ځمکه ولرو لومړنۍ فابريکي به معمولاً په کوچينو ټوټو او هوارو وځمکوکي جوړيدلي ٬ خو دفابريکو په پرمختيا اوپراخوالي سره اودهغودشمير په زياتيدو سره هوارو اوپراخو ځمکو ته اړتيا لازياته شو ه ديوي فابريکي دځاي په غوره کولو کې به ښه وي چي دشاړواو ناکرنيزو ځمکو څخه کار واخيستل شي ځکه چي ارزانه وي اوکرنه پکي نه کيږي .

۲ – بشري لاملونه :کارځواک ٬ پانګه ٬خرڅلاوبازار اوحمل ونقل هغه لاملونه دي چي دصنايعوپه ځاي پرځاي کيدواو پرمختياکي اغيزه لري چي دلته دهر يوه په هکله خبري کاوو:

۱ – کارځواک : ښکاره خبره ده چي کارځواک دصنعت درامنځته کيدو ٬ ځاي غوره کولواوپرمختيا لپاره يو مهم عامل دي اوله دووخواوويعني دکميت ( دکارګرانو د شمير ) اوکيفيت (مهارت اوتحصيص) له پلوه ارزښت لري پخوابه دکارګرانو شميرډيرارزښت درلود٬ خونن ورځ دصنايعو په ماشيني کولو سره ٬ کارګرانو ته اړتيا ورځ په ورځ کميږي ٬خودهغوي مهارت اوتحصص لوړ ارزښت پيداکړي .

۱ – پانګه :ديوه صنعتي کارځاي لپاره دځمکي داخېستو دماشينونولومړنيو توکو دکارګرانو د حق طرحي اونورو لګښتونو دپوره کولوپه خاطر بايد پوره پيسي ولري پخواوختونوکي به خلکو شخصا دصنعتي کارځاي (کارخاني ) په جوړولولاس پوري کاوه خونن ورځ بانکونه اودولت پورورکوي اوهغوي لپاره پانګه برابروي.

3 -خرڅلاو بازار: دوهم دصنعتي توليداتو دپلورلولپاره يو مهم لامل دي چي دصنايعوپه يرمختګ کې ارزښت لري بيلا بيلې سيمي دګټې داندازې دمالونو بيو دخرڅلاوداندازي داجناسو اومالونوته داړتيا له مخي يودبل سره توپير لري صنعتي هيوادونه هڅه کوي چې دخپلوتوليداتو لپاره زيات اوپراخه بازار ونه ومومي اوپه دي توګه زياته ګټه ترلاسه کړي له همدي امله دصنا يعو خاوندان دمشتريانو موندلوپه خاطراوخرڅلاوپه بازار دلاسبري لپاره سوداګريزه ستونزه.

اعلانونه اوتبليعا ت:

حمل اونقل دصنعتي موسيسو دلومړنيو اړتيا وړ توکو د دورجن کيدو په خاطر او دخرڅلاو بازار ته دتوليد شووتوکودرسولولپاره موصلاتي شوي او دليږدولو وسايلوته اړتيا ده چي دادصنايعو په رامنځته کيدو اوپرمختيا کې ډير مهم ارزښت لري لکه چي وويل شول  دليږدولو دوسايلوغوره کول دورجن شو يا مالونو په دروندوالي دلاري اوږدوالي دمالونودزيانمن کيدواو نوروپوري تړلې ده.

اقتصادي توليداتو تاريخ سمول

صنعت اوکسب په اسلام کي ددولت ګټوغوره وسيله ده رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: هيڅ يوشخص غوره له خوړلي ندي له هغه چاڅخه چې دخپل لاس کسب څخه يې خوري اودالله تعالي نبي داودعليه اسلام دخپل لاس دکسب  څخه روزي خوړله دالله (ج) استازي دمختلفو کسبونونو خاوندان وه په بل حديث شريف کې يادونه کيږي چې په تحقيق سره داودعليه السلام دجنګي زغرواوسپنې کمسيونوجوړونکي وه اوادم عليه اسلام بزګرو  اونوح عليه السلام ترکاڼ وه اوادريس عليه السلام درزي وه اوموسي عليه السلام شپون وه له ذکرشوي حديث مبارک څخه روښانه کيږي چي کسب اوصنعت په اسلام کي دخلکو ښه وسيله اودکسبونود پرمخ وړلو لپاره له مناسبي ټيکنالوژۍ څخه کاراخستل حلاله دي  .

دژوندانه په چاپيريال باندي دکارخانو اغيزي سمول

دژوندانه چاپيريال په مجموعي ډول دجعرافيه پوهانو پاملرنه ځانته جلب کړيده اوسنۍ څيړني ښايي چې دکارخانوپه  پراخه پيمانه جوړول دهوا دځمکې دروانو اوبو او ځمکي لاندي اوبو دککړولو لامل ګرځي صنعتي انقلاب له اروپاڅخه پيل شو چې اصلي زانګويې دانګلستان هيواد اوله هغه ځاي څخه نړۍ ته خپورشو اوپه شمالي امريکا په تيره بيا دامريکاپه متحده ايالاتونوکي يې پراختيا ومونده او دموټروجوړولو بيړۍ جوړولو الوتکو جوړولو اوپه نورو برخو کي په سل ګونو فابريکو په کارپيل وکړو داسيا لوي وچي هيوادونو لکه جاپان، چين ،هنداوداسي نوروهيوادونو هم دبيلابيلو کارخانو په جوړولو پيل وکړ اونورو زياتره هيوادونو لکه دافريقا لوي وچي او استراليا هم لوي فابريکي په ځانګړو برخوکي جوړي کړي دغه ټولوداسيا بيلابيلو څانګوکي دژوندانه دچاپيريال په ککړولوکي زياتي ستونزي رامنځته کړي لکه کاربن ډاي اکسايد ،دفتان کلوروفلورو کاربن غاز، نايتروجن ډاي اکسايد زهرجن غازونه داوبو بړاسونه اوداتومي ايزوتوپونو نه اوداسي نور په هواکي داخليږي چي دهوا فزيکي اوکيميا وي خواص تغيروي په عمومي ډول مخلتف غازونه له فابريکوڅخه خارجيږي ځيني ډيرپورته ځي او هوا ککړوي دمثال په ډول دکلوروفلورکاربن غازله فابريکو او سړوونکو سرچينو څخه خارجيږي چي دهوا په لوړو پوړوکي داوزن په قشر کي کيمياوي ترکيبونو سره تعامل کوي داوزون طبقي ويجاړوي اوپه پاي کي دځمکي دتودوخي سبب ګرځي .

غازونه په ټولنيز ډول دهوا دککړتيا لامل ګرځي اوژوندله خطرسره مخامخوي چي په پاي کي دبيلابيلو ناروغيو سبب کيږي لکه دزړه ،تنفسي ،جلدي اوداسي دنوروناروغيوسبب ګرځي دکارخانو اغيزي نه يوازي په ځمکه بلکي په فضااو سمندرکي هم داحساس وړدي فابريکو ناوړو اغيزي دځمکي اتموسفير هم ککړه وي هغه سيندونه چي دفابريکو ترڅنګ بهيږي دفابريکو د اضافه او خامو موادو په واسطه اغيرمن کيږي اتومي اضافي مواد هم دسيند اوبه ککړي کړي دي دنفتو دبيړيو څخه په ځمکه کي دنفتو توليد هم دسيند اوبه اوسمندري ژوند يې متاثره کړی دی .

ژباړه :په تحقيق سره داود (ع) دجنګي اغزواوداوسپني کمسيونو جوړونکي واوادم (ع) بزګرو او نوح (ع) ترکاڼ واوادريس (ع) خياط و اوموسي عليه اسلام شپون و مطلب داچي حلال کسبونه دفردي ماليکت خوراغوره ذريعه ده که هغه هر حلال کسب بزګري وي که موچي توب وي اوداسي نور لکه خريداري  دوريښيم جوړول اوپلور صرافي يوکاروبارکول څرخيتوب کول زجاجي دبنينو کاروبار کول دکارخانو په بڼه کي وي او که په لاس جوړولي شي اسلام ورته اجازه کړي ده بلکي هڅونه يې ورته کړي ده په دي شرط چې حرام نه وي ياناوړه ګڼلي شوي نه وي کله مصوري عکاسي جوړولو کسب دشرابواووسلولود کاروبار قماروهل بړوه ګري بډي اورشوت اخيستل غلاکول مرغان سپي جنګول سپي خرڅول دمسلمانوجاسوسي کول د کافرو مزدوري کول خځګيري کول يعني په لاروکي کيناستل له سوداګرو څخه دټکس په نامه افغانۍ اخستل دا ټول حرام کسبونه  دي په قران کريم اونبوي احاديثو کي يې حرمت مذ کوردي او هغه کسبونه چي اسلام ناوړه ګڼلي دي او خبيث يې ورته ويلي دي حجامت دي فال کتل تعويز ونه کول سحراوکوډي کول غيب ګويې کول هم دحراموکسبونو څخه دي .






دويم څپرکې سمول

داسعداباد دنجارۍ توليدي اوصنعتي فابريکي سمول

په کونړولايت کې دنجارۍ دصنعت لپاره اوليه توکې (خام مواد) لرګې دي نوموړي اوليه توکې يعني لرګې په سيندونوکې دسيلاونو درا و تلو اود ځنګلاتو څخه راوړل کيږي داخام توکي په مختليفو قسمونو ترلاسه کيږي چې ځيني چي عبارت دي له  ديار٬  صرف ٬  کاچل  ٬پارتل ٬ انډه ٬شپشل اونورو مګرپه وروستي حالاتوکي صرف تختي ٬بازوګان ٬اوچوکاټونه ترلاسه کيږي اقتصادي خبره داده چي نوموړي نجاران اکثره په ځنګلونوکي دپاتي شونوتوکواوپه سيندونوکې دسيلابونودنيول شوو لرګيو څخه استفاده کوي چي داځنګلات دکونړولايت په مختليفو ساحو کې موجوديت لري لکه کوړنګل ٬شوړيک اواسماردرې ځايونوڅخه لرګي راوړي په دي ټولو لرګيوکې تر ټولو قيمت ترين انډه دي چي نوموړي لرګيو پيداکيدل هم يو څه مشکل کاردي خونجاران ورته بيا وچي نښتري چپه کوي اودخپلي فابريکې لپاره ترټولو قميت ترين کاري مواد برابروي.

هغه ماشين الات اووسايل چي دنجارۍ په صنعت کې دفرنيچرو دتوليد په برخه کې تري کار اخيستل کيږي دګاونډي هيوادو نوپاکستان ٬ايران اوتاجکستان هيوادونو اوزياتره ثقيله وسايل دچين هيواد څخه راوړل کيږي کوچني ابزاردګران هيواد افغانستان څخه دي خوبيا نورکوچني ابزاردپاکستان هيواد چينوټ نومي سيمي څخه راوړل کيږي دنجارۍ صنعت کاريګره قوه دافغانستان خپل افراد اواشخاص دي دياده ولووړ خبره داده چي دکونړولايت دنجارۍ دصنعت زياتي فابريکي مرکز اسعداباد د چغسراي کې اودماڼوګي ولسوالي ګنډل نومي سميه کي موجودي دي چې دافابريکي دپخواني ريس جمهوري حامدکرزي دواکمني په دوهمه دوره کې په فعاليت پيل وکړ کله چې دپاکستان هيواد څخه کاريګره قوه ګران هيواد افغانستان  ته راغله:


دنوموړوکاريګرپه مشترکه ډول دهيواددکاريګرو سره فابريکي تاسيس کړي اود فرنيچرو په توليد باندي يې پيل وکړخودوخت په تيريدو سره دپاکستان کاريګرزموږدهيوادڅخه ولاړ اودنجارۍ دصنعت توليدي فابريکي يې دکونړ کاريګرانوته پريښودلې چي اوس مهال دافابريکي دکونړولايت دافرادواواشخاصو لخو ا پرمخ بيول کيږي خوشبختانه په کونړولايت کي دفرنيچرو دتوليدپه برخه کې مونږ داسي با استعداده مهارت لرونکې اوتجربه لرونکي کاريګران لرو چې دهيواد په سطحه باندي نه بلکې دنړي دستندرډاو معيار مطابق توليدتر سره کولاي شي دنجارۍ په توليد کې يوه فابريکه خپل کاري ټيم داسي برابروي چي دفابريکي سره هرډول کاريګران شتون ولري لکه داوليه موادو لپاره کاريګردتوليد لپاره کاريګر اود توليدشوو موادولپاره کاريګر اودرنګ مختلف استادان.

دنجارۍ دصنعت دتوليد اتوډولونه سمول

دنجارۍ دصنعت توليدات په مختلفو ډولونو اوډيزاينونوکې جوړيږي دوي دتوليداتو په برخه کي افغانې پنجابي اوترکيې توليدات ترسره کوي چي په افغانې توليداتوکي ډبل بيټ ميز چوکي دروازه اشاداره کوچونه سينګارميز اوپه پنجابي اوترکيي توليدکې صرف ډبيټ اوسوپي جوړيږي ځيني

زينتي توليدات هم ترسره کوي لکه؛کوډبند٬ دبنګړو ستين٬ پتنوس ٬دشيشي لپاره فريم ٬جيکونه ٬ميوه دانۍ ٬ټوش پيپر٬کاسي اوداسي نور نجاران وايې چي مونږ دخلکودکورونو اوحجرو لپاره ټلونه هم جوړوچي داټلونه په مختليفو ډولونو اوقسمونوباندي جوړاولګيږي چي د ما لک په خوښي پوري اړه لري.




په افغانستان کې د نجارۍ صنعت او د هغي اهميت سمول

صنعت یو توليدلي فعاليت دی چي د هغه په ترڅ کې له هغو لومړنيو يا خامو توکو څخه چي له ځمکي تر لاسه کيږي د کار وړشيان او اجناس جوړيږي او د بشري ټولنو اړتياوي ورباندي بشپړيږي . صنعت هم د لاس او هم د ماشين په واسطه پرمخ تلاي شي . صنعتي فعاليت چي د ارزښت، کيفيت او ګټورتوب د لوړولو په خاطر د توکو د بڼي د بدلون عمليه ده ، د بشريت په تاريخ کې اوږده سابقه لري .صنعتي انقلاب چي د اتلسميی پيړۍ په دويمه نيمایی کې پيل شو، په پای کې يي بشري ټولني ته ژور بدلون ورکړ او د خلکو ژوند ته یي بله بڼه ورکړه. د صنايعو په تيره بیا د ماشيني صنايعو ارزښت په دي کې دی چي په لږ وخت کې ډیرو موادو ته د بڼي بدلون ورکوي ، د هغو په څرنګوالي او بیه کې لوړوالي راځي .زموږ خلک له ډير پخوا څخه په کوچنيو لاسي دستګاوو کې په لاسي صنايعو بوخت وو . نوي ماشيني صنايع او عصري فابريکي د لومړي ځل لپاره په

دنجارۍ دصنعت دتوليد پر وړاندې ستونزې سمول

دنجارۍ دصنعت دتوليد په مقابل کښي زيات شميرستونزې ځنډونه اوموانع موجودي دي دخاموموادو ستونزه لومړي دتوليدلپاره دمناسبو خامو موادوپيداکول لويه ستونز ه ده مګر دمشکلا توسره سره که خام مواد دپيداشي نوبيادخاموموادوانتقال په مقابل کښي دحکومت بنديزونه اومحدوديتونه بله ستونزه ده چي خاموموادويعني دلرګيو انتقال دځنګلاتو څخه دتوليدي فابريکي پوري نه پريښودل کيږي اودتوليدمخه يې  ډب اوپه خپل وخت توليد نه ترسره کيږي ترټولو لويه ستونزه ده چي خاموموادو يعني لرګي مختليفو ولسواليو په مختلفو سيمواوځنګلاتو کې ترلاسه کيږي چې په يادوځنګلاتوکې امنيت نشته اوڅوک دويرله امله  نشي کولاي چي ځنګلاتو ته ولاړشي او خام مواد دخپلي توليدي فابريکي دتوليدلپاره انتقال کړي داخبره جوته ده چي ځنګلات


داسلام هيواد ملت اودوطن دترقۍ په خلاف خلکوپه ولکه کې دي نوهيڅوک نشي کولاې چې هلته ولاړشي بله ستونزه توليدي فعاليت په مخ دترانسپورټ ستونزه ده چي زمونږ ځنګلاتو ته دسړکونونه موجوديت ددې باعث اوسبب کيږي چي خام توکي په ډيره سخته اوګرانه بيه دځنګلاتو څخه هوارو سيمو ته اوامنيتي سيموته انتقال شي اودترانسپورت زيات مصارف هم يو ستونزه ده چي داوليه موادو دانتقال په وخت کي پري کوم مصرف راځي دټيکنالوژۍستونزه هم موجود ه ده چي نوموړې اشيا لوي ثقيله وسايل ماشين الات  دنورو هيوادنو څخه راوړل کيږي کله چي دنوموړي ماشين الا توڅخه کوم ماشين کې ستونزه پيدا شې نوبياددي په ترميم کولواوجوړولو دلته څوک نه پوهيږي اوکه پوهيږي هم نوددوي ماشين الات پرزي ياکوچني وسايل

په افغانستان کي نه پيداکيږي نوديوي پرزي دراوړلولپاره دفابريکي دمالک لخوا پاکستان ته دکاريګر دليږلووروسته ماشين جوړکړي چي دماشين دويجاړيدو له امله زيات وخت ضايع کيدل دتوليد په ټپه دريدل اودزياتو مصارفو راتلل يوه ستونزه ده دکاريګرو دمهارت کموالي يو ستره ستونزه ده لکه څرنګه چې مونږه يادونه وکړه چي ماشين الات له بهرنيوهيوادونو راوړل کيږي نوزمونږه  دهيواد کاريګر دماشين الاتو سره نااشنا اوداستعمال په طريقه يې سم نه پوهيږي چي دوخت سره نورزيات ضايعت اومنفې تاثيرات لري داچې کاريګر دفابريکي ترتولو مهم ترين جز دي نوددوي نه پوهاوي له امله فابريکه دلوي توان اودخطرسره دمخ کيدو سبب کيږي دبريښنا ستونزه دبريښنا نشوالي يو ستونزه ده چې دتوليد په قيمت په کې لوړوالي دبريښنا نشتون پوره ونډه لري

ځکه چي بريښنا موجوده نه وي نود تيلو له امله دتوليد په قيمت کې څوچنده زياتوالي راځي چي کمپني اجناس بيا په کمه اندازه خرڅيږي چي په پايله کي فابريکه دتاوان حالات سره مخ کيږي دافغانيوپه کيفيت سره هم ستونزه رامنځته کيږي چې تيلو نرخ ورسره تغيرکوي اوکله چي دتيلو نرخ لوړشي نوبيا هم داجناسو اودتوليداتو  دتوليد په تمامه شو کې يواندازه لوړوالي راځي چې دټولني دغربي طبقي دوس څخه بيا اجناس اوپخه مواد پورته وي نوموړي وګړي دضرورت په وخت هم نشي  کولاي چې پاخه مواد واخلي دپخوموادو لپار ه بازارموندنه دنجارۍ دصنعت دتوليد يعني دپخو موادو لپاره بازار موندنه په تيرو وختونو کي د نن څخه شپږ کاله مخکي دنورو ولايتونو نندارتونوته  وړل کيدل چې په نتيجه کې به زيات شمېر خلکو دکونړ توليدات خوښول اوخريداري کول به يې ،چې مونږ نن ورځ په کونړ ولايت کي دخپلو توليداتو نندارتونونه لرو اوخپل توليدات ننداتونونه ته وړو چي ددي نندارتونونوکې ګڼ شمېر دنورو ولايتونو مختلف قسمه محصولات اوتوليدات راوړل کيږي نوددې شمېرڅخه مونږ ته زيات شمېر مشتريان راځي اوزموږ توليد شوي توکي خريداري کوي بله داچې اوس دکونړ ولايت دفابريکو دا توليدات دومره مشهور شوي دي چې دخپل ولايت اوسيدونکي اونوراوسيدونکي خلک راځي او داتوليدات زموږ څخه اخلي په ځانګړي ډول ډبلبيټونه سينګارميزي زياتې اخلي د نندارتونونو يوګټه داهم ده چي دولتي اشخاص زموږ توليد شوي اجناس اخلي مونږته يې دجوړولو لپاره امرکوي اوډاډهم راکوي دانټرنيټ اودفس بوک له لاري دتوليداډرراستوي اوموږ ورته هما غسي توليد برابروچې داهم زموږ دمشتريانو يوډول دي کله چې يوڅوک دنورو ممالکو څخه راشي نو بيا هغه زموږ توليدات ډيرزيات خوښوي اوزموږ دتوليداتو صوفي  اوزينتي اجناس زيات اخلي نورو هيوادونو ته دملګرو په واسطه اويا هم په نورو لارو باندي زمونږ کوچنۍ توليد شوي اجناس خريداري او وړل کيږي .

دسالارباغ  دنجارۍ پخوانۍ فابريکه سمول

دسالارباغ دنجارۍ  پخوانۍ فابريکه دکونړ ولايت داوسني دولتي پوهنتون (سيدجمال الدين افغاني پوهنتون ) پرځاي فعاليت ترسره کوو دافابريکه په  ۱۳۴۶کال د ظاهرشاه دواکمني پرمهال دفرانسې په قراداد جوړشويوه چي په نوموړي فابريکه کي د۷۰۰نفروقرداد شوي وو او ۳۸۰نفروپه لومړيو کي کار کاوه چې وروسته نوموړي اشخاص دقراداد مطابق يعني ۷۰۰کاريګرو ته دنجاري په توليد يې فابريکه کي زيات شمېر دکونړولايت لوګرولايت اونورو دافغانستان دمختليفو ولايتونوکارګر وو بل داچې په نوموړي فابريکه کې دوه معلولينو کاريګرو هم کارکوو پدي فابريکه کي به کارکونکو ته ۱۸۰۰څخه۶۰۰۰افغانيو پورې معاش ورکول کيده چي دوي ته به معاش اندازه دمهارت پوهي رتبه دارۍ په اساس ورکول کيده خووروسته دډاکټرنجيب الله دواکمنۍ پروخت ۲۰۰۰۰ پورې ورسيد چې دنوموړو کاريګرو معاشونه زيات شول ۶۰۰۰ تر۸۰۰۰۰ ان کله به چې دنوموړي کاريګرپه ماشينونوکي اتبدا ري ته ورسيده اويابه کارګيروعمر۳۵)

کاله شو يعني۱۵) کاله به يې کاروکړو نوکارګر وته به تقاعد ورکول کيده خوددې فابريکي ځيني تقاعدشوي ګاريګرو ته اوس هم تقاعد ورکول کيږي: عبدالحميد نجار ته ۱۷۰۰۰افغانۍ ) عبدالباقي ته ۴۴۰۰۰ رسول محمد خزانه دار ته (۶۰۰۰۰)افغانۍ ورکول کيږي اورحمان خان  نجار ته ۱۷۰۰۰ افغانۍ ورکول کيږي چي نوموړو ذکر شوو کاريګرو ۱۷ کاله اوعبدالباقي (۲۲) کاله کار په دي فابريکه کي ترسره کړي دي اونوموړي کاريګردکونړولايت په تيشه نومي سيمه کې ژوندکوي او دا تقاعد د حکومت دميوند نومي بانک څخه ترلاسه کوي په دي فابريکه کې دامنيت لپاره  (۱۰) عسکرو کارکوو چې هريو ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کيدي اودوه داني پهره دارن يې هم درلودل چې ۸۰۰۰ افغاني يو يو تن ته ورکول کيدي پدي فابريکه کې داوړو کولو ماشين جوړ شوي وه چي دفابريکو دنجارانو لپاره يې دکورغنم په مفته ډول اوړه کول دکارګرو لپاره ګوپونه حواله وه خوراکي توکي ب اوژوندلومړني اړتياوي ورته په مفته ډول دفابريکي لخواپوره کيدلې دکاريګرو لپاره ۳ داني جيپان وه چې کاريګربه يې له کورڅخه کارخاني ته وړل نوموړي فابريکي اداري جوړښت درلودي چې په سرکي ريس اومدير قراردرلوده اوان ترپهردارۍ پورې دي ذکرشوي فابريکي دوه دانې اطفايې ګاني او يودانه امبولانس درلوده چې اطفايه ګاني ورته دشاروالي درياست لخوا اوامبولانس ورته دصحت عامې درياست لخوا ورکړل شوي وو دفابريکې کاريګروځانګړي لباس درلوده اويوه خولي يې هم درلوده چي دتوليد په وخت کي به يي ددي لباس اوخولي څخه استفاده کوله اقتصاديت دخلکو لپاره داوه چې کله به يو کاريګرمريض شواو يا به عمر زيات شو يعني په شرايطو برابرکاريګرته به تقاعد ورکول کيده  :دي فابريکه کې تابوتونه هم جوړيدل چي ددي فابريکې کاريګرو دکورنيو لپاره اودسيمي اوسيدونکو يعني دتيشي او اسعداباد خلکو لپاره به مفته اوپه وړيا ډول ورکول کيدل.


دسلارباغ دنجاري دتوليدي فابريکي لپاره خام توکې لرګي ووچې دکونړولايت دمختليفو سيمو څخه راوړل کيدل لکه دانګام ناړۍ اودره پيج څخه راوړل کيدل دالرګي به نوموړي سېمو څخه په سيندکي دجالوپه واسطه راوړل کيدل اوکله به چې دسالارباغ سېمي ته راورسيدل نويوه پاټلې يې فابريکي ته جوړه کړي وه چې بيابه په پاټلې باندي په کارکيدونکي ځاي ته وړل کيدل په دي موادوکې خاموموادواونيمه کاره خامه مواد وودي خامو موادو مختلفو ډولونه درلودل لکه انډه، سپشل، صرف، ديار اوپه سيندونوکي دسيلابونو نيول شوو لرګيو څخه استفاده کوله دا چې په کونړولايت کي په کافي اندازه خام مواد موجو دوونو ددي فابريکي فعاليتونه به هڅکله هم دخنډاو ځنډسره د اوليه موادو له کبله دريدلي او وروسته شوي نه دي  کله به چې اوليه موادو کيفيت اومعيار په کوم ډول باندي وونه دهغه څخه جوړشوي توليديعني پاخه موادو به هم ځانته غوره هماغه ډول قيمت درلوده هغه ماشين الات چې په دې فابريکه کي تري دتوليد لپاره استفاده کيدله هغه دخپل ګران هيواد افغانستان وو پدي فابريکي کې دوه ماشين الات موجودوو چې په يوباندي به روغو کاريګرو کارکاوو اوپه بل قسم باندي مصلونو کاريګرو کارکوو ددي فابريکي غټ ماشينونه او کوچني ماشين الات يعني خفيفه ماشينونه الې اوپه توليد کي پکارکيدونکي ټول اجناس پرزي دترميم سامان الات ټول دخپل هيواد څخه وو دا ماشينونه دبريښناپه واسطه چليدل خو دا ماشينونه دفابريکي دتوليد لپاره د فرانسي دحکومت لخوا ټاکل شو ووځکه چي نوموړي فابريکه د فرانسي حکومت په مرسته اوقرارداد سره جوړه شوي وه نوځکه ماشين الات دهغوي په خوښه واوخريداري کړي يې وه ددي ماشين الاتو لپاره يې ځانګړي ټريننګ شوي کاريګرودرلودل چې کاريګر اکثره دکونړولايت څخه وه ماشينونه  دتوضع سره سم توليد ترسره کوو اونوموړي فابريکي په لوي افغانستان کې لمړی مقام يې خپل کړو پدي فابريکه کي مختلف قسمه توليدات کېدل چې عبارت دي له ميز، چوکي، دروازي، اشاداره، کړکي، اسمارۍ ټيلونه، ډبل بيټنونه ،سينګارميزونه او داسې نور  سوپي به فعاليت به هيڅکله هم دځنډاوخنډسره د اوليه موادو له کبله دريدلي اووروسته شوي نه دي  کله به چې اوليه موادو کيفيت اومعيار په ښه ډول باندي وونو دهغه څخه جوړشوي توليديعنې پاخه موادو به هم ځانته غوره قيمت درلود هغه ماشين الات چي به دي فابريکه کي تري دتوليد لپاره استفاده کيدله هغه دخپل ګران هيواد افغانستان وو پدي فابريکي دوه قسمه ماشين الات موجودوو چې په يوباندي به اوغوره کاريګرو کارکاوو اوپه بل قسم باندې معلولو کاريګرو کارکاوو ددي فابريکې کوچني ماشين الا ت يعني خفيفه ماشينونه اوابزاراروپه توليد کي پکارکيدونکي ټول اجناس پرزي دترميم سامان ټول دخپل هيواد څخه ووداماشينونه دبريښناپه واسطه چليدل خو داماشينونه دفابريکي دتوليد لپاره دفرانسي دحکومت لخوا ټاکل شو ووځکه چي نوموړي فابريکه فرارنسي دحکومت په مرسته اوقرارداد سره جوړه شوي وه نوځکه ماشين الات دهغوي په خوښه وواوخريداري کړي وه ددي ماشين الاتو لپاره يې ځانګړي ټريننګ شوي کاريګردرلودل چې دکايګر ټول دکونړولايت څخه وه ماشينونه  دتوقع سره سم توليد ترسره کوو اونوموړي فابريکي په لوي افغانستان کي لومړي مقام يې خپل کړو پدي فابريکه کي مختلف قسمه توليدات کيدل چې عبارت دي له ميز ٬چوکي٬ دروازي ٬اشاداره٬ کړکي ،ټيلونه ٬ډبل بيټنونه٬ سينګارميزونه ٬سوپي ٬تابوتونه ٬دکور دګاډرو سامان الات بنجونه ٬دفتري ميزونه اوکوچني زينتي اجناس دساعت  فريم ٬دبنګړو سټين شيشي فريم ٬قلم دانۍ ٬کاسي ٬جيکونه ٬ميوه دانۍ ٬دکورلپاره کټ کې او داسې نورقسم اجناس يې توليدول پدي فابريکه کي يودانه ميز دکاريګرو لخوا جوړ شوي ووچې پدي ميز کي ۲۸ اته ويشت قسمه لرګي لګيدلي وه چي دي ميز په هغه وخت کي ۱۱۰۰۰۰ يوولس سوه زره افغانۍ قيمت درلوده چي نوموړي ميز په کابل اوفرانسه کي زيات شميرشا يقين درلوده اوپه کابل کي داميز خريداري شو دافابريکه په څوارلس جريبه ځمکه باندي جوړشوي وه چې دا ځمکه مخکي دفابريکي دجوړيدو څخه په ونو بوټو بنده وه اوشاړه پرته وه چې دزراعت رياست لخوا پاکه شوه او دا فابريکه ورباندي جوړشوه فابريکي به په ډيره پيمانه باندي توليدکوه چي د پخو موادو لپاره بازارموندنه د نندارتونونه په واسطه صورت  ونيو چي په کونړ٬ کابل او نوروبيلابيلو ولايتو نو کي نندارتونونو کې جوړيدل اوتوليدشوي اجناس به ځانله مينوال اوشا يقين پيداکول دی پاخه موادو لپاره بل فرصت داووچي دخارجي هيوادونو لکه فرانسي اوجرمني وګړي به افغانستان ته راتلل توليدشوي اجناس به يې خريداري کول چې پدي موادو باندي بنديز اوکوم ډول محدوديتونه نه و ،نو په زياته اندازه باندي به خريداري کيدل کابل داني باغ نومې سيمې کې به ډير لوي نندارتونونه کيدل اوپه دي ننداتونونو کي دهيواد دهرولايت اوځني خارجي هيوادونو خلکو ګډون کاوو دغه نندارتونونه د اجناسو د شايقينو دزياتوالي باعث کيده دي فابريکي لپاره داقتصاديت نقطه داوه چې پدي وخت کي خوشبختانه مونږ اوپدي فابريکه کې به له بريښنا څخه استفاده کيدله  ددي فابريکي ګټي ډيري کونړيانو او د هيواد دنورو ولايتونو وګړوته دکاردزميني مساعده شوي وه دکونړ دلرګيو دارزښت دلوړوالي سبب شو اودکونړولايت لرګي ځاي په ځاي پاتي کيدل خلکوته دتابوتونو اونورو اضافي پاتي شونو لکه پاړ اونو رپاتي شونې ورکول خلکو ته په وړيا ډول اوړه کول دکونړدپرمختګ سبب شو دحکومت کونړولايت ته توجوزياتيدل دفرانسي دولت لخوا دکونړ ولايت فابريکي سره ځانګړي مرستي اوداسې نور ددي فابريکي زيانونه دهوا ککړتيادځنګلونو وهل اواز له امله دسيمي دخلکو زحمت کيدل شورماشور دسيمي دتودوخي سبب اوداسي نور نوموړي فابريکي دجنګ له امله خپل فعاليت ودروو او بدبختا نه دافابريکه دمجاهيدينو دواکمني پرمهال له منځه ولاړه دي فابريکي دمجاهيدينو واکمنې کي دري کاله دوام وکړه اوويجاړه شوه.

درحمت ساحل محمددنجارۍ توليدي اوصنعتي فابريکه سمول

دکونړ ولايت دجلا ل ابادعمومي سرک څلورمي ناحيي ډنډونو په سيمه کي موقعيت لري اودي توليدي اوصنعتي فابريکي ۱۲ دولس جريبه ځمکه نيولې ده داځمکه ابي ځمکه ده چي دفابريکې د جوړيدو څخه مخکي په کې غنم ٬جوار٬ اوربشې٬ شولې او نور زراعتي کرکيله کيدله دافابريکه خصوصي شکل لري اوپه ننګرهارولايت کې دعرب مېشتوافغانانو لخوا ۱۳۹۷ هـ ش کال دپنځه ميلونو امريکايي ډالرو په لګښت تاسيس شويده دنوموړي فابريکي ځمکه دشل کالونو قراداد لپاره ده چې ديوکال قراردادشپږسوه زره افغانۍ دي چې شلوکالونو قرارداد يي ۱۲۰۰۰۰۰۰ افغاني کيږي ددي فابريکې درامنځته کيدلو لامل داوه چې په کونړولايت کي دقاچاق مخنيوي وشي اوخلکو ته کار زمينه برابره شي اودکونړولايت لرګي ارزښتنا که شي چي دکونړپه صنعتي کيدو کي مهم رول لري ددي فابريکي کارکوونکي اکثره دکونړ ولايت څخه دي اوځينې د هېواد دمختلفو ولايتونو دي پدې فابريکه کي اوس مهال ۴۵۰ کاريګر کارکوي ددي فابريکي جوړښت په دري فصلونو کي دي چې په لومړي فصل کي ۴۵۰ کارګر دويم څپرکې کې ۹۰۰ اوپه دريم فصل کي به دوه زره کارګرکار کوي چي فعلا ددي فابريکي لومړي څپرکې فعال دي او۴۵۰ کارګر پکي استحدام شوي دي دي کاګرانو ته مختلف مزدونه اومعاشات ورکول کيږي هغه کارګر چې عادي اشاداري اود روازي جوړوي نو هغي ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ اوهغه  کارګرچې فرنيچرو اوټوکايي کارکوي هغي ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ اوهغه کارګرچي کمپوټري ماشينونه په واسطه کار کوي هغي ته نهه سوه امريکايې  ډالر د مياشتې ورکوي ددي کمپوټري ماشينونو استادان دکمپوټر ساينس څخه فارغ شوي مسلکيان کولاي شي چي دلومړي ټريننګ  لپاره د فابريکې لخوا ترکيه اوچين هيوادته ديوکال لپاره استول کيږي چې دټرننګ په دوران کي دنوموړو کارګرو معاش څلورسوه امريکائې ډالر دي اوخوشبختانه دکمپوټري ماشينونو کارګرهم دکونړ ولايت اودهيواد د نورو ولايتونو څخه دي  پدي فابريکه کي دامنيت دتامين لپاره خپل سل کسيز کارد موجوددي چې دکونړ ځوانان دي اوهريو ته دمياشتي ۱۰۰۰۰ زره افغاني ورکول کيږي۱۰۰ په لومړي څپرکې کې ۱۰۰ کسيز کار موجود دي اودويم څپرکې به کاردتعداد ۵۰۰ نفرو ته ورسيږي درحمت ساحل محمد توليدي اوصنعتي فابريکي اوليه توکي يعني لرګي دي دکونړ ولايت دمختلفو سيمو څخه راوړل کيږي لکه ګنيډل ٬ماڼوګي ٬ شوړيک ٬کنډګل٬ وټه پور٬ نشګام ٬غازي اباد٬ ناړۍ ٬اسمار٬ څوکۍ٬ نورګل٬ باډيل٬ نرنګ٬ اوداسي نورو سيمو څخه ددي فابريکي لرګي هيڅ ډول بنديز اوممانعت نه لري نوځکه ددي فابريکې فعاليتونه  ورځ تربلي مخ په  زياتيدو دي ددي فابريکي ماشين الات په دوه برخوباندي ويشل شوي دي چې لومړي عامو ماشين الاتو څخه استفاده کوي چې داماشين الات دافغانستان خپل ماشين الات دي دويم قسم ماشينونه چي پدي فابريکه کي تري استفاده کيږي کمپوټري ماشينونه دي چې اوس مهال پنځه داني په دي فابريکه کي فعاله دي اوديوماشين قيمت ۲۲۰۰۰۰افغانۍ دي داماشينونه دچين هيواد څخه راوړل شوي دي داماشينونه څلورپرګرامونه لري چې هريو پروګرام يي ۶۳۰امريکايي ډالر باندي دي چي ددي پرګرامونوڅخه ددروازو چوکيو ميزونو بيجونوپه جوړولو او ګل کاري کي کاراخلي کله چې يو لرګي ډيزاين کاوونو په کمپوټري  ماشين کې اپشن باندي کليک کاوو اوياورته يوتصوير وړاندي کوو نو بيا  پخپله په لرګي باندي په هماغه ډول ګل کاري کوي پدي کمپوټري ماشينونو کې يوقسمه  ليزر موجوددي چې هرقسم تصوير لکه دانسان ٬حيوان ٬ځناورکه هرډول تصوير وي نومونږ ته ددي کمپوټر ي ماشين په واسطه په لرګي باندې ډيزاين کيږي  دکمپوټري ماشينونو يوه بله ګټه داده چې داماشينونه دتوليد په وخت کي اوازنه کوي اونه کوم لوګې لري چې داددي ماشينونو بهترين خصوصيات دي

ددي توليدي فابريکي توليدات په مختلفو ډيزانونواو قسمونو باندي دي دتوليد ډولونه يې دروازه٬ اشادار ه ٬کړکۍ٬ميز، چوکۍ، بينچونه، ډبل بيټونه، سينګارميزونه، دفتري ميزونه٬ ټيلونه،اوکوچني زيتني اجناس هم توليدوي لکه ميوه دانۍ ٬قابونه ٬ جيکونه٬ پيالي٬ کاسي٬ پتنوس٬ ټوش٬ پيپر ٬کوډبند ٬سګريټ داني٬ قلم داني٬ دشيشي فريم٬ ساعتونو لپاره فريم ٬ګيلاسونه بنګړو سټين، لوګوګاني ،پکول، ترمازونه، قابونه ،چليمچې ګانې اوداسې توليدوي په دي فابريکه کي کي داسي دروازي توليدشويدي چي ديوي دروازي قميت ۴۰۰۰۰ افغاني اوان تر۶ لکه افغانيو پوري دي دانوموړي دروازۍ دکمپوټري ماشينونو په واسطه توليديږي ددي صنعتي اوتوليدي فابريکي دتوليد لپاره بازارموندنه دنندارتونونو په شکل باندي کيږي دافابريکه دلوي افغانستان په اته ولايتونو کي نندارتونونه لري لکه ،کابل، ننګرهار، هرات، مزارشريف، پکتيکا ،لوګر اوپه کونړولايت کي نندارتونونه لري  دنندارتونونو سره سره حکومت لخوا نوموړي فابريکي ته فرمايش ورکول کيږي اوحکومت ټول د نجارۍ پاخه مواد د نوموړي فابريکي څخه خريداري کوي کله چې عامه خلک ددي فابريکي توليدات خريداري کړي نو خريداري شوي توليدات ورته دنوموړي فابريکي په مصرف ليږدول کيږي ددي فابريکي دتوليداتو قميت دهوکړي اوجوړجاړې په اساس باندې کيږي ددې فابريکې ستونزې: دبريښنا نه شتون داوله موادو انتقال ستونزه دامنيت ستونزه کله چي کمپوټري ماشينونه خراب شي نوبياد پرزو راوړل يا چين استاد راوستل لويه ستونزه ده چي ډيروخت صنايع اوزيات مصرف ترسره کيږي .


دريم څپرکی سمول

دسالارباغ دنجارۍ پخوانۍ فابريکي له منځه تلل سمول

دسالار باغ دنجارۍ دتوليدي اوصنعتي فابريکه هغه وخت خپل فعاليت مخ په کميدوکړو چې په ملک او هيواد کي سياسي حالات کړکيچن شوو دافابريکه دظاهرشا ه دواکمنۍ پرمهال رامنځته شوه خلک تري ډير راضي اوخوښ وومګردسياسي رژيم تغير يعني مجاهدينو ته دواک په لاس کي ورتګ د ملک حالات ټول بدل شو ملک الطور يعني حکومتونه رامنځته شول نوموړي فابريکه دمجاهدينوحکومت ددري کالو په وخت دوام وکړو اووروسته دمجاهدينو لخوا له منځه ولاړه اوويجاړه شوه ځکه دافابريکه دفرانسي په مرسته چليدله نوکله چې سياسې ژريم تغيروکړو نودفرانسي دمرستو بنديدل اومجاهدينو له امله ناوړه چلند خلک دي ته اړه کړل چې هيواد پريږدي اوهجرت وکړي کله چې خلکو هجرت وکړو نوفابريکه په ټپه ودريدله اودمجاهدينو لخوا ويجاړشوه .

دسالارباغ پخوانۍ فابريکي او اوسني فابريکو پرتل توب سمول

دسالارباغ پخوانۍ فابريکه دډير اقتصادي اهميت لرونکي وه دي فابريکي دخلکولپاره ډيرسهولت رامنځته کړي وه هغي فابريکي خلکوته پاتي شوني موادبوراوسوخ لپاره لرګي مفته ورکول اودخلکو لپاره به يې مفته اوړه کول دتيشي اواسعداباد اوسيدونکوته به يې پري تابوتونه ورکول اوکاريګرو لپاره به يې دترانسپورت زمينه برابروله دکارګرو دوخت په پورکيدو يا په مريض کيدو باندي ورته تقاعد ورکول کيدو اوکاريګرته ګوپونه ورکول کيدل اودفرانسي لخوا دکونړ ولايت خلکو سره يي ډيري زياتي مرستې کولاي پخوانۍ فابريکې دکونړولايت ته لومړي مقام ورکړی وو دکونړولايت ته يې دحکومت زياته توجواړولي وه چې حکومت دکونړولايت دقيمتي اوصنعتي  کيدولپاره ځانګړي پلانونه پلي کول اوپه شاړه ځمکه جوړه شوي وه دي فابريکي حکومتي بريښنادرلوده دنجارۍ اوسني فابريکي يعني درحمت ساحل محمد توليدي اوصنعتي فابريکه داهم په يوبرخه کي ډيره ګټوره ده چې دکونړ ولايت دوه زره کاريګر پکي استحداميږي بل داچې په نوموړي فابريکه کي کمپيوټري ماشينونو څخه استفاده کيږي چې شورماشورنه جوړوي اونه هوا ککړوي خودافابريکه دترانسپورټ په برخه کي ستونزه لري ددي فابريکې دبريښنا دجنراتوري  ده اوديوي ورځ تيلو مصرف يې ۱۸۰ ليټره دي دورځي دتيلو مصرف يې  ۹۰۰۰ افغانۍ کيږي چې دتوليد په قميت کي زيات والي راولي بل ده چي دافابريکه تقاعدنه لري اوپدي وخت کي نوري فابريکي هم موجودي دي دافابريکه هغه ځمکه باندي اباده شوي ده چې ابي ځمکه ده چې دفابريکي دجوړيدو څخه مخکي په دي ځمکه باندي جوار، غنم اوشولي اوداسي نور زراعتي کرکيله کيدله ترټولو مثبته نقطه چي په پخوانۍ فابريکه کې يعنې دسالارباغ فابريکه کې موجوده وه او کنړونو دنورو خصوصي فابريکو کي موجوده نه ده د قاچاقو مخنيوی دی ،درحمت ساحل محمد توليدي اوصنعتي  فابريکې کې هم موجوده ده د قاچاقو  مخنيوی دی دسالارباغ پخوانۍ فابريکه کي روغو کارګرو سره په څنګ کي معلولينو ته هم سهولت موجود وو چې کارپکي وکړي مګرداسهولت داوسنيو فابريکو په داخل کي نشته .

درحمت ساحل محمد صنعتي او د توليد فابريکه اوداسعداباد فابريکو ترمنځ پرتله توب  درحمت ساحل محمد توليدي او صنعتي فابريکه دکونړولايت داسعداباد فابريکو ته ډيره ګټوره ده ځکه دا دهغه ماشينونوڅخه استفاده کوي چي دشورماشور له کبله يې خلکوته زيان نه رسيږي اوبله داچي نوموړي فابريکه کي دهغه وسايلو اوماشين الاتو څخه کار اخستل کيږي چې دهوادککړتيا سبب نه ګرځي ددي فابريکي په جوړيدو سره دقاچاق مخنيوي شويدي خو د کنړ ولايت د اسعداباد دتوليدي فابريکوپه واسطه دقاچاق مخنيوي نه شوکيداي په دي فابريکه کي دکونړولايت دوه زرو کسانوته دکارزمينه مساعديږي اوداسعداباد دټولو فابريکو دکاريګرو تعداد پنځه سوه کارګرنه دي دافابريکه دښاراوکورونو څخه يوه څه لري پرته ده چې دسيمي دګرميدو باعث نه ګرځي مګر داسعداباد فابريکه دخلکو دتکلفولواوسيمي دګرميدو سبب ګرځي دافابريکه دکارګرو لپار ه دتوليد په وخت کي دځانګړي لباس اوخولۍ څخه استفاده کوي کله په خصوصي يعني داسعداباد په نورو فابريکوکي دي نقطي ته پام نه کيږي داسعداباد دفابريکويوه ګټوره خبره داده چې په دي فابريکوکي دتعداد اودجنس دتوليد له قراره پيسي  اومزد ورکول کيږي مګر رحمت ساحل محمد توليدي اوصنعتي فابريکه کي دمياشتني  په قرار اووخت مزد اومعاش ورکول کيږي اسعداباد په توليدي فابريکو کې دکاريګرواستعداد اومهارت ته کتل کيږي اواورټيم سيستم هم لري مګردرحمت ساحل محمد توليدي اوصنعتي فابريکه داورټيم سيستم نه لري خونتيجه يي داده چې ګټورتوب اومولديت نسبت اوسنيو فابريکو ته دسالارباغ توليدي اوصنعتي فابريکي زيات وواوس د رحمت سا حل محمدتوليدي اوصنعتي فابريکي مولايت او مؤثريت نسبت کونړولايت نورو فابريکوته زيات دي ، او تر اوسه ګټوره تمامه شوي ده .

ستونزې سمول

دنجارۍ دصنعت پورې تړلي ستونزې په دوه ډوله ويشل کيږي (۱) دنجارۍ دصنعت د توليد پر و‌ړاندې ستونزې (۲) د نجارۍ دصنعت دتوليد له امله زيږيدونکي ستو نزې .

دنجارۍ دصنعت دتوليد په وړاندې ستونزي: د امنيت نشتوالي ترټولو لويه ستونزده ځکه چې دنجارۍ دصنعت دتوليد خام مواد يعني لرګي دغرونو څخه راوړل کيږي اودکونړولايت اکثره هغه غرونه چې خام مواد تري دتوليد لپاره راوړل کيږي دامنيت خراب والي پکي موجوددي اودغه غرونه دمخاليفينونو سره په واک اواختيارکي دي څوک نه شي کولي چې په اساني سره اوليه مواد دخپلو فعاليتونو  لپاره فابريکو ته انتقال کړي بله ستونزه دلرګيو په انتقال کي داده چې نوموړو سيمو ته سړکونه نشته اوترانسپورت مشکل موجود دي بله داچي په خاموموادو دحکومت لخوا بنددي کاريګر نشي کولي چې خام مواد يعني لرګي خپلو توليدي فابريکو ته وليږدوي دخاموموادو لمديدل بله ستونزه چې اکثره وخت خام مواد صنايع کيږي دبريښنا نشتون هم ستونز ده چي نجارۍدصنعت دتوليد په قيمت کې دبريښنا دنشتون له امله لوړوالي راځي اودجنس قيمت دوه برابره کيږي دپخوموادو بنديز داهغه ستونز ده چي ډيرې دنجارۍ فابريکې ددې ستونزې له امله خپل فعاليتونه ودرول بل داچې کله دکارخاني توليدات په خپله اور واخلي  دي سره دفابريکي مشکلات هم زياتيږي قاچاق هغه ستونزده چي دنجارۍ دصنعت دتوليد اوليه مواد لرګي يې په پوره اندازه کم کړي دي په کونړ لغمان اوننګرهار ولايتونو کې د اوليه موادود قيمت تغير هم ستونزه ده   


دنجارۍ دصنعت توليد له امله  زيږيدونکې ستونزې :    سمول

دنجارۍ دصنعت    دتوليد له امله زيږيدونکې ستونزې په دووبرخو ويشو لومړي دهغه ستونزو تشريح کوو چې دتوليدد پروسي څخه مخکي ستونزي پيداکوي (۲) هغه ستونزي چي دتوليد دپروسي په جريان کي اوورو سته دتوليد دپروسې څخه ايجاديږي دتوليددپروسې څخه مخکي دا ستونزې ايجاديږي داچې دنجارۍ دصنعت خام مواد لرګي دي دا لرګي دځنګلاتو دوهلو له امله ترلاسه کيږي اودځنګلاتو وهل لاندي ستونزي زيږوي نباتي فرش تخريبوي خاوره تخريبوي دحشراتو تم ځاي ورک کيږي داوبو شدت زياتيږي هوا ککړه وي زراعتي ځمکه ورسره تخريبيږي، داصل تخمونو دورکيدو سبب ګرځي،  داوبو چيني زيرمي ختميږي نوي زرغون شوي بوټي له منځه ځي، سربندونه ورسره له منځه ځي ،دواورود ژر ولګيدو سبب کيږي، دهوا دګرمايش سبب ګرځي دځمکي لاندي داوبو دکموالي سبب کيږي دباران دکمبود سبب کيږي، دوهل شوو بوټودپاتي شونوله امله بندونه ړنګيږي اوتخريبږي دزياتو سيلابونودراوتلو باعث ګرځي.دواورو دخويدوامکا نات زياتيږي د چاپيريال دککړتيا سبب ګرځي. په چاپيريال کي دکاربن ډاي اکسايد کچه ورسره زياتيږي. په راتلونکي کې دتوليد دصنعت لپار ه داوليه موادو دکمښت لا مل ګرځي اقتصادي اهميت له منځه ځي يعني لرګي٬ ميوه ٬غوښه ٬اونورتوليدات ورسره کميږي دځنګلونو وهل انسان دسلامتي٬ تندرستي ٬جسمي او روحي سلامتيا له منځه وړي ځکه چې ځنګل هوا تصيفه کوي مکروبونه جزبوي اوهمدارنګه دهوا ترکيب اصلاح کوي اوکله چې ځنګلونه له منځه لاړشي ستونزي ايجاديږي دځنګلونو وهل دچاپيريال په آب و هوا په تغيرکي منفي تاثير لري اودهوا دګرميدو اوخرابيدو اوککړيدو باعث کيږي دښکلا اوتفريحي ځايونه له منځه وړي کله چې ځنګلونه ووهل شي کاربن ډاي کسايد اونورو مضره ګازونه دزياتوالي باعث کيږي چې انساني نړۍ دخطر سره مخ کوي دځنګلونو په وهلو سره دشاتو مچيو موجويت کميږي اودوحشي حيواناتو تم ځاي ورکيږي دطبي بوټو کمښت اودمنځه تګ باعث کيږي ديوهکټار ځنګل په وهلو (۳۵) ټنه ګردر غبارزياتيږي په هواکې د اکسيجن تعامل له منځه ځي تفرحي ساحي له منځه ځي اوان تردې چې ځنګلاتو په غيري فني اوبي مهارتونه شکل قطعه کول زيات انساني ستونزي ايجادوي چي دانسان ژوند ورسره خرابيږي

(۲)هغه ستونزې :چې دنجارۍ دصنعت دتوليد په پروسه کې وروسته له پرو سې څخه ايجاديږي دماشينونو دلوګي له امله ستونزې دي چې ايجاديږي دهوا ککړتيا له امله اواز له امله ستونزې اوتوليدي مواد و پاتي شوني چاپيريال ککړوي دهوا ککړتيا کله چې دماشينونو له امله هوا ککړه شي نوپه هوا کي کاربن ډاي اکسايدکچه زياتيږي اوخلکوته مختلف  قسمه مرضونه متوجي کيږي غږککړتيا دشورماشور پيداکوي په عمومي ډول دغږ ککړتيا هغه غږدي چې ديوچا غوږ ته زيانمن کوونکي وي کله چې دي غږ اندازه زياته شي نو زموږ په غوږونو کي دويښتانو دوه لکه پنځوس زره حجري موجودي دي چې څپي توليد وي اوموږپري خبري اتري اورو که چيرته دغږ داندازي (۸۰) ډي بي په اندازه وي نودانورمال حالت وي خوکه چيرته مسلسل (۶) ساعت کارګر کارکوي نوددي حتمال شته دي چې دغوږونو دموقتي زيان ورته ورسيږي او که چيرته دغږدااندازه د۱۳۰DB په اندازه شي نو (دغږونو پردي شدت سره اهترازکوي چې دغوږونو د هډوکو پردو دخرابيدو سبب کيږي اوانسانان د دايم لپاره دغوږونو دکوڼډوالي په ناروغي باندي اخته کيږي دهغه شيانو اوپاتي شونو غورځول په بي ځايه ځاي کې هم ستونزي ايجادوي لکه داوبو دککړتيا سبب کيږي خلکوته دپوستکي ناروغي ايجادوي اوچاپيريال دککړتيا سبب ګرځي داوازله امله خلکوته دذهن فشارناروغي دويني فشاراودزړه دجريان باعث ګرځي دشورماشور له امله دسيمي اوسيدونکو ته دمزاحمت سبب کيږي اودخلکو بي خوبي پيداکيږي بل دا چې خلکو ته عصبي ستونزي ايجادوي په سيمي کي دبدبوي احساس کيږي اوسيمه بدبويه کوي داورله امله دخلکو دکورونو دسوزيدوچانس برابريږي دسيمي دګرميدو باعث کيږي.




پايله سمول

دنجارۍ صنعت دخاموموادودبڼې دبدلونه څخه عبارت دي دنجارۍ دصنعت دتوليدلپاره خامه مواد (لرګې ) دي داخامه مواد کيدای شي چې اوليه خامه مواد وي اويا نيم کاره خامه مواد وي.

دسالارباغ دنجارۍ توليدي اوصنعتې فابريکو مؤثريت اومولايت نسبت اوسنيوفابريکو ته زيات وو . اودرحمت ساحل محمد توليدي او صنعتي فابريکې مؤثريت اومولايت نسبت داسعداباد اوکونړولايت نورو فابريکو څخه زيات دي دسالارباغ فابريکه د سياسې رژيم دتغير له امله يعنې دډاکټرنجيب الله څخه مجاهدينو ته دواک په لاس ورتلل ددي باعث شول چې دافابريکه له منځه ولاړه شې دې فابريکي دمجاهدينو په واکمنۍ کې درې کاله دوام وکړو .نوموړي فابريکې په خپل وخت سره کونړولايت ته دنجارۍ په صنعت کې لومړي مقام ورکړي وواوسره ددي کونړ ولايت ته حکومت ځانګړې توجواو د فرانسې د حکومت لخوا دکونړولايت سره او دفابريکي د نجارانو سره مرستې کولي درحمت ساحل په فابريکه کې دهغه ماشينونو څخه استفاده کيږي چې هوانه ککړوي هغه ستونزې چې دنجارۍ دصنعت دتوليد له امله رامنځته کيږي

۱ -  هغه ستونزي چې دنجارۍ دصنعت څخه مخکي پيداکيږي

۲ ـ ستونزي چې دنجارۍ دصنعت توليد څخه وروسته پيداکيږي .






وړانديزونه سمول

۱ – دفابريکې دکارکوونکوڅخه موداغوښتنه ده چي ځنګلونه په غيري فنې ډول قطعه نه کړي اود هغه ماشينونوڅخه استفاده وکړي چې هواککړه نه کړې .

۲ ـ دحکومت څخه مودا غوښتنه ده چې ګټوري پالسياني په کارواچوې .

۳ـ دعامو وګړو څخه مودا غوښتنه ده چې دخپلو توليدي شوو اجناسوڅخه استفاده وکړې .











ماخذونه(References) سمول

1-احمدي،ذاهدي،۱۳۹۴هـ ش اسلامي اقتصادغربت.خپرندويه ټولنه مسلم،دويم چاپ

۲-نظامي ،حمدالله ،۱۳۹۷هـ ش ،داقتصادي نظرياتو تاريخ،مومند خپرندويه ټولنه ،چاپ اول،ننګرهار جلال اباد

۳-د کنړدنجارانو د اتحادې ريس فرهاد دراني

۴-دځنګلاتورياست کنړ

۵-دچاپيريال ساتنې رياست کنړ

۶-د رحمت ساحل محمد توليدې اوصنعتې فابريکه تخنيکې او معلوماتې اداره

۷-عبد الباقي بابا د سالار باغ سابقه نجارۍ فابريکې نجار

۸-www.google.com









لړليک

عنوانونه                                                                                         مخ

سريزه. 1

دڅيړنې اهميت... 2

دڅيړنې ستونزه. 3

دڅيړنې پوښتنې... 3

لومړی څپرکی

دصنايعو په پرمختګ کې اغيزمن لا ملونه (عوامل). 5

اقتصادي توليداتو تاريخ.. 7

دژوندانه په چاپيريال باندي دکارخانو اغيزي... 8

دويم څپرکې

داسعداباد دنجارۍ توليدي اوصنعتي فابريکي... 10

دنجارۍ دصنعت دتوليد اتوډولونه. 11

په افغانستان کې د نجارۍ صنعت او د هغي اهميت... 12

دنجارۍ دصنعت دتوليد پر وړاندې ستونزې... 12

دسالارباغ دنجارۍ پخوانۍ فابريکه. 14

درحمت ساحل محمددنجارۍ توليدي اوصنعتي فابريکه. 18

دريم څپرکی

دسالارباغ دنجارۍ پخوانۍ فابريکي له منځه تلل.. 21

دسالارباغ پخوانۍ فابريکي او اوسني فابريکو پرتل توب... 21

ستونزې... 23

دنجارۍ دصنعت توليد له امله  زيږيدونکې ستونزې : 24

پايله. 26

وړانديزونه. 27

ماخذونه(References). 28