په ژوندیو موجوداتو دافت وژونکو اغیزې

راټولوونکی شاپور جان لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونو او چاپيریال ساتنې څانګه

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

آفت پیژندنه سمول

آفت (pest): هر هغه ژوندی موجود چې د کرنیزو نباتاتو د زیان سبب ګرځي او د حاصلاتو د کمښت سبب و ګرځي.عمومآ آفت زیان رسونکو حشراتو لپاره استعمالیږي.

د افت ډولونه: سمول

۱ – که چیرته په کرونده کې حشرات ډیر وي او زیات تاوان رسوي د لومړي درجه تاوان یا لومړی درجه افت ګڼل کیږي.چې د مخنیوي لپاره يي عملآ کار لیدل کیږي. ۲ – کله چې عمده زیان و نه لري په خاصو حالاتو کې تغیاني حالت غوره کوي چې دوهمه درجه افت ګڼل کیږي. ۳ – کله چې په کرونده کې موجود وي خو تاوان يي اقتصادي زیان ونه لري دریمه درجه افت ګڼل کیږي.

آفت وژونکې او ککړتیا سمول

آفت وژونکې د دی لپاره تولیدیږي چې د انسانانو ژوند په مستقیمه او غیری مستقیمه توګه خوندی شي.نوموړي مواد د بلی خوا زمونږه کورونه، ښوونځې، دفترونه، زیرمتونونه، کروندی او داسی نورو ځایونو کې له موږکانو، مچانو، میاشو، میږیانو او داسی نورو افتونو څخه خوندی کوي او همدارنګه دوی هرزه واښه او حشرات وژني او تر څنګ يي د نباتی او حیوانی ناروغیو په مخنیوي کې پوره مرسته کوي.لکن د بلی خوا افت وژونکي انسانانو،حیواناتو او نباتاتو ته ضرر هم رسوي.چې د خپل زیات پایښت له عمله ډول ډول ناروغي را منځته کوي او چاپیریال هم ور سره ککړیږي.د افت وژونکو په اساس اوبه،هوا او خاوره هم اغیزمنه کیږي.یادونه کیږي چې د افت وژونکو د نه استعمال په صورت کې د نباتی محصولاتو په اندازه کې ٪۵۰ـ۳۵ پوری کموالی راځي. په نړۍ په سلګونو افت وژونکي کارول کیږي چې شمیره يي ۱۵۰۰ ته رسیږي چې ورڅخه ۶۰۰ افت وژونکې ډیر مهم بلل کیږي.هر افت وژونکي ځانګړي خصوصیات لري.په خاوره کې د افت وژونکې د دوام عمر سره توپیر لري.

یو ښه افت وژونکی باید لاندی ځانګړنی ولري. سمول

۱ـپه چاپیریال کې د لنډ عمر درلودونکی وي. ۲ـ د خطرناکو ناروغیو لکه سرطانی ناروغۍ،ناڅاپي بدلونونه او نورو ناروغیو ځانګړنی کمی یا نه وي. ۳ـافت وژونکی باید ښه پایله ورکونکي اغیزی ولري. همدارنګه ځینی افت وژونکي لکه سیماب او DDT او داسی نور کارول کیږي ډیر خطر لري ځکه چې دا په شحمي غدو کې زیرمه کیږي او له بدن څخه نه وځي چې د بیلا بیلو ناروغیو لامل ګرځي،د بیلګی په توګه:په میرمنو کې د رحم سرطان منځته راوړي.

د افت وژونکو زهر پيژندنه سمول

هغه علم چې د کیمیاوي موادو ناوړه اغیزې په انسانانو،نباتاتو او حیواناتو کې څیړي د زهر پیژندنی یا زهر پوهنی په نوم یادیږي.کله چې افت وژونکي د لنډ وخت لپاره د ژوندیو موجوداتوسره په تماس کې شي نو د هغوۍ اثرات د سترګو او پوستکي خارښت،مړینه او داسی نورو څخه عبارت دی خو کله چې نوموړي مواد د یوی اوږدی مودی لپاره د ژوندیو اجسامو سره په تماس کې وي نو د هغوۍ مزمن اثرات د ینی وظیفوي کمزوري د مثل د تولید ګډوډي،سرطان او داسی نورو ناروغیو څخه عبارت ده.په ژوندیو موجوداتو باندی د افت وژونکو اغیزی د ساعتونو څخه نیولی تر کلونو پوری دوام کوي هغه کسان چې په خوراک،څښاک او یا د کار ځای کې په کمه اندازه مخامخ کیږي کیدای شي چې کوم نقصان محسوس نه کړي.لاکن هغه کسان چې په زیاته اندازه د دغو موادو سره په تماس کې کیږي ښاي د هغو په روغتیا باندی ناوړه اغیزه وکړي.افت وژونکی په ټولو حیواناتو باندی یو شان اغیزه نه لري ځیني ژوي ښاي چې د میتابولیزم د عملي په واسطه د افت وژونکي تجزیه او په غیری سیمي(زهری)موادو يي تبدیل کړي مګر ځینی نور د دي وړتیا نه لري او د مسمومیت سبب کیدلی شي.همدارنګه د زهریت اغیزی د یو حیوان په جنس،وزن،عمر او په عمومی روغتیا سره تړاو لري.که د حیواناتو پوستکي سره افت وژونکي په تماس کې شي ممکن کم تاثیرات ولري.مګر که نوموړي مواد د خولی یا تنفس له لاری د حیواناتو بدن ته داخل شي ښاي چې شدید عکس العمل ورسره وښايي.هاضمي سیستم چې په خولی،مرۍ،معدی،وړو او لویو کلمو باندی مشتمل دي او د کیمیاوي موادو جذب يي په مختلو برخو کې صورت نیسي.حال دا چې ځینی نور مرکبات د جذب څخه پرته په اسانۍ سره له بدن څخه وځي.هغه افت وژونکي چې د کلمو له لاری وینی ته داخلیږي ینې ته ځان رسوي او استقلاب (METABOLISM) يي په ینه کې صورت نیسي کوم کیمیاوي مواد چې په اوبو کي حلیږي کیدای شي چې په اسانۍ سره له بدن څخه ووځي.او هغه کیمیاوي مواد چې په شحمو کې حلیږي ښاي د یوی اوږدی مودی لپاره په بدن کې زیرمه شي.کوم وخت چې د بدن شحمیات په مصرف رسیږي نو نوموړي مواد د وینی جریان ته دوباره داخلیږي.افت وژونکی ښاي په پروتینو،شحمیاتو او هډوکو کې پاتی شي.

د افت وژونکو ډولونه سمول

افت وژونکې په مختلفو ګروپونو او ډولونو په اساس طبقه بندي کیږي چې په لاندی ډول دي.

حشره وژونکي: سمول

دغه ډول افت وژونکی د حشراتو د کنترول او د هغوۍ د وژنی لپاره استعمالیږي.دا کیمیاوي مواد په کرنی،کورونو،دفترونو،ښوونځیو،چمنونو،پارکونو،زیرمتونونو او د وترنرۍ په ساحه کې استعمالیږي.حشره وژونکي تر ډیری مودی پوری په چاپیریال کې باقي پاتی کیږي چې ورسره انسانانو او چاپیریال ته خطرناک ثابت کیدلی شي.د حشره وژونکو له ډلی څخه یو هم ډای کلوروډای فینایل ترای کلورو ایتان(DDT) دی.دا یو خطرناکه حشره وژونکی دی.د لومړي ځل لپاره په ۱۸۷۴ کال کې د یوه الماني کیمیا پوه په وسیله چې ZIEDIER نومیده جوړ شو.په دوهم نړیوال جنګ کې DDT په زیاته اندازه د میاشو،سپږو او داسی نورو حشراتو د مخنیوي لپاره استعمال شوی چې ښی پایلی يي درلودی. د DDT د استعمال له امله د میلونونو کسانو ژوند د ملاریا او داسی نورو وژونکو ناروغیو څخه وه ژغورل شو،کوم چې د حشراتو په وسیله منځنه راتللی،خو د بلی خوا د زیات استعمال له امله په نړۍ کې انسانان د ډول ډول ستونزو سره مخامخ کړل.دا کیمیاوي ماده د زیات وخت لپاره په چاپیریال کې پاتی کیږي او ژر نه تجزیه کیږي.کوم وخت چې دا ماده خاوری یا اوبو ته سرایت وکړي نو د باد یا اوبو په وسیله يي د ځانه وړي او نورو سیمو کې يي خپروي،چې په پایله کې غذايي زنځیر ته لاره پیدا کوي.دا چې دا ماده ډیره خطرناکه ده نوپه ۱۹۷۰ کال کې په متحده ایالاتو کې د هغه استعمال منع وګرځول شو،کوم وخت چې نوموړي مواد د مرغانو بدن ته لاره پیدا کړي نو د هګیو د پوټکي د نریوالي،تکثري سیستم د ظرفیت د کموالي او نقصان سبب ګرځي.دغه مواد د نارینه جنسي هورمون (TESTOSTERONE ) او ښځینه هورمون (ESTROGEN ) د فعالیت اغیز کموي.دغه مواد د شیدو په غوړو کې راټولیږي او د ماشومانو لپاره په زیاته اندازه خطر لري.همدارنګه د سرطان ناروغۍ سبب هم ګرځي.دغه کیمیاوي ماده لا تر اوسه پوری په ځينی وروسته پاتی هیوادونو کې استعمالیږي چې په اوږد مهال کې د انسان په روغتیا باندی بدی اغیزی لري.د DDT څخه پرته د حشره وژونکو په توګه په سلګونه نور کیمیاوي مواد استعمالیږي.د حشره وژونکو د استعمال له لاری ګڼی جانبی ستونزی را منځته کوي،نودا چې حشرات په چاپیریال کې ګڼی ستونزی رامنځته کوي او په ځانګړي توګه په ۱۹۷۳ کال کې د حشراتو له درکه ٪۱۲ د ناروغیو له امله ٪۱۴ او د هرزه بوټو له امله ٪۹ زیانونه تخمین شوي دي.په ټوله کې د حشره وژونکو د استعمال په اړه باید خاصی پاملرنی تر سره شي او کومی لاښوونی چې د استعمال په هکله شوي دي مراعت شي.په ځینو سبو کې د حشره وژونکو د استعمال څخه وروسته په سبو باندی د هغو د پاتی شونو د پاتی کیدو په هکله په لاندی جدول کې لارښوونی شوي دي.

شمیره سابه دحشره وژونکو نوم مقدارلیتر/هکتار دشیندلووخت دانتظارموده(ورځی) 1 توربانجان Monocrotophos 36sl 1.25 میوه نیولو ۱۰ 2 توربانجان Endosulfan 35ec 1.25 میوه نیولو ۱ 3 توربانجان Methyldemeton 25ec 1 میوه نیولو ۹ 4 توربانجان Dimethot 30ec 1 میوه نیولو ۷ 5 ګلپي Quinalphos 25ec 1 میوه نیولو ۸ 6 ګلپي Endosulfan 35ec 1.4 میوه نیولو ۴ 7 مرچ Malathion ec 1.25 میوه نیولو ۲ 8 بامیه Malathion 50ec 1.25 میوه نیولو ۱ 9 بامیه Quinalphos 25ec 1 میوه نیولو ۱ 10 بامیه Endosulfan 35ec 1.25 میوه نیولو ۳ 11 پیاز Malathion ec 1 میوه نیولو که چیری پاڼی استعمالیږي دری ورځی او د ګنډلو لپاره اړتیا نشته. 12 رومی Dimethoate 30ec 1 میوه نیولو ۷ 13 رومی بانجان Monocrotophos 36sl 1 میوه نیولو ۳

هرزه واښه وژونکي: سمول

د حشره وژونکو په توګه د هرزه ګیاوو د مخنیوي لپاره ځینی کیمیاوي مواد استعمالیږي.نوموړي کیمیاوي مواد په کرونده ،کورونو،باغونو،لارو او داسی نورو ځایونو کې بیکاره او نا خوښي هرزه واښه وژنی.هرزه واښه وژونکي په څو ډوله طبقه بندي کيږي چې ځینی يي انتخابي (SELETIVE) او غیری انتخابي (NONE SELETIVE)،او همدارنګه بل ګروپ يي د بوټو د شنه کیدو څخه د مخه (PRE-EMERGENT) او د زرغونیدو څخه وروسته (POST EMERGENT)استعمالیږي.د هرزه واښه وژونکو د ډلی څخه یو هم اترازین(ETRAZINE) دی.چې په کرونده کې د نباتاتو د شنه کیدو څخه د مخه استعمالیږي.په انسانانو کې د زهریت یا مسمومیت نښی د نس درد،اسهال،قی،دسترګو او پوستکی خارښت او داسی نوری عامی نښی ښودل کیږي.همدارنګه پاراکویټ(PARAQUAT) یو انتخابی هرزه بوټو وژونکی دی چې په کرونده کې د نباتاتو د شنه کیدلو څخه وروسته په پراخه توګه استعمالیږي.دغه افت وژونکی د تنفس د لاری،هاضمي سیستم او پوستکی له لاری بدن ته داخلیږي چې ورسره د پوستکي د سوځولو او همدارنګه د ارثي ناڅاپي بدلونونو او ښايي د سرطاني ناروغیو سبب شي د دي تر څنګ قلوي فاسفیټ (GLY PHOSPHATE) افت وژونکی د نباتاتو د شنه کیدو وروسته استعمالیږي چې غیری انتخابی هرزه واښه وژونکی دی دا کیمیاوي مواد په منځنۍ کچه زهري ځانګړنه لري.د سترګو،پوستکی او د ستونی د خارښت سبب کیدلی شي.ډای کلورو فینوکسی استیک اسید (2,4D)یو انتخابی هرزه واښه وژونکی دی.دا کیمیاوي مواد د خولی له لاری په کمه اندازه او د سترګو له لاری په زیاته اندازه زهری حاسیت لري.د زیاتی دوا شیندنی په صورت کې د ټوخي،پرکالتوب او د موقت وخت لپاره د عضلاتو د ارتباط د نقصان سبب ګرځي.فین ډای میتالین (PENDIMETHALIN)یو انتخابي هرزه واښه وژونکی ده چې د پوستکی،تنفس او هاضمي سیستم له لاری په کمه اندازه زهري ګڼل کیږي.د ستونی،پوزی،خولی او سږو د حساسیت سبب ګرځي.

فنګس وژونکي: سمول

دا ډول کیمیاوي مواد د فنګسونو د مخنیوي او وژنی د مخنیوي لپاره استعمالیږي.فنګس وژونکی په کروندو،باغونو،ګلانو،وښو،سبو،د تخمونو او میوو د ساتنی لپاره کارول کیږي. د انسان په روغتیا باندی فنګس وژونکی ګڼی ستونزی رامنځته کوي چې ځینی يي د پوزی ،پوستکي او ستوني خارښت،سر درد،خواګرځیدل،قی،بی هوشي منځته راوړي.کوم تخمونه چې د فنګس وژونکو د ځینو ډولونو سره لکه AGROSAN،FEBRAM،THIRAM او نورو سره ککړ شوي وي.د کرلو څخه وروسته مرغان نوموړي تخمونه خوري چې د هغوی د مسموم کیدو سبب ګرځي.یادونه کیږي چې هغه کرنیز تخمونه په ځانګړي توګه د سبو،میوو او غلو دانو تخمونه چې د فنګس وژونکو سره معامله شوي وي باید له خوراک څخه يي ډډه وشي.

کرپوونکي(rodenticides): سمول

دا هغه کیمیاوي مواد دي چې د مږو،مږکانو،سویانو او داسی نورو ژونکو یا کرپونکو حیواناتو د لمنځه وړلو لپاره په کروندو،کورونو،زیرمه تونونو،دفترونو کې استعمالیږي.یا د حیواناتو په هغه ځایونو کې پیداکیږي چې خوراکي سرچینی ته په اسانۍ سره لاس رسی ولري.د نوموړو حیواناتو د وژلو لپاره په خوراکي توکو کې د طعمی په توګه زهرجن کیمیاوي مواد ایښودل کیږي او په خوړلو سره يي وژل کیږي.کله چې لاش خوړونکي او ښکاري مرغان دا وژل شوي حیوانات وخوري نو زهرجن مواد يي د مرغانو وجود ته داخلیږي او مسمومیږي.که چیری د دی موادو څخه په احتیاط سره کار وانه اخیستل شي د څارویو،سپیو،چرګانو،پیشوګانو او انسانانو د مسموم کیدو باعث ګرځي.د کرپ ژونکو مهم کیمیاوي مواد د (zinc phosphide) څخه عبارت دی.که چیری افت وژونکې مواد په ناسم ډول استعمال شي انسان د لاندی ستوزو سره مخامخ کوي. ۱ – د سر درد او د سر ګرځیدل. ۲ – ستومانه کیدل(ستړیا را منځته کیږي). ۳ – د پوستکي سوځیدل. ۴ – د سترګو،پوزی او ستونی خارښت. ۵ – اسهال پیداکیدل. ۶ – د ډیری خولې راتلل،بی اشتهايي پیداکیدل. ۷ – بی هوشي او په پایله کې د شدید مسمومیت له امله مړینه را منځته کیږي.

د DDT کشف او د هغه اغیزی سمول

په ۱۹۵۰ م کال کې د ملاریا ناروغي په barno کې د غوماشو په واسطه منځته راغله او نوموړی ناروغۍ په دی ساحه کې زیاتوالی وموند.د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د دی افت د مخنیوي لپاره د DDT پوډر توسعه او استعمال کړه.د DDT د استعمال په نتیجه کې زیات غوماشي له منځه لاړل ولی په مکمل ډول يي غوماشي ختم نه کړل.که ښکار شوي خاوری کې د DDT اغیزی شتون ولري نو حمله کوونکې خاوری هم د DDT تر اغیزی لاندی راتللی شي.همدا راز DDT د انسانانو په عصبي سیستم باندی هم منفي اغیزی کوي.

د DDT اغیزی په ماهیانو سمول

د DDT د استعمال په اساس ماهیان د زیاتو مشکلاتو سره مخ دي.موږ دا په ډاګه ویلای شو چې دا مشکلات د DDT په واسطه منځته راغلی.واړه ماهیان نسبت غټو ته ډیر حساس دي د اوبو د حرارت د درجی د زیاتوالی له امله د DDT زهریت کې کموالی راځي.

د DDT اغیزی په مرغانو سمول

DDT په مرغانو باندی د اثر له پلوه ډیر مشهور دي څیړنو ښودلی ده چې DDT د مرغانو د هګیو د پوستکي د نازکوالي باعث ګرځي.

د DDT اغیزی په انسانانو سمول

په ۱۹۵۰ کال کې د DDT استعمال ډیر زیات شو،د دی استعمال په دی وجه زیات وه چې انسانان د DDT په ضررونو نه پوهیدل.DDT د انسان د جلد له لاری د انسان بدن ته په اسانۍ نه شي داخلیدلی ولی د نورو لارو لکه غذايي زنځیر (food chain) او بدني سوریو په اساس کیدای شي په اسانۍ سره داخل شي.د DDT په اړوند دا واضحه شوه چې د انسانانو په بدن کې یوه اندازه د بافي پاتی کیدو ضرفیت لري.د DDT استعمال دagriculture, live stock په برخه کې زیات وه.په ۱۹۶۰ کال کې په دی غور وه شو چې د DDT استعمال په انسان باندی بدی اغیزی لري.د ۱۹۶۸ کال څیړنو ښودلی چې په اوسط ډول هر امریکايي وګړی دورځی(۰،۰۲۵ ) ملی ګرامه د DDT پوډر استعمالول.کله چې DDT د انسان بدن ته داخل شي نو داخل DDT د تایراید غدو،ځیګر او ګوردو کې زخیره کیږي.دDDT غلظت عمومآ د انسانانو د ښځینه جنس په شیدو کې زیات وي.دا چې په لومړي مراحلو کې ماشوم ته د شیدو ورکړه ډیره مفیده ده چې له همدی لاری ماشومانو ته میلان کوي.دDDT برداش د انسان په وجود کې د نوموړي انسان د وزن پوری اړه لري که چیری mgr/kg ۲۳۶ ته دDDT اندازه ورسیږي انسان د مرګ د خطر سره مخامخ کیږي.همدا شان که چیری دDDT اندازه mgr/kg۱۰ـ۶ وي د هغه په نتیجه کې د سر درد،کانګی اود ګنګس کیدلو نښی نښانی ښايي.دDDT د استعمال په اساس د ښځینه جنس د سینی د کنسر لامل کیدای شي.

د آفت وژونکو په وسیله ککړتیا سمول

د خاوری،هوا او اوبو په کیمیاوي،فزیکی او بیولوژیکي حالت کې غیر مساعد بدلون ته ککړتیا ویل کیږي.د ککړتیا له عواملو څخه یو هم د افت وژونکو په وسیله د هوا ککړیدل دي.کله چې افت وژونکي استعمالیږي ټوله برخه يي نباتات یا حشرات او یا داسی نور ژوندی موجودات نه جذبوي بلکه د مختلفو لارو څخه نوموړي کیمیاوي مواد په مصرف رسیږي.ځینی کیمیاوي مواد د استعمال څخه وروسته یا د استعمال په اوږدو کې چاپیریال ته ګواښ پیښولی شي چې ورسره لاندی ککړتیا رامنځته کیږي.

دافت وژونکو استعمال سره ککړتیا سمول

د هوا ککړتیا(air pollution). سمول

د افت وژونکو ذرات په هوا کې نفوس کوي چې بیا دبادونو او بارانونو په وسیله لیږدول کیږي چې وروسته بیا په خاوره او نبات باندی پریوځي چې په پایله کې خاوره او نبات د انسان او حیوان په وسیله لیږد مومي او د بیلابیلو ناروغیو لامل ګرځي.کله چې د پمپ څخه افت وژونکي بهر ته په شدت سره راوځي نو په هوا کې یوه لړه او ګرد چوړوي،که چیری دا لړه د باد سره مل شي نو کیدلی شي چې نږدی رسیدلي نباتات ملوث کوي او یا هم ځینی حساس نباتاتو ته ضرر رسوي.یادونه کیږي چې د دوا شیندنی لړه انسانانو ،حیواناتو او ګرده شیندونکو حشراتو ته تاوان رسوي.


د خاوری ککړتیا(soil pollution): سمول

کله چجې د افت وژونکو په وسیله خاوره ککړه شي نو د نبات په وده باندی ناوړه اغیزی کوي.د افت وژونکو په وسیله د خاوری د ککړوالي یوه ځانګړنه دا ده چې خوراکې زنځیر ته داخلیږي او پاتی شوي کیمیاوي مرکبات هلته راټولیږي،په تیره بیا DDT په شان مرکبونه په بدن کې زیرمه کیږي.د خاوری د زراتو سره د افت وژونکو یو ځای کیدنه د خاوری په ډول،د رطوبت په اندازی،دخاوری په تعامل،د خاوری په ذراتو او د افت وژونکو په ډول پوری اړه لري.کلې(clay) خاوری په لوړ غلظت سره زیاتره کیمیاوي مواد او د خاوری غذايي عناصر په ځان کې ساتلی شي(لاکن شګلنی خاوری(sandy soil) په کمه اندازه سره دغه مواد په ځان کې ساتي او د وینځلو (leaching) د لاری ضایع کیږي.کله چې افت وژونکي په شګلنو خاورو کې واچږل شي نو د اوبه خور په وسیله د ځمکی لاندی برخی ته رسیږي او د ځمکی لاندی اویه ککړوي.د خاوری عضوي مواد هم په زیاته اندازه افت وژونکي جذبوي. یوی څیړنی ښودلی ده تر شلو کلونو پوری د افت وژونکو اغیزی تر ٪۴۰ پوری په خاوره کې پاتی کیږي. په خاوره کې د ثبات او پاتی کیدو له مخی افت وژونکي په لاندی څلورو ډولونو ویشل شوي دي. ۱ - ډیر باثباته افت وژونکي:دا هغه افت وژونکی دي په خاوره کې يي د دوو کلونو څخه تر ډیره وخته پوری په خاوره کې اغیزی پاتی کیږي.لکه:DDT او سیماب ۲ –با ثباته افت وژونکي:دا هغه افت وژونکی دی چې د تجزي وخت يي د شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو پوری وخت ته اړتیا لري.لکه:سیمازین ۳ –منځنی با ثباته افت وژونکي:دا هغه افت وژونکي دي چې د تجزيي وخت يي د یو څخه تر شپږو میاشتو پوری وخت غواړي. ۴ –لږ باثباته افت وژونکي:هغه افت وژونکي دي چې د یوی میاشتی څخه په لږ وخت کې تجزیه او اغیزی يي له منځه ځي.cyper methrin

د اوبو ککړتیا (water pollution): سمول

د اوبو په فزیکی،کیمیاوي او بیو لوژیکي حالت کې غیر مساعد بدلون ته د اوبو ککړتیا ویل کیږي.اوبه د افت وژونکو د لیږدیدو بنسټیزه وسیله ده چې د استعمال څخه وروسته دا کیمیاوي مواد د ځمکی سطحی او لاندی اوبو ته لاره پیدا کوي چې ورسره اوبه ککړیږي.د بهیدونکو اوبو په واسطه د افت وژونکو انتقال د ځمکی په توپوګرافۍ،د خاوری په زراتو،د رطوبت په اندازی،د اورښت په مقدار او افت وژونکو په ډول پوری اړه لري.افت وژونکي د بهیدونکو یا روانو اوبو په وسیله په اسانۍ له یوه ځای څخه بل ځای ته وړل کیږي.د روانو اوبو په واسطه د افت وژونکو وړل د ویالو،سیندونو،ډنډونو او ډیمونو د ناولي کیدو سبب ګرځي.په سطحي اوبو کې د افت وژونکو پاتی شونی،نباتات او حیواناتو ته ضرر رسوي (څاګانی او چینې) ککړوي.د افت وژونکو ضایعات هغه وخت زیات لیدل کیږي چې لږ وړاندې دوا شیندنه تر سره شوی وي او وروسته باران پری وشي.د هوا پیژندنې اداری وړاندوینه د نوموړو ضایعاتو په مخنیوي کې مهم رول لري.که چیری د باران اټکل شوی وي نو دوا شیندنه باید و ځنډول شي.د کروندی مناسبه یوې(قلبه کول)،د کروندی مضبوتی پولی،بندونه د روانو اوبو په مخنیوي کې رغنده رول لري او تر یو حده پوری د افت وژونکو په لری کیدلو کې لږوالی راولي.پاتی دی نه وي چې د افت وژونکو ګردله د روانو اوبو او ډنډونو د ناولې کیدو تر څنګ اوبه ایزو نباتاتو او حیواناتو ته هم ضرر رسوي.


د افت وژونکو په واسطه د کروندی د محصولاتو ککړتیا سمول

هغه افت وژونکي چې د کروندی په محصولاتو باندی شیندل کیږي اغیزی او پاتی شونی يي د محصولاتو په انساجو او یا هم په بهرني پوښ باندی د ریبلو(حاصل ټولولو)څخه وروسته پاتی کیږي.دغه پاتی شونی د غذايي زنځیر له لاری د انسانانو او حیواناتو په بدن کې سره ټولیږي.کله چې افت وېونکي په نباتاتو باندی وشیندل شي نو یوه برخه يي نباتات جذبوي او ژر نه تجزیه کیږي او تر یوي مودی پوری په نباتی حجرو او یا د محصول په مخ باندی پاتی کیږي چې په خوړلو سره يي بدن ته لاره پیداکوي.کله چې په تنباکو باندی ارسینک لرونکي افت وژونکي استعمال شي نو یوه برخه يي د تنباکو په پاڼو کې پاتی کیږي،څوک چې سګرټ څکوي نو یو اندازه ارسینک هوا ته ازادوي چې په خپله د سګرټ څښونکي او هغه څوک چې په سګرټ ککړه هوا تنفس کوي یو ډول ضرر ورته رسیږي چې په پایله کې د سږو سرطان پیدا کوي.که چیری په خوراک او څښونکو موادو کې ارسینک بدن ته لاره پیدا کړي نو د ینې او يښتورګو د سرطان سبب هم ګرځي.په همدی توګه هغه څوک چې د ورځی شل سګرټه څکوي نو یو مایکرو ګرام کدمیم هم تنفس کوي چې نیمايي يي په بدن کې پاتی کیږي او پاتی برخه يي اتموسفیر ته ازادیږي.د کدمیم څخه د سرطان ناروغي هم پیداکیږي او د انساني ټولنی د بد بختۍ سبب ګرځي.

د افت وژونکو ناوړه اغیزې سمول

افت وژونکي د مختلفو لارو(اوبو،هوا او یا غذايي زنځیر) له لاری د انسان یا یو ژوندي حیوان وجود ته لاره پیدا کوي چې په بدن کې یو لړ تغیرات او بدلونونه منځته راځي.ځیني وخت دغه تغیرات د بدن دفاعي سیسټم له لاری له منځه ځي او یا ځیني وخت دغه سیسټم نه شي کولای چې د دغه تغیراتو مخه ونیسي.افت وژونکي په پوستکي،زړه،د وینی تونلونه،سږی،معده،کولمی،عضلات،هډوکي،مثانه او پښتورګي تر خپل اغیزی لاندی راولي.برسیره په پورته سیسټمونو په عصبي سیسټم،پینځه ګونو حسونو،دفاعي سیسټم باندی خپل پراخه اغیزی شیندي.همدارنګه د اندوکراین غدی،تکثري سیسټم او داسی نور غړي ورڅخه خوندي نه شي پاتی کیدلی.کوم وخت چې کیمیاوي مواد یو غړی تر خپل نفوس لاندی راولي،په غیری مستقیم ډول په نورو غړو باندی هم اغیز ښايي او بالاخره زیاتره سیسټمونه هم اغیزمن کیږي.هر کال په پرمختیايي هیوادونو کې لسزره کسان د افت وژونکو څخه مري او نور د ۲ـ۱،۲ میلونو کسانو پوری د نوموړو کیمیاوي موادو څخه مسموم کیږي.دافت وژونکو ناوړه تاثیرات په انسانانو او حیواناتو کې په لاندی ډول دي.

۱ – مړینه(mortality): سمول

د زهرو وروستنی اغیز مړینه ده.کوم وخت چې د بدن د مهمو غړو دندی وځنډیږي او یا يي مخنیوی وشي مړینه رامنځته کیږي.کله چې زهری مواد پوستکی،سږو اویا دخولی له لاری د حیوان او انسان بدن ته لاره پیدا کړي او د وینی د جریان په وسیله ټول بدن ته ورسول شي نو په ټول بد باندی پراخ اغیز لري.د دغو ناوړه اغیزو له امله چې د کیمیاوي موادو څخه په بدن کې منځته راځي حیوان/انسان خپل مقاومت له لاسه ورکوي او مړینی سره يي مخامخ کوي.

۲– خارښت (irritation): سمول

کله چې افت وژونکی د پوستکي او سترګو سره په تماس کې شي نو د نومړو غړو حجرات د تخریب سره مخامخ کیږي،د پوستکي د سوروالي،پړسوب او سوې سبب ګرځي.له سترګو اوښکی بهیږي،سری کیږي او سترګی سوځي.کوم خلک چې افت وژونکي استعمالوي نو د افت وژونکو د استعمال په لارښوونه باندی باید عمل وکړي.کله چې په بدن د خارښت نښي ولیدل شي نو غوره بلل کیږي چې روغتون یا کلینک ته یوړل شي تر څو چې په وخت سره يي درملنه وشي.

۳ – د پوستکي حساسیت: سمول

کله چې افت وژونکي د مختلفو لارو څخه د حیوان/انسان بدن ته داخل شي نو بدن د نوموړو موادو په وړاندی حساسیت ښايي.د پوستکي په مخ وړی دانی،ګرمکی(rash)خیژي او ځینی وخت په پوستکي تور او سره داغونه هم لیدل کیږي.

۴ – د جین ناڅاپي بدلون(mutagenicity): سمول

د یو حجری د ارثی موادو بدلون ته د جین ناڅاپي بدلون ویل کیږي او په دوه ډوله دی چې یو يي د جن تناسخ(gene mutation) دی چې د DNA ارثي کود کې تغیر راوړي او بل يي د ساختمان تناسخ(structure mutation) دی چې د کروموزوم د جوړښت د ویجاړتوب سبب ګرځي.کوم مواد چې د کروموزومونو د انحراف سبب ګرځي او د هغوی په فزیکي جوړښت او یا د کروموزومونو په شمیر کې ګډوډی راولي او کروموزومونه ټوټه کیږي یا بی جوړی کیږي او هم حجروي ویش د ناکامۍ سره مخامخ کیږي.


د افت وژونکو اعلاج په محلي طریقو سره سمول

افت وژونکي د مختلفو لارو څخه په انسان باندی اغیزه کوي او د ډیرو مشکلاتو باعث ګرځي لکه د خولی،پوځی او د پوستکي له لاری د انسان بدن ته داخلیږي که چیری دوايي يي د خولی له لاری خوړلي وي نو په دی سورت کې باید مریض ته لاندی سهولیت برابر شي. ۱ – کوم ځای کې چې دوايي استعمال کړي وي باید هغه ځای نه لری یوړل شي. ۲ – د دی لپاره باید لومړی په یو ګیلاس ایشیدلو اوبو کې دوه کاشوغی مالګه واچول شي او مریض ته ورکول شي نو مریض به کانګی وکړي او هغه څه چې يي څښلي وي ټول به استفراق کړي که چیری دوايي د خاورو له تیلو سره ګډه شوی وي او څښلي يي وي نو بیا پری استفراق مه کوۍ نو مریض ته لومړی هګۍ د شیدو سره یو ځای ورکړۍ او بیا ورته د لږی اوبه ورکړۍ که چیری ډاکتر موجود نه وي او د مریض حالت ښه نه وي نو بیا ورته (charcoal) یعنی د لاټین تورکی ورکړل شي که چیری سړی بی هوشه شو نو بیا يي ډاکټر ته ورسوۍ که چیری دوايي يي د بدن سره په تماس کې شوي وي نو سمدستي ترجامی باید وویستل شي بیا به يي په صفا اوبو د صابون سره یو ځای و وینځي بیا به يي په څادر کې تاو کړي ښه ګرم به يي وساتي که چیرته دوايي سترکوته تللی وي هغه به مسلسل تر لسو دقیقو پوری ووینځي او مریض به سترګی نه بندوي تر څو زهري اثر يي له منځه لاړ شي که چیرته سړی بی هوشه شو نو سمدستي دي ډاکټر ته ویوړل شي. د افت وژونکو د ناوړه کارولو له امله ستونزی او مخنیوې که چیری افت وژونکي په ناسم او اغیزمن ډول استعمال شي د انساني او حیوانی زیانونو ترڅنګ ګڼ نور زیانونه هم رامنځته کیږي.ځیني ګټوری حشری وژني،د بیلګی په توګه د ټولو حشراتو له ډلی څخه ٪۷ ګټور حشرات،٪۹۰ بی ګټی او ٪۳ زیان رسونکي حشرات دي چې د زیان رسونکو حشراتو د مخنیوي لپاره ډیر شمیر ګټور حشرات هم له منځه وړل کیږي.همدارنګه که چیری په ناسم ډول استعمال نه شي نو په غذاي زنځیر ګې دننه کیږي او له یو څخه بل ته انتقالیږي.یادونه کیږي چې حشرات د افت وژونکو په وړاندی مقاومت پیداکوي چې په اسانۍ سره يي مخه نه شی نیول کیدلی.په مرغانو کې د هګۍ اچول ځنډوي او هم ورسره د هګیو پوستکی نازکوي چې بچي نه شي زیږولی یو هم همدا علت دی چې د نړۍ په مرغانو کې کمښت لیدل کیږي.څرنګه چې افت وژونکي د ځمکی لاندی او سطحي اوبو ته هم سرایت کوي چې ورسره ژوي او بوټي له منځه ځي.د دي تر څنګ د اتموسفیر د ککړتیا باعث ګرځي خاوره او اوبه هم ککړیږي.نه یواځی دا چې د افت وژونکو څخه ناوړه اغیزی را منځته کیږي،بلکی د هغوی د خالي قطیو،بوریو،پلاستیکي کڅوړو او بوتلونو له مخی هم ستونزی را منځته کیږي.د دی لپاره چې چاپیریال او خلک د افت وژونکو د ناوړه اغیزو څخه خوندي شي تش بوتلونه،کارتنونه،بورۍ او قطۍ په ډیر احتیاط سره باید خلاص او د کیمیاوي موادو د استفادی څخه وروسته د دوباره استعمال څخه مخنیوي وکړي.ډیر ځلی کورنۍ او ماشومان د دی لوښو له امله د ډیرو پیښو سره مخامخ کیږي.د افت وژونکو لوښي هیڅ کله په مکمل ډول سره نه پاکیږي نو د اوبو او خوراکي شیانو په منظور باید ونه کارول شي.د افت وژونکو تش لوښي باید په یو وچ ځای کې خښ شي تر څو چې د ځمکی لاندی اوبه پری ککړی نه شي.

د افت وژونکو د استعمال په هکله لازمې لارښوونې سمول

د افت وژونکو د استعمال په هکله لاندی سپارښتنی اړینی بلل کیږي. ۱ – د افت وژونکو په زیرمتون کې باید ټول کارکوونکي په مسلسله توګه کار ونه کړي.بلکی په دوه ګروپونو وویشل شي. د کار په وخت کې یو بل ته ادلون بدلون ورکړي او د یوه ساعت څخه زیات هیڅ څوک هم باید په زیرمتون کې پاتی نه شي. ۲ – د زیرمتون ټولی کړکۍ او دروازی باید نیم ساعت د ننوتلو وړاندی خلاصې شي تر څو چې ککړه هوا بهر او تازه هوا دننه خوا ته راشي. ۳ – کوم موټر چې افت وژونکي انتقالوي باید د افت وژونکو سره یو ځای په موټر کې سفر ونه کړي ځکه چې نوموړي کیمیاوي مواد وژونکی اغیزی لري. ۴ – که څوک په لاس،پښه او یا د بدن په نورو برخو باندی زخم ولري نو هیڅ کله باید افت وژونکو ته لاس ور نه وړي ځکه چې د زخم له لاری په اسانۍ سره وینی ته ځان رسولی شي. ۵ – هیڅ څوک باید په لوږه خیټه کار ونه کړي او نه باید دافت وژونکو په موجودیت کې خوراک وکړي.د ځان مینځلو او جامو د بدلولو څخه وروسته هر شی خوړلی شي.خوراکي شیان باید له افت وژونکو څخه لری وساتل شي. ۶ – حفاظتي جامې،لوښي،ډبي او د تخمونو خالي بورۍ د افت وژونکو سره نږدی باید ځای بر ځای نه شي. ۷ – افت وژونکي په اصلي لوښو،بیلرونو،ډبیو او بوریو کې باید ځای پر ځای شي چې معلوماتي کاغذونه پری نصب وي.په نوموړو کاغذونو کې د یو افت وژونکي ټول خصوصیات،لاښوونی او داسی نور د اړتیا وړ مواد پری لیکل شوي وي. ۸ – که چیری کومه کڅوړه خلاصه شوی وي او یا پری شوي وي او یا هم کوم بوتل مات شوی وي او یا سوری شوی وي نو په بیړه باید په محفوظ ډول له زیرمتون څخه وویستل شي او په یو داسی ځای کې خوندي شي چي په چاپیریال کې د انتشارسبب جوړ نه شي. ۹ – کیمیاوي مواد باید هیڅ کله هم سر خلاص پاتی نه شي،د افت وژونکو لوښو ته پوښونه او سرونه باید ښه کلک وروستل شي،تر څو ښه ساتنه او مر اقبت تری وشي.د نوموړو موادو په ناسم خونديتوب کي ډیر خطرونه منځته راتللی شي. ۱۰ – که چیری کیمیاوي مواد توۍ شي نو ډیر ژر باید د اری بور او یا هم د شګو په وسیله ایسار کړای شي. ۱۱ – ټول افت وژونکي باید یو فټ د ځمکی څخه پورته په خښتو او یا هم د لرګي په تختو کیښودل شي تر څو په نوموړو کیمیاوي موادو باندی نم او رطوبت اغیزه ونکړي. ۱۲ – زیرمتون د انسانانو او حیواناتو د اوسیدو د ځایونو څخه لری جوړ شي.د زیرمتون په امنیت کې باید د پوره دقت څخه کار واخیستل شي چې غیر مسول کسان او ماشومان ورته لارسی ونه لري. ۱۳ – افت وژونکي باید د اصلي لوښو څخه استعمال شي که کوم شک رامنځته کیږي نو د استعمال څخه باید ډډه وشي. ۱۴ – د افت وژونکو لوښي او یا هم کڅوړی د خولی په واسطه خلاص نه شي ځکه دا د مسمویت سبب کرځي. ۱۵ – هیڅ کله هم افت وژونکي په خلاص لوښي کې د یو ځای څخه بل ځای ته مه انتقالوۍ ځکه چې په لاره کې ډیر خطرونه پيښولی شي. ۱۶ – ټول غیری مسول خلک د هغی ساحی څخه لری وساتۍ چې کله په هغه ساحه کې افت وژونکي استعمالوۍ. ۱۷ – کوښښ باید وشي چې افت وژونکي په صحيح وخت او په درست مقدار سره استعمال کړل شي. ۱۸ – که چیری د دوا شیندلو د ماشین نل بند شوی وي د پوکي ورکولو په واسطه يي د خلاسولو کوښښ مه کوۍ.په خلاصولو کې له ستنی او یا هم له سیم څخه کټه پورته کړۍ. ۱۹ – د باد په وړاندی دوا شیندنه مه کوۍ ځکه تاسی د دوا شیندنی په لړۍ کي را ایساروي او زیات نقصان درته رسیږي. ۲۰ - د وا شیندل سهر وختي او مازیګرپه وخت کې تر سره شي.هیڅ کله د غرمی او ماسپښين په وخت کې دوا شیندنه مه کوۍ ځکه چې د زیاتی ګرمۍ له امله رطوبت ډیر ژر په بړاس بدل شي او هم زیاته ګرمي د دوا شیندنی موثریت هم کموي. ۲۱ - د وا شیندنی پر مهال دوه کسان ضروري دي ځکه د حادثی په دوران کې د یو بل سره مرسته کولی شي. ۲۲ - د دوا شیندنی څخه مخکی شیدی،مستی او نور لبنیات زیات وخورۍ ځکه نوموړي خوراکي توکي د دواشیندنی په مقابل کې تاسو ته مقاومت درکوي. ۲۳ - د اورښت په وخت کې دوا شیندنه مه کوۍ ځکه نوموړي مواد له ځانه وینځي،د دواشیندنی اغیزمنوالی کموي،د اوبو او خاوری د ککړیدو سبب کیږي. ۲۴ - د درملو استعمال باید د فني اشخاصو د مشوری سرهع سم تر سره شي. ۲۵ - د حاصل ټولولو په وخت کې باید خوراک ونه شي،میوي او سابه باید د خوراک څخه مخکی و وینځل شي.




سرچینې سمول

۱ –سعادت،محمد اسمعیل.(کال) ۱۳۹۷.د ژوند چاپیریال ساتنه. ۲ – عزیزي،محمد اکرام.(کال)۱۳۹۷.د ځنګلي ونو افات او امراض لکچرنوټ.لغمان پوهنتون. ۳ – هاشمي،محمد حنیف.(کال) ۱۳۹۵.د خاوری تخریب او د چاپیریال ککړتیا.