په چاپېریال باندې د غوښې د تولید اغېز

په چاپېریال باندې د غوښې د تولید اغېز د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په لوړه کچه د کرنیزو دودونو د توپیر له کبله متفاوت دی. دا ثابته شوې ده چې ټولې کرنیزې چارې په چاپېریال باندې خپلې بېلابېلې اغېزې اچوي. ځینې هغه چاپېریالي اغېزې چې د غوښې له تولید سره تړلې دي، له ککړتیا، د فوسیلي سوَن توکو په کارولو سره د شین کوریز ګاز د خپراوي، د حیواناتو په واسطه د میتان ګاز، په اوبو ورګډېدونکي کثافات او د اوبو او ځمکې له مصرفولو څخه عبارت دي. غوښه د بېلابېلو مېتودونو له لارې تر لاسه کېږي، چې عضوي باغداري، په ازاده کچه کرنه او پ صنعتي مالداري (لکه د چرګانو او غوایانو فارمونه)، معیشتي کرنه، ښکار او کب نیونه پکې شامل دي.

غوښه د استوګنې د تنوع د له منځته تللو د بحران یو له اصلي عواملو څخه شمېرل کېږي. د د ۲۰۱۹ز کال د ارزونې راپور دا موندلې ده چې صنعتي کرنه او له حد نه زیاته کب نیونه د انقراض یواځیني عوامل دي، چې په څنګ کې یې د غوښې او لبنیاتو صنایع هم یوه اساسي اغېزه لري. د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت د موسسې (FAO) د ۲۰۰۶ز کال د مالدارۍ په اوږده سیوري نومي راپور کې داسې څرګنده کړې ده چې "د مالدارۍ سکتور په زیات شمېر اېکوسېستمونو باندې او په ټوله کې زموژ په سیاره باندې په لویه پیمانه فشار اچوونکی دی. په نړیواله کچه یاد سکتور د شین کوریزو ګازونو (GHG) سرچینه او د استوګنې د تنوع د له منځه تللو یو له مخکښو سببي عواملو څخه شمېرل کېږي او په پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو کې ښایي د اوبو د ککړتیا له اصلي سرچینو څخه وي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

څړځایونه له کنګل څخه د خلاصې ځمکنۍ سطحې ۲۶ سلنه جوړوي، او د حیواناتو د خوراکي محصولاتو تولید د ټولې کرنې وړ ځمکې یو پر دریمه برخه یا د کرنې لپاره د کارېدونکې ځمکې ۷۵ سلنه کاروي. د خوړو نړیوال سېستم د نړۍ په کچه له طبیعت سره د بشر د اړیکې سره په تړاو د شین کوریزو ګازونو  د خپراوي (GHG emissions)د یو پر دریمې برخې عامل ګڼل کېږي، په کوم کې چې د غوښې رول نږدې ٪۶۰ ګڼل کېږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د سرچینو، لکه د ځمکې لپاره د انسانانو د مصرف او حیواناتو د مصرف په موخه د کرل کېدونکو حبوباتو تر منځ ښایي سیالۍ موجودې وي، په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه د ځمکې ویجاړول هم د خوړو په امنیت باندې اغېزې لري. د غوښې، په ځانګړې توګه د غوایي د غوښې تولید په استوایي سیمو کې د ځنګلونو د له منځه تللو عمده عامل دی، چې له دې جملې څخه د ٪۸۰ په شاوخوا کې ټوله بدله شوې ځمکه د رمو په بڼه د مالدارۍ هغه وه او له ۱۹۷۰ز کال څخه د امازون د ځمکو ٪۹۱ د رمو په توګه د پالنې لپاره بدله شوې وه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د غوښې د تولید په اړه نورې اندېښنې  د روغتیا یي اغېزو اړوند اندېښنې شاملوي کومې چې زیاتره وختونه له چاپېریالي اغېزو سره تړلې وي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د دغو اغېزو یوه برخه د مالدارۍ سکتور له غوښې پرته نورو اجزاوو ته لکه وړیو، هګیو او د لبنیاتو تولید او همداراز هغو حیواناتو ته چې د کرنې لپاره کارول کېږي، ځانګړې شوې ده. د حیواناتو له ځواک څخه د کرهڼې لپاره د نړۍ د زراعتي ټولې ځمکې د نیمې په اندازې لپاره د کار اخیستل اټکل شوي دي. [۲۸]

د څو بېلابېلو مطالعاتو له مخې موندل شوې ده چې اوس د غوښې په مصرف کې ډېروالی د انسانانو د نفوس له ودې او د وګړي پر سر عاید یا جي ډي پي (GDP) سره تړلی دی. که دا وضعیت تغیر ونه مومي، نو دا به د کاربن د زیات خپرېدو او د استوګنې د تنوع د لا زیات له منځه تلو لامل شي. د اقلیم د بدلون بین الدولتي کمېټې (IPCC) د خپل ۲۰۱۹ز کال د ځانګړي راپور په لنډیز او همدارنګه په نورو راپورونو کې ټینګار کړی دی چې د اقلیم په بدلون کې د کمښت راوستلو او د هغه له اړینو شرایطو سره د سموالي راوستلو په پار د نباتاتو پر بنسټ غذایي رژیمونو ته اړتیا ده.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د مصرف او تولید میلان سمول

د غوښې لپاره په تقاضا کې تغییرات ښایي د غوښې د تولید چاپېریالي اغېز ته د تولید کېدونکې غوښې د مقدار سره سم تغییر ورکړي. له ۲۰۰۰ز کال څخه تر ۲۰۵۰ز کال پورې د نړۍ په کچه د غوښې د مصرف د دوه چنده کېدو اټکل شوی دی، چې تر ډېره د نړۍ د نفوس له زیاتېدو سره، همدارنګه تر یوې کچې پورې د وګړي پر سر د غوښې د مخ پر زیاتېدونکي مصرف سره تړلی دی (چې د وګړي پر سر د غوښې زیاتېدونکی مصرف په مخ پر ودې هېوادونو کې واقع کېږي). د نړۍ په کچه د چرګانو د غوښې تولید او مصرف په دې وروستیو کې په کال کې له ٪۵ څخه زیاته وده کوي.[۳۳]

د غوښې مصرف معمولاً هغه وخت ډېرېږي چې خلک او هېوادونه د شتمنۍ په لور روان وي. د وګړي پر سر د غوښې د مصرف او د وګړي پر سر د ناخالص ملي محصول (GDP) تر منځ یوه منل شوې پیاوړې اړیکه موجوه ده. د ډېو رووز له لوري په لیکل شوې یوې مقالې کې یادونه شوې ده چې "په صنعتي شويو لوېدیځو هېوادونو کې د وګړي پر سر د غوښې د کلني مصرف اوسط ۲۲۰ پونډه دی، حال دا چې د افریقا لویې وچې په تر ټولو بېوزلو هېوادونو کې د وګړي پر سر د غوښې د کلني مصرف اوسط له ۲۲ پونډه څخه لږ دی." د مالدارۍ په سکتور کې اړوند میلانونه (ګرافونه) سره توپیر لري. د بېلګې په توګه، په دې وروستیو کې د نړۍ په کچه د سړي پر سر د خنزیر د غوښې مصرف ډېروالی موندلی دی ( تر ډېره په چین کې د ننه د نوموړي مصرف د لوړېدلو له کبله)، په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه د وګړي پر سر د شخوند وهونکو حیواناتو دغوښې مصرف مخ پر کمېدو دی.[۳۴][۳۵]

څرول او له ځمکې څخه ګټه اخیستنه سمول

له څرولو سره په پرتله، د پالنې اړوند مالدارۍ محصولات د رېبل کېدونکو وښو یا حیواني خوراکې  لویو مقدارونو ته اړتیا لري، د وښو (علوفې) دغه له حد نه زیات تولید خپله منفي اغېزې درلودلی شي. هغه غلې چې دا واښه تولیدوي، په خپل وار سره د ځمکې د پام وړ مساحتونو ته اړتیا لري.

د یو غوایي د یو پونډ وزن (د ژوندي غوایي وزن)  جګولو لپاره اووه پونډه خوراکې ته اړتیا ده، د خنزیر د وزن یو پونډ جګولو لپاره بیا له دریو پونډو څخه ډېرې خوراکې ته اړتیا ده او د چرګ د یو پونډ وزن لوړولو لپاره بیا له دوو پونډو څخه لږې خوراکې ( دانې) ته اړتیا ده. په دا ډول عمومیاتو کې د خوراک کیفیت په ضمني ډول په نظر کې نیول شوی دی. د بېلګې په توګه، د یو بوده خنزیر د ژوندي وزن یو پونډ لوړول له څلورو تر پنځو پونډو د لوړ پروتیني او د مېتابولېز کېدو وړ انرژۍ ترکیب لرونکې خوراکې ته یا د ۲۰ پونډو څخه ډېرې د ټیټ کیفیت لرونکې خوراکې ته اړتیا لري.[۳۶][۳۷]

د سویا یا غوړې لوبیا د دانې نږدې ۸۵ سلنه د غذا او نباتي غوړیو په موخه پروسس کېږي، چې په حقیقت کې نوموړې ټوله غذا د حیواناتو د خوراک په توګه کارول کېږي. په اټکلي ډول د سویا ٪۶ په مستقیمه توګه د انسانانو د غذا په توګه عمدتاً په اسیا کې کارول کېږي. د دې تر څنګ په متحده ایالاتو کې، ۱۲۷ میلیونه اکره حبوبات د حیواناتو د مصرف لپاره کرل کېږي، په داسې حال کې چې په پرتلیزه بڼه د انسانانو د مصرف لپار ۷۷.۳ میلیونه اکره حبوبات کرل کېږي.[۳۸][۳۹]

کله چې دانې یا حبوبات د خوراکې په توګه وکارول شي، د غوښې د تولید لپاره لږ خوراکې ته اړتیا ده، دا نه یواځې د مېتابولیز کېدو وړ هغې انرژۍ د زیاتوالي له کبله ده چې په دانو کې له لواړو خوراکونو څخه زیاته موجوده ده، بلکې همداراز د خالصې تر لاسه کېدونکې انرژۍ او د ذخیروي خالصې انرژۍ تر منځ له نسبت سره هم تړاو لري چېرې چې د مېتابولېز کېدو وړ انرژۍ زخیره زیاته ده.[۴۰]

په ازاد ډول د حیواناتو تولید د څرولو لپاره ځمکې ته اړتیا لري، کوم چې په ځینې ځایونو کې د ځمکې د کارونې د بدلون لامل شوی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت د موسسې (FAO) د موندنو پر بنسټ، "په څړځایونو کې د مالدارۍ له امله د مرکزي او سویلي امریکا په استوایي ګڼو ځنګل لرونکو سیمو کې د ځنګلونو له منځه تلل د ځینو بې سارو نباتاتو او حیواناتو د نوعو  د ورکېدو او همدارنګه په اتموسفیر کې د کاربن د خپرېدو یو له اصلي دلایلو څخه ګڼل کېږي"[۴۱]

د انسانانو د خوړو په واسطه د حیواناتو پالنه په صنعتي شوو هېوادونو کې د کرنې د مجموعي تولید نږدې ٪۴۰ جوړوي. څړځایونو له کنګل څخه د خلاصې د ګټې اخیستنې وړ ځمکې ٪۲۶ برخه اشغال کړې ده، او د حیواناتو د خوراک په توګه د حبوباتو تولید د کرل کېدو وړ ځمکې یو پر دریمه برخه کاروي. د متحده ایالاتو د ځمکې له یو پر دریمې برخې څخه زیاته ځمکه د څړځایونو لپاره کارول کېږي، چې په دې سره په متحده ایالاتو کې د ځمکې د کارولو تر ټولو لویه بڼه همدا څړ ځایونه جوړوي.[۴۲][۴۳]

د ځمکې د کیفیت راښکته کېدل، زیاتره وخت له حد نه د زیاتو څرولو سره تړاو لري، ځکه چې څرېدونکي حیوانات د ځمکې زیاته اندازه خوراکي توکي په داسې بڼه له خاورې څخه لرې کوي چې ځمکه د هغو د بیا رغونې لپاره چانس له لاسه ورکوي.[۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې سمول

  1. Morell, Virginia (2015). "Meat-eaters may speed worldwide species extinction, study warns". Science. doi:10.1126/science.aad1607. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Machovina, B.; Feeley, K. J.; Ripple, W. J. (2015). "Biodiversity conservation: The key is reducing meat consumption". Science of the Total Environment. 536: 419–431. Bibcode:2015ScTEn.536..419M. doi:10.1016/j.scitotenv.2015.07.022. PMID 26231772. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Williams, Mark; Zalasiewicz, Jan; Haff, P. K.; Schwägerl, Christian; Barnosky, Anthony D.; Ellis, Erle C. (2015). "The Anthropocene Biosphere". The Anthropocene Review. 2 (3): 196–219. doi:10.1177/2053019615591020. S2CID 7771527. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 5 October 2017 باندې). Vast animal-feed crops to satisfy our meat needs are destroying planet. The Guardian.
  5. (په May 26, 2020 باندې). Human activity threatens billions of years of evolutionary history, researchers warn. CNN.
  6. (په 6 May 2019 باندې). Humans 'threaten 1m species with extinction'. BBC.
  7. (په 6 May 2019 باندې). Human society under urgent threat from loss of Earth's natural life. The Guardian.
  8. Steinfeld, Henning; Gerber, Pierre; Wassenaar, Tom; Castel, Vincent; Rosales, Mauricio; de Haan, Cees (2006), Livestock's Long Shadow: Environmental Issues and Options (PDF), Rome: FAO الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "If the world adopted a plant-based diet we would reduce global agricultural land use from 4 to 1 billion hectares". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 7 September 2021 باندې). 20 meat and dairy firms emit more greenhouse gas than Germany, Britain or France. The Guardian.
  11. . FAO – News Article: Food systems account for more than one third of global greenhouse gas emissions. www.fao.org.
  12. Crippa, M.; Solazzo, E.; Guizzardi, D.; Monforti-Ferrario, F.; Tubiello, F. N.; Leip, A. (March 2021). "Food systems are responsible for a third of global anthropogenic GHG emissions". Nature Food (په انګلیسي ژبه کي). 2 (3): 198–209. doi:10.1038/s43016-021-00225-9. ISSN 2662-1355. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 5 May 2022 باندې). How much does eating meat affect nations' greenhouse gas emissions?. Science News.
  14. Xu, Xiaoming; Sharma, Prateek; Shu, Shijie; Lin, Tzu-Shun; Ciais, Philippe; Tubiello, Francesco N.; Smith, Pete; Campbell, Nelson; Jain, Atul K. (September 2021). "Global greenhouse gas emissions from animal-based foods are twice those of plant-based foods". Nature Food (په انګلیسي ژبه کي). 2 (9): 724–732. doi:10.1038/s43016-021-00358-x. hdl:2164/18207. ISSN 2662-1355. S2CID 240562878 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) News article: (په 13 September 2021 باندې). Meat accounts for nearly 60% of all greenhouse gases from food production, study finds. The Guardian.
  15. Manceron, Stéphane; Ben-Ari, Tamara; Dumas, Patrice (July 2014). "Feeding proteins to livestock: Global land use and food vs. feed competition". OCL. 21 (4): D408. doi:10.1051/ocl/2014020. ISSN 2272-6977. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Parlasca, Martin C.; Qaim, Matin (5 October 2022). "Meat Consumption and Sustainability". Annual Review of Resource Economics. 14. doi:10.1146/annurev-resource-111820-032340. ISSN 1941-1340. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Steinfeld, H.; Opio, C. (2010). "The availability of feeds for livestock: Competition with human consumption in present world" (PDF). Advances in Animal Biosciences (په انګلیسي ژبه کي). 1 (2): 421. doi:10.1017/S2040470010000488. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "What is the Global Land Squeeze?". Land & Carbon Lab. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hanson, Craig; Ranganathan, Janet (14 February 2022). "How to Manage the Global Land Squeeze? Produce, Protect, Reduce, Restore" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 9 April 2017 باندې). Go vegan, save the planet. CNN.
  21. (په 23 August 2019 باندې). Feeling Sad About the Amazon Fires? Stop Eating Meat. Vice.
  22. Steinfeld, Henning; Gerber, Pierre; Wassenaar, T. D.; Castel, Vincent (2006). Livestock's Long Shadow: Environmental Issues and Options. Food and Agriculture Organization of the United Nations. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-5-105571-7. د لاسرسي‌نېټه August 19, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Margulis, Sergio (2004). Causes of Deforestation of the Brazilian Amazon (PDF). World Bank Working Paper No. 22. Washington D.C.: The World Bank. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8213-5691-7. مؤرشف (PDF) من الأصل في September 10, 2008. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Walker, Polly; Rhubart-Berg, Pamela; McKenzie, Shawn; Kelling, Kristin; Lawrence, Robert S. (June 2005). "Public health implications of meat production and consumption". Public Health Nutrition (په انګلیسي ژبه کي). 8 (4): 348–356. doi:10.1079/PHN2005727. ISSN 1475-2727. PMID 15975179. S2CID 59196. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Hafez, Hafez M.; Attia, Youssef A. (2020). "Challenges to the Poultry Industry: Current Perspectives and Strategic Future After the COVID-19 Outbreak". Frontiers in Veterinary Science. 7: 516. doi:10.3389/fvets.2020.00516. ISSN 2297-1769. PMC 7479178. PMID 33005639 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Greger, Michael (September 2021). "Primary Pandemic Prevention". American Journal of Lifestyle Medicine (په انګلیسي ژبه کي). 15 (5): 498–505. doi:10.1177/15598276211008134. ISSN 1559-8276. PMC 8504329 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34646097 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 235503730 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Mehdi, Youcef; Létourneau-Montminy, Marie-Pierre; Gaucher, Marie-Lou; Chorfi, Younes; Suresh, Gayatri; Rouissi, Tarek; Brar, Satinder Kaur; Côté, Caroline; Ramirez, Antonio Avalos; Godbout, Stéphane (1 June 2018). "Use of antibiotics in broiler production: Global impacts and alternatives". Animal Nutrition (په انګلیسي ژبه کي). 4 (2): 170–178. doi:10.1016/j.aninu.2018.03.002. ISSN 2405-6545. PMC 6103476. PMID 30140756. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Bradford, E. (Task Force Chair). 1999. Animal agriculture and global food supply. Task Force Report No. 135. Council for Agricultural Science and Technology. 92 pp.
  29. (په August 8, 2019 باندې). Eat less meat: UN climate change report calls for change to human diet. Nature.
  30. Parlasca, Martin C.; Qaim, Matin (5 October 2022). "Meat Consumption and Sustainability". Annual Review of Resource Economics. 14. doi:10.1146/annurev-resource-111820-032340. ISSN 1941-1340. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په July 19, 2018 باندې). Rising global meat consumption 'will devastate environment'. The Guardian.
  32. (په October 10, 2018 باندې). Huge reduction in meat-eating 'essential' to avoid climate breakdown. The Guardian.
  33. FAO. 2006. World agriculture: towards 2030/2050. Prospects for food, nutrition, agriculture and major commodity groups. Interim report. Global Perspectives Unit, United Nations Food and Agriculture Organization. 71 pp.
  34. Roos, Dave. "The Juicy History of Humans Eating Meat". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. FAO. 2006. World agriculture: towards 2030/2050. Prospects for food, nutrition, agriculture and major commodity groups. Interim report. Global Perspectives Unit, United Nations Food and Agriculture Organization. 71 pp.
  36. National Research Council. 2000. Nutrient Requirements of Beef Cattle. National Academy Press.
  37. (په June 2012 باندې). How the Chicken Conquered the World. Smithsonian.
  38. (په 2018-07-31 باندې). Here's How America Uses Its Land.
  39. "Information About Soya, Soybeans". 2011-10-16. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. National Research Council. 2000. Nutrient Requirements of Beef Cattle. National Academy Press.
  41. "Cattle ranching is encroaching on forests in Latin America". Fao.org. 2005-06-08. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مې ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په 2018-07-31 باندې). Here's How America Uses Its Land.
  43. Steinfeld, Henning; Gerber, Pierre; Wassenaar, Tom; Castel, Vincent; Rosales, Mauricio; de Haan, Cees (2006), Livestock's Long Shadow: Environmental Issues and Options (PDF), Rome: FAO الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. NRCS. 2009. Summary report 2007 national resources inventory. USDA Natural Resources Conservation Service. 123 pp.
  45. US BLM. 2004. Proposed Revisions to Grazing Regulations for the Public Lands. FES 04-39
  46. National Research Council. 1994. Rangeland Health. New Methods to Classify, Inventory and Monitor Rangelands. Nat. Acad. Press. 182 pp.