په چاپیریال باندې د انساني فعاليتونو اغیزې

د خوړو، سرپنا، اقتصادي او ټولنېز خونديتوب سمول

(Food, Shelter, Economic & Social Security)

د روغتيايي خوړو او اوسيدو لپاره د خوندي ځای، پر ځان باورې اقتصاد او روغتيايي او په زړه پورې او مرستندويه ګډ ژوند د روغتيايي چاپيريال مهم فکتورونه دي. دغه ترلاسه کېدونکې خواړه، سرپناه، اقتصاد او د چاپيريال خونديتوب هغه فکتورونه دي چې غربت له منځه وړې يا د منابعو عادلانه وېش او دوامداره پرمختګ ته زمينه برابروي. د غربت کرښه داسې تعريف کېږي چې کله عايد دومره وي چې د ژوند اساسي ضرورتونه لکه خواړه، کالي، روغتيا، سرپناه او ټولنېز محيط او تعلیمي اړتياو ته بسنه وکړي. نن سبا په نړۍ کې د وږو وګړو شمېر د انسان د تاریخ له هر وخت څخه زيات دی او شمېر يې مخ په زياتېدو دی. د خلکو شمېر چې د ښار په ګڼه ګوڼه کې او د کوډلو ښارګوټې کې اوسیږي مخ په زیاتېدو دي. زيات شمېر خلک اوبو او د ناروغيو مخنيوي ته کم لاسرسی لري او په همدې اساس ناروغۍ د خپريدو کچه زیاته شوې ده. په ځينې ځايونو کې پرمختګ هم ليدل کېږي، په متوازن ډول غربت شتون لري او مخ په زياتيدو دی. زغرد متن

د خوړو خونديتوب يا د خوړو د چمتو کولو دوامداره سيستم سمول

(Food Security or Sustainable Food Supply System) لاندې ځينې اساسي ځانګړنې ذکر شوي دي کوم چې د روغتيايي خوړو د شتون په اړه ډاډ ورکوي کوم چې د ټولو وګړو د خوړو له اړتيا سره سمون لري.

دوامداره کرنه سمول

(Sustainable Agriculture)

په ګډه د عصري او عنعنوي کرنې تخنيکونه لاندې ګټې لري: • د چاپيريال د منفي اغېزو په کمولو کې مرسته کوي. • د طبعي منابعو بې کچې استعمال کې کموالی راولي. • د خوړو کيفيت او خونديتوب ساتي. • د کليواليو سيمو کروندګرو ته د کار زمينه برابروي. • د اطرافي سيمو د پرمختګ په وسيله د يو کلي په خودمختارۍ کې مرسته کوي. د يو خودمختاره کلي د پرمختګ مفهوم دچینجیو په وسیله د کمپوسټ جوړونه، بايو ګاز توليد، ژوندۍ سره، طبعي آفت وژونکي او نورو تخنیکونو په وسيله د بايو کلي (حياتي ټولنې)په نوم پېژندل کېږي.


د چاپيريال په اړه پوهاوی سمول

(Environmental Awareness)

په عامو خلکو کې د خوړو او متوازنې غذا په اړه پوهاوي رامنځته کول، د غذايي خونديتوب يا د غذا چمتو کولو د باثباته سيستم په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

(1)شکل:د خوړو د خوندیتوب یا د خوړو د چمتو کولو باثباته سیستم په ګوته کوي.

د خوړو د خونديتوب پر وړاندې خنډونه سمول

(Challenges to food Security) په عادلانه ډول د غذائي منابعو د وېش پر وړاندې لاندې خنډونه شتون لري.

د نفوسو زياتوالی سمول

(Population Increase)

نفوس خورا په چټکۍ سره مخ په زياتیدو دی کوم چې د غذايي اړتياو په منابعو باندې فشار واردوي.

د نړۍ د خوړو ستونزې سمول

((World food problems 

د کرنې او خوړو نړيوال سازمان (FAO) د اټکل له مخې، یو صحتمند نارينه په ورځ کې ۳۰۰۰ کيلو کالوري ته او یوه ښځه د ورځې ۲۲۰۰ کيلو کالوري ته اړتيا لري. د وزګارتيا، غربت، غير صحي خوړو په لور ميلان، د تازه خوړو کم شتون، استهلاکي ژوند چې

د نړۍ د خوړو په وړاندې موضوعات دي سمول

1. د ضرورت څخه کم خواړه (Under nourishment) د غربت له امله د خوړو کموالی (د کالوري اړين مقدار له ۹۰ سلنې هم کم) لکه په کوچنيانو کې د پروتین او کالورۍ د کمبوت له امله Kwashiorkar او Marasmus ناروغۍ رامنځ ته کیږي. 2. ناسم خواړه (Mal nourishment) د اطرافي سيمو په ژوند کې د متوازنو خوړو کمبوت، د بېلګې په ډول د غير صحي خوړو په لور ميلان. جدول (۱): د سوء تغذيي ځينې بېلګې چې له امله يې د غذايي عناصرو کمښت رامنځته کېږي. د غذايي موادو کمبوت په روغتيا اغېزي ويټامین A د شپې له خوا نه ليدل(شبکوري) ويټامن سي سکروي يا د اوريو ناروغي ويټامين ډي د هډوکو کمزوري يا اوستیوپوروسز، د هډوکو د کمزورۍ ناروغي اوسپنه کم خوني، د هيموګلوبين کموالی، کمزوري، خوله، بې خوبي. ایوډين د تايرويد غدو لويدل، د بېلګې په توګه کم فعال د تايرويد غده

3. ډېر خواړه (Over nourishment) د مشبوع غوړيو، شکرې او مالګې د ډېر خوراک له امله، د چاغوالي، د وينې لوړ فشار، شکر، د زړه او نورې ناروغۍ رامنځته کېږي، چې دا د ډېر خوراک له امله رامنځته کيدونکې ناروغۍ بلل کېږي.

3. د سرپناه خونديتوب (Shelter security) د سرپناه خونديتوب په دې معنی چې انسان په امن کې خوړو، اوبو، انرژۍ، سرپناه ، روغتيا او د ژوند کولو ته لاس رسی ولري. دا په انفرادي، ملي او نړیواله کچه د خونديتوب یوه مهمه موضوع ده. د متحده ايالتونو راپورونو کې د دوامداره پرمختګ لپاره د سرپناه خونديتوب د یو مهم عنصر په توګه ذکر شوي دی.

                                                      (۳)شکل: دسرپناه د خوندیتوب ښودنه کوي.

4. اقتصادي خونديتوب (Economic security) دوامداره پرمختګ یواځي وده نه ښايي، بلکې داسې یوه وده ښايي چې داسې جوړ شي چې توکو ته اړتیا کمه او د انرژۍ له مخې شديد او ډېر عادلانه وي. د بېلګې په ډول، د طبعي منابعو لږ کموالی او په پراخه توګه د موادو شتون چې هر چا ته په کې برخه ورسېږي يا په عادلانه ډول د منابعو وېش. 5. ټولنېز خونديتوب (Social security) ټولنېز اړخونه لکه کلتور، مذهب، نمايشونه، غونډې، رسمونه او یو لړ ساتيرۍد ټولنېز سيستم مهمې برخې دي کوم چې متقابل عمل او د يو پياوړې او په خپل ځان متکي سيستم په پرمختګ کې مرسته کوي.

                                                                  (۴)شکل: ټولنیز خوندیتوب په ګوته کوي.

په چاپيريال باندې د انسان د فعاليتونو اغېزي سمول

کرنه، سرپناه، صنعت، د معدنونو استخراج، ټرانسپورټي فعاليتونه (Effect of Human Activities on Environment: Agriculture, Hosing, Industry, Mining and Transportation

له ډبرو څخه د معدنونو استخراج صنعت ټرانسپورټ سرپناه د هوا ککړتيا د زهري ګازاتو او ګرد چاودنې او خارجیدل د هوا ککړتيا د زهري ګازاتو خارجول د هوا ککړتيا له وسايطو څخه د ګازاتو اخراج د هوا ککړتیا د سيمټو ګرد د اوبو ککړتيا د ځمکې په سر د اوبو بهيدنه، د ګرد ذرات او نورو کیمیاوي توکي اوبو ته رسېږي د اوبو ککړتيا اوبه د ماشینونو د سړولو لپاره کارول کېږي د بحر ککړتيا د تيلو خوشې کيدل د اوبو په منابعو فشار اوبه د سيمټو د جوړولو لپاره استعمالېږي. د غږ ککړتيا درانده ماشينونه او ټرانسپورټ د غږ ککړتيا وسايل او ماشينونه د غږ ککړتيا د موټرو هارنډونه يا آوازونه د غږ ککړتيا برمه او ماشينونه شور توليدوي د ځنګلونو له منڅه وړل د منرالونو د استخراج لپاره چې د ځمکې لاندې موجود دي. د ځنګلونو له منځه وړل د صنعت دجوړيښت یا جوړولو لپاره د ځنګلونو د ځمکې استعمال د ځنګلونو له منځه وړل د سرکونو او ريل ګاډو د لارو جوړول د ټرانسپورټ لپاره ډېره سیمنټ شوې سیمه اړينه وي. د انسانانو د روغتيا ستونزې د ځنګلونو له منځه وړل د سرپناه د مقاصدو لپاره د ځنګلونو قطع کول ساختماني فعاليتونه د خاورې د تخريب باعث کېږي. د ساختماني توکو د استخراج او د انرژۍ په کار اچونه یا په ګټه اچونه د خاورې تخريب د معدنونو د استخراج فعاليتونه د ځمکې حاصل ورکوونکي خاوره له منځه وړي. د خاورې ککړتيا جامد ناکاره توکې په خاوره کې خپرېږي د خامو موادو لپاره په ځمکه او نورو منابعو باندې فشار په ټرانسپورټ سيستم باندې فشار سيمه يزو خلکو ته ستونزې


ټولنېزې ستونزې سمول

سيمه يزو خلکو لپاره د پاکوالي، کاناليزاسيون، د اوبو چمتو کول، او روزمره ستونزې


جدول (۲): په چاپيريال باندې د انسانانو د فعاليتونو اغېزې

په چاپيريال باندې د عصري کرنې اغېزي سمول

(Effect of Modern Agriculture on Environment)

په عصري کرنه کې لوړ حاصل ورکوونکې ورايټۍ کرل کېږي کوم چې ډېري اوبه، کيمياوي سره او آفت وژونکو ته اړتيا لري چې له امله يې لاندې محيطي ستونزې رامنځته کېږي:

د خاورې تخريب سمول

(Soil Erosion) د اوبو ډېر استعمال او باد د ځمکې پاسنۍ طبقه له منځه وړي چې دې ته د خاورې تخريب ويل کېږي.

(۵)شکل: د خاوري د تخریب ښودنه کوي.


د ځمکې لاندې اوبو ککړتيا سمول

(Ground Water Contamination)

د نايتريتونو مينځل کېدل ښايي د ځمکې د اوبو د ککړتيا لامل وګرځي. د بېلګې په ډول، هيموګلوبين له نايتريتونو سره يوځای کېږي او ميتاهیموګلوبين جوړوي او ناروغي يې د ميتاهيموګلوبينیميا په نوم يادېږي. (Blue baby syndrome) په دې ناروغۍ کې نوې زېږيدلې ماشومان نيله رنګ لري او د بدن برخو ته اکسيجن نه رسېږي.

په کيمياوي سرو کې د نايتريتونه بهېږي او د ځمکې لاندې د څښلو اوبو سره يوځای کېږي کله چې نايتريتونه په بدن کې د هيموګلوبين سره يوځای شي ميتاموګلوبين جوړوي کوم چې د بدن مختلفو برخو ته د اکسيجن رسونه بندوي.

(۶)شکل: د ځمکې لاندې اوبو ښودنه کوي.

د اوبو ډنډ کېدل او مالګينتوب سمول

(Water Logging and Salinity )

د اوبو ويستلو ناسم سيستم له امله اوبه په کرونده کې ډنډېږي چې دې ته Logging ويل کېږي. کله چې اوبه تبخير شي، نو په خاوره کې د مالګينتوب باعث کېږي او نباتات له منځه ځي.

(۷)شکل:د اوبو ډنډکیدل او مالګینتوب ښودنه کوي.

يوټريفيکيشن سمول

( Eutrophication) بهيدونکې اوبه د کیمياوي موادو سره يوځای نږدې داوبو سرچینو ته ځان رسوي. پدي کي د اوبو کوچني نباتات چې د الجي په نوم پېژندل کېږي په زيات شمېر سره وده کوي او په اوبو کې اکسيجن منحل کوي. په اوبو کې موجود نباتات او حېوانات د اکسیجن د کمښت له امله مرې. دغه مړه شوې نباتات او حېوانات د اوبو په تل کې پاتې کېږي. دغه پروسه دوام کوي او د اوبو زېرمې ته زيان رسوي. دغه پروسه د يوټريفيکيشن په نوم يادېږي او د اوبو دغه زېرمه د ايوټروفيک اوبو په نوم يادېږي.

د کروندې څخه کیمیاوي سرې (نايتريتونه او فاسفيټونه) په اوبو کې بهېږي او نږدې د اوبو سرچينو ته ځان رسوي چې په دې اوبو کې د اوبو کوچني نباتات وده کوي چې له امله يې اوبو کې د اکسيجن یوځای کېدنه ودرېږي او د اوبو نباتات مري، د نباتاتو او حېواناتو پاتې شونې د اوبو په بېخ کې رسوب کوي، چې دا ډول د اوبو زېرمه د يوټروفيک زېرمې په نوم يادېږي.

دزهري مادو غلظت سمول

(Bio magnification) د زهري موادو غلظت په مختلفو وختونو کې زياتېږي کله چې په غذايي ځنځير کې له يوه اورګانيزم څخه بل ته انتقالېږي، چې دې ته بيو مګنيفيکيشن وائي. د بېلګې په ډول، د DDT په غلظت کې زياتوالی چې په مرغانو کې د تکثري ستونزو لامل کېږي، لکه هګۍ يې له وخته مخکې رسېږي.

(۸)شکل: د بایو میګنیفیکیشن ښودنه کوي .

د تخم له منځه تګ سمول

(Seed Suicide)

په عصري کرنه کې د زياتو حاصلاتو په موخه لوړ حاصل ورکوونکې ورايټۍ استعمالېږي. دا ورايټۍ ډېرو اوبو او سرې ته اړتیا لري. د بېلګې په ډول، لوړ حاصل ورکوونکې تخمونه ډېرو اوبو او کيمياوي سره ته اړتيا لري. 1. د کيمياوي حشره وژونکو په وسيله ډېر حشرات له منځه ځي. خو که چېري همدغه تخم څوڅو ځلې وکرل شي نو د افتونو د بريد فرصت پرې زياتېږي. په دې اساس، فصل د افتونو پر وړاندې حساس ګرځي. د بېلګې په توګه په آیرلينډ کې په ۱۹۶۹ کې د کچالانو لوږه رامنځته شوه خکه چې دغه نبات په دوامداره توګه څو ځلې کرل شوی وه. په بل عبارت، موږ زياتولی شو چې د فصلونو تخمونه چې أفتونو له خوا پرې بريد شوی وي د نبات د ناکامۍ له امله له منځه ځي. 2. لوړ حاصل ورکوونکې تخمونه په هر فصل کې تېغ وهنه نه شي کولی ځکه چې د ټوکېدنې قوت له لاسه ورکوي او ژوند يې ختمېږي ځکه چې په جینونو کې يې وده دروونکې ټکنالوژې استعمالېږي، او همدا علت دی چې بزګر هر کال همدا تخمونه اخلي. 3. لوړ حاصل ورکوونکې تخمونه ډېر قیمته وي. کروندګر د دغه قيمت بيه لوړ حاصل ورکوونکې تخمونو استعمالولو ته مجبور دي تر څو زیات حاصل توليد کړي او په دې توګه زیاته ګټه ترلاسه کړي. د تخمونو او کيمياوي سرو د شرکتونو هوښيارانه اعلانات، د دې تخمونو او کيمياوي سرو د اخېستو لپاره کروندګرو ته اسانه پورونه ورکول.

(۹)شکل:د تخم د له منځه تګ ښودنه کوي.

د کروندګرو د ځانوژنې کچه سمول

(Farmers Suicide scenario)

پنجاب: د هند د نورو ايالتونو په پرتله په پنجاب کې د کروندګرو د ځان وژنې کچه ډېره ده. هغه عوامل چې له امله يې کروندګر ځان وژنه کوي: د فصل ناکامي، يو فصل کرنه، په آسانۍ سره د حشراتو، آفتونو يرغل، د کروندګر په عايد کې کموالی، د تخمونو ناکامي (ټوکېدنې)، د فصلونو له منځه تلل او د تخمونو خرابوالی. اندرا پرديش: په اندرا پرديش کې د پنبې د خراب حاصل، د فصل خرابوالي او د افتونو د ډېر بريد له امله د کروندګرو د ځان وژنې کچه شل زرو ۲۰۰۰۰ ته ورسيده. کرناټکا: په ۲۰۰۰ م کال کې په بيلاري (Bellary) سيمه کې د بارانونو د زياتوالي او ويروسونو د يرغل له امله د مرچکو حاصل په بشپړ ډول له منځه لاړ. د سړو خونو سهولت هم ډېر قيمته وو. د خامو توکو د بيو د لوړوالي او د پورونو د ورکړې ستونزو له امله کروندګرو ځان وژنه وکړه.

7. د کرنېزو ځمکو بدلون (Farmland Conversion) د صنعت له امله ډېري کرنېزي ځمکې په سيمنټي ځمکو بدلې شوي. کله چې کرنېزي ځمکې په سیمنټې ځمکو بدلې شي نو دې ته د کرنېزي ځمکې بدلون وائي.

په چاپيريال باندې د سرپناؤ اغېزي سمول

(Effect of Housing on Environment)

مخ په زياتیدو نفوس په طبعي منابعو باندې شديد فشار واردوي تر څو د هغوي د سرپناه اړتياوې پوره کړي چې له امله يې په چاپيريال باندې لاندې اغېزي رامنځته کېږي: 1. د طبعي زېرمو کموالی(Natural resource depletion): دا چې د سرپناو د جوړولو لپاره له طبعي زېرمو څخه ډېر مواد لکه منرالونه، باڼسونه، خښتې، سیمنټ او نور توکې راويستل کېږي. 2. د ځنګلونو له منځه وړل(Deforestation): د ځنګلونو سیمه د سرپناو د جوړولو او لرګیو د ترلاسه کولو لپاره پاکېږي. 3. د انرژۍ استعمال(Energy utilization): د ساختماني چارو او په کورونو کې د انرژۍ لګښت زياتېږي. 4. د اوبو ويستلو سيستم(Water drainage): د اوبو ويستلو طبیعي سيستم ويجاړېږي.



5. د اضافي توکو ضايع کول(Disposal of discarded waste):

هغه توکي چې له ساختماني چارو څخه رد کېږي په شاړو ځمکو کې اچول کېږي. 

(۱۰)شکل:په چاپیریال باندې د سرپناؤ اغیزې ښودنه کوي. ==په چاپيريال باندې د انرژۍ د توليد اغېز ي== (Effect of Power Generation on Environment) 1. د ځنګلونو له منځه وړل(Deforestation): د تودوخي انرژۍ د فابريکو جوړولو لپاره ځنګلونه له منځه وړل کېږي. 2. د تودوخي د انرژۍ په فابريکو د ډبرو سکرو د سوځولو له امله چاپیریال( هوا) ککړېږي. 3. راديو اکتف ککړتيا(Radioactive pollution) په هستوي بټیو کې ډېر احتمال لري چې بېلګې يې د چرنوبيل ناورين او د فوکوشیما ناورين دي.

په چاپيريال باندې اوبو د زېرمو د پروژو اغېزي سمول

(Effect of River Valley Projects)

1. د ځنګلونو له منځه وړل(Deforestation): د ځنګلونو سيمه د بندونو لپاره پاکېږي. د ځنګلونو څخه لاسته راتلونکو موخو څخه د نورو موخو لپاره ځنګلونه پري کېږي. که دا کار په ډېره کچه وشي نو د ژوندیو موجوداتو تنوع له منځه تګ(Biodiversity) له ګواښ سره مخ کېږي. 2. د خلکو بېځايه کېدل (Displacement of people): د بندونو د جوړولو له امله زيات شمېر خلک له خپلو سيمو بيځايه شوي دي. 3. د اوبو له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ(Water born and water induced diseases): د ماشو شمېر زياتېږي او ورسره د اوبو له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ لکه ملاریا، محرقه، او د ککړو اوبو د تیریدو په صورت کي د ګیډي مختلفي ناروغي رامینځ ته کیږي لکه اسهال، جاردیا(پیچش) او داسي نوري ناروغۍ را مینځ ته کیږي. د زېرمو له امله زلزلې (Reservoir Induced Seismicity) د ځمکې په طبقو باندې د اوبو د فشار له امله د زلزلو احتمال زيات شوی دی یعني داسي چي د زلزلې د پیښدو ګڼ لاملونه وجود لري چي د زلزلې د پیښیدو سره یو ځای مینځ ته راځي د اورشیندونکو فعالیتونه، د غرونو ښويدنه چي په ډیره کچه ډبري او نور مواد ښکته خواته لوږي چي په نوموړو طبقو کي د ځمکې لاندې اوبو فعالیت د حل کیدو ډیر قابلیت لري او په پای کې د ځمکې لاندې لویو ژورو او تشو را مینځ ته کیدل چي د اور شیندونکو د فعالیت پرمهال له مینځه ځي هم پکي شامل دې همدا راز أتومي چاودنې، د درندو توپونو فیرونه هم د زلزلو د پیښیدو لامل ګرځي لکه ځمونږ د هیواد په شمال کي د تخار ولایت د رستاق په ولسوالۍ کي د ۱۹۹۵ کال زلزله چي د ۶۰۰ کسانو د له منځه تللو سبب شوه او د غزني ولایت د اندراب ولسوالۍ د ۱۹۹۷ کال زلزله چي ترشا یی ډیر مالي او بدنې زیانونه درلودل.

په چاپيريال باندې د معدنونو د استخراج اغېزې سمول

(Effect of Mining On Environment)

د معدنونو د استخراج محيطي ستونزې په لاندې جدول کې کتلی شئ. 1. د هوا ککړتيا (Air Pollution) د معدنونو د استخراج په پروسه کې زهري ګازات په هوا کې خوشي کېږي.

                                                  (۱۱)شکل:د هوا د ککړتیا ښودنه کوي.

2. د ځنګلونو له منځه وړل (Deforestation): ځنګلونه پرې کېږي تر څو سیمه د معدنونو د استخراج لپاره پاکه شي د deforestation په نامه یادیږي.

                                                    (۱۲)شکل:د ځنګلونو د له منځه وړلو ښودنه کوي.

جدول (۳): د معدنونو د استخراجولو اغېزي د معدنونو استخراج په هوا کې د زهري ګازاتو خپرېدنه محيطي اغېزې د مسو استخراج د بېلګې په ډول د خيتري د مسو په معدن کې، راجستان SO2

په نباتاتو باندې اغېزې سمول

۱. د کلوروفيل بدلون په خړ پګمنټ باندې. ۲. شنه نباتات ضيائي ترکيب عمليه ودروي. په حېواناتو باندې اغېزې: ۱. د تنفس ستونزې رامنځته کوي. اوسپنه د بېلګې په ډول په راجستان کې د کودرامک د اوسپنې په معدن کې. CO CO2 په نباتاتو باندې اغېزې: ۱. شنه نباتات د فوتو سنتيز عملیه بندوي.

په حېواناتو باندې اغیزې سمول

۱. د هیموګلوبين وړتیا کمېږي چې اکسيجن انتقال کړي چې له امله يې د کاربوکسي هيموګلوبين رامنځته کېږي.

3. د خاورې تخريب (Soil Erosion) کله چې معدنونه استخراجېږي نو د ځمکې ډېره سيمه سستېږي چې دې ته د خاورې تخريب ويل کېږي.

                                                                  (۱۳)شکل:دخاوري د تخریب ښودنه کوي.

4. د اوبو ککړتيا (Water Pollution) بهيدونکې اوبه د مختلفو بې ګټې معدني موادو سره بهېږي چې دېته (mine tailing)وائي چې له امله يې د اوبو ککړتيا لامل ګرځي. د مثال په توګه د سرو زرو استخراج د اوبو د پريمنځلو په وسيله ترسره کېږي چې د سيانايد محلول ورسره معامله کېږي. سيانايد د ځمکې لاندې اوبو ته انتقالېږي چې دې ته Heap Leaching ويل کېږي. دا د سطحي اوبو او ځمکې لاندې اوبو د نباتاتو او حېواناتولپاره زیات زهري تمامیږي چي د دوی لپاره وژونکي دي.

                                                               (۱۴)شکل:د اوبو ککړتیا ښودنه کوي. 

5. د غږ ککړتيا (Noise Pollution) د معدنونو د استخراج لپاره درانده ماشینونه استعمالېږي چې لوړ غږونه توليدوي.

                                                                      (۱۵)شکل:د غږ ککړتیا ښودنه کوي.

6. د ځمکې ښوييدنه (Landslides): کېدای شي د ځمکې حرکات رامنځته شي.

                                                                   (۱۶)شکل:د ځمکي د ښوییدنې ښودنه کوي.

7. د معدنونو د زېرمو له ختميدو وروسته بې کاري (Unemployment after Finishing of the Mineral Reservoir) د خاطرنګر د مسو پروژې د قضيي مطالعه (Case Study Khetrinagar Copper Project) د خاطر نګر د مسو په پروژه کې د هغه ځای له معدنونو څخه مس استخراج شول. کله چې ټول مس د معدن څخه استخراج شول. دا چې دا دوباره نه نوې کېدونکې طبیعي منبع وه، نو ټوله پروژه اوس پای ته رسيدلې ده چې ټول خلک اوس بېکاره شوي دي.

په چاپيريال باندې د ټرانسپورټي فعاليتونو اغېزې (Effect of Transportation Activities On Environment)

ټرانسپورټي صنعت په چاپيريال باندې اغېزي سمول

1. د ځنګلونو له منځه وړل(Deforestation): د سرکونو، ريل ګاډو پټلۍ، هوائي ميدانونو او لارو د جوړولو لپاره ځنګلونه قطع کېږي. 2. د ناکاره توکو غورځول(Disposal of discarded waste): هغه توکې چې له ساختماني فعاليتونو څخه اضافه شي او د وسايطو اضافي توکې په شاړو ځمکو کې اچول کېږي. 3. موټرې د هوا ککړتيا ستر لامل بلل کېږي او همدارنګه د غږ ککړتیا رامنځته کوي. 4. د طبعي منابعو مصرف(Natural resource consumption): د موټرو توليد په طبعي زېرمو باندې فشار واردوي، لکه فلزات.

           (۱۷)شکل:په چاپیریال باندې د ټرانسپورټي فعالیتونو د اغیزو ښودنه کوي.

په چاپيريال باندې د سياحت اغېزې سمول

(Effect of Tourism on Environment)

د ژوند د بقا سیمې (هغه سيمي چې د ژونديو موجوداتو د تنوع څخه زياتې برخمنې دي) د سیاحت لپاره د خلکو د جلبولو مرکزي برخه ده. همدارنګه دا د زېرمو خونديتوب سیمې هم بلل کېږي. په دې اساس، د ژوند بقا (biodiversity) له ګواښ سره مخ کېږي که چېري د هغوې د اوسیدو په ځایونو کې سياحت ډېر زيات شي له امله يې په فزيولوژي کې تغير راځي، د خلکو ګڼه ګوڼه زياتېږي او د پلاستيک توکي او نور جامد فضله مواد په کې زياتېږي، همدارنګه د ټرانسپورټ ډېروالي سره د هوا او غږ ککړتيا هم رامنځته کېږي.

د چاپيريال زېرمو سره د سياحت يوځای کول د ايکوټورزيم په نوم يادېږي. د بېلګې په ډول د محيطي زېرمو د خونديتوب سره د سياحت د ګټو ترلاسه کول.


سرچينې سمول

مسیح الله صادق سېد جماالدين افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونواو طبیعي منابعو څانګه