په دونباس کې د جګړې اړوند نړیوال غبرګونونه

ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د روسیې او اوکراین د روانې جګړې په اوږدو کې د ۲۰۱۴ زکال په اپرېل میاشت کې د اوکراین په دونباس سیمه باندې د برید اړوند غبرګونونه وښودل. د ۲۰۱۴ زکال په اګست میاشت کې هغه مهال چې په دونباس سیمه کې د روسي ځواکونو مداخلې پراختیا ومونده، ډېری هېوادونو دغه چاره د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کوونکې وبلله.

عمومي غبرګونونه سمول

ګڼ ملتي بنسټونه سمول

  • اروپايي اتحادیه: اروپايي اتحادیې د روسیې له خوا د کریمه له الحاق وروسته د ۲۰۱۴ زکال په مارچ میاشت کې په روسیې باندې بندیزونه ولګول، په داسې توګه چې په دونباس کې د تاوتریخوالو په زیاتېدو سره د تحریم شوو کسانو او بنسټونو نوملړ څو ځله زیات کړای شو. [۱][۲]
  • ناټو: ناټو سازمان د ۲۰۱۴ زکال په اګست میاشت کې د دونباس جګړې او د کریمه د کړکېچ اړوند اعلامیه خپره کړه. دغه بنسټ هڅه وکړه څو د اوکراین پر وړاندې د روسیې د دولت ادعاوې او همدارنګه په اوکراین کې د روسي ځواکونو د شتون د توجیه کولو په موخه روسي څرګندونې رد کړي. په دغه اعلامیه کې راغلي و چې روسیه هڅه کوي څو «په دغه ډول ادعاو سره د خپلو ناوړه چارو څخه د خلکو پام واړوي» او همدارنګه «د ناټو اړوند یو لړ تورونه طرح کوي چې د حقایقو د ناسم وړاندې کولو پر بنسټ دي». [۳][۴][۵]
  • د اروپا د همکاریو او خوندیتوب سازمان: د ۲۰۱۵ زکال په جولای میاشت کې د اروپا د همکاریو او خوندیتوب د سازمان (OSCE) پارلماني شورا د روسیې له خوا «د اوکراین په ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت باندې یو اړخیز او توجیه نه لرونکی برید» وغانده. [۶]
  • ملګري ملتونه: هغه مطبوعاتي اعلامیه چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون له دفتر څخه خپره شوه په کې «د اړوندو غاړو ترمنځ د جوړونکو او پایلو لرونکو خبرو» پر اهمیت او همدارنګه د اوکراین په اړه د جینوا د اعلامیې شرایطو ته په پابندۍ ټینګار شوی و. [۷]

د ملګرو ملتونو غړي او څارونکي هېوادونه سمول

  • اسټرالیا: د ۲۰۱۴ زکال په مارچ میاشت کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر جولي بیشاپ وویل چې «نړیوال قوانین یوه هېواد ته دا اجازه نه ورکوي چې د یوه بل هېواد قلمرو د داسې ټول پوښتنې پر بنسټ ونیسي چې خپله ټول پوښتنه آزاده او یا عادلانه نه بلل کېږي».
  • کاناډا: د ۲۰۱۴ زکال په نومبر میاشت کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر جان بیرډ څرګنده کړه چې فکر کوي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې «د عام وژنې د عملیاتو» د ترسره کولو په هڅه کې دی او که چېرې په همدې ډول دوام وکړي ولسمشر پوتین به په تاریخ کې د ټولو هغه شیانو د له منځه وړونکي په توګه ثبت شي چې یومهال د اوکراین او روسیې په اړیکو کې مثبت ګڼل کېدل». د ۲۰۱۵ زکال په جون میاشت کې لومړي وزیر سټیفن هارپر له پوتین وغوښتل «د اوکراین په ختیځ کې خپل برید ته پای ټکی کېږدي، له دغه هېواد څخه خپل سرتېري، ټانګونه او نورې درنې وسلې وباسي او له یاغیانو سره د پوځي مرستو له کولو لاس واخلي».[۸][۹]
  • چین: لومړي وزیر لي کچیانګ د ۲۰۱۵ زکال په مارچ میاشت کې وویل چې چین «د اوکراین خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري» او د دغې ستونزې سوله ئیز حل ته هیله لري. [۱۰][۱۱]
  • فرانسه: د کریمه د الحاق پر مهال روسیې ته د میسټرال کلاس دوه جنګي بېړیو د تسلیم کولو لپاره د چمتوالي له امله په فرانسې نیوکې وشوې. په پام کې وه چې لومړۍ بېړۍ د ۲۰۱۴ زکال په اکتوبر میاشت کې وسپاري. خو بالاخره فرانسې په دونباس کې د جنجالونو د زیاتوالي او د روسي ځواکونو د مداخلې له امله پرېکړه وکړه چې دغه ورکړه د سپټمبر تر میاشتې وځنډوي. [۱۲][۱۳]
  • جرمني: د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت په خبره لومړۍ وزیرې مرکل ویلي چې جګړه هېڅکله د «اوکراین سره» د شخړې په معنی نه ده بلکې د روس او اوکراین له یو بل سره مخ کېدل دي. د ۲۰۱۴ زکال په نومبر میاشت کې مرکل وویل چې «د نفوذ د حوزو اړوند لرغونی تفکر چې نړیوال قوانین تضعیف کوي د ټولې اروپا سوله ئیز نظم له پوښتنې سره مخ کوي» هغې زیاته کړه چې که چېرې اوکراین د اوراسیا اقتصادي اتحادیه غوره کړې وای لویدیځ هېڅکله د اوکراین پولنډ په پوله کې د ستونزو په جوړولو هغو ته ځواب نه ورکاوه. [۱۴]
  • پولنډ: د ۲۰۱۵ زکال په اپرېل میاشت کې پولنډي ولسمشر برونیسلاو کوموروفسکي وویل: «نن ورځ چې اوکرایني زامن د خپل هېواد په ختیځ کې له خپلې ملي خپلواکۍ څخه د ساتنې په موخه مري هغوی د اروپا دفاع هم کوي. دوی د سترواکۍ فکر ته له بېرته ګرځېدو دفاع کوي او د هغو پالیسیو پر وړاندې جګړه کوي چې د ټولې اروپا ازادي ګواښي». [۱۵]
  • روسیه: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا په اوکرایني چارواکو تور پورې کړ چې غواړي د روسیې دولت په هره موضوع کې «پړ» وبولي او څرګنده یې کړه چې: «د اوکراین وګړي غواړي له کیف څخه د خپلو پوښتنو اړوند واضح ځواب ترلاسه کړي. دا مهال را رسېدلی چی باید دغو قانوني غوښتنو ته غوږ ونیول شي». همدارنګه یې څرګنده کړه چې د اوکراین د ختیځ او سویل پېښې په کلکه سره څاري او په اساسي قانون کې یې د داسې اصلاحاتو غوښتنه وکړه چې اوکراین په فدراسیون بدل کړي. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ډونټسک د خلکو د جمهوریت او د لوهانسک د خلکو د جمهوریت تر کنټرول لاندې د ډونټسک او لوهانسک ښارونو کلابندي د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د لینینګراد له کلابندۍ سره پرتله کړه او څرګنده یې کړه: «متاسفانه دا ماته دویمه نړیواله جګړه را یادوي، هغه مهال چې فاشیستي جرمني ځواکونو زموږ ښارونه لکه لینینګراد محاصره کړي و او د هغو استوګن وګړي یې بمبارد کړل». [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
  • بریتانیا: د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بریتانیا دایمي استازي مارک لیال ګرانټ د اګست په ۶مه وویل چې: «د دغې موضوع حقیقت دا دی چی دا یو داسې بغاوت نه دی چې په دونباس کې دې رامنځته شوی وي؛ دا بغاوت په مسکو کې رامنځته شوی؛ روسان یې رهبري کوي او ورته وسلې ورکوي څو اوکراین بې ثباته کړي او کیف په خپل کنټرول کې وساتي». [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
  • د امریکا متحده ایالات: د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د ۲۰۱۴ زکال د اپرېل په میاشت کې د یو لړ مراسمو پر مهال وویل چې «داسې نه ښکاري چې دا دې خودجوشه موضوع وي» هغه له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د ټلیفوني اړیکې پر مهال له روسیې وغوښتل «په ښکاره توګه د جلا غوښتونکو، سبوتاژ کوونکو او لمسوونکو په چارو کې د روسیې له مداخلې انکار وکړي». د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې څرګنده کړه چې ښکاري روسیه د جلا غوښتونکو ملاتړ کوي. هغې په یوه اعلامیه کې وویل چې «موږ د روسیې له خوا د کریمه د پوځي الحاق څخه وړاندې د ورته اعتراضاتو شاهد و» له دې سربېره یې زیاته کړه چې: «موږ د روسيې له ولسمشر (ولادمیر) پوتین او د هغه له ادارې څخه غواړو څو د اوکراین د بې ثباتۍ په برخه کې له خپلو هڅو لاس واخلي او د لا زیاتې پوځي مداخلې په صورت کې دې رامنځته کېدونکو عواقبو ته متوجه اوسي».[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې سمول

  1. "In New Sanctions, E.U. Inches Dangerously Close To Russian Gas". Forbes. 29 جولای 2014. مؤرشف من الأصل في 21 اکتوبر 2014. د لاسرسي‌نېټه 14 اکتوبر 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 21 May 2015 باندې). EU defies Russian 'bully' but disappoints ex-Soviets. REuters.
  3. "Russia's accusations – setting the record straight" (Press release). North Atlantic Treaty Organization. 2 اګست 2014. مؤرشف من الأصل في 27 جولای 2014. د لاسرسي‌نېټه 3 اګست 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "NATO Secretary General condemns entry of Russian convoy into Ukraine" (Press release). North Atlantic Treaty Organization. 22 اګست 2014. مؤرشف من الأصل في 26 اګست 2014. د لاسرسي‌نېټه 22 اګست 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 20 September 2014 باندې). Ceasefire 'in name only,' says NATO chief. CBC News
  6. (په 8 July 2015 باندې). OSCE Parliamentary Assembly adopts resolution condemning Russia's continuing actions in Ukraine. OSCE Parliamentary Assembly
  7. "Secretary-General, Encouraged by Diplomatic Talks on Ukraine Crisis, Calls for Continued Engagement, Good Faith Efforts from All Sides". United Nations Department of Public Information. 17 April 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 29 June 2015 باندې). Statement by the Prime Minister of Canada announcing additional sanctions. pm.gc.ca.
  9. (په 18 November 2014 باندې). Address by Minister Baird to the NATO Council of Canada Conference – Ukraine: The Future of International Norms. Foreign Affairs, Trade and Development Canada
  10. "China respects Ukraine's sovereignty, territorial integrity: Premier". China Daily. 15 مارچ 2015. مؤرشف من الأصل في 14 اګست 2015. د لاسرسي‌نېټه 18 جون 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Unlocking the potential of Russia-Asia cooperation". Finance Asia. 16 جون 2015. مؤرشف من الأصل في 18 جون 2015. د لاسرسي‌نېټه 18 جون 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Prague to comment on new EU sanctions – PM Archived 10 September 2014 at the Wayback Machine." ČeskéNoviny.cz. 2 September 2014.
  13. "Zeman scared of Islamic expansion, not Russian invasion Archived 13 September 2014 at the Wayback Machine.". The Prague Post. 5 September 2014.
  14. (په 17 November 2014 باندې). Merkel: Russia cannot veto EU expansion. EUobserver.
  15. Nazarbayev urges Russia, Ukraine to reach compromise over Donbas Archived 22 December 2014 at the Wayback Machine., Interfax-Ukraine (22 December 2014)
  16. (په 7 April 2014 باندې). Protesters declare Donetsk 'republic'. BBC News
  17. Russia trying to 'dismember' Ukraine through protests, Kiev says Archived 8 April 2014 at the Wayback Machine., CNN (7 April 2014)
  18. Ukraine crisis escalates as pro-Russia activists declare independence in Donetsk Archived 28 December 2016 at the Wayback Machine., The Guardian (7 April 2014)
  19. Sergei Lavrov: It's not Russia that is destabilising Ukraine Archived 18 January 2017 at the Wayback Machine., The Guardian (7 April 2014)
  20. Ukraine Retreats in Effort to Isolate Rebel Stronghold Archived 10 October 2014 at the Wayback Machine., The Daily Telegraph, 29 August 2014
  21. Markin, V. Expression of empathy to the Ukrainian Ministry of Foreign Affairs. Letter to the Ukrainian Ministry of Foreign Affairs of Ukraine. 4 September 2015
  22. Investigative Committee of Russia threatens Ukrainian MFA with trials Archived 10 September 2015 at the Wayback Machine.. Ukrayinska Pravda. 7 September 2015
  23. "Statement by Ambassador Lyall Grant of the UK Mission to the UN, to the Security Council Meeting on Ukraine" (Press release). Foreign and Commonwealth Office. 6 اګست 2014. مؤرشف من الأصل في 27 اګست 2014. د لاسرسي‌نېټه 26 اګست 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Ukraine – Security Council, 7253rd meeting". United Nations. مؤرشف من الأصل في 17 دسمبر 2014. د لاسرسي‌نېټه 29 اګست 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Cabinet Office, Her Majesty the Queen and Prime Minister's Office, 10 Downing Street (18 مې 2016). "Queen's Speech 2016". Whitehall. مؤرشف من الأصل في 24 سيپټمبر 2016. د لاسرسي‌نېټه 29 اګست 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  26. "UK to send 3,500 first aid kits to Ukrainian Armed Forces". BBC. 19 جنوري 2016. مؤرشف من الأصل في 25 اپریل 2016. د لاسرسي‌نېټه 21 اپریل 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 7 April 2014 باندې). Protesters declare Donetsk 'republic'. BBC News
  28. (په 13 April 2014 باندې). Ukraine gives rebels deadline to disarm or face military operation. Reuters.
  29. Voice of America Archived 19 April 2014 at the Wayback Machine., Q&A with US Amb. Geoffrey Pyatt: Ukraine Crisis Escalates as War Fears Grow, 14 April 2014.
  30. (په 22 July 2014 باندې). Obama orders Pentagon advisers to Ukraine to fend off Putin-backed rebels. The Washington Times.
  31. (په 5 June 2014 باندې). U.S. sending advisers, military gear to Ukraine. Army Times.
  32. (په 26 July 2014 باندې). Pentagon Plan Would Help Ukraine Target Rebel Missiles. The New York Times.
  33. (په 16 April 2014 باندې). Why CIA Director Brennan Visited Kiev: In Ukraine The Covert War Has Begun. Forbes.
  34. (په 1 August 2014 باندې). Pentagon sends more equipment and aid to Ukraine. USA Today.
  35. (په 22 July 2014 باندې). Obama orders Pentagon advisers to Ukraine to fend off Putin-backed rebels. The Washington Times.
  36. (په 9 September 2014 باندې). Amid Intensifying Requests, American Military Aid to Ukraine Stalls. The New York Times.