په جرمني کې د یهودو تاریخ

د یهودانو تاریخ په جرمني کې لږ تر لږه له ۳۲۱ ز کال سره سمون لري او د منځنیو پیړیو تر لومړیو (له پنځمې تر لسمې ز پیړۍ پورې) او لوړو منځنیو پېړیو (شاوخوا له ۱۰۰۰ نه تر ۱۲۹۹ ز پورې) په اوږدو کې یې دوام درلود، لکه چې یهودي کډوالو د اشکنازي یهودي ټولنې بنسټ کېښود. ټولنه د شارلمان د واکمنۍ په دوران کې خوندي پاتې شوه، خو د صلیبي جګړو په اوږدو کې زیانمنه شوه. د تور مرګ (۱۳۴۶ – ۱۳۵۳ز) په ترڅ کې په څاه ګانو کې د زهرو د اچولو تور د جرمني یهودانو د ډله ییزې وژنې لامل شو او دوی په لویه کچه پولنډ ته وتښتېدل. د مینز، سپییر او وارمز د ښارونو یهودي ټولنې، د منځنیو پیړۍ په اوږدو کې د یهودانو د ژوند مرکزونه شول. "دا د یوې زرینې دورې په توګه انګېرل کېږي، ځکه چې د سیمې د کلیسا مشرانو د یهودانو ساتنه کوله، چې په پایله کې یې سوداګري او سوکالي پراخه شوه."[۱][۲][۳][۴]

د لومړۍ صلیبي جګړې په اوږدو کې د یهودانو د ځورونې دوره په جرمني کې پیل شوه. د تریر، وارمز، مینز او کولن په څېر ښاورنو کې ټولې ټولنې تر تیغ تېرې شوې. د هوسي جګړو د یهودانو د تازه ځورولو لپاره نوی ګواښ را پورته کړ. د ۱۵مې پېړۍ پای، د دیني نفرت یوه داسې دوره وه چې ټولې ممکنه بدمرغۍ یهودانو ته اړوند ګڼل کېدلې. په ۱۸۱۵ ز کال کې د ناپیلیون له سقوط سره سم، د ودې په حال کې ملتپالنه د ځپلو د زیاتوالي لامل شوه. د ۱۸۱۹ ز کال د اګسټ له میاشتې نه تر اکتوبر میاشتې پورې، په ټول جرمني کې د هپ-هپ پاڅون تر نامه لاندې خوځښتونه پیل شول. په دې وخت کې، د جرمني زیاتره ایالتونو  یهودان له خپلو مدني حقونه نه محروم کړل. په پایله کې، زیاتره جرمني یهودانو کډوالۍ ته مخه کړه.  [۵]کينډۍ:R/superscript

د موسی مینډیلسون له وخت نه تر شلمې پېړۍ پورې، دا ټولنه په تدریجي ډول وژغورل شوه او بېرته یې پرمختګ وکړ. [۶]

په جرمني کې د ۱۹۳۳ ز کال د جنورۍ په میاشت کې نږدې ۵۲۲۰۰۰ یهودان مېشت وو. وروسته له هغه چې نازي ګوند واک ته ورسېد، دوی د یهودیت ضد ایډیالوژي او سیاست پلی کړ، چې یهودي ټولنې په پراخه کچه و ځورول شوې  او تعقیب شوې. نږدې ۶۰٪ (۳۰۴۰۰۰ ) یهود د نازي دیکتاتورۍ په لومړیو شپږو کلونو کې کډوال شول. په ۱۹۳۳ ز کال کې د یهودانو ځورول او تعقیب د نازیانو رسمي سیاست شو. په ۱۹۳۵ او ۱۹۳۶ز کلونو کې، د یهودیت ضد تعقیب او ځورونه په چټکۍ سره زیاته شوه. په ۱۹۳۶ ز کال کې، یهودان له ټولو مسلکي کارونو نه منع شول، چې په عملي توګه په تعلیم، سیاست، لوړو زده کړو او صنعت کې د ګډون نه منع شول.Schutzstaffel  یا SS د هغه څه امر وکړ، چې د ۱۹۳۸ ز کال نومبر د ۱۹ – ۱۰ په شپه کې پیښ شول، چې د ماتې شوي ښیښې د شپې (Kristallnacht) په نامه  یادېږي. د یهودانو د هټیو مخې او دفترونه وېجاړ او وران شول او زیاتره عبادت ځایونه د اور په لمبو کې له منځه ولاړل. د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې یوازې ۲۱۴۰۰۰ یهودیان، د جرمني (۱۹۳۷د پولو) اړوندو سیمو کې پاتې شول. [۷]

د ۱۹۴۱ ز په ورستیو کې، پاتې ټولنه په منظم ډول کوچنیو سیمو او بلاخره په ختیځه اروپا کې د مرګ کمپونو ته جلا وطنه شول. د ۱۹۴۳ز کال د مې په میاشت کې جرمني د جوډنرین (له یهودانو نه پاک، له یهودو نه آزاد،  له یهودانو نه خلاص) هېواد په توګه اعلان شو. د جګړې په پای کې، نازي رژیم او د هغوی ملاتړو، د اټکل له مخې له ۱۶۰۰۰۰ نه تر ۱۸۰۰۰۰ جرمني یهودیان وژلي وو.  د نازیانو تر لارښوونې لاندې په ټولیزه توګه نږدې شپږ میلیونه اروپایی یهودان، په نسل وژنې کې ووژل شول چې وروسته د هولوکاسټ په نوم یاد شو. [۸]

له جګړې نه وروسته، د یهودانو ټولنې په کراره بېرته په جرمني کې وده پیل کړه. د ۱۹۹۰ز کلونو په پیل کې، دا وده د پخواني شوروي اتحاد نه د کډوالۍ له امله ګړندۍ شوه، چې د ۲۱ پېړۍ په پیل کې، په اروپا کې جرمني یوازینۍ هېواد و چې د یهودو مخ پر وده ټولنه يې درلوده او د جرمني زیاتره یهودیان روسي-ژبي وو. د ۲۰۱۸ ز کال په پیل کې،  په جرمني کې د یهودانو شمېر، له ۱۱۶۰۰۰ سره برابر شو، چې په کې د کورنیو غیر یهودي غړي نه وو شمېرل شوي. د مېشتو یهودانو ټول اټکل شوی پراخ نفوس، په جرمني کې د کورنیو د غیر یهودي غړو په ګډون، نږدې ۲۲۵۰۰۰ کسان وو.  [۹]

اوس مهال په جرمني کې، د هولوکاسټ یا په هولوکاست کې د شپږ میلیونه یهودانو له وژلو نه نه انکا،ر یوه جرمي کړنه ګڼل کېږي، چې سرغړوونکی یې تر پنځو کلونو پورې له بند سره مخامخ کېږي. په ۲۰۰۶ ز کال کې، په جرمني کې د نړیوال جام په مناسبت، د جرمني د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر ولفګنګ شوبل، د ښي اړخ د سخت درېځۍ په وړاندې د احتیاط غوښتنه وکړه او ویې ویل: "موږ به په هېڅ ډول سخت درېځۍ، له پردیو نه ډار یا د یهودیت ضد چلند ته اجازه ورنه کړو." د دې ډلو او مخالفانو پروړاندې د جرمني په ټولو ګامونو سربیره، یو شمېر پېښې په وروستیو کلونو کې تر سترګو شوې دي.    [۱۰][۱۱]

سرچینې سمول

  1. "1700 years of Jewish life in Germany". Federal Ministry of the Interior, Building and Community (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه February 21, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "German Jewish culture through the ages". amp.dw.com. د لاسرسي‌نېټه February 21, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Benedictow, Ole Jørgen (2004). The Black Death, 1346–1353: The Complete History. Boydell Press. د کتاب پاڼي 392–93. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-84383-214-3. د لاسرسي‌نېټه October 1, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Magic Land of Magenza: Jewish Life and Times in Medieval and Modern Mainz". Mainz.de. City of Mainz. Archived from the original on November 13, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  5. The Jews of Germany. The Museum of the Jewish People at Beit Hatfutsot. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "German Jews During The Holocaust, 1939–1945". USHMM.org. United States Holocaust Memorial Museum. د لاسرسي‌نېټه October 1, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په November 18, 2004 باندې). Rabbiner Ehrenberg: Orthodoxes jüdisches Leben ist wieder lebendig in Berlin.
  8. DellaPergola 2019، p. 54.
  9. (په December 23, 2005 باندې). No Room for Holocaust Denial in Germany.
  10. (په May 22, 2006 باندې). Germans warned of neo-Nazi surge.