پرمختيايي ارواپوهنه

پرمختيايي ارواپوهنه په دې اړوند علمي مطالعه ده چې د ژوند په اوږدو کې انسانان څه ډول بدلون مومي. په بنسټيز ډول د کوچنيانو او ماشومانو سره اړيکه لري، خو دا ډګر تر تنکيو ځوانانو، د بالغو کسانو پرمختګ، بوډاتوب او ټول ژوند جريان پورې غزېدلی او پراخ شوی. د پرمختيايي ارواپوهنې موخه دا ده، څو تشریح کړي چې د ژوند په اوږدو کې فکر کول، احساسات او چلندونه څه ډول بدلون مومي. دا ډګر په درې اصلي ابعادو کې بدلونونه ازمويي، کوم چې دا دي: بدني پرمختګ، معرفتي پرمختګ او ټولنيز احساساتي پرمختګ. په دې درې ابعادو کې پراخه لړۍ موضوعات شته چې حرکتي مهارتونه، اجرائيوي کارونه، اخلاقي پوهاوي، د ژبې پوهاوی، ټولنيز بدلون، شخصيت، احساساتي پرمختګ، خپل اند او د پېژندګلوۍ جوړېدل شامل دي.[۱][۲][۳]

پرمختيايي ارواپوهنه د انساني ودې پر چاره د طبيعي او روزنيز اغېز تر څنګ د وخت په تېرېدو سره په سياق او سباق کې د بدلون د پروسو ارزونه هم کوي. ډېری څېړونکي د ذاتي ځانګړتياوو، د فرد سلوک او چاپېرياليزو لاملونو تر منځ تعامل کې لېوالتيا لري.  په دې کې ټولنيز سياق او سباق او جوړ شوی چاپېریال شامل دي. د پرمختيايي ارواپوهنې په اړوند په روانو بحثونو کې د بيالوژيکي ضروريت په مقابله کې د نيوروپلاسټيټي (د دماغ د جوړښت او فعاليت اړوند) او د پرمختيا د پړاونو په مقابل کې د پرمختګ متحرک نظامم شامل دي.

په پرمختيايي ارواپوهنه کې يو لړ ډګرونه شامل دي، لکه تعلیمي ارواپوهنه، د ماشوم ارواپوهنه، عدلي طب پرمختيايي ارواپوهنه، د ماشوم پرمختګ، علمي ارواپوهنه، د ژونديو موجوداتو او چاپېريال تر منځ د اړيکې ارواپوهنه او کلتوري ارواپوهنه شامل دي. د شلمې پېړۍ په بانفوذه پرمختيايي ارواپوهانو کې «يوري برونفنبرنر، ايرک ايکسن، سګمنډ فرايډ، انا فرايډ، جين بيګيټ، باربرا روګف، ايستر تيلين» او «لیو ويګوټسکي» شامل دي.[۴]

تاریخي وړاندې والی سمول

عموماً ژان ژاک روسو او جان بي واټسن د نوي پرمختيايي ارواپوهنې بنسټ وړاندې کوونکو په توګه پېژندل کېږي. د اتلسمې پېړۍ په نيمايي کې، ژان ژاک روسو د پرمختګ درې پړاونه تشریح کړي دي: کوچنيان (کوچنيتوب)، ماشوم (نابالغ) (ماشومتوب) او په تنکۍ ځوانۍ کې Emile: Or, On Education (دا د ژان ژاک روسو تر ټولو مهم اثر نوم دی). د روسو اندونه د هغه وخت د زده کړې پوهانو خپل کړل او د هغو ملاتړ يې وکړ.[۵]

پرمختيايي ارواپوهنه عموماً په دې تمرکز لري چې د بشري ژوند د جريان پر مهال د وخت په تېرېدو سره څه ډول او ولې ځينې ځانګړي بدلونونه (علمي، ټولنيز، فکري، شخصيت) منځ ته راځي، چې د ارواپوهنې له دې برخې سره ژوره مرسته کړې ده. د دوی له ډلې یو يې ايرک ايرکسن د پرمختيايي ارواپوهنې اته پړاويزه نمونه جوړه کړې ده. هغه باور درلود چې انسانانو د دوی د ژوند په اوږدو کې وده کړې او په همدې ډول د دوی پر کړو وړو باندې اغېز شوی.[۶]

د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې، هغه ارواپوهان چې د داروين د تکامل د تیوري سره بلد وو، د پرمختيايي ارواپوهنې د تکامل تعريف په لټه کې شول؛ په دوی کې پیاوړی يې مخکښ ارواپوه جی. سټينلي هال و، هغه هڅه کړې وه چې ماشومتوب ته د بشريت له پخوانيو پړاونو سره اړيکه ورکړي. جيمز مارک بالډون، چا چې په همدې ډول موضوعاتو لیکنې کړي دي، په کوم کې چې تقليد: په ماشوم او توکم کې د هوښيارۍ او ذهني ودې د طبيعي تاريخ په اړه يو څپرکی: لارې چارې او پروسې شامل دي، دا کتاب د پرمختيايي ارواپوهنې په تیوري کې په څرګند ډول ښکېل و. زیګمند فرويډ، د چا تیوري ګانې چې پرمختيايي وي، په ولسي مفاهيمو يې د پام وړ اغېز پرېښود.[۷]

تیوري ګانې سمول

جنسي رواني پرمختيا سمول

زيګمونډ فرويد داسې يو نظر وړاندې کړی، کوم چې وړانديز کوي چې انسانان هغه ډول رويه کوي، لکه څنګه چې دوی عمل کوي، ځکه دوی په پرله پسې ډول د خوښۍ لټون کوي. د پړاونو په تېرېدو سره د خوښۍ د لټون دا پروسه بدلون مومي، ځکه خلک تکامل مومي. د خوښۍ د لټون هر پړاو چې يو شخص يې تجربه کوي، دا هر پړاو د جنسي ارواپوهنې د پراختيا استازولي کوي. دا پړاونه د بلوغ پړاو ته د رسېدو د پروسې نښه ده.[۸]

لومړی د خولې پړاو دی، کوم چې له زېږېدو سره پیل کېږي او تر يو نيم کال پورې روان وي. د خولې پړاو پر مهال ماشوم د رودلو يا د خولې له لارې د نورو طريقو په مټ خوښي تر لاسه کوي. دويم يې د مقعد پړاو دی، د عمر له يو کلنۍ يا له یو نيم کلنۍ څخه پيل او بيا د عمر تر درې کلنۍ پورې رسېږي. د مقعدي پړاو پر مهال، ماشوم د مقعد له لارې خپل حاجت رفع کوي او ډېر ځله حاجت رفع کولو (بولو کولو) ته لېواله وي.عموماً د پرمختګ دا پړاو د هغه وخت پر مهال منځ ته راځي، کله چې ماشوم ته د ټټۍ کارول ښودل شوې وي. دوی د غټو او تشو متياژو په اړوند متجسس وي. ماشومان همدا راز خپل ځانونه له خپل مور او پلار څخه خپلواک ويني. دوی د پرېکنده والي او خپلواکۍ هيله لري.

درېیمه يې د تناسلي الې مرحله ده، کومه چې د عمر له درې کلنۍ څخه تر پنځه کلنۍ منځ ته راځي (د يو شخص د تشخیص ډېره برخه په دې عمر کې جوړېږي). په دې پړاو کې ماشوم خپلو جنسي غړيو څخه خبرېږي. ماشوم پوهېږي چې څوک دی. د مخالف جنس له خوا د مننې او مينې له لټون څخه خوښي تر لاسه کوي. څلورم يې د ځنډ دی، کوم چې د عمر له پنځه کلنۍ څخه تر بلوغ پورې منځ ته راځي. د ځنډ  د پړاو پر مهال، د ماشوم جنسي لېوالتياوو مخه نيول کېږي.

پنځم پړاو يې تناسلي پړاو دی، کوم چې له بلوغ څخه پيل تر ځوانۍ پورې وي. د تناسلي پړاو پر مهال بلوغ پيليږي. دا مهال ماشومان بالغ شوي وي او نه يواځې دا چې د خپلو ځانونو په اړه فکر وکړي د نورو په اړه هم فکر پيلوي. د نورو خلکو د مینې له جذباتو څخه خوښي تر لاسه کوي.[۹]

فرويد باور درلود چې د شعور او لا شعور تر منځ کړکېچ شته، ځکه شعور د هغه څه د مخنیوي کوښښ کوي چې لاشعور يې د څرګندولو کوښښ کوي. د دې د تشریح لپاره، هغه د شخصيت درې جوړښتونه جوړ کړي دي: id، ego، superego. Id (هويت) د درې درېو له منځه تر تولو لومړی دی، د خوښۍ د اصل سره سم عمل کوي: د خوښۍ لټون کوي او له درده ځان ساتي. Superego (پياوړې ځان غوښتنه) يې مهم او اخلاقي دنده تر سره کوي، په داسې حال کې چې ego (نفس) یوه منظمه، پر حقيقت ولاړه برخه ده، کومه چې د id او Superego د هیلو تر منځ منځګړيتوب کوي.[۱۰][۱۱]

د علمي پرمختيا تیوري ګانې سمول

یو سويسي نظریه ورکوونکی، جين پيګيټ ويلي دي چې ماشومان د خپلو تجربو پر بنسټ په فعال ډول جوړه شوې پوهه زده کوي. هغه وړانديز کړی دی چې د ماشوم په زده کړه کې د بالغ ونډه دا ده چې مناسب مواد مهيا کړي، له کومو موادو سره چې ماشوم تعامل کولای شي او هغه د جوړولو لپاره کارولای شي. هغه سقراطي پوښتنې د ماشومانو په دې اړوند د فکر کولو لپاره کارولي دي چې هغوی څه کوي او هغه د دوی په تشريحاتو کې د ټکرونو د ليدلو هڅه کړې ده.[۱۲]

پيګيټ باور درلود چې فکري وده د پړاونو د يوې لړۍ په مټ تر سره کېږي، کوم چې هغه د علمي ودې په اړوند په خپله اند کې تشریح کړي دي. هر پړاو له ځينو مراحلو څخه جوړ دی چې بلې مرحلې ته د تګ څخه مخکې بايد ماشوم تر مخې مخکې مرحله باندې بشپړ پوه شي. هغه باور درلود چې دا پړاونه يو له بل څخه جلا نه دي، بلکې دا چې هر پړاو د يوې پرله پسې زده کړې په چاره کې له هغې څخه په مخکې پړاو ولاړ وي. هغه د څلورو پړاونو وړاندېز کړی د: حسي حرکتي، له عمل مخکې، واقعي عملي او رسمي عملي. که څه هم هغه باور نه درلود چې دا پړاونه په یو ټاکلي عمر کې نه دي پېښ شوي، ډېرو مطالعاتو دا ټاکلې ده چې دا علمي وړتياوې بايد کله راڅرګندې شي.[۱۳]

د اخلاقي پرمختيا پړاونه سمول

پيګيټ ادعا کړې چې منطق او اخلاق د ودانيزو پړاونو له لارې جوړېږي. د پيګیټ کار ته په پراختيا ورکولو سره، لارنس کوهلبرګ دا روښانه کړې ده چې د اخلاقي ودې پروسه په بنسټيز ډول له انصاف پورې اړه لري او دا د يو فرد د ټول ژوند پر مهال دوام مومي.[۱۴][۱۵]

سرچينې سمول

  1. Graber, Julia A.; Brooks-Gunn, Jeanne (1996). "Transitions and turning points: Navigating the passage from childhood through adolescence". Developmental Psychology. 32 (4): 768–776. doi:10.1037/0012-1649.32.4.768. ISSN 1939-0599. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Developmental Psychology Studies Human Development Across the Lifespan". www.apa.org (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Burman, Erica (2017). Deconstructing Developmental Psychology. New York, NY: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-138-84695-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Developmental Psychology and Related Disciplines/Theories", Developmental Psychology, London: SAGE Publications Ltd, د کتاب پاڼې 7, 2008, doi:10.4135/9781446214633.n3, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412934664, د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hogan, John D (2000). "Developmental psychology: History of the field". In Alan E. Kazdin (المحرر). Encyclopedia of Psychology. 3. د کتاب پاڼي 9–13. doi:10.1037/10518-003. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55798-652-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Erikson E, Erikson JM (1998). The Life-Cycle Completed (الطبعة Extended version). Norton and Company. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hogan, John D (2000). "Developmental psychology: History of the field". In Alan E. Kazdin (المحرر). Encyclopedia of Psychology. 3. د کتاب پاڼي 9–13. doi:10.1037/10518-003. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55798-652-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lantz, Sarah E.; Ray, Sagarika (2022), "Freud Developmental Theory", StatPearls, Treasure Island (FL): StatPearls Publishing, PMID 32491458, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. McLeod, Saul. "Psychosexual Stages". SimplyPsychology. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Cloninger, Susan C. (29 June 2012). Theories of personality: understanding persons (الطبعة 6th). Boston: Pearson Education. د کتاب پاڼي 19–101. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-205-25624-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Snowden, Ruth (2006). Teach Yourself Freud. McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 105–107. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-147274-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wood SE, Wood CE, Boyd D (2006). Mastering the world of psychology (الطبعة 2). Allyn & Bacon. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Reese-Weber, Lisa; Bohlin, Cheryl Cisero; Durwin, Marla (2011-12-06). Edpsych : modules (الطبعة 2nd). New York: McGraw-Hill Humanities/Social Sciences/Languages. د کتاب پاڼي 30–132. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-809786-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kohlberg, Lawrence (1973). "The Claim to Moral Adequacy of a Highest Stage of Moral Judgment". Journal of Philosophy. The Journal of Philosophy. 70 (18): 630–646. doi:10.2307/2025030. JSTOR 2025030. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kohlberg, Lawrence (1958). "The Development of Modes of Thinking and Choices in Years 10 to 16". Ph. D. Dissertation, University of Chicago. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)