پارلماني ولسواکي

عناصر

پارلمان د انگلیسي ژبې (Parliament) کلمه ده چې له (Parle, parley) چې د خبرو او بحث معنی ورکوي اخیستل شوې ده، دا څرگندنې په ۱۲۴۵ زیږدیز کال کې د فرانسې د پادشاه او پاپ تر منځ کیدونکو غونډو ته هم کارول شوې ده، ورو ورو دا څرگندنه د وگړو هغه ټولي ته کارول کیده چې د واکمني د پالیسیو او مالي چارو (Finances) په اړه خبرې اترې کوي او هغه تصویبوي. د دولت د دوه نورو قوو اجرایوي او قضایې په پرتله خلکو ته د پارلمان نږدې والي ته په پام سره پارلمان د خلکو د نظر استازندویه درییم ځواک بلل کیږي له همدې امله د پارلمان ودانۍ ته ډیر وخت د ملت کور کلمه کارول کیږي. پارلماني سیستم او پارلماني حکومت بیا له جمهوري ریاست څخه بیل د حکومت یو ډول دی، په دغه ډول کې د جمهوري ریاست په اپوټه چې پکې د قوو په بیلابیل والي ټینگار دی په پارلماني سیستم کې د اجراییوي او تقنیني قوو د یو ځایوالي په اصل ټینگار کیږي. په پارلماني ډیموکراسۍ کې مقننه او اجرایه قوه په یو ځای کار کوي او له همدط امله دی چې هغه کسان چې قانون جوړوي له بلې خوا په کابینه کې هم دي، حکومت د کابینې او په پارلمان کې د اکثریت او نورو یو ځای شوو پارټیو له ایتلاف څخه جوړ شوی دی، چې پدې ډول حکومت د پارلمان یو اکثریت دی او ډیری تصامیم هم د همدغه ځواک په لاس کې دي او دا چې حکومت د پارلمان اکثریت ټاکلی او د خلکو په نیغه رایه ندي ټاکل شوي نو دوی هم پارلمان ته مسوول دي. حکومت هم په ټولیز ډول په دوه برخو ویشل شوی یو یې رسمي برخه ده چې په راس کې یې پاچا راځي او بل یې د حکومت اجرایوي برخه ده چې پکې لومړی وزیر مشر راځي او پاچا چې ملي مشرتابه لري یواځي نظارت کوي چې حکومت شته دی، کله چې کوم اضطراري حالت رامنځته کیږي، یا ایتلافي حکومت ماتې خوري بیا پاچا واک لري چې یوه چا ته دنده ورکړي چې حکومت جوړ کړي؛ خو د لومړي وزیر دنده بیا ټول اجرایوي مسولیتونه دي؛ هغه پاليسي جوړوي او د خپلو اړتیاو له مخې قوانین وړاندیز کوي. په پارلماني ډیموکراسۍ کې تصمیم هم ډلې ته ورگرځي، ډله تصمیم نیسي، په پارلمان کې اکثریت حکومت جوړوي او په حکومت کې هم یواځې لومړی وزیر پریکړه نه کوي بلکه کابینه تصمیم نیسي.