ٌصدفي پوڅکۍ

Pleurotus ostreatus
صدفی پوڅکۍ
مملکه پوڅکۍ
څانگه basidiomycetes
طایفه Agaricales
کورنۍ Pleurotaceae
جېنس Pleurotus

صدفي پوڅکۍ (په لاتين: Pleurotus ostreatus) د ونو یا لرگو تيارخورو څخه یوه خوراکي پوڅکۍ ده چې پرته له مړوخوا آمريکا او مړوخوا اروپا کې په ځنگلونو کی پر ونو باندې تيارخور او شنه کېږي.

ستاينه سمول

صدفي پوڅکۍ خوراکي پوڅکۍ ده چی پولادي، نسواري - پولادي يا ارغواني - پولادي خولۍ لري د خولۍ شکل لکه صدف غوندې دي او د دي لپاره انسانان صدفي پوڅکۍ ورته وایي. پاڼې یی سپين رنگ لري. نوموړي پوڅکۍ د اکتوبر څخه تر دیسمبر پورې پر پاڼې لرونکي ونو یا منډرو باندي شنه کېږي یا په بروزو کې کرل کېږي. دغه پوڅکۍ یو شمېر طبيعي توکو لکه پروتئينونه (۲۵ ٪ )، معدني مواد (۱۰ ٪)، ویټامینونه C, B, riboflavin, thiamin, niacin او پولي ساکاریډ 3-D بېټا گلوکان لري.

پوڅکۍ په روغتيا کې سمول

د صدفي پوڅکۍ توکې د انسانانو پر روغتيا باندي ښه آغېزه لري. نوموړي توکې په وینه کی کلسترول لږ کوي او رگونه او د انسانانو ايموني سیستم زیاتوي. دغه پوڅکۍ د بواسیر(موېښي)، وريسو رگونو، قرحو، باغو رشکو ، زړه ناروغو او سرطان د درملنې لپاره کارول کيږي.