راشپیل هډوکی (په انگرېزي: Scapula) چې د Omo یا Shoulder blade په نوم هم یادیږي ، هغه هډوکی دی چې عضد هډوکی له کیلي هډوکي سره نښلوي. راشپیل یا کتف هډوکی د اوږې د کمربند خلفي برخه جوړوي. دا هډوکی په انسانانو کې پلن او تقریباً مثلثي هموارشکل لري چې د سینې د قفس په خلفي وحشي لوري باندې موقعیت لري. دغه هډوکی په وحشي کې د کیلي هډوکي سره Acromioclavicular بند او له عضد هډوکي سره Glenohumeral بند جوړوي. دا هډوکی ددو سطحو ، درې څنډو ، درې زاویو او Acromion بارزې لرونکی دی.

سطحې

قدامي سطحه (Ventral surface)

چې د Costal surface په نوم هم یادیږي د یوې پراخې کندې لرونکې ده چې د Sub scapular fossa په نوم یادیږي. د دې Fossa ۲/۳ انسي برخه د گڼ شمیر مایلو پلو یا موړو ( Ridges ) لرونکې ده کومې چې وحشي علوي خواته اوږدې شوې دي. دغه موړې د وترونو ؛ او ددې موړو ترمنځ سطحه ؛ د Subscapularis عضلي فایبرونو لپاره د ارتکاز ځاې دی. ۱/۳ وحشي برخه یې ښویه او د عضلي فایبرونو په واسطه پوښل شوې ده. ددې کندې په علوي برخه کې یوه مستعرضه ننوتلې برخه لیدل کیږي چیرته چې دغه هډوکی په خپل ځان را غبرگ شوی معلومیږي او د Glenoid cavity له مرکز څخه تیره او یوه د پام وړ زاویه جوړوي چې د Sub scapular angle په نوم یادیږي او دا د خپل قوس ماننده منظرې له کبله د هډوکي جسم ته د پام وړ قوت ورپه برخه او ددې قوس څوکه د Spine او Acromion لپاره د تکیې دنده ترسره کوي.

خلفي سطحه ( Dorsal surface)

له پورته څخه ښکته خوا ته قوسي شوې ده یعنې لیندۍ ته ورته شکل لري چې د Spine په واسطه په دوه غیر مساوي برخو ویشل شوې ؛ په دې ډول چې د Spine څخه پورته برخه د Supra spinous fossa او له Spine څخه ښکته برخه د Infra spinous fossa په نوم یادیږي. Supra spinous fossa چې له Infra spinous fossa څخه کوچنۍ ده مقعر او ښوی جوړښت لري ، فقري نهایت یې نظر عضدي نهایت ته پراخه ده. له ۲/۳ انسي برخې څخه یې Supra spinatus عضله منشاء اخلي. Infra spinous fossa چې نسبتاً Supra spinous fossa ته ډیر لوی والی لري ، د فقري څنډې په علوي برخه کې یې ؛ یو کم عمقه مقعریت لیدل کیږي چې مرکزي قسمت یې د یوې محدبې راوتلې برخې لرونکې ده. او د ابطي څنډې خواته یوه ژوره میزابه لیدل کیږي چې له علوي څخه سفلي برخې ته اوږده شوې ده. ددې Fossa له ۲/۳ انسې برخې څخه Infra spinatus عضله منشاء اخلي او ۱/۳ وحشي برخه یې ددې عضلې په واسطه پوښل شوې ده. خلفي سطحه یې د ابطي څنډې خواته ؛ دوه نیم سانتي متره له سفلي زاویې څخه پورته د یوې جگې موړې په واسطه په نښه شوې ده کومه چې د Glenoid cavity له سفلي برخې څخه ؛ ښکته او خلف ته د فقري څنډې په لوري سیر لري. ددغې موړې ( Ridge) له پاسه فبروزي پرده ( fibrous Septum ) ارتکاز کوي. دغه فبروزي پرده Intra spinatus عضله له Teres major او Teres minor څخه جلاکوي. ددغې موړې او ابطي کنار ترمنځ سطحه ؛ په ۲/۳ علوي برخه کې کم سورې ده او له مرکزي برخې څخه یې یوه میزابه تیریږي چې دا میزابه Scapular circumflex vessels احتوا کوي. په دې ۲/۳ علوي برخې باندې Teres minor عضله ارتکاز کوي. ددې سطحې ۱/۳ سفلي برخه نسبتاً پراخه او تقریباً مثلثي شکل لري له کومې نه چې Teres major او Latissimus dorsi عضلات منشاء اخلي.

انځور: گیڼ راشپيل هډوکی؛ د پښتیو لورته مخ.
1. Subscapular fossa
2. Glenoid cavity
3. Coracoid process
4. Acromion
5. Superior border
6. Scapular notch
7. Superior angle
8. Medial border
9. Inferior angle
10. Lateral border
11. Infraglenoid tubercle


څنډې

دا هډوکی درې څنډې لري چې له علوي ، ابطي او فقري څنډو څڅه عبارت دي. علوي څنډه یې ترټولو لنډه او نرۍ ده، مقعر شکل لري ، له انسي زاویې څخه د Coracoid process تر قاعدې پورې امتداد لري.دې څنډې ته په حیواناتو کې Cranial border هم ویل کیږي. ابطي څنډه ( Axillary border ) یا وحشي څنډه یې په دې درې واړو څنډو کې ډبله څنډه ده. دا په علوي کې د Glemoid cavity له سفلي څنډې څڅه شروع او په مایل ډول سفلي خلفي خواته د سفلي زاویې په لور امتداد لري. دې څنډې ته په حیواناتو کې Caudal border ویل کیږي. فقري څنډه ( Vertebral border ) یا انسي څنډه ؛ په درې واړو څنډو کې اوږده ترینه څنډه ده چې له انسي څخه د سفلي زاویې په لوري امتداد لري. دا څنډه په حیواناتو کې د Dorsal border په نوم یادیږي.

زاویې

د يومکی درې زاویې لري چې له علوي ، سفلي او وحشي یا Glenoid زاویو څخه عبارت دي. علوي زاویه یې د Trapezius عضلې اوسفلي زاویه یې د Latissimus dorsi عضلې په واسطه پوښل شوې ده . وحشي زاویه یې پراخه او Glenoid cavity په خپل ځان کې لري ؛ کومه چې قدام ، وحشي او لږڅه علوي خواته متوجه ده.

Acromion

ددې هډوکي Acromion ؛ د اوږې څوکه جوړوي . Acromion یوه لویه ، تقریباً مثلثي یا مستطیل ډوله بارزه ده چې د Glenoid cavity لپاسه را ځړیدلې .

خوځښتونه

د راشپیل هډوکي خوځښتونه د Scapular عضلاتو په واسطه رامنځته کیږي؛ چې خوځښتونه یې له جگولو ( Elevation ) ، ښکته کولو ( Depression ) ، پراخولو یا اوږدولو ( Protraction) ، کشولو ( Retraction ) ، وحشي خواته تدور ( Lateral rotation ) ، انسي خواته تدور ( Medial rotation ) ، علوي خواته تدور ( Upward rotation ) ، سفلي خواته تدور ( Down ward rotation ) ، Anterior tipping او Posterior tipping څخه عبارت دي.

سرچينې

1- http://en.wikipedia.org/wiki/Scapula
2- Stedman’s electronic medical dictionary, version 6 , 2004, Lippincott and Wilkins
3-Taber’s cyclopedic medical dictionary, 1997 , F.A. Davis company