يارسينيا انټروکوليټيکا

يارسينا انټروکوليټيکا ګرام منفي باسيل بکتريا ده، چي د يارسينا په کورنۍ پوري اړه لري. د ۲۲°cڅخه تر °۲۹c پوري (۷۲f–۸۴f) حرارت کي خوځنده ده. د انسان بدن په نورماله تودوخه کي د حرکت وړ نه ده. (۱)(۲) د يارسينا انټروکوليټيکا انتان د يارسينيوزيس په نوم ناروغي رامنځته کوي. دا يوه حيواني ناروغي ده چي په انسانانو، او په يو زيات شمېر حيواناتو لکه غوا، هوسۍ، خوګ او مرغانو کي رامنځته کېږي.

زياتره دغه حيوانات له دې ناروغۍ څخه ښه کېږي، او د ناقلينو رول ترسره کوي. چي دا د سرايت قوي سرچینه ده که څه هم د ناروغي اعراض او علايم نه ښکاري.(۳) دغه بکتريا د کوربه له حجرو سره د trimeric autotransporter نښلوونکو موادو په واسطه د وصل له لاري کوربه اخته کوي. د يارسينا جنس يوولس نوعي لري چي عبارت دي له:- يارسينا پيسټيس، يارسينيا سوډوټوبلکلوزيز، يارسينيا انټروکوليټيکا، يارسينا فريډريکسينی، يارسينيا انټرميډيا، يارسينيا کريسټينسيني، يارسينيا برکوويري، يارسينيا مولاريټی، يارسينيا روډي، يارسينيا الډووي او يارسينيا روکيري.

چي له دې ډلي څخه يارسينيا پيسټس او يارسينيا سوډوټوبرکلوزيس او د يارسينيا انټروکوليټيکا ځيني نوعي د انسانانو او د ګرمي ويني لرونکو حيواناتو د څو نوعو لپاره پتوجنيک اهميت لري. د يارسينيا نوري نوعي په چاپېريال کي په اپرچونيسټ شکل ژوند کوي. د يارسينيا نوعي له کلينيکي موادو څخه جلا کېدلای شي، نو دوی بايد په ځانګړي کچه وپېژندل شي. يارسينيا انټروکوليټيکا يې يو بېل ډول دی، کوم چي د فينوټايپيک ځانګړتیاوو په اساس په شپږو بايوګروپونو ویشل شوي دي. دo (ليپوپولي سکرايد)سطحي انتيجن په اساس له ۵۷ څخه په زياتو سيرو ګروپونو وېشل شوي دي. د شپږو بايوګروپونو له ډلي څخه پنځه يې پتوجن دي. که څه هم د دغو سيرو ګروپونو څخه يې ډېر لږ په انسانانو يا حيواناتو کي له ناروغیو سره یو ځای وي.
هغه نوعي چي په o:۳ سيرو ګروپ (۴بيو ګروپ) o5,27 سيرو ګروپ (۲ او ۳بيوګروپونه) o:۸ سيرو ګروپ (۱Bبيو ګروپ) o:۹ سيرو ګروپ (۲بيو ګروپ) سره تړاو لري په نړيواله کچه په زياته اندازه په انساني نمونو کي ليدل شوي دي. که څه هم د يارسينيا انټروکوليټيکا ډیر مهم سيرو ګروپ په زياتره اروپايي هيوادونو کي o:۳ اوo:۹ دي. په داسي حال کي چيO:۸ سيرو ګروپ يې په متحده ايالاتو کي پېژندل شوی دی. يارسينيا انټروکوليټيکا په طبيعت کي په پراخه کچه شتون لري. په کوربه کي رامنځته کېدنه يې معايي طرق کي د د ګڼو تي لرونکو، د الوتونکو د ډولونو، سړې ويني لرونکو حيواناتو او د وچي او لنډې په نوعو کي رامنځته کېږي. زياتره چاپيريالي نوعي يې شديدي نه دي.
که څه هم، هغه نوعي چي له خوګ څخه تجرید شوي دي انساني پتوجنيک سيرو ګروپونه لري. په دې سربېره سپي، مېږي، ځنګلي روډينټ او چاپيريالي اوبه هم د پتوجنيک يارسينيا انټروکوليټيکا نوعي مخزن کېدلای شي. انساني مرضي نوعي معمولا په معدي معايي لاري پوري محدود دي او د نس ناستي لامل ګرځي.(۴)

اعراض او علايم سمول

د دخول لاره معدي معايي ټيوب ده. دغه اورګانيزم معمولا د نيمه پخې خوګ غوښي، منتنو اوبو، غوښي او شيدو په واسطه رامنځته کېږي. د يارسينيا انټروکوليټيکا حاد التهاب په انسانانو کي د انټروکولايټيس يا د اليوم التهاب او د لمفاوي غوټو د التهاب لامل ګرځي. په اعراضو کي يې اوبلن يا وينه لرونکی نس ناستی او تبه راځي چي د اپنډيسايټيس(appendicitis)، سالمونيلوزيس(salmonellosis) يا شيجيلوسيس(shigellosis) سره ورته والی لري. د خولې له لاري له خوړلو وروسته د اليم په وروستئ برخه کي په وېش پيل کوي او پهpeyer's patches حمله کوي.
له دې ځای نه دوئ ميزينټريک لمفاوي غدواتو ته خپرېږي چي لمفاډينوپاتي(lymphadenopathy) رامنځته کوي. دغه حالت له اپنډيسايټيس سره غلطېدلای شي له دې امله ورته pseudo appendicitis وايي. په هغو کسانو کي چي معافيتي سيستم يې کمزوری وي، دغه انتانات له معدي معايي ټيوب نه ځيګر او توري ته انتقالېږي او هلته ابسې جوړوي.  څرنګه چي د يارسينيا نوعي سيډروپيليک(اوسپنه خوښوونکي) بکترياوي دي، نو هغه خلک چي ولادي هيموکروماټوزيس(hemochromatosis)[هغه ناروغي چي د اوسپني سويه په کي لوړه وي] ناروغي ولري له يارسينيا او نورو siderophilic بکترياوو سره ډېر حساس دي. په حقيقت کي د ذخیره شوي ويني ډېر زيات ککړونکی يارسينيا انټروکوليټيکا ده.(۵)

درملنه سمول

يارسينيوزيس معمولا درملني ته اړتيا نه لري. په سپسيس يا شديد موضعي انتان کي په ځانګړي ډول که د معافيتي سيستم له کمزوري سره يو ځای وي doxycycline لهaminoglycoside سره يو ځای ورکول کېږي. نور انټي بيوټيک چي د يارسينيا انټروکوليټيکا په وړاندي فعال دي عبارت دي له trimethoprime-sulfamethoxasole، fluoroquinolones، ceftriaxone اوchloramphenicolڅخه. يارسينيا انټروکوليټيکا د بيتا لکټيميز د توليد له امله معمولا دpenciline G, ampicillin اوcefalotin په وړاندي مقاومت لري.(۶)

انزار سمول

د يارسينيا انټروکوليټيکا انتاناتو نه ورسته ځيني مهال مزمني التهابي ناروغئ لکه: د بندونو التهاب(arthritis)،(۷) erythema nodosum اوreactive arthritis راپیدا کیږي. چي دغه ناروغۍ زياتره مهال د معافيتي ميکانيزمونو له امله رامنځته کېږي.(۸).