وېلنی (په انگرېزي:Mentha longifolia) د نعنا د جنس يو بوټی دی چې په اروپا، لوېديځه او مرکزي آسيا او شمالي او جنوبي افريقا کې موندل کېږي.

وېلنی

گټې

ویلنی؛ کولیسټرول کموي او هډونه پیاوړي کوي. د ترکي روغتیاپوهانو په وینا؛ ویلنی د کولیسټرول د کمولو تر څنگ؛ د انسان هډونه هم پیاوړي کوي, روغتیا پوهان وایې چې نوې څیړنې په ډاگه کړې چې د ویلنې په پرله پسې توگه استعمال په وسیله د ا نسان په وجود کې د کولیسټرول اندازه کمیږي او په دې کې شته مگنیزیم د انسان هډوکې پیاوړي کوي. که څه هم وېلنی په ښکاره یو ساده شین نبات ښکاري خو په اصل کې په کې ډیرې گټې نغښتي دي. روغتیا پوهان وایې د ویلني د تازه پاڼو تازه اوبه د لیمو او شهدو سره په گډه خوړلو سره د خېټې او معدې ټولې ناروغۍ جوړیږې. د ټوخی او زکام په وخت کې د ویلنې اوبه د تور مرچ او تورې مالگې (په جنوبي آسیا کې استعمالیدونکې مالگې) سره جوش او نوش جان شي؛ وجود ته راحت او آرام ورکوي. همداراز که د اِټکو پر مهال د ویلني پاڼې وژوول شي نو سمدستي اِټکې دروي. که په گرمۍ کې د زړه بدوالي او استفراق (قي) پر مهال یوه کاچوغه وچ ویلنی د یو کاچوغه لاچي سره په یو گیلاس اوبو کې جوش او نوش جان شي؛ د یادې ستونزې غوره درملنه ده. همداراز روغتیاپوهان دا هم وایي؛ که د سر درد پر مهال د ویلني پاڼې په تندي (ټنډه) وتړل شي؛ سمدستي د سر درد آراموي.