ویلیم مک کینلي

ویلیم مک کینلي (د ۱۸۴۳ز کال د جنورۍ په ۲۹مه زېږېدلی او د ۱۹۰۱ز کال د سپټمبر په ۱۴مه مړ شوی)له ۱۸۹۷ز کال نه تر ۱۹۰۱ز کال پورې د متحده ایالاتو د ۲۵م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه د ۱۸۹۸ز کال د هسپانیا او امریکا جګړې په لړ کې ولسمشر و او د امریکا د صنعتونو د پیاوړتیا لپاره یې ګمرکي تعرفې زیاتې کړې، د وړیا سپینو زرو پراختیایي پولي سیاست یې رد کړ او ملت یې د سرو زرو په معیار کې وساته.

ویلیم مک کینلي
(انګلیسي: William McKinley د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ویلیم مک کینلي
ویلیم مک کینلي

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ جنوري ۱۸۴۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 14 سپټمبر 1901 (58 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۱۳][۹][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ویلیم مک کینلي
ویلیم مک کینلي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جمهوري غوښتونکی مک کینلي د امریکا د کورنیو جګړو وروستی ولسمشر و،هغه یوازینی کس و چې خپل خدمت یې د یو افسر په توګه پیل او د بریوټ میجر په توګه یې پای ته ورساوه. له جګړې وروسته، هغه د اوهایو ایالت په ​​کانټون سیمه کې مېشت شو او له ایډا ساکسټن سره یې واده وکړ. په ۱۸۷۸ز کال کې مک کینلي کانګرس ته لاړ او د محافظتي تعرفو په اړه د جمهوري غوښتونکي ګوند کارپوه و ټاکل شو اوژمنه یې وکړه، چې اقتصادي سوکالي ته به کار کوي. مک کینلي په ​۱۸۹۱زاو ۱۸۹۳ز کلونو کې د اوهایو د والي په توګه هم دنده ترسره کړې. د خپل نږدې سلاکار مارک هانا په مرسته، هغه په ​​۱۸۹۶ز کال کې د ژور اقتصادي ناورین  په ترڅ کې د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ  نوماندي وګټله او خپل دیموکراټ سیال ویلیم جینینګ براین ته یې ماتې ورکړه.

د مک کینلي د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا اقتصاد په چټکې سره وده وکړه، هغه د ۱۸۹۷ز کال د (Dingley) تعرفې لوړې کړې، ترڅو تولید کوونکي او د فابریکو کارګران له بهرني سیالۍ نه خوندي وساتي. همدارنګه په ۱۹۰۰ز کال کې یې د سرو زرو د معیار قانون تصویب کړ. هغه هیله درلوده، چې هسپانیه دې ته وهڅوي، تر څو یاغی کیوبا ته له جګړې پرته خپلواکي ورکړي، خو کله چې خبرې اترې ناکامې شوې ،مک کینلی له کانګرس نه د ۱۸۹۸ز کال د هسپانوي-امریکایي جګړې د پیل کولو د اعلامیې غوښتنه وکړه، چې  د متحده ایالاتو بریا چټکه او پریکړه کوونکې وه. د سولې د هوکړې د یوې برخې په توګه هسپانیا له خپلو اصلي بهرنیومستعمرونه لکه د پورټوریکو، ګوام او فیلیپین نه دمتحده ایالاتو په ګټه تېر شو، کیوبا ته هم د خپلواکۍ ورکړې ژمنه شوې وه، خو هغه د متحده ایالاتو د پوځ تر کنټرول لاندې پاتې شوه. متحده ایالاتو په ۱۸۹۸ز کال کې د هاوایی خپلواک جمهوریت په ځان پورې ضمیمه کړ او د متحده ایالاتو برخه شوه.

تاریخپوهان د مک کینلي د ۱۸۹۶ز کال بریا د ریښتیني ټاکنو پایله ګڼي، چې په هغه کې له کورنۍ جګړې وروسته سیاسي کړکېچ د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې څلورم ګوند ته هم لاره هواره کړه او په دې ډول د پرمختګ دوره پیل شوه. مک کینلي د ۱۹۰۰ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه کمپاین په ترڅ کې براین ته ماتې ورکړه، چې ډېر تمرکز یې په امپریالیزم، محافظت، او وړیا سپینو زرو و. د مک کینلي لاسته راوړنې هغه وخت نیمګړې پاتې شوې کله، چې هغه د ۱۹۰۱ز کال د سپټمبر په ۶مه د لیون کازولګوز له خوا چې پولنډي-امریکایي انارکیست و، په ډزو وویشتل شو. مک کینلي اته ورځې وروسته مړ شو او د هغه مرستیال ولسمشر تیوډور روزولټ د هغه ځایناستی وټاکل شو. د امریکا د اقتصادي لاسوهنې او د سوداګرۍ د نوښتګر په توګه، مک کینلي په عمومي توګه د اوسط نه پورته درجه بندي کېږي. د هغه شهرت ډېر ژر د روزولټ له خوا تر منفي اغېز لاندې راغی.

د کیوبا کړکېچ او له هسپانیې سره جګړه سمول

یاغیانوپه پرله پسې توګه، له لسیزو راهیسې په کیوبا کې له هسپانوي استعمار نه د آزادۍ لپاره کمپاین پیل کړی و، چې  په ۱۸۹۵ز کال کې په جګړې بدل شو، خو کله چې دغه جګړه د هسپانیا ټاپوګانو ته وغځېده، هسپانیا یې په وړاندې په غچ اخیستنې لاس پورې کړ. په امریکا کې عامه افکار له یاغیانو نه د ملاتړ په پار منظم شول. مک کینلي هم د هسپانوي تګلارو پر وړاندې له یاغیانو ملاتړ وکړ. که څه هم امریکایانو د کیوبا د آزادولو لپاره د جګړې غوښتنه کوله، خو مک کینلي بیا د سوله يیزې تګلارې پلوي وکړه، په دې تمه،چې د خبرو اترو له لارې هسپانیا د کیوبا د خپلواکۍ په ورکولو قانع کړي یا لږ تر لږه کیوبا ته د یو څه خپلواکۍ اجازه ورکړي. متحده ایالات او هسپانیا په ۱۸۹۷ز کال کې په دې اړوند خبرې اترې پیل کړې، خو معلومه شوه چې هسپانیا به هېڅ کله د کیوبا خپلواکي و نه مني او یاغیان (او د دوی امریکایې ملاتړي) به هم هېڅکله په لږ څه بسنه ونه کړي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۱۸۹۸ز کال په جنوري کې هسپانیا یاغیانو ته د یو څه امتیازاتو ژمنه وکړه، خو کله چې د امریکا قونسل فیتژګ لی په هاوانا کې د فساد راپور ورکړ، مک کینلي پرېکړه وکړه، چې د (USS Maine)جنګي بیړۍ واستوي. د فبرورۍ په ۱۵مه د ماین چاودنې له امله یاده بېرۍ ډوبه شوه، چې ۲۶۶کسان په کې ووژل شول. مک کینلي ټینګار وکړچې: د تحقیقاتو محکمه لومړی دا معلومه کړي چې ایا چاودنه ناڅاپي وه که نه او په دې ډول د مارچ په ۲۰مه محکمې د شواهدو په پام کې نیولو سره پریکړه وکړه، چې ماین له اوبو لاندې ځای پر ځای شوی و. دې پېښې په کانګرس کې د جګړې لپاره ټینګار زیات کړ، خو مک کینلي بیا هم د کیوبا د خپلواکۍ لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړ.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

هسپانیې د مک کینلي وړاندیز رد کړاو د اپرېل په ۱۱مه مک کینلي دا موضوع کانګرس ته وسپارله. هغه د جګړې غوښتنه نه وه کړې، خو کانګرس د اپرېل په ۲۰مه د ټیلر تعدیل سره د جګړې اعلان وکړ، کوم چې د کیوبا د الحاق کولو هر ډول اراده یې رد کړه. نیک کپور وايي چې: د مک کینلي کړنې د هغه د منځګړیتوب، سوله پالنې او د بشردوستانه ارزښتونو پر بنسټ ولاړې وې، نه د بهرنیو فشارونو پر بنسټ.[۲۴][۲۵]

د ټیلګراف او ټیلیفون پراختیا مک کینلي ته د جګړې په ورځني مدیریت کې د پخوانیو ولسمشرانو په پرتله ډېر ګټور تمام شو، چې د پوځ او سمندري حرکتونو د څارنې او لارښود لپاره یې له نوې ټیکنالوژي نه ګټه واخیسته.[۲۵]

جګړه د مک کینلي په کابینه کې د یو لړبدلونونو لامل شوه، ځکه چې ولسمشرد بهرنیو چارو وزیر په توګه د شرمین استعفا ومنله. ویلیم ار ډې موافقه وکړه، چې د جګړې تر پایه پورې د منشي په توګه دنده ترسره کړي. په پنځلسو ورځو کې، د امریکا سمندري ځواک خپله لومړۍ بریا د هسپانیا پر وړاندې ترلاسه کړه. کله چې د کموډور جورج ډیوي په مشرۍ اسیایي سکواډرون د فیلیپین د مانیلا خلیج په جګړه کې د هسپانوي سمندري ځواک ویجاړ کړ. یوی پریکندې بریا، د جګړې ساحه چې مرکز یې په کارابین کې و، په داسې یوي جګړې بدله کړه، چې په ارام سمندر کې د ټولو هسپانوي استعمارونو برخلیک یې ټاکه.

بله میاشت، هغه فیلیپین ته د لېږل شویو سرتیرو شمېر زیات کړ او د پوځ قوماندان تورن جنرال ویسلي میرټ ته یې د اوږدې مودې لپاره د قانوني سیسټمونو د جوړولو او مالیاتو لوړولو واک ورکړ. کله چې د ۱۸۹۸ز کال د جون په پای کې پوځیان فیلیپین ته ورسېدل مک کینلي پریکړه وکړه، تر څو هسپانیه اړ کړي، چې ټاپوګان متحده ایالاتو ته تسلیم کړي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په ورته مهال، په کارابین تیاتر کې، د رضاکارانو لوی ځواک د کیوبا د یرغل لپاره، ټامپا، فلوریډا ته نږدې سره راټول شول. پوځ مخکې له دې، چې دوۍ کیوبا ته لاړ شي د چټک پراخېددونکي ځواک په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ وو، خو د جون تر میاشتې پورې کوربین د ستونزو په حل کې پرمختګ وکړ. له اوږده ځنډ وروسته، پوځ د تورن جنرال ویلیم روفس شافټر په مشرۍ د جون په ۲۰مه له فلوریډا نه حرکت وکړ، دوه ورځې وروسته سانتیاګو دي کیوبا ته ورسېد. د جون په ۲۴مه په لاس ګواسیماس کې له نښتې وروسته، د شافټر پوځ د جولای په ۲مه د سان جوان هیل په جګړه کې له هسپانوي ځواکونو سره ښکیل شو. په یوه سخته ورځنۍ جګړه کې، امریکایان بریالي شول، که څه هم دواړو خواوو ته درانه تلفات واوښتل.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

شافټر د سانتیاګو ښار محاصره کړ، چې وروسته د جولای په ۱۷مه تسلیم شو، او کیوبا یې د امریکا تر کنټرول لاندې راوستله. مک کینلي او میلز په پورتوریکو هم د برید امر وکړ، چې د جولای په میاشت کې د لږ مقاومت سره مخ شو. د هسپانیې نه وتل او د هسپانوي سمندري ویجاړول د بیا رغونې امکانات لږ کړل او د اسپانیا حکومت د جګړې پای ته رسولو لپاره د یوې لارې په لټه کې شوه.[۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0571838/ — د نشر نېټه: ۲۱ جولای ۲۰۱۵
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120300978 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xp73rv — subject named as: William McKinley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/69683142 — subject named as: William McKinley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/699 — subject named as: William McKinley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32343.htm#i323423 — subject named as: William McKinley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2184420 — subject named as: William McKinley (2) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/mckinley-william — subject named as: William McKinley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=mackinleyw — subject named as: William Mckinley
  10. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=william;n=mckinley;oc=1 — subject named as: William McKinley
  11. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=39691 — subject named as: William McKinley — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/16134 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  13. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0041626.xml — subject named as: William McKinley — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  14. Recent historiography emphasizes the humanitarian motivations for the initial war decision. Jeffrey Bloodworth, "For Love or for Money?: William McKinley and the Spanish–American War" White House Studies (2009) 9#2 pp. 135–57.
  15. Gould، صص. 68–70.
  16. Gould، صص. 65–66.
  17. Leech، ص. 148.
  18. Gould، ص. 60.
  19. Gould، صص. 86–87.
  20. Gould، صص. 79–81.
  21. Leech، صص. 171–72.
  22. Gould، ص. 74.
  23. Gould، صص. 71–72.
  24. Gould، صص. 102–03.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Gould، صص. 91–93.
  26. Morgan، صص. 467–68.
  27. Gould، ص. 101.
  28. Leech، صص. 203–07.
  29. Gould، ص. 96.
  30. Gould، صص. 97–98.
  31. Gould، صص. 109–10.
  32. Leech، صص. 249–52.
  33. Gould، صص. 107–09.
  34. Gould، صص. 104–06.
  35. Leech، صص. 214–15.
  36. Gould، صص. 112–13.
  37. Gould، صص. 110–12.
  38. Leech، صص. 253–58.