ویلارډ ون اورمن کواین

ویلارډ ون اورمن کواین، چې ملګرو ته یې د «ون» په نامه ور پېژندل شوی و، د (۱۹۰۸ز) کال د جون په ۲۵مه زېږېدلی او د (۲۰۰۰ز) کال د دسمبر په ۲۵مه یې له نړۍ سترګې پټې کړې دي. ون امریکایي فیلسوف او منطقپوه و او د شلمې پېړۍ د دودیزې ارزونې په فیلسوفانو کې یوه خورا اغېزمنه څېره وه. له (۱۹۳۰ز) کال نه تر مړینې، یعنې اویا کاله یې په هاروارډ کې لومړی د زده کوونکي په توګه او بیا د ښوونکي په توګه کار کړی دی. ون له (۱۹۵۶ نه تر ۱۹۷۸ز) پورې په هاروارډ کې د اډګر پيېرس ځایناستی و.[۱۵][۱۶]

ویلارډ ون اورمن کواین
ویلارډ ون اورمن کواین
ویلارډ ون اورمن کواین

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ جون ۱۹۰۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 25 ډيسمبر 2000 (92 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون (۱۹۳۰–۱۹۳۲)[۱۱]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ڈاکٹری مشیر الفرېډ نورث وایټ‌هېډ   د (P184) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۲][۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ماډل تيوري
د سيټ نظريه
انټولوژي   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون (۱۹۳۳–۱۹۷۸)[۱۴][۱۱]
د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک (۱۹۴۲–۱۹۴۵)[۱۱]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کواین د منطق او د سېټ تیورۍ ښوونکی و. دی د هغه مقام له امله مشهور و، چې د لومړۍ درجې منطق یوازینی ډول دی، چې د نوم  وړ یې دی. د ریاضیاتو سیستم او د سېټ تیورۍ ته یې، چې د نویو بنسټونو په نامه پېژندل کېږي، وده ورکړه. د ریاضیاتو په فلسفه کې هغه او د هاروارډ ملګري یې هیلري پوتنم د کواین ـ پوتنم د اړینوالي استدلال ته وده ورکړه، چې د ریاضیاتو د شته والي لپاره دلیل دی.[۱۷][۱۸][۱۹]

په هر حال، کواین په دې نظر و، چې فلسفه مفهومي تحلیل نه دی، بلکې په ساینس پورې اړه لري.

«د ساینس فلسفه، پوره فلسفه ده» دا په تجربوي علومو کې پر نامتو طنز بدل شو. هغه په خپله د ساینس له سرچینو نه پر ساینس د پوهېدو لپاره سیستماتیکه هڅه وکړه او اغېزمنه طبیعي پوهه پېژندنه یې رامنځ ته کړه او هڅه یې کوله، تر څو د دې لپاره ښې ساینسي څرګندونې وړاندې کړي، چې موږ څنګه د لږ حسي انډول پر بنسټ پخوانۍ ساینسي تیوري رامنځ ته کولی شو. هغه په ساینس کې د نسبي وجود پېژندنې ((ontological پلوي هم وکړه، چې دThesis   Duhem _ Quine   په نامه یادېږي.

د هغه مهمې لیکنې د (څه شته) په اړه مقالې دي، دا یې په ( ۱۹۴۸ز) کال کې لیکلي، چې د برټرنډ رسل د توضیحاتو تیوري یې روښانه کړې او د انټولوژیکې ژمنې( تعهد) په اړه د کواین مشهوره وینا ده. «اوسېدل یو متغیر ارزښت دی» او «دوه تجربوي اصول» چې پر دودیز تحلیلي – مصنوعي توپیر او کمونې باندې یې برید وکړ، د هغه وخت مشهور منطقي باور یې کمزوری کړ او پر ځای یې د سیمانتیک هولیزم پلوي وکړه.

په (۲۰۰۹ز) کال کې د تحلیلي فیلسوفانو ترمنځ یوه ټول پوښتنه وشوه، چې کواین یې په تېرو دوو پېړیو کې پینځم فیلسوف ونوماوه. هغه په (۱۹۹۳ز) کال کې د منطق او فلسفې په برخه کې د شاک لومړۍ جایزه وګټله. دا جایزه یې د خپلو سیستماتیکو او د پام وړ بحثونو له امله وګټله، چې د شته وو ټولنیزو شواهدو په رڼا کې د ژبې او اړیکو د زده کړې لپاره او پایلې یې د ژبنیو معناوو او د پوهې په تړاو نظریې وې. په (۱۹۹۶ز) کال کې یې په هنر او فلسفه کې د کیوټو جایزه وګټله، ځکه په شلمه پېړۍ کې یې د فلسفې د پرمختګ لپاره بېلابېلې نظریې، لکه:  د منطق، پوهې پېژندنې، د علم فلسفې او د ژبې د فلسفې په برخه کې وړاندې کړې. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

ژوندلیک سمول

کواین د اوهایو په اکرون کې له پلار او مور او مشر ورور رابرت کلوایډ سره لوی شوی. پلار یې کلوایډ رابرټ د اکرون تجهیزاتو د شرکت بنسټګر و، چې ټایرونه یې تولیدول. مور یې هیرېټ ای د ښوونځي ښوونکې وه، چې وروسته د کور مېرمن شوه. کواین په ځوانۍ کې ملحد و.[۲۴][۲۵]

کواین دوه ودونه کړي وو او څلور بچیان یې لرل. رابرټ کواین یې وراره و. هغه له سیاسي پلوه محافظه کار و، خو د هغه د لیکنو لویه برخه د فلسفې په تخنیکي برخو کې وه، چې له مستقیمو سیاسي مسایلو نه لرې وې.

زده کړې سمول

کواین په (۱۹۳۰ز) کال کې له اوبرلین کالج نه په ریاضیاتو کې لېسانس ترلاسه کړ او په (۱۹۳۲ز) کال کې یې له هاروارډ نه، په فلسفه کې دوکتورا ترلاسه کړه. د تېزس لارښود ښوونکی یې الفرډ نورث وایټ هېډ و. کواین د هاروارډ پوهنتون تر ټولو ځوان محصل و، چې د څلورو کلونو لپاره یې له تدریسه معاف کړ.

د (۱۹۳۲-۱۹۳۳ز) کلونو په لړ کې، هغه د شېلډون په مالي مرسته اروپا ته ولاړ او هلته یې له پولنډي منطقپوهانو (سټانسیلاو لزنیفسکي او الفرډ تارسکي)، د وین د حلقې له غړو سره د روډولف کارنپ په ګډون او له یوه منطقي پوزېټېوېسټ سره لیدنه وکړه.[۲۶]

هاروارډ سمول

په هاروارډ کې یې له ډېوېډ لوئېس، ګیلبرټ هارمن، ډاګفین فولسډل، هائو وانګ، هوګس لبلانک او نورو سره د پایلیکونو په برخه کې مرسته وکړه. له (۱۹۶۴-۱۹۶۵ز) پورې په ویسلیان پوهنتون کې د پرمختللو مطالعاتو د مرکز غړی و. په (۱۹۸۰ز) کال کې یې د سویډن له اپسالا پوهنتون نه په بشري علومو کې افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه.[۲۷][۲۸]

د کواین شاګرد وایي چې: کواین د ژوند په وروستیو کې خپله حافظه له لاسه ورکړه. د هغه د لنډمهالې حافظې خرابېدل تر دې بریده وو، چې په سختۍ یې د دلیلونو د تعقیب لپاره مبارزه کوله. کواین هم په خپله پروژه کې د پام وړ ستونزې درلودلې، ترڅو په Word  او Object کې بیاکتنې وکړي. له مړینې مخکې یې مورټن وایټ ته وویل: «نه پوهېږم، چې زما د ناروغۍ نوم څه دی، التوسر که الزایمر، خو دا چې زما په یاد نه ده،نو باید الزایمر وي» هغه په (۲۰۰۰ز) کال کې د کرسمس په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو. [۲۹]

منطق سمول

کواین د خپل مسلک په لړ کې د رسمي منطق په اړه ډېرې تخنیکي او تشرېحي لیکنې خپرې کړې، چې ځینې یې په (غوره منطقي مقالې) او (د پاراډوکس لارې) کې بیا چاپ شوې دي. د مقالو تر ټولو غوره ټولګه یې منطقي لیدلوری دی.

کواین په هغه احتمال ډېر باوري و، چې رسمي منطق به په پای کې له فلسفې او ریاضیاتو نه بهر پلی شي. هغه په برېښنايي انجینیرۍ کې د بولین الجبرا په اړه ډېرې مقالې لیکلي او له اډوارډ جي مک کلوسکي سره یې د بولین معادلې د کمولو لپاره د کواین- مک کلوسکي الګورېتم طرحه جوړه کړه.

سېټ تیوري                                                  سمول

کواین خورا نوښتګر و. په منطق کې د کواین ونډه او د سېټ تیوري په اړه یې په زړه پورې څرګندونې او یو شمېر تخنیکي نتایج وړاندې کړل. هغه تل ویل چې: ریاضي سېټ تیورۍ ته اړتیا لري او دا تیوري له منطق سره ډېر توپیر لري. هغه د یو څه وخت لپاره له نومینالېست نېلسن ګوډمین سره سیالي وکړه، خو کله چې کواین د ریاضیاتو لپاره د نومینالیست په موندلو کې پاتې راغی، نو له سیالۍ نه په شا شو. کواین د خپل مسلک په لړ کې درې محوري تیورۍ وړاندې کړې.[۳۰][۳۱]

میتافزیک سمول

کواین پر معاصر میتافزیک ډېرې اغېزې درلودلې. هغه د (مجردې مادې) اصطلاح جوړه کړه او د (اپلاتون ږیره) اصطلاح یې، د خالي نومونو د ستونزو لپاره وکاروله.[۳۲]

د ریاضیاتي ریالیزم لپاره لازمي استدلال سمول

د ریاضیاتو په فلسفه کې، کواین او د هاروارډ ملګري یې هیلري پوتنم د کواین - پوتنم مقالو ته وده ورکړه، چې د ریاضیاتو د شته والي لپاره یو دلیل دی. استدلال یې داسې دی: یو کس باید د ټولو هغوعناصرو لپاره انتولوژیکي(هستۍ) ژمنې ولري، چې د غوره ساینسي تیوریو لپاره اړینې دي او دغه موجودیت ته په عمومي توګه (ټول او یوازې) وایي. [۳۳]

د غوره ساینسي تیوریو لپاره ریاضیاتي موجودات اړین دي، له همدې امله باید یو کس له ریاضیاتي موجوداتو سره انتولوژیکي ژمنې ولري. د لومړي بنسټ څرګندونې ډېرې جنجالي دي، پوتنم او کواین دواړه د ټولو ناساینسي نهادونو د اېستلو لپاره طبیعي فلسفې ته بلنه ورکوي او له «ټول او یوازې» نه، د «یوازې» دفاع کوي.[۳۴]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119209013 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119209013 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Willard-Van-Orman-Quine — subject named as: Willard Van Orman Quine — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6j79rg0 — subject named as: Willard Van Orman Quine — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/quine-willard-van-orman — subject named as: Willard Van Orman Quine
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0053746.xml — subject named as: Willard van Orman Quine — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3765 — subject named as: W. V. O. Quine — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=51304 — subject named as: Willard Van Orman Quine — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=118066 — subject named as: Willard Van Orman Quine — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023319 — subject named as: Willard Quine — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ https://plato.stanford.edu/entries/quine/
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119209013 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/17703267
  14. The Flying University — نشرونه لخوا د: The New York Review of Books — د خپرولو نیټه: ۲۴ جنوري ۱۹۸۰
  15. کينډۍ:MacTutor
  16. "W. V. Quine, Philosopher Who Analyzed Language and Reality, Dies at 92".
  17. Colyvan, Mark, "Indispensability Arguments in the Philosophy of Mathematics", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2004 Edition), Edward N. Zalta (ed.).
  18. "Mr Strawson on Logical Theory". W. V. Quine. Mind, Vol. 62, No. 248. Oct. 1953.
  19. "Quine's Philosophy of Science". Internet Encyclopedia of Philosophy. Iep.utm.edu. July 27, 2009. Accessed March 8, 2010.
  20. "So who *is* the most important philosopher of the past 200 years?" Leiter Reports. Leiterreports.typepad.com. March 11, 2009. Accessed March 8, 2010.
  21. Poll Results: Who is the most important philosopher of the past 200 years? Brian Leiter. March 11, 2009. Accessed October 24, 2014.
  22. "Prize winner page" Archived 2017-07-10 at the Wayback Machine.. The Royal Swedish Academy of Sciences. Kva.se. Retrieved August 29, 2010.
  23. "Willard Van Orman Quine". Inamori Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر July 20, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 15, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. The Cambridge Companion to Quine, ed. Roger F. Gibson, Jr, Cambridge University Press, 2004, p. 1
  25. Quine, Willard Van Orman; Hahn, Lewis Edwin (1986). The Philosophy of W.V. Quine. Open Court. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0812690101. In my third year of high school I walked often with my new Jamaican friends, Fred and Harold Cassidy, trying to convert them from their Episcopalian faith to atheism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. کينډۍ:MacTutor
  27. "Guide to the Center for Advanced Studies Records, 1958–1969" Archived March 14, 2017, at the Wayback Machine.. Weselyan University. Wesleyan.edu. Accessed March 8, 2010.
  28. "Honorary doctorates – Uppsala University, Sweden". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. W. V. Quine. Word and Object 2013. MIT Press.
  30. Nelson Goodman and W. V. O. Quine, "Steps Toward a Constructive Nominalism", Journal of Symbolic Logic, 12 (1947): 105–122.
  31. Bueno, Otávio, 2013, "Nominalism in the Philosophy of Mathematics" at the Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  32. Armstrong, D. M. (2010). Sketch for a systematic metaphysics. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199655915. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Colyvan, Mark, "Indispensability Arguments in the Philosophy of Mathematics", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2004 Edition), Edward N. Zalta (ed.).
  34. Putnam, H. Mathematics, Matter and Method. Philosophical Papers, vol. 1. Cambridge: Cambridge University Press, 1975. 2nd. ed., 1985.