ويکيپېډيا:ژوند دود، د ژوند زده کړې

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ژوند دود سمول

ليکوال :استاد ناصر مکارم شيرازي د تفسير نمونه مولف

ژباړن : ډاکټر ذبيح الله اقبال


پوهه، تدبر، اندنه - تفکر سمول

 باخبره وسئ ! هغه پوهه،چې تاسې پر سمې پوهې سمبال نه کړي؛ نو ګټوره نه ده.
باخبره وسئ ! د قرآن په تلاوت کې چې له تدبره کار وا نه خلئ ؛نو ګټور نه  دى .
 باخبره وسئ!په هغه عبادت کې چې اندنه ‏نه وي؛ نو بې اغېزى دى . (١)  
لنډه شرح  :

په علمي فورمولونو،سوليز- منطقي قانونو او له فلسفي آرونو د ماغزو ډکول او هر ډول پوهه،چې له سم اند،نړۍ ليد او د انساني ژوند د آرونو له پېژندګلوۍ سره سمون و نه خوري؛نو اغېز به يې ډېر لږ وي؛لکه چې که د قرآن اۤيتونه بې له تدبر او مانا‏ پوهېدو لولو؛نو اغېز به يې‏ ډېر لږ وي او پر هغه عبادت،چې د اندنې ‏او تعقل د لمر وړانګې و نه لګي؛نو د يو بې اروا جسم په شان دی،چې له هر ډول لوړو روزنيزو اغېزو به تش او خالي وي .

د تدبير کچه سمول

امام صادق وويل : د ژوند د حالاتو او ټولنې ‏سمونې ته له درېو دوه برخې هوښياري او ځيرکي او له دريو يوه برخه بي اعتنايې پکار ده .(٢)

لنډه شرح :

هېڅ کار بې له څېړنې،هوښيارۍ او طرح نه ‏کېږي او همداراز يو کار له بې اعتنايۍ  تر منزله نه رسي.
په بله وينا: که مو بې څېړنې او ځيرنې يو کار پيل کړ؛نو له ماتې سره به مخ شو؛خو که وغواړو د ټولو ممکنو احتمالاتو او اټکل شويو پېښو ته چارې وځنډوو؛نو د داسې چارې پيلول هم خورا سخت دي، چې هر يو کوچني کار ته په کلونو کلونو څېړنې ته اړتيا ده او همداسې ملګړي،برخوال او د ژوند شريک باڼې (ښځه يامېړه ) لپاره ؛ نوځکه په پورتني حديث کې د چارو د تدبيرکچه راښوول شوې ده .

د جسم او روح دواړو اړخوړنو ته مو پام وسه سمول

امام حسين وويل : هغوى ته حيران يم، چې د خپل جسم د خوړو فکر ورسره وي؛خو د اروا د خوړو په اړه لږ فکر هم نه کوي؛ ناوړه خواړه خپل نس ته نه اچوي؛خو خپل زړه پر زيانمنو او ناوړو مطالبو ډکوي . (٣ )

لنډه شرح :

 د پېغمبراکرم د ګران لمسي خبره څومره ژوره او سمه ده،چې خلک د جسم د خوړو په اړه سخت دريځه دي،که رڼا نه وي او يا څراغ نه وي لګېدلى؛نو دسترخوان ته لاس نه ورنږدې کوي،په پټو سترګو خواړه نه خوري او له اړنګمنو- مشکوکو خوړو ځان ساتي او د جسم د خوړو په هکله ډول ډول روغتيايي قوانينو ته پاملرنه کوي؛خو ‏په پټو سترګو،په تپو تيارو کې او په ناخبرۍ کې هر ډول اړنګمن- مشکوک خواړه خپل ذهن او زړه ته اچوي،د نامناسبو انډيوالانو خبرې،زهرجن تبليغات او هر ډول د دروغو خبرې او شايعات مني، چې دا ډېره د هېښنې- حيرانتيا او خواشينۍ خبره ده.

د قلم ونډه سمول

امام صادق وويل:بل داسې ژړېدونکى مې و نه ليد،چې د قلم په څېر موسکى وي. (٤ )

لنډه شرح :

قلم د انسان د عواطفو وياند او د انسان د عقل ژباړن دى،قلم د تمدنونو بنسټګر او د ټولنې د څرخونو چورلوونکى دى،قلم په خپله ژړا کې د انسان د ملاماتو دردونو په اړه خبرې کوي او د شونډو په موسکا کې يې د عشق، نشاط، د ژوند ښکلي خوالونه - رازونه او د ډېرى زړونو د ښکلا‏  خواله -راز نغښتى دى؛خو د خواشينۍ خبره ده‏ همدا قلم،چې کله د بې ﻻريو ګوتو ته ورشي؛نو د ژړا اوښکې  يې د وينو سيلابونه وي او موسکا يې پر لوړو انساني ارزښتونو ملنډې دي او لېشې  پکې وهي.

دوه سترې دندې سمول

امام صادق وويل: مؤمن تل دوه څيزونو هک پک ‏کړى:تېرو ګناهونو، چې نه پوهېږي څښتن (ج) به ورسره څه کوي او د پاتې عمر په اړه، چې نه پوهېږي څه به پکې کوي! (٥ )

لنډه شرح :

د ايمان تر ټولوڅرګنده نښه،د تېرو کړو او ورته د ورسپارل شويو دندو په اړه د مسئوليت ننګېرنه - احساس ده. هغوى چې ننګېرنه لري؛تل په دې فکر کې وي، چې خپل تېر وخت سکېنده-جبران کړي او تل د داسې لارې چارې په لټه کې وي،چې له پاتې وخت او فرصتونو ښه ګټنه وکړي او په همدې کې د يو انسان او يا د يو ملت  د بري خواله - راز ‏نغښتې ده،هغوى چې نه د تېر وخت په باب فکر کوي او نه د راتلونکې د جوړولو په  فکر کې وي؛ نو يو ړوند او بدمرغه  ملت دى .

د ټولنۍ د بربادۍ لاملونه سمول

حضرت پېغمبر اکرم (ص ) وويل :څلور څيزه دي،چې که  يو يې هم کوم کور ته ننووت؛نو ويجاړ به شي او د څښتن (ج)  برکت  به  يې اۤباد نه  کړي: خيانت،غلا, د شرابو څښل او  زنا . (٦ )

لنډه شرح :

پورتنى قانون نه يوازې د يوې کورنۍ لپاره دى؛بلکې ټولنه هم ددې  قانون  تر سيورې  لاندې  ده.

‏يوې ټولنې ته،چې خيانت راننووت؛نو پايله يې خامباوري وي. په يوې ټولنه کې،چې په بېلابېلو بڼو غلا دود شوه (په تېره بيا په بيت المال کې) نو د ويسا - اعتماد ‏ ټغر ‏ټولېږي . شراب څښل،چې دود شول؛نو پايله به يې کمزوي اندونه،معلول اولاد او بې اغېزې ځوانان وي او په ټولنه يا کورنۍ کې، چې بې حيايي او زنا دود ‏ شوه؛ نو د کورنۍ بنسټ به سست شي او راتلونکى کهول ‏به يې وروست ‏وي .


ناغېړي ‏او بيوزلي سمول

حضرت علي(ک) وويل:هغه ورځ چې ټولو څيزونو واده وکړ؛ نو"ناغېړۍ" او "بېوسۍ" هم کوروالى وکړ،چې دوه زامن ترې وزيږېدل : "نشتمني" او " تنګ لاسي" .(٧ )

لنډه شرح :

ناغېړي ‏او له  ستونزو تېښته هغه څيزونه دي،چې د ايمان د اروا اوبه ورسره په يوه وياله کې نه ځي،چې ددې څيزونو پايله يوازې نشتمني، هغه هم پراخ بنسټه نشتمني،چې له وټيزې- اقتصادي نشتمنۍ څخه نيولې تر اخلاقي او  مانيزې-معنوي پورې ټول رانغاړي،حال داچې هغوى چې ايمان لري،بايد له هره اړخه په خپلو پښو ولاړ وي، مړه خوا وي او پخپله يې وګټي او وسټي.


پر زړونو د پوهې ورښت سمول

لقمان حکيم وويل : زويه ! څښتن (ج) د انسانانو زړونه د پوهې په څراغ رڼا کړل؛ لکه څنګه يې چې په  بارانونو شاړې ځمکې برکتي کړې. (٨ )

لنډه شرح :

د انسان زړه د بڼ په څېر دى، چې د ډول ډول نيالګيو او ګلانو تخم پکې شيندل شوی،چې که پخپل وخت خړوب شي؛نو زرغون برکتي بڼ به ترې جوړ شي،چې د دې بڼ د خړوبولو لار يوازې د پوهې ‏څاڅکى دى؛ نوځکه بې پوهې ‏ زړونه مړه،بې يېبرور – بې حاصله او شاړ وي، تل او په هر حال کې خپل  زړه د پوهې ‏پر رڼا‏ ژوندى او تاند وساتئ .

د پېسمنۍ- لويۍ سرچينه

امام صادق وويل :څوک هم ځان تر نورو ‏غوره نه ګڼي؛خو داچې ځان سپک ننګېري - احساسوي . (٩ )

لنډه شرح : د امام صادق دا خبره نن سبا ارواپوهانو هم جوته کړې،چې د پېسمنۍ ‏او ځان تر نورو د غوره ګڼلو سرچينه يوازې دا ده،چې انسان په خپله سپک وي او هغوى چې په دې ناروغۍ اخته وي؛نو د خپل زړه د سپکولو او د خپل کمښتونو د سکېندۍ - جبران لپاره پردې ناسمه لار ګام ږدي؛يعنې په لاسي-مصنوعي توګه ځان په ټولنه کې ستروي،چې له دې لارې نور هم په ټولنه کې ځان سپکوي.‏ داچې مؤمنان غښتلي او دنننى وګړه - شخصيت لري؛نو د هر چا پر وړاندې ‏متواضع دي.

درې ارزښناک څيزونه سمول

آنحضرت (ص) وويل :درې څيزونه دي،چې انسان څښتن (ج) ته رسوي د ليكلو پر مهال ‏د پوهانو د قلم غږ .د جهاد په ډګر کې د مجاهد د پښى غږ.( د هېواد د پولو خوندي کولو او نظام جوړونې په جهاد کې د مجاهد اردو د پښو غږ ) .د پاک لمنې ښځې د څرخې غږ . (١٠)

لنډه شرح :

‏ څومره له مانا ډکه هېښنده خبره ده !درې غږونه دي،چې له هستۍ تېرېږي او غږ يې تر ابديته رسي او ځان  خدای ته رسوي : د پوهې او قلم  غږ؛ که څه هم  ټيټ دى. د څښتن (ج) په لار کې د جهاد غږ او د هر کار غږ او همدا درې څيزونه دي،چې  د ټولنې  د سر لوړۍ  لامل  ګرځى: پوهه ، جهاد او  کار.

د امام حسين شهادت سمول

پېغمبراکرم(ص ) وويل : د امام حسين شهادت د مؤمنانو په زړه کې داسې اور بلوي،چې کله هم نه مړکېږي . (١١)

لنډه شرح :

په نړۍ کې ډېری خونړۍ جګړې راپېښې شوې،چې ترڅو مياشتو او کلونو وروسته هېرې شوې،د وخت تېرېدو پرې د هېرېدو خاورې واچولې؛خو هغوى چې د څښتن (ج) په لار کې د انسان اۤزادۍ ته او د پتيالۍ او فضيلت په لار کې له خپل  هر څه تېر شول،کله به هم هېر نشي،چې امام حسين او توريالي ‏ياران  يې  ددې  زنځير‏ لومړۍ کړۍ دي.


د واقعي مسلمان دوه نښې سمول

 پېغمبراکرم (ص) وويل : يوازې د ځينو ډېر لمونځ کولو،روژه نيولو، حج کولو او له نورو سره نېکيو ته مه ګورئ (که څه هم دا په خپل ځاى کې مهم دي)؛بلکې ريښتنولۍ او امانت  ته  مو يې پام وسه . (١٢ )

لنډه شرح :

که انسان  لږ زيار وباسي او اسلامي سرچينې ولولي؛نو ور جوته به شي،چې د واقعي مسلمان څرګندې نښې "ريښتنولي " او "امانت ساتي" ده که څه هم لمونځ، روژه او حج د اسلام تر ټولو لوړ روزنيز پروګرامونه دي؛خو دا يوازې د اسلام نښې نه دي؛بلکې مسلمان بايد خپل نيمګړى ايمان په ريښتنولۍ او امانت ساتۍ بشپړ کړي .

د غوسې اور سمول

امام باقر وويل : شيطان د غوسې د اور سوځونکې لمبه د انسان په زړه کې بلوي. (١٣)

لنډه شرح:

 ډېر لږ پېښېږي،چې انسان په غوسه کې يو کار وکړي او يا يو هوډ يې نيولى وي او بيا پرې پښېمانه نشي؛ځکه د غوسې په لمبو کې عقل خپل کار پرېږدي او اعصاب او ورپسې د انسان غړي پر داسې لوري روانېږى,چې  ترې د راولاړې شويو پايلو سکېندول- جبرانول يې يو عمر وخت غواړي؛نو ګرانو ښه به وي،چې د لګېدو په وخت کې دا شيطاني لمبه مړه کړو؛ځکه کېداى شي د خپلاو يا د نورو د ژوند درمن  ته اور واچوو.

د شتمنۍ سرچينې سمول

پېغمبراکرم(ص ) وويل :روزي تر ځمکې لاندې ولټوئ . (١٤ )


لنډه شرح :

هغه مهال چې خلکو ته لا د کانونو او په ځمکو کې د پټو زېرمو ارزښت نه و معلوم،چې دا لارښوونه رسول اکرم(ص) وکړه،چې مسلمانان تر ځمکې لاندې  په  لټه  کې  شي او څه چې  ترې راباسي، خپل  ژوند دې  پرې  ښکلى کړي . د پېغمبراکرم دا لارښوونه د اسلامي ښوونو ژورتيا راښيي او هم مسلمانان دې ته هڅوي، چې  پتمن ژوند وکړي.

تر ټولو ناوړه کسب سمول

پېغمبراکرم(ص ) وويل:تر ټولو ناوړه کسب هغه دى،چې له ربا سره يو ځاى شوى وي،تر ټولو ناوړه کسب سود خوړل دي، پر سود ککړ کسب تر ټولو کسبونو ناوړه کسب دی.‏(١٥) امام صادق وويل :څښتن (ج) چې وغواړي يو ملت هلاک كړي؛نو سود خوړل پکې رابرسېروي ‏(يا دودوي).

لنډه شرح  :

 سره  له  دې  چې نن سبا د سود خورو بازار خورا ګرم  دى او د نړۍ اقتصاد په بېلابېلو بڼو کې په سود خورو پورې  تړلى دى؛خو اړنګ - شک نشته ،چې  سود خوړل د هر اقتصادي نظام ملاماتوي او ددې لامل ګرځي،چې شتمني په وحشتناکه توګه يوازې د څو تنو او موسسو په واک کې وي،چې د شتمنيو دا غېرعادلانه ويش پخپله د ډول  ډول  ټولنيزو بدمرغيو او اخلاقي فسادونو جرړه  ده .

امير او بنديوان سمول

حضرت علي(ک) وويل : که غواړې د چا امير شئ؛ نو نېکي ورسره وکړه ! ځان له هرچا مړه خوا کړه،چې د هماغې په څېر شې،که غواړى، د چا بنديوان شې؛نو اړين او محتاج  يې شه .


لنډه شرح  :

د خلکو او ملتونو په ټولنيزو اړيکو کې دا قانون په ټول ځواک ‏ واکمن دى،چې حکومت مرستندوى لاس دى او مرسته اخستونکى که  وغواړي که نه ؛نو تر لاس  لاندې يې وي. اړين  وګړي او ملتونه  په  واقع  کې هغه مريان دي،چې خپل مرييتوب يې نورو ته  د اړمنۍ ‏ د لاس  په غځولو تثبيت کړى دى .

واقعي مسلمان هغه دى،چې هڅه وکړي ‏خلکو او ملتونو سره اړيکې او مرسته د متقابلو مرستو پر بنسټ ټينګې کړي،نه يوه اړخيزه او بلاعوضه مرستې اخستل يوازې د معلولو او له کاره ولېدليو وګړيو چار دى .

ريا او ځان ښوونه سمول

امام صادق وويل:خپل  نېک کارونه هغو خلکو ته د ځان د ښوولو لپاره مه کوئ،چې ستاسې ژوند او مرګ يې په لاس کې نه دى؛نه ځواک ‏لري ‏او نه مو ‏کومه ستونزه هوارولاى شي .(١٦)   

لنډه شرح : هغوى چې په ځان ښوونه او ريا روږد شوي وي؛نو د ژوند ټولې چارې يې تشمنځې-پوچې وي،د تمدن پر ځاى يوازې پر يوه بې روحه ظواهرو او د ژوند پر ځاى پر خيالاتو،کږنو او انګېرنو- اوهامو او د نېکمرغۍ په ځاى يوازې په نوم او د دين پر ځاى يوازې پر څو ظاهري تشريفاتو يې ځان قانع کړی وي؛نو ښکاره خبره ده،چې ددې خلکو برخه هم له ټولو څيزونه څخه يوازې "ظواهر" دي؛نو ځکه اسلام دا ناوړه عمل په کلکه رټلى او وايي،چې ستا برخليک ددې خلکو په لاس کې نه دى؛نو ولې دومره ځان ښيي؟

کينه سمول

امام صادق وويل:کينه کښ مخکې تر دې،چې  بل  ته  تاوان ورسوي، ځان يې زيانمن کړى دى .( ١٧) 

لنډه شرح  :

 کينه  دې ته  وايي،چې انسان  و نشي کړاى‏ نور خلک  په نعمت کې وويني او په دې هڅه کې وي،چې څنګه کېږي هغه له دې نعمته بې برخې کړي او يا زيان ور ورسوي . کينه تل د وروسته پاتې کېدو لامل دى نه پرمختګ.کينه ‏ستره اخلاقي ناروغي ده،چې کينه کښ له اروايي پلوه پخپله د نورو په  پرتله زيات سوځي او وروسته پاتې کېږي او سپکېږي؛ نو غوره به وي،چې انسان ددې پر ځاى، چې خپل وخت او انرژي د نورو خلکو په خرابولو کې تويې ‏ کړي،پخپله  مټې ‏بډ وهي،ملا وتړي او پخپله يې وګټي او‏  وسټي.

د څښتن (ج) له رحمته بې برخې سمول

حضرت علي(ک ) وويل : د چاچې اوبه او ځمکه په واک کې وي او نشتمن ‏او اړين پاتې شي؛نو د څښتن (ج) له رحمته بې برخې دى . (١٨)

لنډه شرح  :

له اسلامي حديثونو دا حقيقت په  ډاګه کېږي،چې د نړۍ مسلمانان بايد له  ټولو سرچينو؛لکه مالداري، کرنه، تر ځمکې لاندې کانونو، کسب، سوداګرۍ ‏او صنعته کار واخلي،چې  نشتمني ‏له منځه يوسي؛ ان که يو هېواد يوازې اوبه يا ځمکه ولري؛نو ‏خپله اقتصادي ستونزه دې پرې هواره‏ کړي.‏حال داچې‏ وينو،‏ډېری ‏مسلمانان له ډېرو ‏نعمتونو ‏برخمن دي؛خو ناغېړي ‏دي او زحمت نه ګالي او که داسې يې و نه کړل؛ نو په دې ملت لعنت ويل شوى او د څښتن (ج) له رحمته بې برخې دي او له اسلامه خورا ‏لرې دي. په اسلام کې  نورو ته اړتيااو لاس اوږدول غندل او رټل شوي دي .


ناوړه انډيوالان سمول

حضرت علي(ک) وويل :ستا تر ټولو ناوړه انډيوالان هغوى دي،چې ښه او په غوړه ژبه درسره چلن کوي او پر نيمګړتياوو دې پردې اچوي. (١٩)

لنډه شرح  :

له واقيعتونو‏ تېښته او پرحقيقتونو پرده اچول نه کومه غوټه پرانځي ‏او نه چا ته چوپړ ګڼل کېږي؛نو هغه انډيوالان،چې کوښښ کوي ‏د رغنده نيوکې پر ځاى حقايق پټ کړي او د انډيوال د خوشحالۍ لپاره يې پر نيمګړتياوو پرده واچوي او مصنوعي باتور ترې جوړ کړي؛نو دا کار نه يوازې انډيوالي نه ده؛بلکې سترخيانت هم دى .

د چارو بشپړول سمول

پېغمبراکرم(ص ) وويل : تر پيلولو يې د نېک کار بشپړول غوره او مهم دى. (٢٠)


لنډه شرح  :

 په خپل ټولنيز ژوند کې به هرومرو له  داسې چارو سره مخ شئ،چې نيمګړى پاتې وي،چې د هغو کارکونکيو د ننګېرنو - احساساتو تر اغېزې لاندې د ‏ښه کار کولو ته سملاسي ملاتړلې ده؛ خو ډېر ژر يې د ننګېرنو ‏بېړۍ ډوبه شوې وه او کار يې نيمګړى پرېښى او  پخپله لار‏ تللى دى .
  د اسلام هغه مؤمنان او خواري کښ انسانان خوښ دي،چې يو ګټور کار پيل  کړي او تر پايه  يې  ورسوي .

تلپاتې چارې سمول

امام صادق وويل : څښتن (ج) خپلو ټولو پېغمبرانو ته حکم وکړ، چې نړيوال رښتينولۍ او امانتوالۍ ته راوبلي. ( ٢١)

لنډه شرح  :

يوه روغه ټولنه په ډول ډول شتمنيو ولاړه وي،چې تر ټولو‏ غوره يې د  ډاډ او عمومي ويسا - اعتماد شتمني ده ،چې پکې پر وينا او پر کړنو ويسا هم راځي‏ او ‏ددې با ارزښته شتمنۍ تر ټولو ستر دښمن  دروغ او خيانت دى.
په هغه ټولنه کې،چې دروغ او خيانت دود شي؛نو ټول يو له بله وېرېږي،ټول يوازېتوب ننګېري ټول بايد د ژوند پېټى ځان ته پخپله يوسي،چې دا هماغه د "يوازيو"ټولنه ده؛نو ځکه وويل شول،چې رښتينولي او امانتوالي د ټولو پېغمبرانو دنده  وه .

ډېره درنه سزا سمول

پېغمبر اکرم (ص ) وويل : څوک چې په څه پوهېږې اوعمل پرې نه کوي او له خپلې پوهې ‏ګټنه نه کوي؛نو د قيامت پر ورځ به يې سزا تر ټولو‏ درنه وي . ( ٢٢)

لنډه شرح  :

 د اسلام سول - منطق وايي،چې پوهه ‏تل د وګړيز او ټولنيز ژوند ښه کولو ته ده ،چې بې له دې  پوهه ‏ارزښت نه لري .
هغوى چې نه پوهېږي او يو کار کوي؛نو مسوليت يې دومره  دروند نه دى؛خو د قيامت پر ورځ د هغوى پرحال ژړل په کار دي،چې خلک نېکیو ته رابلي؛خو  پخپله په ناوړو چارو لاس پورې کوي او د پوهې ‏پر خلاف عمل کوي .

د پور بلا سمول

پېغمبراکرم (ص) وايي :څومره مو، چې له لاسه کېږى پور مه اخلئ؛ ځکه د شپې غم او د ورځې ذلت راوړي . (٢٣)

لنډه شرح  :

زموږ په وخت کې بې ځايه دودونه او په ژوند کې سینګار پالۍ ‏ته پام، خلک د پور ‏تر پېټي لاندې ډوب کړي دي . ‏داچې پوروړى ‏ اۤزاد انسان نه شمېرل کېږي؛ نو ‏خپل مشر ‏راته حکم کړی،چې ‏له لاسه مو کېږې؛نو له چا پور مه اخلئ . که د هېوادونو ترمنځ د پور مسالې ته په ځير وکتل شي؛ خطرناکه او وېرونکې ده او  د يو ملت  خپلواکۍ ‏او اۤزادۍ  ته ګواښ دى .

روغ ټولنيز ژوند سمول

امام صادق وايي : که خلک يو د بل حق ورکړي او د اړينو خلکو اړتياوې لرې کړى؛نو ژوند به ډېر خوږ او په زړه پورې شي. (٢٤)

لنډه شرح  :

پورتنۍ وینا چې د زکات او د بېوزليو د لاسنيوي په اړه ‏ويل شوې، ټولو ته خبردارى ورکوي،چې د نورو حق‏ ورکول يوازې ‏اخلاقي او انساني مساله نه ده؛ بلکې يو مهم  ټولنيز بنسټ دى،چې د روغ  ټولنيز ژوند او  ډاډ لامل ګرځي .
 داچې ځينو ځينې زبېښلي؛نو د ټولنې هوسايي  یې له  منځه  وړې،ددې خبرې  ستر  ږوی- ګواه همدا اسلامي  فرمان  دى،چې نړيوال "حق " له " زور" سره مساوى ګڼي او زورور هغه حقونو ته چې  پر غاړه  يې  دي، غاړه کېږدې ؛نو هم  پخپله  په خطر کې دى او هم انساني  ټولنه  د خطر کندې ته راکاږي .

د بدمرغيوکونجي سمول

امام حسن عسکري  وويل : لوى څښتن (ج) بدمرغيو او شرونو ته  قلف اچولى،چې کونجي  يې شراب دي او دروغ  تر شرابو ‏هم  بد دي . (٢٥)  

لنډه شرح :

 د بدو او ناوړه چارو په لار کې لوى خڼد عقل ‏دى،يو کلک  قلف دى، چې بدو چارو ته اچول شوى او چې کله دا قفل (عقل) د شرابو په کونجي خلاص شي؛ نو ټول بد او ناوړه کارونه له دې بنده راخلاص شي او په مستۍ کې ډوب انسان ځان پر ډول ډول ګناهونو ککړوي؛خو که شرابخور په مستۍ او لېونتوب کې پر ګناه ککړ وي،دروغجن په پوره هوښيارتوب د ټولنيز ژوند بنسټونه له منځه وړي،د ويسا روح  له  منځه  وړي او د ډول ډول ګناهونو سرچينه ګرځي؛نو دورغ او دروغجن  تر شرابو او شرابخور ‏هم  بد وي .

د جنتيانو نښې سمول

امام صادق وويل :جنتيان څلور نښې لري : ورين تندى،پسته اوخوږه ژبه،مينه ناک زړه او ورکونکى لاس . (٢٦)

لنډه شرح  :

تر ټولو اصيل او غوره انساني  ښوونځى هغه  دى،چې انسان یې په ټولنه کې وويني او ټولنه د باارزښته انسانو روزنتون وبولي؛ځکه ‏ټولنه د ټولو توکیزو- مادي او مانیزو- معنوي برکتونو سرچينه ده .
په پورتنۍ وينا کې هم د نېکمرغيو او د ځينې خلکو په اړه ‏څلور خبرې راوړي دي،چې دا څلور واڼه د ټولنې اړيکې ټينګوي او د ټولنې په پټي کې د انسانيت تخم شيندي .
ورين تندى،پسته خوله،خوږه ژبه،هغه زړونه،چې د انسانانو په مينه اۤباد وي او هغه لاسونه،چې په مرسته ورکولو نه ستړى کېږي .

هو! ګرانو دا دي د جنتى انسانانو نښې !

د منافقينو نښې سمول

امام صادق وايي : لقمان حکيم خپل زوى ته وويل : منافق وګړي درې ځانګړنې لري : "ژبه يې له زړه سره سمون نه خوري،زړه يې له کړنو سره او ظاهر يى له باطن سره". ( ٢٧)

 لنډه شرح  :
نفاق او دوه مخي ستر درد دى،چې سرچينه يې د وګړتیا- شخصيت نشتوالی ‏او د ارادې کمزوري ده . هغوى چې کوښښ کوي،‏‏له خپل واقعي حالت پرته ځان نورو ته وښيي،چې د دوى ژبه او زړه ،ظاهر او باطن او وينا او کړه يې يو شان نه دي؛دا کمزوري ‏وګړي دي،چې دومره سړيتوب اومړانه پکې نه وي،چې خپله اصلي وګړتیا ‏خلکو ته ښکاره کړي او نه د خپل ځان سمونې زړورتیا ‏او هوډ لري؛نو په  ډول  ډول څېرو کې راښکاره کېږي او په عمل کې تر ټولو ان له ځان سره خيانت کوي او تر دوى خو ټولنې ته هغه خطرناک ‏دي،چې ظاهر يې ښکلى او له  دننه ‏وروست وي .

عبرت سمول

حضرت علي (ک ) وويل :له مخکنيو ‏مو عبرت واخلئ،مخکې تر دې،چې راتلونکي درنه عبرت واخلي . (٢٨)

لنډه شرح  :

تاريخ د عبرت له زده کړو،د ظالمانو له پايلو،اړپېچونو- اختلافونو، ماتو،فکري تحجر، د مکاني او زماني  وضع له بې خبريو نه ډک دى، چې دا ټول د تاريخ  په هنداره کې ښکاري . حضرت علي (ک)‏ خبردارى راکوي،چې له پخوانيو مو عبرت واخلئ،مخکې تر دې چې راتلونکي له تاسو عبرت واخلي او هغه نېکمرغه ملت ‏دى،چې پخوانۍ غلطۍ تکرار نه کړي او له پخوانيو عبرت  واخلي او له  دې لارى  خپل  روښانه راتلونکى  انځور  کړي .

چوپتيا او وينا سمول

حضرت علي وويل :نه د عالم  چوپتيا ګټه لري او نه  د ناپوه وينا . (٢٩) 

لنډه شرح  :

څښتن (ج) له پوهانو ‏ژمنه اخستې،چې د کږو لارو،کږو تلنو، ظلمونو، له حق  وژنې او د دښمن زهرجنو پروپاګنو پر وړاندې چوپ پاتې نشي او په خپل سول- منطق او ګرمو مستدللو ويناوو د خلکو په زړونو کې د لارښوونې،حق او د نیاو -عدالت تخم وشيندي او همداسې هغوى چې پر مسالو نه پوهېږي؛نو نبايد په خپلو ناروا لاسوهنو خلک بې لارې کړي،چې نه پوهېږې؛نو غلى کېنه!او هغه "چوپتيا" او دا "وينا " دواړه د بدمرغيو سرچينې دي .

د بښنې خوند سمول

پېغمبراکرم (ص ) وويل : چې کله پر دښمن برلاس شوې؛نو بښنه ‏ددې بري زکات کړه .(٣٠)

لنډه شرح  :

د اسلام  له  نظره ( بې له استثناء) هر نعمت زکات لري او د ځواک ‏زکات بښنه ده.ظاهري برياوې به هله ريښه پېدا کړي،چې د دښمن  زړه له  کينې ووينځل  شي او د مخالف اصلي  جړره  راونړول شي،چې  ددې خبرې حل يوازې د ځواک ‏د زکات  په  ورکولو؛يعنې بښنه کې دى؛نو هله به دې دښمن د زړه له  کومې ‏دوست شي،چې پرونى دښمن ‏دې نننى دوست شي او برى به له ظاهري او باطني دواړو اړخ بشپړ شي؛خوهغوى چې د ځواک ‏پر مهال پرغچ لاس پورې کوي؛نو نه يوازې له ستر انساني فضيلته يى ځان بې برخې کړى؛بلکې خپل  برى  يې خطر ته  نږدې کړى دى .

== د زهد واقعي مانا == حضرت علي (ک) وويل : په دنيا کې واقعي زاهد هغه دى،چې حرام مال يې د ځان ژغورنې او مقاومت ځواک له منځه يو نه سي او حلال يې د څښتن (ج) له ياده او شکر ايستنې غافل او ناخبره نه کړي . (٣١)

لنډه شرح  :

ځينو بې خبرو او ناپوهو د زهد کږه مانا ‏کړې او ورته يې داسې منفي بڼه ورکړې،چې بايد له الهي نعمتونو ‏لرې شئ او ټولو اقتصادي امکاناتو او مادياتو ته شا‏ کړئ او د نشتمنو ‏په څېر ژوند وکړئ . ‏حال داچې  دا خبره  بې بنسټه ده او سمه  نه  ده، د زهد واقعي مانا ‏هماغه ده،چې حضرت علي راوښووه؛ يعنې (( د حرامو پر وړاندې مقاومت او سترګې ترې پټول)) او د حلالو پر مهال د مسئوليتونو او دندو نه هېرول؛نو که زهد هماغسې ‏ ‏تعريف شي؛لکه حضرت علي،چې وکړ؛نو د ټولنې ‏رغوونکى او پر مخ  وړونکى لامل  به  وي، نه منفي او د ټولنې په پرمختګ کې خنډ.

د شهيدانو هم پوړى سمول

حضرت علي (ک) وويل : څوک چې د څښتن (ج) په لار کې جهاد کوي او د شهادت جام وڅښي او څوک چې د يوې ګناه کولو وس ولري؛خو ګناه نه کوي؛نو دا دواړه د مرتبې او مقام له مخې په يوه مقام دي .(32)

لنډه شرح  :
د اسلام سول وايي،چې ستر جهاد له سرغړاندو ځاني ‏غوښتنو سره جهاد دى،په  تېره بيا په هغو چاپېريالونوکې،چې ګناه کول پکې د اوبو څښلو په څېر اسان وي؛ان هغه جهاد ثمره ورکوي،چې په اخلاص، يووالي،پاک نيت او بې له ځانمنۍ او شخصي غرضونو ‏وي او دا ټولې چارې هله کېداى شي،چې بسیا اخلاقي  روزنه  ولرو او له  خپل نفس  سره  مبارزه وکړو .
                     

غوره وګړي سمول

حضرت علي (ک) :غوره وګړي هغوى دي،چې ورمندون-قضاوت يې د حق پربنسټ وي . (٣٣)

 لنډه شرح  :
په  حقوقي، ټولنیزو ‏او اخلاقي چارو ‏کې به ‏عادلانه ورمندون-‏قضاوت هله شونی ‏و‏ي،چې موږ خپل او د نورو ګټو ته په يوه سترګه ووينو او شخصي اړيکې او دښمني پکې ښکېل نه وي او دا کار يوازې د هغوى ‏دى،چې د ايمان رڼا،انساني فضايلو او د خلکو مينې يې وجود او ذهن داسې روښانه کړى وي،چې د ځانمنۍ او شتمنۍ توپانونه يې په اسانۍ د ذهن او زړه د عدالت ډيوه مړه نه کړاى شي او همدا خلک دي،چې  د غوره خلکو د  مقام او نوم  وړ دي .   
                
امام صادق ‏وويل : عبادت کوونکي درې ډلې دي:

1_ هغوى چې د دوزخ د اور له وېرې څښتن (ج) نمانځي،چې دا د مريانو ‏عبادت دى . 2_ هغوى چې د ثواب لپاره د څښتن (ج) نمانځنه کوي،چې دا د اجيرانو عبادت دى . 3_ هغوى چې عشق او مينې ته څښتن نمانځي،چې دا د اۤزادو وګړيو عبادت دى، )) ( ٣٤)

شرح  : که څه د څښتن (ج) د سزا او ثواب وعده ‏حق ده،ثواب يې خورا ارزښت لري او سزا يې ډېره زياته دردونکې ده؛ خو هغه اۤزاد وګړي،چې بې له الله (ج) ‏ بل څه نه ويني او بې له هغه له بله څه نه غواړي او د زړه کاسه يې يوازې د څښتن (ج) په مينه او عشق ډکه وي،هغوى يوازې په څښتن (ج) مين دي او د هغه د خبرې او حکم پلي کولو ته ‏دا کار کوي؛ځکه مينه يې له پېژندګلو او معرفت سره اغږل شوې ده؛نو دا خلک نه د عذاب په کيسه کې دي او نه د ثواب؛بلکې يوازې د څښتن (ج) حکم ورته مهم دى،نه جنت او نه دوزخ .

څه چې ملاماتوي سمول

امام باقر‏ وويل:درې څيزونه ملاماتوي:هغه چې خپل ښه کړنې لويوي، هغه چې خپله کړې ګناه هېروي او هغه چې استبدادي نظر ولري . ( ٣٥) 

لنډه شرح  :

هغوى چې خپل نېک کړه شر ګڼي؛نو په هماغه قانع کېږي او همدا اند یې د تکامل او پرمختګ مخه نيسي .هغوى چې خپل کړي ګناهونه ‏هېروي؛نو ددې پرځاى چې سکېنده - جبران يې کړي،ورځ په ورځ  په ګناهونه ککړېږي او يو دم  به  ترې  ورخ اوبه يوسي او هغوى چې يوازې پر خپل اند اډانه کوي؛نو د عمومي اندونو،عقلونو او د نورو خلکو له  ډېرو عملونو ‏بې برخې پاتې کېږي،چې پر له پسې تېروتنې ‏ يې پر اوږو سپرېږي او ملا به  يې ورماته کړي . 

پاک وسئ سمول

پېغمبر اکرم (ص ) وويل :څښتن (ج) ته مو د رسېدو يوه لار ده،هغه خوله په څښتن (ج) ګرانه ده،چې تر ټولو ‏ښکلى بوى ولري؛نو څومره، ‏چې مو له لاسه کېږي خوله مو پاکه او خوشبويه وساتئ. ‏ (٣٦)

لنډه شرح  :

دا حديث چې د مسواک وهلو په اړه ‏راغلى،يوه ظاهري  بڼه  لري او يوه باطني : ظاهره  يې  دا ده،چې انسان په خپله خوله د څښتن (ج)  ذکر کوي د قرآن اۤيتونه پرې لولي،د څښتن (ج) درشل ته پرې عذر او زارۍ کوي؛ نو بايد پاکه او خوشبويه  وساتل شي .
باطن  يې دا دى،چې خوله له څښتن (ج) سره د اړیکې  ‏يوه لار ده؛ نو څومره چې په ښو،پاکو او مينه ناکو خبرو سمبال پاکه او خوشبويه او له چټياتو،کنځلو،دروغو او ناوړو خبرو لري وساتل شي؛نوهومره به پرڅښتن (ج)  ګرانه وي .  

د ناپوهۍ پايله سمول

امام جواد وويل : هغه چې له علم او پوهې ‏پرته عمل کوي؛نو تر سمونې ‏يې ورانى ډېر وي . ‏ (٣٧)

لنډه شرح  :

د ناپوهۍ تاوان يوازې په دې برخې پورې نه راايسارېږى،چې انسان د ژوند ارزښتونو ته نه رسي؛بلکې يو ستر خطر دى،چې هغوى ګواښوي او کله همدا ناپوه انسان غواړي له خپل اولاد سره نېکي وکړي؛نو هغه بدمرغوي،غواړي اسلام ته خدمت وکړي؛خو د اسلام له حيثيت سره لوبې کوي،غواړي په خلکوکې سوله راوړي؛خو پر ځاى  يې  د اړپېچ اور نور هم تازه کوي ،لڼده داچې هر کار ته ‏چې لاس  وروړي ،تر خېره يې شر ډېر وي .

د لارښوونې ارکان سمول

امام جواد وويل : مؤمن دريو څيزونو ته اړتيا لري : د څښتن (ج) تعالى توفيق، د زړه له کومې ناصح او پر نعمت عمل . ( ٣٨)

لنډه شرح  : دا کومه لار،چې انسان ته په ژوند کې وهل پکار دي،ډېره کړکېچنه ده او داچې ځان له هغوخطرونو وژغوري،چې ‏نېکمرغۍ ته یې ګواښ دی او ټولنې ته ګټور ثابت شي؛نو په لومړي پړاو کې له خپل څښتن تعالى سره يوه پياوړې اړیکه ‏اړينه ده،چې د څښتن (ج) له سپېڅلي ذاته مرسته وغواړي،په دويم پړاو کې يو ويښ وجدان ته اړتيا ده،چې ورته لارښوونه وکړي او په درېم پړاو کې اورېدونکي غوږونه ولري،چې د نورو له اندونو،لارښوونو او سلامشورو ګټنه وکړي .

د جاهليت د وخت نارې سورې سمول

امام باقر وويل :د پېغمبر اکرم (ص) يوه لنډه خبره دا ده،چې ‏مخکې ترې چا نه وه کړې : نارې سورې د جاهليت د وخت کارونه ول( ستونزو ته ژړل نه دي پکار؛بلکې ‏ هواروي ته یې ملا تړل پکار دي . (٣٩)


لنډه شرح  :

دا حديث يوه ظاهري او يوه باطني مانا لري . ظاهر يې د جاهليت د وخت هغه ناوړه چارو ته اشاره ده،چې څوک به مړه شول؛ نو نارې سورې وهونکي به يې ورته راوړل،چې پخپلو ځانګړو شعرونو مصنوعي وير وکړي؛خو باطني مانا‏ داده : شونې ده د امام باقر هم همدا مطلب وي،چې بايد ناوړه پېښو او کړکېچنو ستونزو ته مو غړي  سست  نشي؛بلکې بايد له عقل، تدبير، زغم او استقامت سره یې د حل  لپاره لار را وباسو .
                                          

له ځان سره ورځنۍ محاسبه وکړئ سمول

امام کاظم (رح) وويل :څوک چې هره ورځ له خپل ځان سره حساب و نه کړي؛ نو له موږ ځنې نه دى! ( ٤٠)

لنډه شرح  :

له  تاوانه  مخنيوى او ډېرې ګټې ته هڅه په هر کار کې ورځني حساب ته اړتيا لري،د دنيا خلک د خپلو شتمنيو او د پلورنځيو حساب ورځ  په ورځ  خلاصوي؛خو په ټول عمر کې ان يو ځل هم سر په  ګرېوان  کې  نه ښکته کوي او د يوځل هم له خپل ځان سره انساني،اخلاقي او مانیز حساب کتاب نه کوي،چې  دا ‏وېرونکى غفلت دى ؛خو د امام کاظم  په  وينا  ويښ او مسئول مسلمان هغه دى،چې  تل هره ورځ  له  ځان سره حساب کوي؛که ‏کوم نېک کار یې کړى وي،کوښښ وکړي،چې دا نېک کار به نور هم وکړي او که ګناه يى کړې وي،چې توبه  وباسي .

                            

د ايمان کلکوالى سمول

امام صادق (رح) ‏وايي : مؤمن تر اوسپنې ‏هم کلک دى؛ځکه اوسپنې ته چې تودوخه ورکړه شي؛نو اوړي؛خو که يو مؤمن ووژل شي او بيا ژوندى او بيا مړ شي؛ نو پوټى اوښتون به يې په روحيه کې رانشي. (٤١)

لنډه شرح  :

ژوند له ستونزو او پېچلو چارو ‏ډک دى،چې بې خبره وګړي دېر ژړ دې  ستونزو ‏ ته پر ګونډو کېږي او له ميدانه پښې باسي؛خو هغوى چې ايمان، زغم او استقامت لري، کله هم ستونزو ته نه تسليمېږي،‏پوهېږي چې د څښتن(ج) د حکم  د لاروۍ په لار کې ډېرې ستونزې‏ دي او دې وياړنو ته رسېدل ځان ژغورونې،سرښندنې،زغم او د سرغړاندو ځاني غوښتې تر واک لاندې راوړو ته اړتيا لري؛نو مؤمن  له  هڅې ‏لاس نه اخلي او له  پېښو ‏نه وېرېږي .
                                       

د توحيد او الهي عدل حقيقت سمول

حضرت علي (ک) ‏وويل : د الله تعالى د توحيد حقيقت دادى،چې په خپل وهم او تصور کې يې را ايسار نه کړې او پر عدالت يې ايمان دادى، چې په هېڅ کار کې يې تورن نه کړې ‏.( ٤٢)

لنډه شرح  :

هومره،چې د څښتن (ج) وجود راته ښکاره او روښانه دى او ددې نړۍ  هره زره یې د علمي ستروي ‏او ځواک ‏ښوونکى دى؛خو په  هماغه اندازه د څښتن (ج)  د ذات حقيقت  رانه پوښلى دى؛ځکه هغه نامحدود ذات دى؛داسې ذات چې مو‏ږ يې نشو درک کولاى؛نو بايد ‏ذات یې تر ټولو هغو څيزونو لوړ وبولو،چې  وينو يې ‏او دې  ته  توحيد ويل  کېږي .

بلخوا په دې نړۍ کې،چې څه ‏راپېښېږي،چې کله يې ‏راز څرګند نه وي، د څښتن (ج) د عدالت په پامنيوي ‏راته ويل شوي،چې دا هر څه د حساب او قانون له مخې دي او په دې باب هر ډول اړنګ له ايمان، عدالت او حکمت سره اړخ نه لګوي .

د ايمان نښې سمول

امام صادق ‏وويل : مؤمن انسان دا ځانګړنې لري : مرسته يې باارزښته وي،خرڅ يى لږ وي،په ژوند کې تدبير لري او له يوه سوري ‏دوه ځل نه چيچل کېږي . (يوه غلطي دوه ځل نه تکراروي) ( ٤٣)

لنډه شرح  : په پورتنۍ وينا کې د ايمان پر ځينو اړخونو رڼا اچول شوې : مؤمن ‏له انسانانو سره ارزښتناکه مرستې کوي؛ځکه مرسته يې له زړه سوي، اخلاص او پوهې سره وي،داسې لوکس ژوند نه لري،چې د وسائلو پوره کولو ته يې پر حرام کار لاس پورې کړي،هغوى د ژوند په چارو ‏کې په تېره بيا په اقتصادي چارو ‏کې له تدبير او هو ښيارۍ کار اخلي او له هرې پېښې ‏ډېر ژر عبرت اخلي؛نوځکه يوه تېروتنه ‏دويم ځل ته نه کوي .


دنيا موخه نه؛بلکې وسيله ده سمول

حضرت علي (ک) وايې : دنيا ‏بلې موخې ته پېدا شوې،نه د خپل ځان لپاره . ( ٤٤)

لنډه شرح  : ډېر وخت انسان ته د هغو حديثونو او آيتونو تفسير ګران دى، چې د دنيا په ستاېنه کې راغلي ‏او هغه آيتونه او حديثونه،چې پکې توکيز ژوند او دنيا رټل شوې؛خو پورتنۍ وينا دا ټول تفسير کړي،چې که دنيا او مادي چارې،چې څښتن(ج) راکړي،يوه وسيله شي،چې انسان پرې ځان تکامل ته ورسوي او د عدالت خپرولو ته ترې ګټنه وکړي او د انسان د نېکمرغيو په واک کې وي؛نو ډېر ارزښت لري او ستاېل کېږي؛خو که موخه يوازې همدا دنيا وي؛نو پېسمني-غرور او سرغړونه ترې راولاړېږي؛نو دا رټل شوى او کرکجن چار دى .

د انسان ارزښت سمول

حضرت علي (ک) وويل : تلپاتې نېکمرغي او منت ستاسې د نن بيه ده (؛نو با خبره وسئ ) چې له دې پرته يې و نه پلورئ . ‏( ٤٥)


لنډه شرح  :

‏که څوک وپوښتي،چې د نن  پانګه او ژوند دې په څومره بيه پلورئ؛نو هغه انسان به ونشي کړاى د خپل وجود ارزښت حساب کړي،حال داچې  دا ستره شتمني په ناڅيزه بيه پلوري او کله د خپل عمر په پاى کې ويني،چې دا ستره شتمني يې له يوې خونې، سپرلۍ او يا يو هټۍ سره بدله  کړې،چې  ډېر ژر به  ترې بيل شي؛نو حضرت علي وايي،چې ددې دنيا يوه مادي شتمني هم ستاسې له  عمر سره برابري نشي کړاى او يوازې د څښتن (ج) خوښي،تکامل،تلپاتې انساني نېکمرغۍ او مانیز ‏پرمختګ دى،چې که ‏څومره هم ورته هلې ځلې وشي؛نو ارزښت  لري او پر  ځاى عمل به وى .

حق او باطل سمول

حضرت علي (ک) وويل :حق دروند او ستونزمن وي؛خو په زړه پورې دى؛خو باطل اسان او سپک دى؛ خو دردورکونکى او خطرناک دى. (٤٦)

(د ژباړن لنډه شرح)  :
په طب کې هم کله چې د کوم انسان داخلي غړي ؛لکه د هاضمې جهاز ‏په اسيدو يا الکلي موادو وسوځي؛نو ‏ډاکټران یې ‏بېړنۍ درملنه کوي او لامل يې هم دا دى چې الکلي توکي د اسيد په څېر تېز نه دى،چې بدن ‏يې پر ړواندې غبرګون وښيي؛نو ځکه ‏پر الکلي توکيو چې کله کوم انسان وسوځي؛نو الکلي توکي د انسان د انساجو تر بېخه پورې نفوذ کوي او په خپل لار کې هر څه ويجاړوي؛خو‏ اسيد داسې نه دي؛ځکه همداچې بدن ته ورننوځي؛نو داچې تحريکوونکي دي؛نو بدن يې د راايستو لپاره يا ټوخى کوي يا ګرځون ؛نو ژر يې له بدنه راباسي؛نو زما په خيال سره چې د حضرت علي د خبرې مانا داده،چې هر ترخه خبره بده نه وي او هر خوږه ښه او په زړه پورې نه وي؛ځکه د باطل د خوږې خبرې مثال د هغه ډول دى چې غږ يې سبا معلومېږي . )

لنډه شرح :

حضرت علي  په خپله وينا کې ډېر په لنډه او ګټوره توګه راته حق او باطل  په ذهن کې انځورکړى ‏او څومره ښه يې وويل،چې معموﻻ حق ‏تريخ  خوند لري؛خو په زړه پورې دى،چې ډېر ژر به  په  ټولنې پورې ونښلي او ټولنه به پرې  ځواکمنه شي؛خو باطل ډېر اسان او کله  ډېر خوږ وي؛خو راتلونکې يې ډېره  ژړونکې وي؛لکه زهرجن خواږه خواړه،چې تر اوسه ﻻ د انسان معدې او کولمو ته نه وي رسېدلي،چې خپل تخريب يې پيل کړى وي،چې باطل هم د  زهرجن کپ په څېر د ټولنې  د بېلابېلو جوړښتونو او بنسټونو د ورانۍ ﻻمل ګرځي .

د عربو ارزښتمنه خبره سمول

پېغبمراکرم (ص) وويل : تر ټولو سمه او پر ځاى خبره،چې عربو کړې، د شاعر "لبيد" خبره ده،چې وايي: ((خبر وسئ!چې له څښتن (ج) پرته نور هر څه باطل دي او هر نعمت په پای ‏کې له منځه ځي . )) ‏( ٤٨)

 لنډه شرح  :
د شتمنيو،مقامونو او نعمتونو له منځه تلل راته پوره خبردارى راکوي،چې هم يې په لاس ته راوړو کې حق او عدالت تر پښو لاندې  نه کړو او هم  يې  په  تلولو کې منځلاري و نه لتاړو.
تلپاتې او له منځه نه تلونکى يوازې د هغه ذات دى؛د ژوند په هره صحنه کې  مو بايد دې خبرې  ته  پام  وي او پېسمن نشو.


له موږ ځنې نه دى سمول

امام رضا وويل: هغه چې ټګي کوى يا مسلمان ته تاوان رسوي او يا تېراستل کوي؛نو له موږ ځنې نه دى . (٤٨)

لنډه شرح  :
چې خپله نېکمرغي د نورو په بدمرغيوکې او خپله ګټه د نورو په تاوان کې ويني ؛نو نه واقعي انسان دى او نه حقيقي مسلمان . پر نورو ساکښو د انسان امتياز او غوراوى يې په  ټولنيز شخصيت کې دى او هغه چې خپله ګټه د نورو په  تاوان کې  ويني؛نو پوه دې شي،چې ټولنيز شخصيت نه لري 
 نورو ته‏ تاوان رسول که نېغ په نېغه که په پټه وي او يا ټګي کول او تېراستو او ياچې په  هره بڼه‏ وي،په اسلام کې منع او رټل شوي او امام رضا وايي : چې له  داسې  خلکو ‏ډېر سخت کرکجن يم  .  
 

د بېوسه هلې ځلې سمول

حضرت علي (ک) وويل:غيبت کول د بېوسې انسان وروستۍ هڅه ده . (٤٩)

لنډه شرح  :

په کبيره ګناهونو کې به ډېره کمه داسې ګناه وموندل شي،چې د غیبت په څېر  به  د پستۍ،کمزورۍ، خوارۍاو د نه  سړيتوب نښه وي.

هغوى چې پشي شا په خلکو پسې خبرې کوي او د خلکو په منځ کې د نيمګړتياوو په بيانولو یې پت او حيثيت خرابوي او د خپلې کينې اور په خلکو پسې پر خبرو مړ کوي؛نو کمزوري او بې شخصيته خلک دي، چې د مبارزې مړانه پکې نه وي او ټولې هلې ځلې يې دا وي،چې له شا دې پر چاقو ووهي .

په  يو اسلامي روايت کې راغلي : هغه چې د خلکو غيبت وکړ او توبه يې وايسته؛نو لومړى تن به وي،چې جنت ته به ننوځي او که توبه يې و نه کړه؛نو لومړى تن  به  وي،چې  دوزخ  ته  به  ننوځي .

د ظالم نښې سمول

حضرت علي(ک) وويل : ظالم درې ځانګړنې لري : هغوى چې ترې پورته دي؛نو په مخالفت او سرغړونه ورسره ظلم کوي او پر هغوى چې بر لاسى دى او تر لاس لاندې يې کار کوي؛نو پر غوسه غورار او غړمبار پرې ظلم کوي او يا داچې پخپله له نورو ظالمانو سره يولاس وي . (٥٠)

لنډه شرح :

د هغه چا پر ذهن،چې  د ظلم  روح  واکمن شي؛نو لاندې ځانګړنې به ولري : له هغوى څخه،چې دستور اخلي،ترې سرغړونه کوي . هغوى چې حکم ورته  ورکوي او تر لاس لاندې يې دي، ورته  غورېږي او تل يې اور ته نيولى وي او دوستان او همکاران يې هم ظالمان وي؛خو هغه  په  دې درې واڼو بڼو کې ظالم  دى؛خو د ظلم  ځاى  يې  بدل  وي .

بې درمله درد نشته سمول

پېغمبراکرم(ص) وويل : څښتن (ج) داسې درد پېدا نه کړ،چې ورسره يې درمل نه وي پېدا کړى . ( ٥١)


لنډه شرح :

په کومه نړۍ کې،چې ژوند کوو؛د کړنو،غبرګونونو يوه ټولګه ده،چې  د هر منفي ځواک تر څنګ پکې يو مثبت ځواک دى؛بايد پیدا شي او ګټنه ترې وشي،چې د ژوند دوام مو هم په همدې ځواکونو پورې تړلى دى او نه يوازې هېڅ داسې ناروغي او درد نشته،چې درمل يې نه وي؛ بلکې هېڅ ډول داسې ټولنيزه ستونزه هم نشته ،چې هوارولو ته يې چاره نه وي .غر که څومره هم لوړ وي؛نو پر سر يې لار شته . هغوى چې ستونزې  نه هوارېدونکې او دردونه بې درمله ګڼي،له دې امله بې خبره دي،چې په حقيقت کې بې درمله درد ‏نشته؛ نو په کار ده،چې په حوصلې مټې بډ وهل شي او د ژوند د سختيو ډګر ته ورودانګو او د ستونزو د لرې کولوچاره پېدا کړو.

== ولې له انسانه نعمتونه اخستل کېږي ؟ ==

امام باقر وويل :څښتن (ج) تعالى غوڅ حکم کړى،چې انسانانو ته ورکړ شوي نعمتونه به ترې وانخلئ؛خو داچې هغوى پر ګناه ککړ شي او ترې واخستل شي . ( ٥٢)

لنډه شرح :

د څښتن (ج) نعمتونه نه خلاصېږي او نه خلاصېدونکي دي؛خو بې حسابه نه دي،بې حسابه يې چاته  نه ورکوي او بې حسابه يې هم له چا نه اخلي . چې کله انسانان د څښتن تعالى نعمتونه د غرور،فساد،بربادۍ او ظلم وسيله کوي؛نو هماغه نعمتونه يې د بدمرغۍ لامل ګرځي؛نو ځکه ترې واخستل شي او د نعمتونو پر ځاى پرې بلاګانې راشي او صنايع او ټکنالوژي يې  د ويجاړتيا وسايل ګرځي او ټولنه يې د نفاق ځاله او د ژوند پراختيا يي د خپګان لامل وي؛ان تردې چې د پرمختګ وسيله يې د وروسته پاتې کېدو لامل شي؛ځکه چې له نعمتونو ‏ يې ناوړه ګټنه ‏کړې ده .

شهادت او پاکي سمول

حضرت محمد(ص) وويل :څوک چې له دنيا پاک ولاړ شي؛نو د شهيدانو په صف کې به وي . (٥٣)

لنډه شرح  :

پورتنۍ خبره  به  تل  پېغمبر (ص) خپل  يار (انس) ته کوله او ورته به يې ويل : که وس دې کېږي،چې شپه او ورځ  په اودس کې وسې؛نو دا کار وکړه؛ځکه که  په دې حال کې له دنيا لاړې؛نو شهيد به يې.
که څه هم  د حديث ظاهري مانا هماغه اودس دى؛خو په څنګ کې يو بل حقيقت ته هم اشاره کوي او هغه پاک اوسېدل او پاک تلل دي؛هغوى چې  لمنې يې پاکې،زړونه  يې پاک، پاک  ژوند او فکر ولري او همداسې له دې دنيا ‏کډن شي؛نو سمه  ده، چې د شهيدانو په ليکه کې به وي؛ځکه ‏شهيدېدل يوازې د جګړې په  ډګر کې نه وي .

مين سرتېرى سمول

امام باقر وويل : زما د ګران نېکه امام حسين سرښندوکيو يارانو د دښمن تر غشيو او نېزو لاندې درد نه احساساوه. (٥٤)

لنډه شرح :

چې له موخې سره د انسان  مينه د عشق پړاو ته ورسي،هغه هم سوځونکي عشق ته؛نو ټول احساس يې پر هماغه موخه راټول وي، ‏هر غم او خپګان ورته د زغملو وړ وي او نه يوازې زغملاې يې شي؛بلکې چرت يې هم پرې خراب نه وي.
اورېدلي به مو وي،د مصر ښځو،چې ‏يوسف علیه السلام وليد؛نو د ‏لنډ او ژرتېرېدونکي عشق له امله یې د مېوو پر ځاى خپلې ګوتې پرېکړې او له  درده خبرې نه شوې؛ نو په دې کې  د حيرانتيا څه پاتې کېږى،چې  د څښتن (ج)  د دين  ناقراره عاشقان،د حق او فضيلت  د لارې مين  سرتېري به د دښمن له تورو او نېزو  درد نه احساسوي .
لومړى بايد انسان مين شي،پايله  به يې هرومرو زغم او سرښندنه وي .

عقلمن او بې عقله سمول

حضرت علي (ک) وويل : هوښيار په خپل کوښښ او کړنو ډاډه وي او بې عقله په خپلو هيلو. (٥٥)

لنډه شرح  :

 عقلمن  مثبت او حقيقت  پلټونکى وي؛ نو تل خپلو موخو ته د رسېدو لپاره  هلې  ځلې کوي او همت يې  پر عقل  ولاړ  وي،‏حال داچې بې عقله د وهمونو،خوبونو او ارمانونو په نړۍ کې  په خپلو موخو پسې ګرځي؛  ځکه خيال  پلو وهل؛خو کوښښ او زحمت نه غواړي،منفي لېوالتياوې يې پر ټول ژوند واکمنې وي،تل  د سبا خيالي  بريو په  تمه  زړه  خوشحالوي؛ داسې سبا چې لا تر اوسه نه ده  راغلې او په ژوند کې له هيلو او خيالونو ‏پرته  بله اډانه نه  لري .

رښتين دينوال لږ دي سمول

امام حسين وويل : ډېر خلک د دنيا بندګان دي او دين يې يوازې په خوله وي،تر هغه چې ګېډه يې پر دين مړه وي؛نو له دينه ملاتړ کوي؛ خو که د روزګار پر سختيو وازمېيل شي؛نو دينوال به ډېر لږ وي . (٥٦)

لنډه شرح  :

دين؛هغه هم د اسلام په څېر دين،د ټولنې د حقوقو ساتونکى او د خلکو د واقعي ګټو عادلانه ملاتړى دى؛خو چې کله دين د ځينو د شخصي ګټو په لار کې خنډ شي؛نو دلته  ‏واقعي  دينوال او د خولې دينوال‏ پېژندل کېږي،ډېر داسې خلک دي، چې ‏هر څه ته د خپلو شخصي ګټو له سوړې ‏ويني؛نو تر هغه له دين سره وي،چې په ګټه يې وي؛خو که داسې يوه ورځ راغله،چې دين یې له ګټو ‏بېل شو؛نو دوى به هم  ډېر په اسانه له دينه بېل شي؛خو هغوی واقعي دينوال ‏دي،چې په  هرحال کې پتمن وي او دين او ايمان یې د ژوند لاروښوونکي دي؛ نه شخصي ګټې.

په اولادونو کې عدالت سمول

پېغمبر اکرم وويل : د خپلو اولادونو تر منځ عدالت وکړئ،هماغسې چې تاسې خوښ ياست،چې هغوى ستاسې په منځ کې عدالت وکړي . ( ٥٧)

لنډه شرح  :

په اولاد کې تبعيض ‏ستره تېروتنه ده . پر ځينو مشر او پر ځينو کشر اولاد تر ټولو ګران  وي او کله په دې چار کې دومره مخکې ولاړ شي،چې خپله ټوله  مينه يوه ته کړي او نور ترې  بې برخې کړي،چې دا چار د هغه د  نورو اولادونو په زړونو کې د کينې اور لګوي،چې په راتلونکې کې  به يو له بلخ، موروپلار‏ او ان له ټولنې ‏غچ اخستو ته مټې  بډ وهي.

تل تر څارنې لاندې يې سمول

امام جواد وويل : پوه شه ! هېڅ څه دې د څښتن (ج) له سترګو پټ نه دي؛نو اوس پخپله فکر وکړه،چې څنګه به يې؟ (٥٨)

لنډه شرح : پر څښتن (ج) د ايمان لومړۍ نښه ځان تر يوې دايمي څارنې لاندې ننګېرل- احساسول دي،نه يوازې د هغه له علمه يو ټکى بهر او پټ نه دى؛بلکې ‏څارونکيو یې ‏له څلورو اړخونو ‏را ايسارکړي يو. څومره چې ايمان پياوړى وي،ددې څارنې ننګېرنه زياته او ډېرېږي، تردې چې انسان تل ځان د څښتن (ج) په حضور کې ننګېري،چې همدا ننګېرنه ‏د ټولنې سمونې ته تر ټولو ستره وسيله ده . نن ددې ننګېرنې ‏را ژوندي کول زموږ د ټولنې سمونې ته تر ټولو مهم او ستر ګام دى .

نه غوړه مالي او نه کينه سمول

حضرت علي (ک) وويل : د يو چا تر بخره وړۍ- استحقاق او وړتيا ډېره ستاېنه غوړه مالي ده او تر بخره وړۍ لږه یې بېوسي یا کينه ده . (٥٩)

لنډه شرح  :

ښکاره  خبره  ده،چې وګړى بايد د وړتيا،ځاګړنو او نېکو کړنو له امله وستايل شي او کومه لار یې،چې نيولې وهڅول شي؛خو دا چار بايد په اندازه او د استحقاق پر بنسټ وي او که  داسې  مو و نه کړل ؛ نو ډېرې منفي پايلې به ولري . که د چا تر وړتيا زياته ستاېنه وشي؛نو غوړه مالي ورته ويل کېږي،چې د ستايونکي شخصيت هم  تر پوښتنې لاندې راځي او مقابل لورى دې هم هسې پړسولى دى او که د چا ستاېنه يې تر وړتيا لږه وشي؛نو په دې چار مو هم  نېک خلک ښو چارو ته نه دي هڅولي او د ستايونکي د کمزورۍ او کينې نښه ده .

له خلکو سره مرسته سمول

امام صادق وويل : څوک چې د نورو مسلمانانو د ستونزو هوارۍ ته هلې ځلې کوي؛نو څښتن (ج) به يې ستونزې هوارې ‏کړي.‏ (٦٠)

لنډه شرح  :

ډېری په دې اند دي‏،چې که د نورو د ستونزو هوارۍ ته ‏هلې ځلې وکړو؛ نو په خپله به له پرمختګه پاتې شو،حال داچې د اسلام سول هماغه دى،چې په پورتني حديث کې وويل شول : ته  د خلکو ستونزې هوارې ‏کړه؛نوڅښتن (ج) به په  خپل ځواک ستاسې ستونزې هوارې کړي‏،چې ‏څوک يې هم ځواک ته نشي‏رسېدای .
دا خبره مې په سترګو ليدلې او هغوى چې د نورو د ستونزو د هواري ‏په فکر کې وي؛نو په حيرانوونکى توګه يې خپلې ستونزې هم هوارې ‏شوي،چې دا يوه الهي  پېرزوينه  ده .

په ژوند کې تېروتنه سمول

حضرت علي(ک)وويل : زړه دې په تېرو شويو پسې په غمونو مه اخته کوه؛ځکه راتلونکې ته دې له چمتوتيا ژغوري . (٦١)

لنډه شرح :

ډېر لږ پېداکېږي،چې څوک به په ژوند کې نه وي تېروتى او فرصتونه به يې له لاسه نه وي ورکړي،چې دلته خلک پر دوو ډلو ويشل کېږي: هغوى چې  خپل  وخت  د تېرو شويو له امله په خواشينۍ کې تېروي او خپله ټوله انرژي په  دې لار کې لګوي؛خو بله ډله تېر شوي کارونه تېر شوي ګڼي او له  تېرو په  راتلونکي کې د پرمختګ لپاره عبرت اخلي،په خپل ټول ځواک د راتلونکې جوړونې لپاره پام کوي؛نو سمه خبره دا ده، چې برى دهغوى دى،چې په پورتني حديث کې مو د حضرت علي (ک)له خولې ‏واورېدل .

اسلام به نړيوال شي سمول

پېغمبراکرم(ص) وويل : په ځمکه به هر کور ته اسلام ننوځي؛که خټين وي که د وړۍ کېږدۍ ‏. (62)

لنډه شرح  :

ورځ  پر  ورځ  دا حقيقت روښانېږى،چې  د نړۍ خلک په  دوو لارو کې دي،چې يا اسلام ومني او يا  به هېڅ  دين  و نه  مني؛ نو له  هغه  ځايه، چې بې ديني د انسان په خټه کې نه ده اغږ‏ل شوې؛نو فطرت يې مخ اسلام ته را اړوي،چې  نن  د نړۍ په زیاتره ‏ځايونو کې خلکو د نېز د څپو په څېر اسلام  ته مخه کړې،چې ددې موضوع تکامل به د امام مهدي په راتلو سره وي،پر هغه ورځ به شرک او بوتپالي‏له دنيا کډن شي او د اسلام حکومت به پر ټوله نړۍ واکمن شي . په پورتني حديث کې زموږ محبوب لارښود هم همدې خبرې ته اشاره کړې ده .

هېڅ ګناه وړه مه ګڼه سمول

امام حسن عسکري وايي : هغه ګناه،چې نه بښل کېږي داده،چې انسان وايي : (( کاشکې ګناه مې همدا وي .)) (٦٣)

لنډه شرح  : واړه ګناهونه د څو څيزونو له امله غټېږي،چې يو يې هم ګناهونو ته ټيټ کتل او بې ارزښته يې شمېرل دي،چې دا چار د شيطان ستره وسوسه ده. هغه ګناهونه،‏چې انسان ترې وېره لري،‏پرې ککړ نشي‏،دومره خطرناکې نه وي؛ځکه چې تل يې ورته پام وي،چې چېرته پرې ککړ نشي؛خو که يوه ګناه وړه وشمېرل شي او وېره يې ترې لرې شوه؛نو په اسانۍ او په ډاډه زړه هغې ګناه ته ورنږدېږي او تل دا ګناه تکراروي .‏ د صغيره ګناه تکرارول هم کبيره ګناه شمېرل کېږي . لنډه داچې ګناه که وړه وي که ستره ؛نو د څښتن (ج) د حريم ماتول دي .

پوهه غوره ده سمول

امام موسى بن جعفر وويل : "عالم" پر "عابد"دومره غوره دى؛لکه "لمر" چې پر "ستوريو" دى . ( ٦٤)

لنډه شرح :

د اسمان ستوري يوازې ځان ته روښانه وي؛خو موږ ته دومره رڼا نشي رارسولى او نه راته لار رڼا کولاى شي؛خو لمر پخپلې رڼا ژوند بښاندی وي . هو! د عالم او عابد توپير هم همداسې دى . عابد يوازې خپله شړۍ له اوبو راکاږى؛خو عالم هڅه ‏کوي،چې ټولنه  وساتي او په  دې  ټول پوه دي،چې ستوري له  لمره رڼا اخلي؛يعنې که د لمر رڼا نه وه؛ نو ستوريو به هم رڼا  نه درلوده؛نو لنډه داچې که "عالم" نه  واى؛نو "عابد" به هم نه و.
 

يو د بل پر وړاندې حقوق ( متقابل حقوق) سمول

پېغمبر اکرم (ص) وويل : هماغسې چې که اولاد د خپل موروپلار حقوق ولتاړي او ګناهګارېږي؛نو که  موروپلار هم د خپل اولاد حقوق  پرېږدي؛ نو غاړه به يې  پرې  بنده  وي   ( ٦٥)

لنډه شرح :

په دنيا کې به  داسې حق  پېدا نه کړئ،چې  دنده به يې ترڅنګ نه وي؛ يعنې د هر حق ترڅنګ يوه دنده هم وي او څومره چې حق ستر وي،هومره يې دنده او مسؤليت هم ستر وي؛نو ځکه مور و پلار پر خپل اولاد  ستر حق  لري؛هغه حق چې په قرآن شريف کې د څښتن (ج) د حق تر څنګ راغلى دى،چې ددې حق پر وړاندې موروپلار ته هم يوه درنه دنده  ورکړه شوې او هغه داچې د اولاد ‏په روزنه کې کوښښ وکړي او تر هغه چې شونې وي،د خپل اولاد په اروایيز،اندیز ‏او جسمي پياوړتيا  کې کوښښ  وکړي .

  د خداى په لار کې يې ولګوه،چې د ګناه په لاره کې درنه ونه لګي !

اما م کا ظم وويل : د څښتن (ج) د عبادت په لار کې له مال ‏لګولو ‏مه و ېرېږه؛ګني نو ناچاره به شې،چې  ‏دوه ګرایه یې د ګناه  په  لار کې  ولګوې . ( ٦٦)

لنډه شرح  :

ډېری داسې پېدا کېږي،چې د خپلې روغتيا په لار کې ترې يوه روپۍ هم نه راوځي،چې پايله يې داسې ناروغي شي،چې په زورنو هم نه رغېږي . دا يو عمومي قانون دى،چې که يو چا د اړين څيزونو لپاره په لګښت کې سوګتتوب وکړ‏؛نو د هغه کار د سکېندۍ- جبرانولو لپاره به پرې ډېر مال له  ګوتو ووځي .

د سوداګرۍ ستر بازار سمول

امام هادي وويل :دنيا يو بازار دى،چې ځينې پکې ګټه کوي او ځينې تاوان . ( ٦٧)

لنډه شرح  :

دا دنيا نه د انسان اصلي  وطن دى او نه د هستوګنې ‏تلپاتې ځاى دى؛بلکې  يو بازار دى،چې انسان ورته له يوې سترې  شتمنۍ؛ لکه عمر،انساني اند او عقلي ځواک ‏سره رالېږل  شوى،چې د خپل تلپاتې ژوند او تلپاتې نېکمرغۍ ته پکې ګټه وکړي؛نو هغوى چې کارنده- فعال،هوښيار او پوه دي؛نو ددې سوداګرۍ له چلونو سره هم اشنايي او پېژندګلوي لري؛يوه  شېبه هم غلي او ارام نه کېني او په دې بازار کې له دې خپلو شتمنيو داسې ګټه اخلي،چې راتلونکې يې روښانه وي او هم په خپله ټولنه کې سر لوړى وي؛نه داچې خپله ټوله شتمني هسې بې ځايه پر چرګه بار کړي او په هغه تلپاتې ژوند کې د نشتمن په څېر ژوند وکړي .

د لوړې رتبې خاوندان سمول

پېغمبر اکرم(ص) وايي : د قيامت پر ورځ هغوی د لوړې رتبې خاواندان دي،چې تر ټولو زيات يې د خلکو د خېر غوښتنې لپاره ګامونه اوچت کړي وي .‏ (٦٨)

لنډه شرح :

د خلکو خدمت تر ټولو ستر عبادت دى او د څښتن (ج) د بندګانو د خدمت يوه لار داده،چې انسان د نورو ګټې او مصالح د خپلو ګټو او مصالحو په څېر وويني او هماغسې،چې په خپلو ګټو او مصالحو پسې په زړه سوي ګامونه اوچتوي،د نورو د ګټو او خېر لپاره هم له زړه  سوۍ کار واخلي .
                               

درې مهم ټولنيز آرونه ‏ سمول

امام صادق (رح) وويل :خلک (په ټولنيزو حقوقو کې) د ږومنځې د غاښونو په څېر برابر دي؛يو سړى د (ديني) وروڼو په درلودو سره ډېرېږي،له هغه چا سره ناسته پکار نه ده څه،چې ځان ته غواړي او تا ته يې و نه غواړي. ( ٦٩)

لنډه شرح  :

په  پورتنۍ  وينا  کې  درې  مهم  ټولنيز آرونه ويل شوي دي :

لومړى :د هرې ژبې او توکم ټول انسانان ‏په ټولنيزو حقوقو کې مساوي دي . دويم : له ټولنې سره د وګړي او له وګړي سره د ټولنې له پیوستونه ټولنه جوړېږي . درېم : د انډيوالۍ او دوستۍ يو بنسټيز آر دادى،چې د نورو ګټو او مصالحو ته د خپلو ګټو او مصالحو هومره په درنه سترګه وګوري او پر يوه ټولنه،چې دا درې آرونه واکمن نه وي؛نو دا ټولنه نه اسلامي ده او نه انساني.

بيړه او تريخوالى سمول

حضرت علي (ک) وويل :بيړه او تريخوالى لېونتوب دى؛ځکه ددې ځانګړنوخاوند به ډېر ژر پر خپلو کړنو پښېمانه شي او که پښېمانه نشو؛ نو پوه شه،چې هماغسې لېونى دى او په (خپل) لېونتوب کې ټينګ دى . (٧٠)


لنډه شرح :

عقل خو دا وايي،سره له دې چې انسان ‏بايد له وخته مناسبه ګټنه وکړي؛خو تر څنګ کې بايد ځان له بيړې وژغوري؛ځکه په بيړه کې انسان د يوې مسئلې په باب سم ورمندون نشي کړاى او ټول اړخونه يې په پا م کې نشي نيولاى او ډېر ژر به  له هغو هوډونو پښېمانه شي،چې په بيړه کې يې نيولي ول او همداراز‏ کله يو انسان په يوه ترخه خبره له خپلو پخوانيو انډيوالونو ‏بيلېږي او پر زړه يې  د پښېمانۍ مهر لګي؛خو که همدا خلک وروسته له دې،چې د خپلو کارونو پايله وويني او پښېمانه نشي؛نو پوه شئ چې پر څلورو لېونى  دى . 

وا قعي زاهدان سمول

پېغمبر اکرم (ص) وويل : په دې دنيا کې زهد په درې څيزونو پورې تړاو لري : اوږدې هيلې نه درلودل،د نعمتونو شکر پر ځاى کول او له حرامو ځان ساتل .(71)

لنډه شرح :
ډېری ‏د اسلامي زهد په باب په غلطه دي او په دې اند دي،چې اسلامي زهد له  توکیز-مادي او ټولنیز ‏ژونده ګوښه کېدل دي او واقعي زاهدان هغوى ته وايي،چې له ټولنې لرې دي او ټول توکیز ‏امکانات په يي لغته  وهلي؛نو ځکه فکر کوي،چې دا استعماري  پروګرام دى،حال داچې واقعي زهد رغنده ټولنيز مفهوم لري،چې په  پورته حديث کې هم دا خبره جوته ده . د ناروا پر مال له  ګېډې اچولو او له  نامشروعواو حرامو ځان  ژغورل او توکیز ‏امکانات پر  سولیز-منطقي او انساني بڼه لګول،چې د نعمتونو حقيقي شکر همدا دى او له  اوږدو هيلو ځان ساتل،چې پکې ډوبېدل انسان  له  هر څه  پردى کوي .

د شخصيت ازمېښت سمول

حضرت علي (ک) وويل :‏درې څيزونه د‌ي،چې د انسان عقل او شخصيت پرې ازميل کېږي : شتمني، مقام او خپګان . (٧٢)

لنډه شرح  : د څښتن (ج) ازمېښتونه د پرمختګ او نېکمرغۍ لاملونه دي او ځانګړي ‏مواد نه لري؛ بلکې په هره وسيله دا ازمېښت اخستل کېږي؛ نو دا درې څيزونه تر ټولو مهم دي،چې کله د انسان ګوتو ته شتمني راځي؛نو ايا ځان او عقل ترې ورکېږي که نه؟ چې کله يو مقام ته ورسي؛ نو ايا دومره ظرفيت لري،چې هر څه هېر کړي که نه؟ او چې کله يوه ناوړه پېښه ورپېښه شي؛نو ايا په دې وخت کې له لوى سينې کار اخلي که خوله پر ناپړيتو او ناشکرۍ راپرانځي؛نو پام مو ي،چې په پورتني ازمېښتونو ‏کې پاتې رانشئ .

دنيا او آخرت ته سمه کړلار سمول

امام علي بن موسى الرضا وايي : د دنيا لپاره داسې کار وکړه؛لکه تر ابده پورې،چې ژوندى يې او آخرت ته داسې کار وکړه، چې ګواکې سبامرې .)) ( ٧٣)

لنډه شرح  :

په پورته وينا کې د مادي او ژوندپه باب داسلام دريځ ښوول شوى دى . ښه او دنده پېژندونکى مسلمان بايد په خپل ژوند کې له دومره انضباطه کار واخلي،چې ګواکې تل په دې دنيا کې پاتې کېدونکى دى او په دې وينا کې د خلکو پر دروغجن زهد د بطلان ټاپه لګول شوې ده او خپل مانیز ‏او د آخرت ژوند ته يې بايد دومره تيارى نيولى وي،چې که همدا سبا له دنيا‏ سترګې پټې کړي؛نو چې څه يې نيمګړي نه وي پرېښي،د توبې په  رڼو اوبو يې ځان  وينځلى  وي،د خلکو ټول حقوق يې ادا کړي وي او په ژوند کې يې هېڅ  تت او تياره ټکى نه وي پاتې .

د ګناه اغېز سمول

امام صادق وايي : هغوى چې د ګناه له امله مري،د هغوى په پرتله ډېر زيات دي،چې په طبيعي مرګ مري او هغوى چې د نېکچارۍ له امله ژوند کوي،د هغوى په پرتله يې عمر زيات دى،چې طبيعي ژوند لري . (٧٤)

(د ژباړن لنډه شرح) :

دې حديث پر ډېرو طبي مسلو رڼا اچولې او هغه داچې کله هم، چې چا ته ووايې : وروره ! مثلا سګريټ مه څښه يا شراب مه څښه يا پلانى غلط کار مه کوه،چې هم ترې ‏دين منع کړي يو او هم نن دا چارې طب منع کړي؛ځکه خورا تاوانونه لري (مثلا همدا سګريټ)؛ نو درته به ووايي چې پلانى له 20 کالو راهيسې سګريټ څښي ؛خو تر اوسه لا هېڅ بلا نه دى وهلى؛نو تل به ورته حيران وم،چې اوس دې ته څنګه دا خبره وکړم،چې په همدې سګريټ کې تر ننه 1200 سرطان (چنګاښ) جوړونکې مادې پېژندل شوي او همداسې نويو طبي څېړونو دا خبره جوته کړې،هغوى چې سګريټ څښي؛نو 20% له خپل عمره کموي؛نو هغه خلک هم،چې ګناه کوي او ګناه په طب کې؛يعنې هر کار چې د انسان د بدن  په تاوان وي؛نو په خپله ګورو او په تاريخ کې واويو،چې پخوانيو خلکو به ډېر عمر کاوه؛نو علت يې دا و،چې هغه چارې چې نن خلک کوي، د هغه وخت خلکو به نه کول؛نو هغوى چې سګريټ څښي او وايي،چې هېڅ بلا مو نه وهي ؛ نو ايا هغوى ته معلومه ده،چې دا څومره عمر مې چې وکړ؛نو ايا زما عمر همدومره و که نه تر دې ډېر و،چې په خپله دې د هغو چارو پر تبر د خپل عمر د ونې ډډ وواهه،چې هم ترې دين منع کړى وې او هم ترې طب منع کوي؛نو پام مو وکړ،چې په خپله هم دين دې خبرې ته په ډېره ښه توګه اشاره کړې ده . ) 

لنډه شرح :

نن دا خبره جوته شوې،چې د جسمي ناروغيو يو ستر لامل اروایيز‏ او مانیز ‏لاملونه دي او د اروایيز‏ خپګان يو اصلي لامل هغه دباو دى،چې د وجدان له اړخه د يوې ګناه تر کولو ‏وروسته پر انسان راځي . ګناهکار انسان د وجدان په محکمه کې محاکمه کېږي او له دردونکيو مانیزو ‏سزاګانو سره مخېږي،چې غبرګون يې په روح او جسم کې راښکاره کېږي؛خو نېکان د وجدان له اړخه  هڅول کېږي او همدا مانیزه ‏هڅونه ورته نوى ژوند ورکوي او عمر يې زياتوي . پايله داچې ګناه عمر لنډوي او نېکي  يې اوږدوي .

امام باقر وويل :لارويانو ته مو وواياست،چې هر چا ته په خپل عمل د څښتن (ج) لورنه په برخه کېږي . ( ٧٥)

لنډه شرح :

د امام باقر دا وينا هغوى ته ځواب دى،چې فکرکوي يوازې د اسلام  د نوم  پر منلو او د پېغمبر (ص) له کورنۍ سره مينه ورته د څښتن (ج) پر وړاندې ‏ستر مقام ورکولاى شي،حال داچې پوهېږو،د اسلام  بنسټ  پر عمل اېښوول شوى او حقيقي مسلمان هغه دى،چې عمل يې  د اسلام له اصولو او د پېغمبر(ص) له کړنو سره سمون  وخوري .         

له چا سره مشوره وکړو؟ سمول

حضرت علي (ک ) وويل :له کنجوسانو سره مشوره مه کوه، چې د خلکو له خدمته دې منع کوي او له بېوزلۍ به دې وېروي،له ډارنو سره مشوره مه کوئ؛ځکه د مهمو چارو په کولو کې مو اراده کمزوروي .له حريصانو سره هم مشوره مه کوئ؛ځکه ظلم درته ښکلى انځوروي . ‏(٧٦)

لنډه شرح  :
اسلام مو‏ په چارو کې مشورې ته رابولي؛خو څومره،چې له ښو خلکو سره مشوره د پرمختګ او نېکمرغۍ لامل ګرځي،له  ناوړه او کمزوريو وګړيو سره مشوره هم سرچپه پايلې لري؛نو ځکه حضرت علي وويل، چې له دې  درېو ‏سره مشوره مه کوئ : کنجوسان،ډارن،حريصان،چې کنجوس دې له بښنى منع کوي‏،چې د څښتن (ج)  يوه لورنه ده،‏هغه بل دې اراده سستوي او هغه  بل د زياتې غوښتنې له امله د خلکو پر مال ګېډه اچونې  ته هڅوي .

== تر ټولو غوره == حضرت علي وويل :تر ټولو ستر نعمت روغتيا ده او تر ټولوغوره څيز،چې د انسان زړه پرې ډکېږي،پر څښتن (ج) ايمان دى .‏ (٧٧)


لنډه شرح : په دې وينا کې حضرت علي پر خورا ستر نعمت ګوته ايښې ده. روغتيا نه يوازې تر ټولو ستر نعمت دى؛بلکې د ټولو فعاليتونو ، هڅو ‏ او برکتونو سرچينه ده او په مانیزو ‏نعمتونو کې به پر څښتن (ج) له ايمان پرته بله داسې رڼا پېدا نه کړئ،چې د ژوند لار درته رڼا کړي . پر څښتن (ج) ايمان د ناپوهۍ،خوارۍ، سپکاوۍاو چټليو درمل او د زړه ټکور دى .

له سترګو پټ مشر سمول

امام صادق وپوښتل شو :څنګه خلک د غايب امام له وجوده ګټه اخلي؟ ورته یې وويل :‏ هماغسې،چې لمر د وريځو له شا خلکو ته ګټه رسوي ‏. (٧٨)

لنډه شرح  : پر ځمکه د لمر رڼا د ټولو ژويو د خوځېدو سرچينه ده او هېڅ ژوى بې له هغې ‏ ژوند نشي کړاى . هو! امام او مشر هم د انسان په ژوند کې د لمر د رڼا په څېر ونډه لري . د وريځو شا ته لمر هم د يو څراغ په څېر دى،چې د يوې ښيښې شاته وي،خپله رڼا له ښيښې ‏هاخوا ته لېږدولاى شي او د شپې تيارې رڼا کوي او پر بوټو او نورو ژونديو موجوداتو اغېز کوي،همداسې د امام روحاني او مانیز برکات ،ان د غيبت له پردې شاته د انسانيت پر نړۍ لګېږي؛خو څومره،چې د يوې کوټې کړکۍ ستره او د لمر پر لور وي؛نو ډېره رڼا به ولري؛يعنې دا په خپله په انسان پورې اړه لري،چې څومره د ولايت او امامت له برکتونو ‏ګټه اخلي.

هرې خبرې ته غوږ مه ږده سمول

امام جواد وويل : چا چې د چا خبرې ته غوږ ونيو؛نو په حقيقت کې د هغه عبادت يې کړى دى؛ نو که د څښتن (ج) خبره يې وکړه؛نو د څښتن (ج) عبادت يې کړى او که د شيطان خبرې يې وکړې؛نو د ابليس عبادت يې کړى دى . (٧٩)

لنډه شرح :

خبره اغېز لري،چې هر څه او د هر چا چې وي او د ده او هغه خبرو ته غوږ نيول معمولا د انسان پر زړه اغېز کوي او داچې د هر ويونکي موخه توپير لري؛نو ځينې ويونکي پر حق او ځينې پر باطل دي او د دې هر يو پر وړاندې خضوع يو ډول عبادت دى؛ځکه د عبادت روح  تسليمېدل دي؛نو هغوى چې د حق خبرې ته غوږ ږدي؛نو د حق  عبادت کوونکي دي او هغوى چې باطل ته غوږ ږدي؛نو د باطل عبادت کوونکي دي؛نو بايد د باطل ويونکيو له ناستو ځان وژغورو او اجازه  ور نه  کړو،چې تکې تورې خبرې یې زموږ د غوږونو له  لارې  زموږ زړه  ته  ورسي .

شيطان صفته وګړي سمول

پېغمبراکرم(ص)وويل : څوک چې څه وايي او يا يې په اړه څه ويل کېږي؛ خو دى پرې بې پروا وي؛ نو پوه شه چې يا يې لمنه ککړه او يا شيطان دى . (٨٠)

لنډه شرح  : په ډول ډول ګناهونو کې ډوبېدل ددې ﻻملېږي او کار یې تردې رسي،پر انسان،چې هر ډول تور ولګول شي؛نو پر وړاندې ‏یې بې توپيره شي . څه چې د خلکو په باب ويل کېږي او څه چې يې په باب ويل کېږي، پروا يې پرې نه وي؛پر هر چا هر ډول تور لګوي او هر ډول تور،چې پر ده ولګي؛ نو نه خپه کېږي؛نو دا ډول کسان بې شخصيته،بې ارزښته او شيطان صفته دي .

واقعي اختر سمول

حضرت علي (ک) وويل : (عيدالفطر) د هغو کسانو اختر دى،چې روژې او عبادتونه يې د څښتن (ج) په درشل کې قبولې شوي وي او هره ورځ، چې پکې ګناه ونشي؛نو اختر دى . ( ٨١)

لنډه شرح :

تر يوې مياشتې روژې نيوو وروسته جشن،په حقيقت کې پر نفس د برﻻسۍ جشن او له څښتن (ج) څخه د اطاعت جشن دى؛نو داسې  ورځ  يوازې د هغوى لپاره اختر وي،چې پردې سپارل شوې الهي دندې يې عمل کړى وي؛خو هغوى چې ددې مياشتې له سترو تعليمي کړلارو وروسته پاتې وي ؛نه يوازې د اختر ورځ  ورته  نه  ده؛بلکې د وير او شرم ورځ ده. 

ارزښت سمول

پېغمبر اکرم (ص) وويل : څښتن (ج) څېرو او شتمنيو ته نه ګوري؛بلکې زړونو او کړنو ته ګوري.‏ (٨٢)

لنډه شرح : حال داچې ځينې خلک پر توکیزو،ټولنيزو او جسماني تلو تلل کوي؛خو اسلام په څرګنده ‏وايي چې په دې تللو کې د خلکو شخصيت مه تلئ څه، چې څښتن (ج) ورته ګوري او د حقيقت په تله کې وزن لري،فکر او عمل دى. پاک فکر د پاک عمل سرچينه ده او يوازې دا دوه دي،چې څښتن (ج) ته ارزښت لري .

د ورکاوي ﻻملونه سمول

حضرت علي (ک ) وويل :دوه څيزونو خلک پوپنا کړي دي : له نشتمنۍ‏ او نيستۍ څخه وېره او له موهومو وياړنو هيلمنېدل . ( ٨٣)

لنډه شرح  :

که د ډېری خلکو د تېريو،غلاګانو، بډو اخستو او ډنډۍ وهلو ته ځير شو ؛ نو وبه ګورو،چې  پورتني دوه  څيزونه ( له  فقره وېره او له موهومو وياړنو هيلمنېدل) د پورته کږﻻريو اصلي سرچينه هر څه لري؛خو يوازې له  فقره  د وېرې له امله او يا يې د خپلې  وينا له مخې، د راتلونکې د خونديتوب لپاره پر ګناهونو ﻻس پورې کوي او ځينې د موهومو وياړنو لپاره د خپل ژوند آرامش او روح بلهاروي،حال داچې که دا دوه ځانګړنې  پرېږدي؛ نو هوسا ژوند به  ولري .

== ښه کار کم نه دى == امام سجاد وويل : يو کار چې څومره هم کم او وړکى وي؛خو که له اخلاص سره اغږل ‏شوى وي،کم نه دى،څنګه څوک داسې ويلای شي،چې يو عمل به د څښتن (ج) په درشل کې قبول وي او ورته کم او وړکى وويل شي؟! (٨٤)

لنډه شرح :

 په قرآن مجيد کې راغلي :((څښتن (ج) يوازې هغه عملونه قبلوي،چې له تقوا او پاک نيت سره يوځاى وي))؛ نو تر هر څه  ‏زيات بايد د نيت پاکوالي، اخلاص او تقوا ته پام وکړو؛نه د کار ډېروالي يا کم والي ته؛ځکه داسې عمل که څومره هم کم وي، ارزښت يې  ډېر وي . ولې ؟؛ځکه د څښتن (ج) په  درشل کې منل کېږي؛نو تاسې په خپله وواياست آيا هغه عمل کم د‌ى،چې د څښتن (ج) په درشل کې قبلېږي؟ لنډه دا : بې اخلاصه ډېرکار بې ارزښته وي؛خو ‏لږ اخلاصمن  ښه کار‏ ارزښتمن دى .

خطا مه کوه او بښنه هم مه غواړه سمول

امام حسين  وويل : بدکار مه کوه،چې بښنې غوښتنې ته اړ نشې؛ځکه مؤمن نه  بدي کوي او نه  بښنه غواړي؛خو منافق هره ورځ  بدي کوي او  ورپسې بښنه غواړي . ( ٨٥)

لنډه شرح :

له هر چا ‏خطا کېږي؛خو دلته منافق او ايمانوال يو توپير لري . مؤمن هڅه کوي کمه تېروتنه وکړي،چې بښنې غوښتو ته اړين نشي؛ځکه پوهېږي،چې په پای کې ‏بښنه غوښتل څوک نه سپينوي؛خو د منافقانو پر بدو چارو چرت هم نه وي خراب؛ځکه ورپسې  ډېر په اسانه بښنه غواړي،چې دا په خپله د منافق  يوه  ځانګړنه  ده، ‏په ظاهره ځان په خپلو کړو پښېمان  ښيي؛خو بيا هم هغه کار تکراروي .

په ژوند کې تر ټولو ناوړه وګړي سمول

امام علي بن موسى الرضا وويل : د اقتصادي ژوند له پلوه هغوی تر ټولو ناوړه‏ دي،چې په ژوند کې له خپل معاشه نورو ته څه ور نه کړي او د نورو په ژوند کې ژوند و نه کړي. ( ٨٦)

لنډه شرح  :

روغ اقتصاد هغه  دى،چې ټولنيز پېوندونه ټينګ کړي او ټولنه تر خپل سيوري ﻻندې کړي؛خو چېرته،چې اقتصاد د څو ځانګړيو وګړيو په ﻻس کې شي؛نو سرطان ترې جوړ شي؛نو ځکه ورته امام رضا تر ټولو بد معاش او اقتصادي  ژوند ووايه . 

ژمنې مو د پورونو په څېر دي سمول

امام علي بن موسى الرضاوويل : موږ داسې کورنۍ يو،چې خپلې وعدې؛لکه د خپل پور په څېر ګڼو،چې رسول اکرم همدغسې و. ( ٨٧)

لنډه شرح :
پور يوازې دا نه دى،چې انسان له بل چا څه واخلي او پوروړى یې شي . څوک چې له نورو سره ژمنه وکړي،په حقيقت کې د يو کار ذمه واري پر خپلو اوږو اخلي او يو مسئوليت مني او په حقيقت کې يو تثبيت شوى اخلاقي پور پر ځان مني .
پر ژمنه  وفا کول د انسان د شخصيت،ايمان، ستريا او رښتينولۍ ښوونکې ده او په ټولنه کې د عمومي ډاډينې او ټولنيزو مرستو د روحيې د را ژوندي کولو ﻻمل دى؛ نو ځکه په اسلام کې پر وعدې وفا کول  مهم  ښوول شوي دي .

حرام مال سمول

امام باقر وويل :که انسان يو مال له نامشروع ﻻرې ګوتو ته راوړ؛ نو نه يې پرې حج قبلېږي، نه عمره او نه خیرات . (٨٨)   لنـډه شرح :

يوازې د موخې سپېڅلتيا د اسلام په منطق کې بسیا ‏نه ده؛بلکې موخې ته د رسېدو وسيله هم بايد سپېڅلې وي، څوک چې يوازې په ښو چارو زړه خوشحالوي؛خو په  هغه  وسيلې،چې نېک کار پرې کوي،ورته يې پام نه وي؛نو له دې ‏بې خبره دى،چې   که وسيله هم  پاکه او سپېڅلې نه وي،‏هېڅ عمل به یې د څښتن (ج) په درشل کې و نه منل شي؛ځکه څښتن (ج) يوازې د پرهيزګارانو عمل قبلوي . (انَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ) 

چې له وسې موکېږي، له چا څه مه غواړئ سمول

امام سجاد وويل : له نورو غوښتل،په ژوند کې خواري او د حيا او شخصيت سپکاوى دى او هغه نشتمني دى،چې انسان يې په خپله ځان ته برابروي . (٨٩)

لنډه شرح  :

ډېری له نشتمنۍ د وېرې لپاره ځان نشتمنۍ ‏ته ورسپاري او له ده او هغه خپلې نااړینې غوښتنې کوي او ځان  ورپورې تړي او خپل انساني شخصيت   لتاړي . اسلام  خپلو ﻻرويانو ته امر کوي،چې  پر خپلو پښو ودرېږئ .

پرهغه دې افسوس وې چې ... سمول

امام سجاد وويل :پرهغه دې افسوس وي ،چې آحاد يې پر عشرات وړومبنى شي . ( ٩٠)

لنډه شرح  : قرآن مجيد وايي : مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ امْثَالِهَا وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَلا يُجْزَى الا مِثْلَهَا وَهُمْ لا يُظْلَمُونَ (انعام/۱۶۰)= [چا چې ښه كار راووړ؛نو لس ګرايه يې ثواب وركول كېږي او چا چې بد كار راووړ؛ نو د همدې بدو هومره به سزا وركړه شي او تېرى به پرې و نشي .] دې اۤيت ته په پامنیوي د پورته حديث تفسير ښه څرګندېږي؛ نو هغه به بېچاره وي،چې د څښتن (ج) د حکم په منلو کې، چې ورته دومره ثوابونه وي ،هغه پرېږدي او ګناه ته غاړه کېږدي !

پر ګناه کولو خپله ستونزه مه هواروه سمول

امام حسين وويل : څوک چې خپل کار د ګناه له لارې ‏کوي؛نو ‏څه ته چې هيلمن وي؛نو ډېر ژر به يې له ګوتو ووځي او له هغه چې وېرېږي،ډېر ژر به پرې راپېښ شي . (٩١)  

 لڼده شرح  :
ځينې انګېري،چې که له نامشروعو لارو ‏د خپلو موخو د لاس ته راوړو لپاره کار واخلي؛نو ډېر ژر به خپلې موخې ته ورسي،حال دا چې پورتنى حديث وايي،داسې خلک به ډېر ژر خپل مراد له  لاسه  ورکړي او له څه چې  وېريږي ، ډېر ژر به  پکې  وغورځېږي .

له ځانه خوښ سمول

حضرت علي (ک) وويل  : څوک چې له ځانه خوښ ‏ وي ؛نو ډېر خلک به ترې ناخوښ ‏وي . (٩٢)

لنډه شرح  :

ځان خوښي د ژوند لپاره پکار ده! که څوک پکې افراط وکړي؛ نو پر ځان منۍ به واوړي . هغوى چې له ځانه خوښ ‏وي؛نو خپله نيمګړتيا نه ويني،ځان وظيفه پېژندوکى،پاک،بې عيبه او کارنده-فعال بولي؛نو ځکه له هر چا ‏تمه ‏لري،چې درناوى يې وکړي او ‏ همدا کارونه یې  د خلکو د غوسو د نېز د جاري کېدو لاملونه دي . 


خپلوان سمول

امام حسن مجتبى وويل :هغوی نږدې خپلوان دي، چې درسره  ډېره مينه لري،که څه هم لرې خپلوان وي او هغوی لرې خپلوان دي،چې درسره لږه مينه لري، که څه  هم  نږدې  خپلوان  دې  وي . ( ٩٣)

لنډه شرح :

په اسلام کې خپلوي مهم  ټولنيز آر دى او په ستره انساني ټولنه کې نورې غښتلي اړيکې منځ  ته راوړي،چې ‏يو له بل سره به د ستونزو په هوارولو کې مرستې کوي؛خو د پورتني حديث په رڼا کې خپلوي په مينه تلل کېږي،نه يوازې د نسبي نژدې اړيکو په رڼا کې !

د عادت هېرول سمول

امام حسن عسکرى وويل : د غلطو کارونو عادت هېرول هم د معجزې په څېر وي . ( ٩٤)

لنډه شرح :

عادت ستر الهي نعمت دى؛ځکه ډېر ستونزمن کارونه اسانوي،چې انسان ته سخت او ضروري وي؛خو که انسان پر بدو چارو عادت وکړي؛ نو خطرناک شي،چې پرېښوول اوهېرول يې ډېرسخت وي؛نو ځکه امام عسکري د بد کار عادت هېرول د معجزې په څېر ګڼلى دى؛خو کوښښ وکړئ،مخکې له دې ‏،چې بدچاري  مو عادت  شي،پرېږ يې دئ .

د کربلا تلپاتې حماسه سمول

امام حسين وويل : پر څښتن (ج) قسم ! کله به هم د ذليلو په څېر ورسره ﻻس يو نه کړم او د مريانو په څېر به ونه تښتم . ‏مرګ راته ‏نېکمرغي ده او له ظالمانو سره ژوند را ته بې غېرتي او بدمرغي ده. (٩٥)

لنډه شرح :

کربلا د بشر د تاريخ ستره او تلپاتې حماسه ده . کربلا د انسان جوړونې د پوهنتون ستر مرکز دى .د عاشورا ورځ هغه قومونو او ملتونو ته نه هېرېدونکې ورځ ده،چې سر لوړى ژوند غواړي‏ او سر لوړي له دې  دنيا وﻻړ شي او پورتنۍ دوه جملې،چې د امام حسين له دوو ويناوو راخستل  شوي  دي، د حقيقت  روښانه بېلګه ده.
( ژباړن : د کربلا او د امام حسين  پر تلپاتې حماسه  د نورې  پوهېدنې لپاره کړاى شئ د اجرالدين اقبال د "غزل  بابا د آل محمد په ويرکې" کتاب  ولولئ .)   

عاقل څوک دى؟ سمول

حضرت علي (ک)  وويل  :عاقل هغه  دى ،چې هر څه  په  خپل  ځاى کې  ږدي . ( ٩٦)

لنډه شرح  :

د عقل د مانا او مفهوم په باب ډېرو ډېر څه ويلي دي؛خو د حضرت علي دا خبره تر ټولو بشپړ تعبير دى،چې تر اوسه د عقل په باب شوې ده.عقل هغه  دى، چې  هر څه په خپل ځاى کې کېږدئ . که هر انسان په ټولنه کې هر څه په خپل ځاى کې وکړي او غم، ښادي، دوستي، دښمنۍ،نرمي، تريخوالى،محبت،عبادت، ورهڼه- کسب کار او تفريح که په  خپل وخت کې وکړي؛نو عاقل دى .

د دښمنۍ لامل سمول

حضرت علي (ک)  وويل :خلک د هغه څه  دښمنان دي،چې  پرې نه  پوهېږي . ( ٩٧)

لنډه شرح  :

ډېر داسې خلک به مو ليدلي وي،چې له حقيقته سترګې پټوي او ورپسې راپاڅي،چې ددې کار اصلي لامل یې ناپوهي او بې خبري  ده . د حضرت علي ‏دا حکيمانه  خبره د ديني مسئلو په باب هم صدق کوي، ځينې وخت  وينو،سره له دې،چې ځينې  د ځينو شاګردان دي؛ بيا هم له خپل استاد سره مخالفت کوي او که ددې خلکو کارونو ته ځير شو؛نو و به ګورو،چې دا خلک تر اوسه د دين پر روح او فلسفه  نه دي  پوه  شوي .

پتمن سمول

پېغمبراکرم (ص) وويل :دڅښتن غېرتي ‌بندګان ډېرخوښ وي .( ٩٨)

لنډه شرح :

دين، ناموس،هېواد او د الهي نعمتونو ته په ساتنه کې وفادارۍ ته غېرت ويل کېږى . غيرت د الهي انسانانو او پېغمبرانو غوره ځانګړنه ده . لنډه دا،چې غيرت د پرديو د يرغلونو پر وړاندې ستر او نه  ماتېدونکى خنډ دى .

ګټور سمول

پېغمبر اکرم ( ص ) وويل :مؤمن د کعبورې د ونې په څېر وي،هر څه چې ترې واخلې ګټور دي .( ٩٩)

لنډه شرح  :
د کعبورې ‏برکتي  ونه ده؛مېوه يې خوړل کېږي او ګټورخواړه دي،زڼي يې سوځول کېږي،له پاڼو يې پوزى او خولۍ بڼل کېږي،لرګي يې په کورونو جوړولو کې کارول کېږي،له غونچې ‏يى يو ډول عطرجوړېږي، لنډه داچې هرڅه يې ګټور دي؛مؤمن هم داسې دى،فکر يې ګټور دی خبرې يې ګټورې دي،ورسره ناسته ګټوره ده، دوستي ورسره وفا ده او په خبره ولاړ دی . لنډه داچې هرڅه يې ګټور وي .	 

غوره لاس سمول

پېغمبر اکرم (ص) وويل :لاسونه درې ډوله دي : اۤخستونکي لاسونه، ساتونکي لاسونه او ورکوونکي لاسونه ! (١٠٠)

لنډه شرح  :

اسلام کوښښ کوي خپل لارويان لوړ همتي،خواري کښ او له انساني عاطفې سره وروزى؛ نو ځکه  ورته  وايي، چې له چا ‏څه مه غواړئ او د غوښتنې لاس مو چا ته مه اوږدوئ او  نه  يوازې چا ته لاس مه ور اوږدوئ؛بلکې هغه څه چې درسره هم وي، نورو ته يې ورکړئ؛نو د پورتني حديث  پيغام هم دادى،چې ورکوونکي لاسونه  غوره  لاسونه  دي .

تر مرګه بدتر سمول

امام حسن عسکري وويل : تر ژونده هغه څيز غوره دي،چې که  لاسه يې ورکړې؛نو له ژونده بېزاره شې او تر مرګه بدتر هغه څه دي،چې درباندې راپېښ شي؛نومرګ ته غاړه کېږدې .(١٠١)

لنډه شرح  :

ځينې انګېري،چې د ژوند تر ټولو لوړ ارزښت توکیز- مادي ارزښتونه دي،حال داچې تر مادي ارزښتونو نور لوړ ارزښتونه هم ډېر په ژوند کې شته،کله داسې پيښې راپيښ شي،چې انسان پکې د مرګ هيلمن شي او په پوره خوښۍ  خپل خوږ ځان ترې بلهار کړي .

د څښتن (ج) په لار کې شهيدان، د فضيلت او حق پالۍ شهيدان هغوى ول، چې د امام عسکرى ددې خبرې پر حقيقت پوه شوي ول؛ نو چې ژوند يې تريخ وليد او مرګ يې د څښتن (ج) د رضا لپاره وليد ؛ نو له ژوند سره يې مخه ښه وکړه او مرګ ته پر ورين تندي ورغاړې وتل .

د مؤمن او منافق توپير سمول

 پېغمبر اکرم وويل : چې مؤمن مو چوپ وليد؛نو ځان ورنږدې او ترې خبرې راوباسئ؛ځکه خبرې به يې ټولې له کلمو ډکې وي؛مؤمن لږې خبرې؛خو منافقان ډېرې خبرې کوي او عمل يې لږ وي . ( ١٠٢)
 

لنډه شرح  :

د انسان انرژي محدوده او خلاصېدونکى ده؛نو که  يو انسان په يوه لار کې خپله ټوله انرژي خلاصه کړي؛نو په بل ځاى کې به انرژي ونه لري؛ نو هېښنېده نه ده،هغوى چې په خبرو خپله انرژي خلاصوي،عمل ته پکې دمه نه پاتې کېږي؛نو ځکه د اسلام مشر وويل،چې  د منافق خبرې  ډېرې؛ خو عمل يې کم وي .

غوره ميراث سمول

حضرت علي (ک) وويل : ادب تر ټولو غوره ميراث دى،چې مور و پلار يې خپل اولاد ته پرېښولاى شي . ( ١٠٣)

 لنډه شرح  :
ادب هماغه ښکلى او له درناوي سره اغږل شوى چلن دی او ادب کله د څښتن (ج) د بندګانو پر وړاندې او کله د څښتن (ج) پر وړاندې وي،هر څه چې وي پام مو وي،چې له انساني شتمنيو ځنې ستره شتمني ده،چې په ټولو کارونو کې  د بري رمز دى .

ادب د محبت، پاکۍ، دوستۍ، يووالي او د خبرې اغېز او د ټولنيزو کړلارو د پرمختګ تر ټولو ستر لامل او سرچينه ده؛نو ځکه حضرت علي وويل :چې اولاد ته د مور و پلارغوره ميراث ادب دى .

د فکر اۤزادۍ ته درناوۍ سمول

 پېغمبراکرم(ص) وويل :هغوى ډېر بدخلک دي،چې يو مؤمن پکې په تقيه اوسېږي او له وېرې خپل اند ‏او نظر څرګند نه کړاى شي . (١٠٤)

لنډه شرح  :

د افکارو او نظرياتو د نه څرګندولو (تفسير) سرچينه په دې کې ده،چې يو ځانمنى اکثريت په ټولنه کې ددې لامل شي،چې نېک لږکۍ - اقليت ونشي کړاى، ‏خپلې ګروهې ‏او اندونه ‏ټولنې ته څرګند کړي . سپينه خبره ده،‏دا‏ نېکمرغه ټولنه نه ده،په ‏انساني او اسلامي ټولنه کې بايد يو نېک ‏انسان حق ولري،چې خپلې ګروهې او افکار خلکو ته څرګند کړي او عام خلک نه يوازې  خلکو ته په لار کې نبايد خڼد شي؛بلکې ددې ښه او نېک ‏فکر د لا پياوړتيا امکانات هم ورته برابر کړي .
    

د مؤمنانو شپږ ځانګړنې سمول

امام صادق وويل : شپږ څيزونه دي،چې په مؤمنانوکې نه وي : سخت دريځي،بدخوى،کينه ،ځېل ، دروغ او ظلم . (١٠٥)  

لنډه شرح  :
هغوى چې يوازې د ايمان په نوم زړه خوشحاله کړى،خيالي مؤمنان دي، نه واقعي . د امام د وينا له مخې، په يو مؤمن کې لږ تر لږه دا شپږ ځانګړنې نشته،چې په حديث کې مو ولوستې .
د پام  وړ خبره خو دا ده،چې د پورته ځانګړنو درلودل ددې لامل ګرځي،چې انساني او ټولنيز بېخونه نور هم غښتلي شي .واقعي مؤمنان هغوى دي،چې اسانګير،خوش خلقه،خیرغواړي‏،حق ته تسليم او عادل وي  . راشئ  چې ځان و ازمېيو،چې خيالي مؤمنان يو که  واقعي !

ټولې لارې مه پرېکوه سمول

امام صادق وويل : له څښتنه وېرېږه! که څه هم دا وېره لږه وي او د ځان او هغه ترمنځ دې يو ستر وي،که څه هم په نرۍ پرده کې وي . ( ١٠٦)

لنډه شرح  :

داسې خلک شته،چې کله ګناه ته مټې بډ وهي؛ نو دومره پکې مخ ته ولاړشي،چې د خپل ځان او څښتن (ج) ترمنځ ټول پېوندونه وشلوي، خپل شا ته ټول پلونه په ځان پسې ورانوي او د بېرته تګ ټول ورونه په ځان پسې تړي؛نو امام صادق ځکه پخپله حکيمانه وينا کې وويل : لږ تر لږه د بېرته تګ لار پر ځان مه بندوه، ټولې پردې مه شلوه،څه هغه ورځې ته پرېږده،چې که پښېمانه شوې،چې د بېرته ستنېدو لار ولرې .

واقعي عبادت سمول

حضرت علي (ک) وويل : کميله! مهمه دا نه ده،چې لمونځ وکړې،روژه ونيسې او د څښتن (ج) په ﻻر کې خیرات ورکړې؛(بلکې) مهمه ترې دا ده،چې لمونځ او نور کړه وړه دې په پاک زړه اوخشوع او د څښتن (ج) لپاره وي . (١٠٧)

لنډه شرح :

د کړنو واقعي اړخونه،‏څرنګوالي-کيفيت یې دى،چې د عمل واقعي ارزښت ټاکي، نه د عمل ظاهر او څومره والى.
و مو ليدل،چې حضرت علي  کميل ته سپارښتنه وکړه،چې د عمل څومره والى په پام کې مه نيسه؛بلکې د هغه عمل روح ته دې پام وسه؛ ځکه د اسلام له دې چارو نهایي موخه "خیر روزنه" او د انسان تکامل دى،چې ددې ټولو سرچينه پاکي ده، نه د عمل ډېروالى.

خپله نيمګړتيا مه هېروئ سمول

امام صادق وويل :چې مو وليدل، يو انسان د نورو په ګناهونو او نيمګړتياوو پسې دى؛خو خپل ګناهونه او نيمګړتياوې يې هېرې کړي وي؛ نو پوه شه،چې پر الهي عذاب ککړ شوى دى . ( ١٠٨)

لنډه شرح :

ډېرخلک داسې دي،چې پر نورو نيوکې کوي او په دې کارکې ډېر ماهر هم دي،‏حال داچې بيخي له خپل ځانه بې خبره دي؛يعنې د نورو په پښه کې اغزي ته  يې  پام  وي؛خو نه ويني چې په خپله سترګه کې يې لخته ننووتې ده . ددې خلکو پر سترګو د ګناه او ځان منۍ له امله د پېسمنۍ او بې خبرۍ  پردې خپرې  شوې دي .

هغه نېکمرغه دى کومه نيوکه،چې پر خلکوکوي،لومړى يې په خپل ځان کې سمه ‏ کړي .

ځان ځورونه سمول

امام صادق وويل : څوک چې بد اخلاقه وي؛ نو ځان ځوروي. (١٠٩)

لنډه شرح :

اورېدلي به مو وي،‏هغوى چې بد اخلاقه وي او له هر چا سره پر تريو تندي چلن کوي؛د خپل شاوخوا د خپلوانو او دوستانو د ازار ﻻمل ګرځي،حال داچې تر ټولو ‏زيات خپل ځان ځوروي،چې د خپل  ژوند شات يې په خپله ترخه ژبه تریخ کړي او د ژوند رڼې اوبه يې په خپله خړې کړې دي.

د بد اخلاقو خلکو عمر لنډ،اروا يې خپه،جسم يې په عذاب او تر هر چا ‏زيات په خپله د خپلو اخلاقو د تريخوالي په اور کې سوځي . اسلام خپل ﻻرويان تل ښو اخلاقو ته رابللي او جنت ته د ننووتو له سترو ﻻملونو ځنې ‏یو یې ښه اخلاق ښوولي دي .

قرآن سمول

امام علي بن موسى الرضا وويل : څښتن (ج) قرآن شريف ‏ځانګړي وخت او ‏ډلې لپاره ته نه دى رالېږلى؛نو ځکه په هر وخت کې او هرې ډلې ته تر قيامته پورې نوى دى . (١١٠)


لنډه شرح  :

پورتنۍ وينا هغه ته د امام ځواب ‏و،چې و يې پوښتل : ‏ولې قرآن په لوستو او تکرار نه زړېږي ؟
امام هم په پورتني ځواب دې حقيقت ته اشاره وکړه،چې قرآن د مادياتو د نړۍ او د بشر د ژر تېرېدونکي او بدلېدونکيو افکارو مخلوق نه دى، چې د وخت تېرېدل به پرې د زوړوالي دوړه وشيندي؛بلکې د ‏ستر څښتن (ج) له پوهې ‏يې سرچينه اخستې،چې وجود يې ازلي او ابدي دى؛نو څومره يې،چې لوستونکي ولولي؛نو ورته به تازه او په زړه پورې وي او هېر مو نشي،چې د قرآن د ستراوي ‏غوره نښه همدا ده .

له ځان پالنې ‏ووېرېږئ سمول

امام صادق وايي: له خپلو ځاني ‏غوښتنو او هوسونو ووېرېږئ؛لکه څنګه چې له خپلو سرسختو دښمنانو وېرېږئ؛ځکه د نفس منل او بې له ژبې ‏د انسان بل ستر دښمن نشته  ! (١١١ )

لنډه شرح  :

پر دې خو ټول خبر دي،چې دنننى دښمن تر بهرني دښمنه ډېر زيات خطرناک وي او سرغړاندې ځاني ‏غوښتنې هم،چې د انسان له نفسه سر چينه ‏ اخلي او انسان تر اغېز لاندې راولي،تر هر دښمنه ‏انسان ته خطرناکې دي .

ځانپالي د انسان سترګې او غوږونه ړندوي او کڼوي،عقل خپل کار ته نه پرېږدي،د حقايقو څېره ورته سر چپه ښيي او په پای کې ‏يې د فساد کندې ته ور ګوزاروي .

د څښتن د حکم منل اصل دى سمول

امام باقر جابرجعفي ته وويل : سلام مې پر لارويانو ووايه او ورته ووايه، چې موږ د څښتن خپلوان نه يو؛نو که څوک غواړي څښتن (ج) ته ځان ورنږدې کړي؛نو د څښتن پر احکامو دې عمل وکړي . ( ١١٢ )

لنډه شرح  :

داسې خلک شته،چې فکر کوي يوازې د مسلمانۍ ادعا او له نبوي کورنۍ سره  مينه خلاصون او نېکمرغۍ ته بسیا ‏ده او فکر کوي،چې پردې ادعا د امامانو خپلوان شوي دي، چې امامان هم د څښتن (ج) خپلوان دي او په واسطه به یې ځان يو ځاى ته ورسوي،حال داچې د امام د وينا له مخې ‏يوازېنى پېوند،چې د انسان او څښتن (ج) تر منځ تړل شوى، د اطاعت او د دندې د سر ته رسولو پېوند دى .
چاچې د څښتن (ج) پر خبره  عمل  وکړ؛ نو تر ټولو به څښتن (ج) ته نږدې وي او چاچې  ګڼاه وکړه ؛نو ‏تر ټولو به له څښتنه  ‏لرې وي .
   

د شتمنۍ د لګښت تناسب سمول

حضرت علي (ک) وايي : څوک چې شتمني په حرامه ﻻس ته راوړي؛نو په هغه ﻻر کې به ترې ولګي،چې الهي ثواب نه لري . (  ١١٣)

لنډه شرح :

په  خلکو کې دا خبره مشهوره ده،چې هر مال د خېر په ﻻر کې د لګولو وړتيا نه لري،چې پورتنۍ وينا هم د خلکو پردې ګروهه يو سند دى .
ډېر داسې خلک ليدل شوي،چې غوښتلي يې دي،چې پر خپلو مالونو ښه کارونه وکړي؛ خو په نيمه کې ترې پاتې شي او يا که کار يې تر پايه ورساوه؛نو پايله به يې سرچپه او يا د انتظار وړ نه وي؛خو ډېر دي داسې پرهيزګار او ايمانداره وګړي،چې پر لږو شتمنيو يې ټولنو ته ستر خدمتونه کړي دي .

رښتين او فاروق سمول

پېغمبراکرم(ص) وويل : هر امت يو صديق او فاروق لري او زما د امت فاروق او صديق علي بن ابىطالب دى. ( ١١٤ )

لنډه شرح : د يو پوخ ښوونځي د کړلارو د پشپړېدو لپاره-هغه هم د اسلام په څېر يو تلپاتې ښوونځى،پکار ده،چې د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته،هغه هم هغه پېغمبر،چې د ژوند ډېره برخه يې له مخالفينو سره په مبارزه کې تېره شوه-يو څوک بايد وي،چې د ښوونځي له ټولو رازونو او رمزونو سره اشنا وي او د حق او باطل توپير وکړاى شي (؛يعنې د "فاروق" د نوم وړتيا ولري) او همداراز د حقايقو په ويلو کې پوره رښتين،غوڅ ژبى او صريح الهجة؛يعنې (صديق) وي،چې د مشر تر وفات وروسته هغه اړپېچونه هوار و ابهامونه له منځه يوسي،چې خلکو ته راپېښ شوي دي،چې د پورته حديث په رڼا کې دا مقام يوازې حضرت علي (ک) ته ځانګړى دى .

ساده ژوند او د کور په سمبالولو کې مرسته سمول

امام صادق وويل : هو! علي به(د خپل کور لپاره) له دښتې خس راوړل اوبه يې راوړې، کور يې پاکاوه او فاطمى بي بي به مېچنه کوله،اوړه يې اغږل ‏او ډوډۍ يې پخوله . ( ١١٥ )

لنډه شرح  :

دا لنډه وينا د حضرت علي او ‏فاطمې بي بي د روح  پر ستروالي  لووی - شاهد دى .ژوند يې ساده؛خو له صفا،صميميت او مرستې ‏ډک و،کار عيب نه دى.ګډ‏ کار او تفاهم بنسټیز آر دى .

يو ساعت عدالت سمول

پېغمبر(ص) وويل : يو ساعت عدالت کول تر يوه کال عبادته غوره دى. (١١٦ )

لنډه شرح :

عبادت د خالق او مخلوق ترمنځ اړیکه ‏ده . عبادتونه د روزنې مهمې زده کړې دي،چې د انسان د روح او فکر په جوړولو کې ستره ونډه لري؛خو سره له دې ټولو خبرو،په پورتني حديث کې مو ولوستل،چې يو ساعت عدالت کول تر يوه کال عبادته غوره دى .
په بل ځاى کې لولو،چې يو ساعت فکر کول تر يوه کال عبادته غوره دى،چې دا تعبيرات د "عدالت" او "اندنې- تفک" پر ارزښت لووي- ګواهان دي؛ځکه دا دوه په يو ځاى کې جرړه لري؛يعنې چېرته چې عدالت نه وي؛نو اند- فکر او انده- انديشه به هم نه وي .

حقيقي طبيب سمول

پېغمبر اکرم (ص) وايي : واقعي طبيب الله دى .کېداى شي ځينې څيزونه ښه وي،چې نور ترې زيان ويني . ١١٧

لنډه شرح  : د انسان په ژوند کې،چې پېښې راپېښېږي؛نو کله د هماغه انسان د ناوړه تدبير،انتصاب او د بدنيت له امله وي،چې ډېرې دردونکې پېښې داسې وي؛خو کله په ظاهره څه راپېښ شي او هغه یې لامل نه دى؛چې پورته مو وویل؛ بلکې د يو داسې درمل حکم لري،چې د انسان واقعي طبيب؛ يعنې الله (ج) خپلو بندګانو ته ورکړي دي او دا درملونه که څه هم ترخه وي؛ خو ډېر زيات درملونکي اغېږې لري .


== د پېغمبر اکرم ځايناستي ==

پېغمبراکرم(ص) وويل  : (١١٨ ) دا دين به تل سر لوړى وي او له دښمنانو به په امان کې وي،څو ١٢ تنه يې مشران وي ،چې ټول يې له قريشو دي .

لنډه شرح  :

د پېغمبراکرم (ص) د ١٢ ګونو ځايناستو په اړه ‏په مشهورکتابونو؛ لکه صحيح بخاري،صحيح مسلم،صحيح ترمذي،ابوداود او مسند احمد کې ډېر زيات رواياتونه راغلي،چې ددې حديثونو شمېر د اهل سنتو او اهل تشعيو په کتابونه کې ٢٧١ حديثونو ته رسي او د پام وړخبره خو دا ده، تر آنحضرت(ص) وروسته چې څومره ‏ خلفاء هم راغلل،دې حديث ورسره سمون نه درلود.

د ګناه غونډه سمول

امام صادق وويل : مؤمن ته په کار نه دي ‏په داسې ناسته ‏کې کېني،چې پکې ګناه کېږي او د ګناه د مخنيوي وس پکې نه وي . ( ١١٩ )

لنډه شرح  :

د ګناه په غونډه کې ناسته پر هغه غونډه د تاييد مهر لګول دي،مګر داچې د مؤمن انسان موخه ددې غونډې بدلون وي او يا داچې نيت يې پر نېکیو امر او له بدیو منع وي .

ګټور کارونه وکړئ سمول

امام صادق (رح) وويل : (١٢٠ ) کښت وکړئ،ونې وکرئ،پرڅښتن (ج) قسم، چې چا تر اوسه تر دې کارونو حلال او پاک کار نه دى ترسره کړى .

لنډه شرح  :

د انسان د ژوند بنسټ پر توليدي کارونو ولاړ دى،چې يو  يې هم کښت او ډول ډول تجارتونه دي،ان ډېرى صنايع هم بې له هغوى ‏مفهوم نه لري؛ځکه ‏خام مواد  يې بزګران توليدوي . 

پردې سربېره په نورو کارونو کې ټګي وي؛خو په بزګرۍ کې دا کار ناشونې دی؛ځکه چې بنسټ او لاملونه يې طبيعي څيزونه دي او د انسان د رښتينې زحمت ګالنې پايله ده؛ نو ځکه په دې حديث کې ورته پاک او حلال کار وويل شو.

د عمر اوږدوالى او لنډوالى سمول

حضرت علي وويل : هغوى چې د ګناه له لارې ژر مري،تر هغوى خورا زيات دي،چې پر طبيعي مرګ مري او هغوى چې ښه کارونه کوي، عمر يې زيات وي او طبعيي عمرکوي . (١٢١ )

لنډه شرح  :

د کاڼي کرخه ده،چې ډېرې ګناهونه‏ او ناوړه خويونه د عمر له لنډوالي سره نېغه اړیکه ‏لري (؛لکه شراب څښل،جواري کول  او کنجوسي) او ډېر هم په غېر مستقيمه توګه په خپلو کارونو د ټولنې په ګډوډۍ او بې امنيتۍ کې ونډه لري،داچې ښه کارونه پر روح او وجدان ارامونکى اغېز لري؛ نو د عمر د اوږدوالي لامل ګرځي.
ژباړن : نن طب دا خبره جوته کړې ده،چې بد کارونه په بدن کې د اۤزادو راډيکلانو د افرازېدو لامل ګرځي ،چې  په خپله پر بدن ناوړه اغېز لري .

د شيطان مرسته سمول

حضرت علي (ک) وويل : شيطان ته کنځلې کوې؛خو په باطن کې يې ښه انډوال ياست ! (١٢٢ )

لنډه شرح  :

خلک يوازې له الفاظو په تېښته کې وي او ترې وېره لري؛ لکه د فقر، نفاق او د شيطان الفاظ، حال داچې په  دې څيزونو کې ډوب دي . 

ډېر شتمن پېژنم،چې د فقر له وېرې د نشتمنو‏په څېر ژوند کوي او ډېر داسې منافقان مې وليدل،چې منافقانو ته کنځل کوي؛خو په خپله د نفاق اصلي جرړه ده.

ډېر دي داسې شيطان صفتي،چې وايي له رټل شوي شيطانه له څښتنه پناه غواړم؛خو د شيطان اصلي دوستان دي او خپلو شيطاني هلو ځلو ‏ته ‏ارزښت ‏ورکوي . داسې خلک د ټکي دښمنان وي؛ نه د واقيعت!

مشوره وکړه،چې لار دروښوول شي سمول

امام حسن وويل : داسې ټولى مې و نه ليد،چې مشوره به يې کړې وي او خېر او صلاح به يې پکې نه وه . (١٢٣ )


لنډه شرح  :

له سلا او مشورې سره  کار د خير،برکت او پرمختګ سرچينه ده، په تېره بيا په اندیزو‏ مسئلو او د کړلار په جوړونه ‏کې او د ستونزو ‏په هواري ‏کې مشوره‏ هېښنده‏ اغېز لري .
هغوى چې اندیز ‏استبداد لري،په ژوند کې يې ډېرې ‏تېروتنې ‏کړي او تاوانونه يې ليدلي دي .
ممکن څوک په يو څه پوه نشي،چې نورڅوک پرې ښه پوهېږي؛نو راځئ همدا اوس هوډ  ونيسو،چې تر دې وروسته په چارو کې مشوره وکړو.

السلام عليکم سمول

امام حسن وويل : سلام اچول پینځه اویا ثوابه لري،چې ٦٩ برخې يې د سلام اچونکي او يوه برخه يې د ځواب ورکوونکي په برخه دي . (١٢٤ )

لنډه شرح  :

په خواشينۍ وايم،چې هر مسلمان انګېري،چې سلام نه اچول د ستروالي نښه ده،حال داچې دا سنت نه پرځاى کول دي او له دې ستر فضيلته ځان بې برخې کول دي . 
                                 

د ګروهې او عمل بېلتون سمول

امام سجاد وويل :هغه خلک د څښتن (ج) ډېر بدې ايسي،چې د يو چا امانت يې منلى وي؛ خو له اعمالو يې لاروي نه کوي . (١٢٥ )

لنډه شرح  :
انسان ته ‏ستره نيمګرتيا د  ګروهې ‏او عمل  بېلتون دى، پر يو څه د ګروهې ‏چغې وهي؛خو په عمل کې پرې ګروهمن نه دی . پر الله (ج) ايمان لري؛خو په خپل عمل کې له دې ‏منکر دى،چې څښتن يې تل ګوري،د قيامت د ورځې پر حساب و کتاب ګروهه لري؛خو هېڅ ډول اخلاقي چمتوالی ‏ورته نه نيسي . د اسلام پېغمبر تر ټولو ستر پېغمبر دى؛ خو عمل يې د پېغمبراکرم له يو عمل سره هم سمون نه خوري؛ لنډه داچې ګروهه ‏يې  پر يوه او عمل يې پر بله دى!

د څښتن (ج) عذابونه [څه چې کرې هغه به رېبې ] سمول

امام باقر وويل : څښتن (ج) (د ګناهونو او احکامو د سرغړونې لپاره) اصلي او جسماني سزاګانې ټاکلي : د ژوند تنګسه،په عبادت کې ناغېړي؛خو څښتن (ج) هېڅ بنده ته بې له سخت زړي سزا نه ده ټاکلې . (١٢٦)


لنډه شرح  :

الهي سزا په حقيقت کې زموږ د عملونو غبرګون دى او د انسان د ګناه پايله ده،چې دا پايله او يا غبرګون د ژوند د تنګسې په بڼه او کله له مادياتو ‏او کله له خوشحالۍ او عبادته د بې برخه کېدو په بڼه راښکاره کېږي؛خو تر ټولو خطرناکه هغه وي،چې د انسان د ګناهونو غبرګون د سخت زړۍ په بڼه راښکاره شي او د انسان زړه له هر راز انساندوستۍ، عاطفې او همدردۍ ‏تش ‏شي،چې ددې ټولو چاروجرړه په ګناه کې ده .

هېر شوى حقيقت سمول

امام صادق وويل :څښتن (ج) د مرګ په څېر هېڅ بل داسې حقيقت نه دى پېدا کړى،چې هېڅ اړنګ پکې نه وي؛خو ته وا داسې شک دى،چې بيخي يقين پکې نه وي .(١٢٧ )

لنډه شرح :

له مرګه د انسان د بې خبرۍ په اړه ‏امام څومره ښه او هېښنده تعبير راوړى . ان هغوى چې هېڅ ډول مذهب او دين نه لري، ‏که په هر څه کې اړنګ کوي؛خو په دې کې یې بيخي ‏نه کوي،چې يوه ورځ به يې ژوند ته د پاى ټکى کېښوول شي؛خو انسان ددې موضوع په اړه ځان دومره نانګاره کړى ته وا ‏تل ‏ژوندى دى او مرګ نشته؛نو ځکه په ايمان ،صالح عمل، پاکۍ او تقوا ورته چمتوالی نه نيسي او څومره عمر،چې لرو؛نو دومره پکې پاک سوتره وسو،چې د ځلکدن په وخت کې خيجله نشو.

د پوهې او حکمت مقام سمول

امام کاظم وويل :نرمه ځمکه د کښت وړ وي؛نه کاڼي! او همداسې پوهه او حکمت يوازې په هغو زړونو کې،چې کمینه- متواضع وي نه ښاڅمن- متکبر! (١٢٨ )


لنډه شرح  :
د پوهې زده کړې ته لومړى ګام خاکساري ده .  د حق استاد او د هر هغه چا پر وړاندې خاکساري ‏پکار ده،چې تر تا ‏ډېر پوهېږي،چې يو څه ترې زده کړي؛نوځکه ناپوهي او لويي‏ په يو پوړ کې دي . ښاڅمن ‏‏کله هم پرخپلې ناپوهۍ ‏منښته- اعتراف نه کوي،ان تر دې چې که يو واقيعت يې د لویۍ  له روح سره سمون و نه خوړ؛نو نه يوازې نه يې مني؛بلکې ورپسې راپاڅي او هم له خپل ځانه د ټيټو خلکو د حق خبرې منلو ته چمتو نه وي او ډېر وخت خو داسې وي،چې ولسي خلک تل په خپلې ناپوهۍ‏ کې ډوب پاتې دي .

د امام درنې دندې سمول

امام رضا وويل : امام پر ځمکه او په بندګانو کې د څښتن (ج) امين دى،پر بندګانو د څښتن محبت او په ښارونو کې د څښتن ځايناستى دی،د څښتن لوري ته رابلونکى او د الهي پولو مدافع دى . (١٢٩ )

لنډه شرح  :

دا وينا د امام پېژندنې په اړه يوه اوږده وينا ده،چې د امام دندو ته يې اشاره کړې ده : 

١– امام د وحې امين،خزانه دار او د دين د ټولو احکامو او پوهو ساتونکى دى .

٢ – امام د څښتن د دين ژوندى او روښانه دليل دى .

٣ – د څښتن له اړخه پر خلکو واکمن استازى دى .

٤ – نېکیو ته امر کوونکى او له بديو منع کونکى او د دين ستر مبلغ دى .

٥ – د دښمنانو پر وړاندې د څښتن د دين له پولو دفاع کوونکى دى .

داسې څوک بايد الهي پوهه او عصمت ولري او بې له څښتنه يې بل څوک نشي ټاکلى .

بند شوي ورونه خلاصېږي سمول

امام جواد (رح) وويل :که پر چا د ځمکې او اسمانونو ورونه وتړل شي او بيا پرهيزګارۍ ته ملا وتړي؛نوڅښتن به يې د ستونزو ورونه پرانځي. (١٣٠)

لنډه شرح :

کله داسې ليدل کېږي،چې په ژوند کې پر انسان ټول ورونه وتړل شي او هرې خوا ته چې ځي؛نو له ستونزو سره مخېږي،چې دا ډول پېښې د انسان د راويښېدو او د څښتن لوري ته د ورستنېدو مناسب فرصت دى او که په همدې وخت کې څوک د زړه له کومې څښتن (ج) ته مخه کړي او له هغه سپڅلي ذاته مرسته وغواړي؛نو د الهي لورنو به پرې باران شي او له داسې لارې به ورته د لورنې ورونه پرانستل شي،چې کله يې هم تصور نشو کړاى .

له بې شخصيتو ووېرېږه سمول

امام هادي وويل : له هغه چا ووېرېږه،چې ځان ته د وګړتیا- شخصيت په سترګه نه ګوري .(١٣١)

لنډه شرح  :

وګړتیا - شخصيت يا لږ تر لږه د وګړتیا ننګېرنه - احساس په حقیقت کې له هغو لاملونو ځنې دي،چې د فساد او بدکارۍ مخنيوى کوي . هغوى چې ځان ته ته پر شخصيت قايل وي، که څه هم  د نورو  په سترګو کې وګړتیا نه لري؛خو د خپل موقيعت د ساتلو لپاره هم که وي، له ډېرو ناوړو چارو ځان ساتي؛خوهمداچې چا وننګېرله،چې نه اۤبرو لري او نه وګړتیا؛نو پر هېڅ څه به چرت خراب نه کړي؛ نوځکه امام وايي،چې له داسې خلکو ‏ځان وساتئ او د همدې لپاره دي،چې د اولاد  د روزنې يو مهم آر ‏دادی،چې بايد وګړتیا ‏ورکړ شي،چې دا وننګېري چې ځانګړې وګړتیا لري او که اولاد ورټل شي او وګړتیا ‏يې ټکنۍ شي؛ نو د هغه ماشوم روزنه به ډېره ستونزمنه شي .

ستر جهاد سمول

امام حسن عسکري وويل : هغه تر ټولو ستر مجاهد دى،چې له ګناه ‏ځان وساتي . ( ١٣٢ )

لنډه شرح :

له سرغړاندي نفس او ګناه سره مبارزې ته اسلام جهاد اکبر ويلى،چې له دښمن سره تر جنګېدو هم مهم دى؛ځکه له نفس سره جهاد د ځان جوړونې لامل ګرځي او ځان جوړونه چې نه وي؛ نو برى ناشونى دى؛ ځګه ماتې خوړل تل د کمزوريو ټکيو د درلودو پايله ده او هغوى چې د ګنا ه په ککړو چاپېريالونو کې ځان وساته؛نو کار يې تر ټولو زيات ارزښت لري  .
 په مدينه کې د پېغمبر(ص ) د بريو نېغ لامل په مکه کې د ځان جوړونې پايله  ده .

د امام مهدى د غیبت په پېر کى د چا خبرې ته غوږ شو؟ سمول

امام مهدى وويل :د غیبت کبرى په پېر کې،چې ډول ډول پېښې راپېښېږې؛نو روايتونو ته مو ورشئ . (١٣٣)

لنډه شرح :

انساني ټولنې بې مشره مخکې نشي تللاى؛نو ځکه څښتن (ج) کله هم خپل بندګان پرخپل حال نه پرېږدي او تل پکې الهي مشران تګ راتګ کوي؛ نو د امام مهدي د غيبت په پېر کې لومړى د هغه ځانګړي نايبان او تر هغوى وروسته عام نايبان د امام مهدى له اړخه د خلکو لارښوونې ته ټاکل کېږي او هغوى ته دا کار ورسپارل کېږي،چې ايمانداره او پر الهي احکامو او د رسول پر سنتو او له اهل بيتو ‏سره پوره اۤشنائي ولري.

د بديو سرچينه سمول

پېغمبر اکرم (ص) وويل : له شرابو ځان وساته،چې د ټولو بديو کونجي ده . (١٣٤ )


لنډه شرح  : په دې اړه ډېرى مقالې کښل شوي او پر ماغزو، زړه ،د هاضمې سيستم، ځيګر،پښتورګو او نورو يې وژونکي اغېزې هم برسېره شوي؛خو د شرابو په اړه چا لا د پېغمبر اکرم په څېر بشپړه خبره نه ده کړې،چې شراب د ټولو بدمرغيو او بديو کونجي ده.

د دند ې سر ته رسول تر ټولو ستر عبادت دى سمول

امام سجاد وويل : هغه تر ټولو عابد انسان دى،چې خپلې ورسپارل شوې دندې ترسره کړي . (١٣٥ )

لنډه شرح  :

عبادت يوازې د خلکو خدمت،لمونځ يا روژه نه ده؛بلکې تر ټولو ستر عبادت هغه دى،چې  هرچا ته ورسپارل شوى او يا ور پر غاړه دندې په ښه توګه سر ته ورسوي .

کوم عبادت به تردې ښه وي،چې ټولنې ته خير او نېکمرغي راوړي او پر ګلستان يې بدله کړي؛نو اسلام له هغو خلکو ‏ډېر لرې دى،چې دندو ته شا کوي او په شعباتو پورې نښلي.


ستور مېشتي سمول

حضرت علي وويل : دا ستوري،چې په اسمان کې دي د ځمکې په څېر ښارونه او ابادۍ دي،چې هر ښار يې له بل ښار سره د رڼا پر يوې ستنې نښليدلى دى . (١٣٦ )

لنډه شرح  :

دا به ډېره ځانمني وي،چې وانګېرو په لمريز نظام کې يوازې په ځمکه کې مخلوقات مېشت دي .
نن چې عالمانو او پوهانو پلټنې پيل کړي؛نو پوه شوي،چې په اسمانې نورو منظومو کې هم مخلوقات اوسېږي،چې تر موږ هم پر مخ تللي تمدنونه لري؛ځکه د هغوى د ژوند پيل پرځمکه د ژوند تر پيلېدو خورا مخکې و.
پورتنۍ وينا د حضرت علي علمي خبره ده،چې ١٤ پېړۍ مخکې يې کړې وه .

په قرآن کريم کې د ځمکې د جاذبې قانون سمول

امام رضا خپل يو دوست ته وويل : ايا څښتن (ج) نه وايي،چې اسمان پر داسې ستنو ولاړ دى،چې نه ليدل کېږي؟ ورته مې وويل : هو! و يې ويل : نو يوه ستنه شته،چې نه ليدل او تاسې يې نه وينئ . (١٣٧ )   لنډه شرح  :

نن جوته شوې،چې اسماني کرات پخپلو مدارونو کې د جاذبې او دافعې له برکته په خپل ځاى کې ولاړ دي .

جاذبه يې راکاږي او هغه يې له ځانه لرې کوي، چې ددې دواړو قواوو له امله تعادل منځ ته راغلى او له مليونونو کلونه راهيسې ځمکه او نور کرويات په خپل مدار کې دي؛نو په هغه وخت کې،چې لا له دې حقيقتونو پرده نه وه اوچته شوې، امام داسې خبره کړې ده .

د غرونو راز سمول

حضرت علي وويل :څښتن تعالى پر غرونو د ځمکې د لړزېدو او خوځېدو مخنيوى کړى دى . (١٣٨ )


لنډه شرح  :

د سپوږمۍ د جاذبې قوه د سمندرونو په جزر ومد کې اغېزمنه ده او اوبه يې بيا په يو شواروز کې د يو متر يا څه زيات او په ځينې سيمو کې تر پنځلسو مترو پورې پورته او ښکته کېږي ،چې دا قوه د ځمکې پر جامد پوټکي هم اغېزمنه ده او تر(٣٠ ) سانتي مترو پورې يې خيژوي او بيا يې بېرته راښکته کوي؛خو غرونه يې د ډېر لوړوالي او ښکته والي مخه نيسي؛ځکه د ټولو غرونو بيخونه يو له بل سره نښتي او د ځمکې  شاوخوا ته يې يوه زره لرونکې شبکه رامنځ ته کړې،چې له ډېر اغېز يې مخنيوى کوي .
 په رښتيا که غرونه نه واى او د ځمکې پوټکى نرم واى او شپه او ورځ په جزر او مد کې واى؛ نوايا مونږ به ارام وو؟ 

دا حقيقت اسلامي مشرانو (١٤ ) پېړۍ مخکې ويلى دى .

ميکروسکوپي موجودات سمول

امام رضا (رح) وايي :

 الله ته ځکه لطيف ويل کېږي،چې ډېر کوچني او ظريف موجودات يې پېدا کړي . داسې ژوي،چې له ډېر وړکتوبه يې موږ نشو کتلاى او نه يې زموږ لاس لمسولاى شي  . (١٣٩ )

لنډه شرح  : چې څه وويل شول، د يوې اوږدې وينا کوچنۍ برخه ده چې "فتح بن يزيد صبرجاني" له امام رضا رانقل کړې او په ترڅ کې يې څرګنده شوې، چې )) دا ساکښ دومره کوچني دي ،چې په هېڅ توګه نه احساسېږي، چې دا د سمندرونو په څپو کې،د ونو په ډډونو، په دښتو او مېرو کې خپاره واره دي .)) دا وينا نژدې زر کاله مخکې په يوه کتاب کې کښل شوې،چې له امام رضا څخه په يادګار پاتې شوې ده،حال دا چې "پاستور" له هغه څخه په سل ګونو کالونو وروسته ميکروسکوپي ساکښ کشف کړل؛ نو دا راښيي،چې اسلامي پوهان د څرګندو معجزو خاوندان دي .

تش په نوم اسلام سمول

حضرت علي (ک) وايي :داسې زمانه به هم راشي،چې قرآن او اسلام به پکې تش په نوم وي،د مسلمانانو جوماتونه به د اۤبادۍ له پلوه ښه اۤباد وي؛خو د لارښوونې له اړخه به وران وي. (١٤٠ )

لنډه شرح  :

نشم ويلاى،چې دې هېښنده  وړاندوينې نن مصداق پېدا کړى يا په بله وينا عملي بڼه يى موندلې او يا کېداى شي د راتلوونکى په هکله وي؛ خو دومره جوته ده،چې نښې‏ يى لرې او نږدې ‏وينو .
هېښنده خو داده،چې دا شان مسلمانان له وروستوالي ‏سرټکوي او داسې ګومان کوي،چې يوازې د اسلام نوم او د قرآن خط ورته بسیا ‏دى،دوى قرآن د انسان جوړونې او روزنې کتاب نه ګڼي او اسلام هم د مذهب په توګه؛يعنې د يوې عملي او فکرې لارې په ټوګه نه ګڼي  .

د مسلمانانو کومه داسې واقعي ټولنه شته،چې وروسته پاتې وي او نړۍ يې پر وړاندې نه وي ټيته شوى!


د عقل او ناپوهۍ د تللو کچه سمول

حضرت علي(ک) وايي :  ژبه د ناپوهۍ د طغيان د سنجونې کچه او د عقل تله ده . (١٤١ )

لنډه شرح  :

د هر انسان د روح کړکۍ، د شخصيت کونجي او د هرانسان د عقل د معلومېدو غوره لار يې ژبه ده .ژبه کړاى شي په ډېره اۤسانه ټولې پردې وشلوي او د انسان د روح بېل بېل اړخونه رابرسېره کړي،له همدې کبله د اسلام ډېر احکام د ژبې پر‏ سمونې ټينګار کوي او د اسلام لارښوونکيو په دې اړه خورا ګواښونه هم کړي ‏او دا خو څرګنده ده،چې روح ‏سم نشي؛نو ژبه هم په بشپړه توګه نه سمېږي .
چوپتيا او په سړې سينې کړاى شو د نړۍ له خطرناکو عواقبو مخنيوى وکړو.

له نعمته نعمت سمول

امام هادي (رح) وايي : څوک چې د نعمت شکر وکاږي؛نو د شکر له امله يې د نېکمرغۍ نعمت تر نېکمرغۍ ډېر وي؛ځکه نعمتونه د دنيوي ژوند وسيلې وي او شکر د اۤخرت پانګه ده. (١٤٢ )  

لنډه شرح  :
شکر يوازې په ژبه او ستاېنه نه؛ بلکې عملي ستاېنه ده او پرنعمت شکر ايستل ‏برکتونه او نېکمرغې راوړي،چې خپله نعمت د دې هرڅه پر وړاندې هېڅ هم نه دى .
 د خداى د خوښۍ او د هغه د بندګانو د خوشحالۍ په لار کې د نعمتونو کارول به ددې جهان وياړ او د هغه جهان د تلپاتې نېکمرغۍ لامل شي.که يوازې نعمت ته وګورو؛نو ‏مادي بڼه به ولري؛نو پر نعمت شکر ايستل پخپله تر نعمته پورته ‏دی .
                                         

د نبوي کورنۍ د ښوونځي بیا ژواکي- احيا سمول

امام رضا وايي :څوک چې په داسې غونډه کې کېني،چې زموږ ښوونځى پکې ژوندى کېږي؛نو پر هغه ورځ،چې به زړونه مړه وي؛نو د هغه زړه به ژوندى وي . (١٤٣)

لنډه شرح  :
 له پورتنۍ جملې دا ښه جوتېږي،چې د اهل بيتو لارويان بايد په خپلو غونډو کې خپل ښوونځى وپېژني . د نبوي کورنۍ د خبرو په روح ځان پوه کړي،له لارښوونو سره دې ځان اشنا کړي او دا غونډې بايد د چمتوالي او ژوند جوړونې ناستې وي او يوازې د سا‏تېرۍ،حاجت غوښتنې او د شخصي ګټو په هکله فکر او انساني،ټولنيز او عقيدتي چارو ته د شا کولو بڼه  و نه  لري .

دا شان غونډې د زړنو د ژوندي کېدو او د فکرونو د راويښېدو لامل ګرځي .

د رازونو په ساتلو کې امانت سمول

پېغمبراکرم(ص) وايي : څوک چې خبره کوي او وروسته خپل شاوخوا ته ګوري؛ نو هغه خبره پټه او امانت ده . (٤٤)
لنډه شرح  :
په اسلام کې امانتونه ډول ډول دي : يو ډول يى د خلکو د راز ساتلو امانت دى . په دې اړه په اسلام کې ډېر ټينګار شوى او د خلکو د رازونو ښکاره کول له کبيره ګناهونوځنې شميرل کېږي .
لازمه نه ده،چې راز د اثبات لپاره دې ويوونکى،هيله ياټينګاروکړي ،چې دا راز دې درسره وي او بل چا ته يې و نه وايې؛بلکى دې حقيقت پوهېدنې ته يوازې په پر ناڅيزه څيز بسيا شوې،دومره چې انسان خپل شاوخواته وګوري،چى بل کس نه وي ؛نو مسلمان بايد خبرې د راز په توګه له ځان سره امانت وساتي . 

د ايمان نښه سمول

پېغمبر اکرم ( ص ) وايي : چې کله دې نېک کار وکړ او خوشحاله يې کړې او بدکار دې وکړ او خپه يې کړې؛نو مؤمن يې . ‏ (١٤٥ )

لنډه شرح  :
اسلام وايي : ټول پاک فطرتي زيږېږي،ټول ايماني فطرت لري او له نېکيو سره مينه لري،تېروتنې په ورو ورو د انسان ځان او روح تر اغيزې لاندې راولي داچې انسان نېکي خوښوي او له بدیو يې زړه تور وي؛ نو څرګنده ده،چې د ايمان روح لومړنی دی او پاک فطرت پکې لا تر اوسه پورې شته دى .
 کوم خلک چې پر بدو کړنو نه خپه کېږي او پرې وياړي او که  ښه  چار وکړي؛نو پښېمانيږي؛ نو دا شان خلک بې ايمانه وي او چې کله سرښندنه، نېکچاري،ګذشت او نياو-عدل کوي؛نو شونې ده،چې پر خپلو کړنو پښېمانه شي او دوى بې ايمانه وګړي دي . 


په هر کار کې لومړى شرط سمول

حضرت علي (ک) وايي :د هر کار په تر سره کولوکې پوهې ته اړتيا ده . (١٤٦ )

لنډه شرح  :

اسلام يوازې يو لړ عبادتونه نه دي او بې له علمي کړلارو تش په نوم، ګروهه نه؛بلکې وګړنیز او ټولنيز ژوند او د ټولو انساني زيارونو لپاره کړلار لري او ددې هرڅه لومړنى شرط پوهه او د واقعياتو پېژندل دي .بې له بسيا پوهې او سمې لارې ټول حرکتونه او زيارونه بي اغېزې دي .

د مېلمنو ارزښت سمول

پېغمبر اکرم ( ص ) وايي : خداى چې د چا خير او نېکمرغي وغواړي؛نو يو څه ورډالۍ کوي .وويل شول:کومه ډالۍ ؟ويې ويل : مېلمه . (بحارالانوار۱۵/٢٤١)

لنډه شرح :
هو ! مېلمه  د الله (ج) ډالۍ ده؛ خو په مادي نړۍ کې،چې ټول عواطف له منځه تللي؛ مېلمه بيخي مفهوم نه لري او د يو مزاحم او پردي په سترګه ورته ليدل کېږي؛ نو په دا شان چاپېريال کې نه څوک له چا کره ځي او نه چا ته بلنه ورکوي او يوازې د مادي سوداګرو او سياسي اړيکو له مخې يو له بل کره ځي.
په اسلامي هېوادونو کې دا دود لا تر اوسه پورې ژوندی دی،مېلمه که څه هم پردى وي؛خو درناوى يى کېږي او د څښتن (ج)  ډالۍ یې ګني !

درناوى او مينه سمول

امام صادق وايي :څوک چې د غټانو درناوى و نه کړي او له کوچنيوسره مينه ونه کړي؛نو له موږ ځنې نه دی . (١٤٨ )

لنډه شرح  :
انساني ټولنه د يو کاروان مثال لري، تل په حرکت کې ده، له موره ماشومان زيږي او ماشومان لوېږي او غټان زړېږي او زاړه له دنيا ځي او څوک هم له دې کاروانه مثتثنى نه دى .
دلته غټان ډېره تجربه او ژور فکر لري او د عمر په اوږدو کې که وظيفه شناسه ول؛ نوسترخدمتونه به يې ترسره کړي وي، ښايي ځوانان او زلمي يې درناوى وکړي .کوچنيان لا سم نه وي رسېدلي او د ژوند په  پيل کې بايد ورسره  مينه وشي او په پوره  زړه سوي يې بايد د غټانو په لاس د نېکمرغۍ ستنې کېښوول شي . 

زېرمه سمول

   حضرت علي (ک  ) وايي : څه چې له ځان مخکې لېږې درته زېرمه کېږي او په څه کې چې ځنډ وکړې، ګته يې يوازې نوروته ده (او مسووليت ستا پر غاړه دى)  (١٤٩ )

لنډه شرح  : د پيسې راټولول په نننۍ نړى کې تر هر څه ډېر ليدل کېږي،بې له دې،چې له ځان سره حساب وکړي ،چې شتمني اصلي فلسفه او موخه نه ده ،هغه چې د لېونو په څېر په مال راټولو بوخت وي او د حلال،حرام،ظلم او عدالت لږه پروا هم نه کوي،کله هم دا فکر نه کوي ،چې دا ټوله شتمني له ځان سره ته نشي وړلاى !




پاېليکونه

١ --کافي ١/ ٣٦ اوتحف العقول . ٢— تحف االحقول ،صفحه ٢٦٧ . ٣-- سفينته البحارماده طعم . ٤ – لطايف وظرايف . ٥—اصول کافي٢/ ٧ ٠ ٦ – نهج الفصاحه . ٧ – بحارالانوار٧٨ /٥٩ او تحف العقول ص ١٥٨ ٨ –بحارالانوار،لومړى ټوک ٩ – بحارالانوار ٧٣ / ٢٢٥ . ١٠ –الشهاب فى الحکم والاداب ٢٢ مخ . ١١ – مستدرک الوسائل ٢ / ٢١٧ . ١٢ –سفينة البحار ١٣ – بحارالانوار ٧٣ /٢٨٧ ١٤ –نهج الفصاحه ١٥ –وسائل ١٢/ ٤٢٦ و٤٢٧ ١٦ – بحارالانوار ٦٢ /٣٠٠ ١٧ – بحارالانوار ٧٣/ ٢٥٥ . ١٨ – بحارالانوار ١٠٣ / ٦٥ ١٩ –غررالحکم . ٢٠ –نهج الفصاحه . ٢١ –سفينة البحار ٢٢ - - بحارالانوار ٢ / ٣٨ . ٢٣ – بحارالانوار ١٠٣ / ١٤١ ٢٤ – وسائل الشيعه ٦ / ٢ ٢٥ – وسايل الشيعه ٢/ ٢٢٣ ٢٦ - ارشادالقلوب ٢٧ –بحارالانوارجلد١٥ . ٢٨ – نهج البلاغه ،خطبه ٣١ . ٢٩- نهج البلاغه ،کلمات قصار. ٣٠ –سخنان محمد(ص ) . ٣١ –کتاب تحف العقول . ٣٢ –نهج البلاغه ،کلمات قصار ٣٣ –اسلام درقلب اجتماع . ٣٤ - وسائل الشيعه . ٣٥ وسائل اليشعه ١ / ٧٣ ٣٦ – وسائل الشيعه ١ / ٣٥٨ ٣٧ –منتهى الاما ل ٣٨ – منتهى الامال ٣٩ – وسائل اليشعه ١/ ٩١٥ . ٤٠ –اقوال الائمه ١/ ٢١٤ ٤١ –سفينة البحار١/ ٣٧ ٤٢ –نهج البلاغه ،کلمات قصار. ٤٣ –سفينة البحار ٤ ٤— سفينة البحار لومړى ټوک ٤٥ – نهج البلاغه ،کلمات قصار،( کلمه ٤٥٦ ) . ٤٦ – بحارالانوار ٧٠ / ١٠٧ . ٤٧ – مصباح الشريعه ٤٥ مخ . ٤٨ – سفينة البحارماده غش .. ٤٩ – نهج البلاغه ،کلمات قصار ٥٠ – نهج البلاغه ،کلمات قصار ٥١ – نهج الفصاحه ٥٢ – اصول کافي دويم ټوک . ٥٣ – سفينة البحار١/ ٧٢٠ . ٥٤ – بحارالانوار ٤٥ / ٨٠ ٥٥ – غررالحکم ٥٦ – بحاالانوار ١٠ / ١٩٨ . ٥٧ -- بحارالانوار ٢٣ ټوک . ٥٨ –تحف العقول . ٥٩ – نهج البلاغه کلمات ،قصار ٦٠ – بحارالانوار ٧٤ /٢٨٦ ٦١ –غررالحکم ٢٨٩ مخ . ٦٢ – مجمع البيان – تفسيرسوره توبه . ٦٣ – تحف العقول ٣٦٦ مخ . ٦٤ – تحف العقول ٣٠٧ مخ . ٦٥ –اقوال الائمه . ٦٦ – تحف العقول ٣٠٥ مخ . ٦٧ –تحف العقول ٣٦١ مخ . ٦٨ –کافي ٢/ ١٦٦ ٦٩ – تحف العقول ٢٧٤ مخ . ٧٠ – نهج البلاغه –کلمات قصار ٧١ – تحف العقول . ٧٢ – غررالحکم ماده قلاث ٧٣ – وسائل الشيعه ،(طبق اقوال الايمه ٢ / ٢٧٧ ) ٧٤ –کتاب سفينة البحار ٧٥ – اصول کافي ٢ / ٣٠٠ . ٧٦ – نهج البلاغه ،نامه ٥٣ . ٧٧ – تحف العقول ٧٨ -- بحارالانوار٥٢ / ٩٢ ٧٩ –تحف العقول ٣٣٩ مخ .




















































. .