ويکيپېډيا:رسول الله (ص) وايي : د خداى حکم دى، چې له علي، سلمان، ابي ذر او مقداد سره مينه وکړم

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

رسول الله (ص) وايي : سمول

د خداى حکم دى، چې له علي، سلمان، ابي ذر او مقداد سره مينه  وکړم سمول

خوشال خان خټک: سمول

ترهلال يې صدقه شم تربلاله سمول

په اخلاص يم زه ددې د تلې خاک سمول

د بوذر او د سلمان يې درويزګر يم سمول

تل د دوى په محبت دى زما ژواک[1] سمول

( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي بريده له پلاره يې روايتوي،چې وايي : رسول اکرم وويل : (( خداى راته حکم کړى،چې له څلور کسانو سره مينه وکړم او خبر يې راکړى،چې پر خداى هم ګران دي . )) خلکو وپوښتل: رسول الله ! نومونه يې واخلئ، چې ويې پېژنو! رسول الله وويل : (( علي له هغوى ځنې دى !علي له هغوى ځنې دى ! علي له هغوى ځنې دى! او سلمان ، ابوذر  او مقداد، چې پر خداى ګران دي او حکم يې راکړى، چې زه هم ورسره مينه وکړم . ))

دا روايت ( ابن ماجه ؛ صحيح  ابن ماجه : باب فضايل اصحاب رسول الله : ١٤ مخ ) ، ( حاکم؛مستدرک: درېم ټوک،١٣٠ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند: پينځم ټوک،٣٥١ مخ ) ، ( ابونعيم؛حلية : لومړى ټوک،١٩٠ مخ ) ، (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٥٥ مخ ) ، (ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : لسم ټوک، ٢٨٦مخ ) او  ابن عبدالبر؛استيعاب : لومړى ټوک،٢٨٠ مخ  او دويم ټوک،٥٥٧ مخ کې هم راوړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٢٨،٤٢٩ او د درېم ټوک ١٥٤ مخونه  ) د حضرت ابن عباس او د حضرت علي د خولې وينا راخلي،چې د دواړو نچوړ دادى : حضرت جبراييل ،رسول اکرم ته وويل : محمده ! پر خداى دې درې اصحاب ګران دي؛نو ته هم ورسره مينه وکړه؛ علي ، ابوذر،مقداد او په بل روايت کې دي،چې : جنت زما د درې  اصحابو د ليدو لېوال دى . دا مهال د اصحابو ډله رامخکې شوه، چې پېغمبر اکرم يې نوم واخلي،چې رسول الله (ص) پکې د حضرت سلمان نوم هم واخست .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٧ مخ ) له حضرت انس بن مالک همدا مضمون نقل کړى؛خو په دومره زياتوالي،چې انس وايي : حضرت ابوبکر ته مې وويل : کېداى شي ته هم يو له هغو درېو ځنې ووسې؛نو ولاړ شه او پوښتنه وکړه؛خو پوښتنه يې ونه کړه او بيا مې حضرت عمر ته وويل،چې هغه هم پوښتنه ونه کړه،چې حضرت علي ته مې وويل، چې راته يې وويل :زه به يې پوښتنه وکړم، چې که زه هم پکې وم؛نو د خداى شکرونه به پر ځاى کړم او که نه وم؛نو بيا به هم د خداى شکر ادا کړم او چې پوښتنه يې وکړه؛نو د خداى استازي ورته وويل : (( ته هم له هغوى ځنې يې ! ته هم له هغوى ځنې يې او عمار ياسر چې ډېر ژر به ووژل شي او له ستر اجر به برخمن شي او سلمان دى،چې له موږ اهلبيتو ځنې دى او خپل ملګرى یې کړه. ))


[1] . ارمغان ٦٣٧ مخ