ويکيپېډيا:د پېغمبر اکرم (ص) ټولنيزه وګړه (اجتماعي شخصیت)

سرچینه: د علامه طباطبایی سنن النبي کتاب

ژباړه: استاد اجرالدین اقبال

پته: www.andyal.com

د پېغمبر اکرم (ص) ټولنيزه وګړه (اجتماعي شخصیت)

١٧٩_ د خوړو آداب :

پر دسترخوان به د مریانو په څېر ناست و، تر خوړو وروسته يې خپلې ګوتې سټلې او کله يې هم د زياتو خوړو له امله ارګى نه اچاوه. د هر چا بلنه يې منله،که څه یو غړپ شیده ول،ډالۍ يې منله او ترې‏ خوړه يې؛خو صدقه يې نه خوړه،د چا څېرې ته نه ځيرېده،غوسه يې د خداى لپاره وه او کله هم د خپل ځان په پار پرچا غوسه نه شو، ‏ له ډېرې لوږې يې کله پرګېډه تیږه تړله او هر ډول خواړه يې چې ورته مخې ته کېښوول،خوړل يې او کله يې کوم خواړه رد نه کړل .

١٨٠_ د رسول الله (ص) جامه :

دوه جامې يې په يوځل نه اغوستې،کله يې يوه یمني پټې والا چپنه اغوسته او کله يې وړینه چپنه،همداسې کتاني یا تاري جامې يې اغوستې،زیاتره جامه يې سپینه وه ،پر خولۍ يې پګړۍ وهله،کميس يې له ښي اړخ اغوسته،جمعې ورځې يې ځانګړې جامه درلوده او چې نوې جامې يې اخستې؛نو زړې يې بېوزلیو ته ورکولې،يوه چپنه يې درلوده،که کېناسته ؛نو هغه يې تر ځان لاندې اچوله،د ښي لاس په کوچنۍ ګوته يې د سپینو زرو ګوته وه.

١٨١_ د رسول الله (ص) ټولنيز آداب :

هندواڼه يې خوښه وه او مکروه بويونه يې بدې راتلل،اودس يې چې کاوه؛نو مسواک يې هم واهه،چې سپور و؛نو مریى يا بل پلی يې هم له ځان سره سپراوه،که خر و که کچره پرې سپرېده. داسې به هم راپيښ شول،چې بې له چپنې،پګړۍ او ‏پڼو بهر راوته. د جنازې په لمانځه کې يې ګډون کاوه او د ناروغانو پوښتنې ته تله،که د ښار په ډېره لرې برخه کې هم و. له بېوزليو سره کېناسته،ورسره يې خواړه خوړل او پر خپل لاس يې په خوله کې کپ ورکاوه او که څوک پکې د غوره اخلاقو خاوندان ول، د هغوی يې ډېر درناوى کاوه،له پتمنو سره يې دوستي ‏وه او نېکي يې ورسره کوله او له خپلوانو سره يې زړه سوى درلوده؛خو پر چا يې خپلوان غوره نه بلل . پر چا يې تېری نه کاوه،د عذر غوښتونکیو بښنه یې منله،بې د قرآن د نازلېدو یا نصیحت او موعظې پرمهال،تل موسکی و؛خو خټ خټ يې نه خندل.

١٨٢_ د رسول الله (ص) عفت کلام  :

خوراک،څښاک او جامه يې د مریانو په څېر وه،چاته يې بده رده او سپکه و نه کړه، کومه ښځه يا خادمه يې و نه رټله او د رسول الله (ص)‏په مخ کې که چا څوک ورټل؛نو ويل يې: ورسره کار مه لرئ . که آزاد به و که بنده؛خو چې رسول الله (ص) ته به د اړتيا لپاره راغى؛نو د اړتيا د لرې کولو لپاره يې ورته کوښښونه کول،د تريخ او د تريو تندي خاوند نه و،په بازار کې يې خپل غږ نه پورته کاوه،چا به چې ورسره بدي وکړه؛نو هغه ورسره نه کوله؛بلکې سترګې يې پرې پټولې او‏ باښه يې،څوک به چې مخې ته ورغى؛نو سلام يې پرې اچاوه.

١٨٣_ په چارو کې مرسته :

څوک به چې د يو کار لپاره آنحضرت(ص) ‏ته راغى؛نو په ترسره کولو کې يې ورسره مرسته کوله،څو تر سره شي يا مقابل لوری پښيمانه شي. ونه شول،چې څوک لاس ورکړي او رسول الله (ص) له مقابل لوري ژر لاس راکاږي .څوک به چې مخې ته ورغى؛نو په سلام اچولو کې ړومبى و.

١٨٤_ د اړینو ‏اړتيا پوره کول :

رسول الله (ص) ناست و که ولاړ خداى يې ياداوه ،څوک چې ورسره په څنګ کې ناست و؛ نو لمونځ يې لنډاوه ويل يې: ((اړتيا لرې؟))

١٨٥_ په ډله کې د کېناستو ادب :

ډېرى مخ پر قبله کېناسته او هرې ناستې ته چې ورننووت،په هماغه ځاى کې کېناسته او داسې کېناسته،چې پنډۍ يې راپورته کولې او لاسونه يې ترې راتاوول،چې څوک به ورغلل؛نو پوره درناوى يې کاوه،تر دې چې خپل توشک او يا خپله چپنه يې ورلاندې هواروله،که خپه و که خوشحاله؛خو تل يې د حق خبره کوله.

١٨٦_ د رسول الله (ص) خوښه مېوه :

بادرنګ يې له کجورې او يا له مالګې سره خوړل،په مېوو کې يې خربوزه او انګور خوښ ول، ډېرى خواړه يې کجورې او اوبه وې .کجورې يې له شيدو سره خوړلې او دواړو ته يې ((سوتره خواړه)) ويل . غوښه او کدو يې خوښ ول،د ښکار شوي حیوان غوښه يې خوړه؛خو پخپله يې ښکار نه کاوه.کله يې ډوډۍ له غوړيو سره خوړه، د پسه د غوښې ماهيچه او ورون يې خوښ و. پوخ شوى کدو،سرکه او يو ډول غوښينه کجوره (عجوه) يې ډېره خوښه وه،په سبزيو کې يې(کاسنى)،غرنى ريحان او کلم خوښ ول.