ويکيپېډيا:د معاصر مسلمان روزنه

== بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د معاصر مسلمان روزنه ==

لیکنه : اجرالدین اقبال == په ښوونه او روزنه کې پېغمبر (ص) وګړه راته بېلګه ده. ==

سپېڅلی څښتن مو وايي : ((لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (الاحزاب/21)= په يقين د خداى د استازي په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده،چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي.)) ستاېنه يوازې نړۍ پال ته ده،سلام او درود دې زموږ پر ښاغلي او لارښود؛حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم، پر سپېڅلې کورنۍ او عزتمنو اصحابو دې يې وي . ((په رښتيا چې د رسول الله (ص) ژوند غوره بېلګه ده )) د رسول الله (ص) سيرت انسانانو ته غوره بېلګه ده . د رسول الله (ص) سيرت عبرتناک او د انسان د ودې لامل دى .

د  رسول الله (ص) پر سيرت ټول انسانان پوهېداى او عملي کولاى شي .

د رسول الله (ص) سيرت د ارواییزو او جسمي ناروغيو درملنه ده . د رسول الله (ص) سيرت د انسان ټولنيز پوهاوى زياتوي .

د  رسول الله (ص) سيرت د انسان کړنې مانيزوي .

د رسول الله (ص) سيرت تل نوى او تازه دى . د رسول الله (ص) سيرت يو اخلاقي، عبادي،عرفاني او ټولنيز کړندود دى . د رسول الله (ص) سيرت انسان بيمه کوي . د رسول الله (ص) سيرت انسان ته وګړه او مقام ورکوي . رسول اکرم ښه خويونو ته مبعوث شوى و .رسول اکرم ښه خوى درلود .رسول اکرم په لورنه کې بې سارى و .رسول اکرم همېشه معطر و .د رسول اکرم سيرت دا و،چې يې څوک له ځان نه نهيلول . رسول اکرم خورا مېړنى او سخي و .رسول اکرم د نورو په پرتله ډېر لږ غوسه کېده او که غوسه کېده هم؛نو غوسه يې په حقه وه او تر ټولو ژر پخلا کېده . رسول اکرم د بېسدۍ تر بريده د خداى له ډاره ژړل او چې له کومې غونډې به پاڅېده؛نو ٢٥ ځل يې استغفار وايه . نشتمن يې د نشتمنۍ او ناروغ يې د ناروغۍ له امله نه راټه؛نه د کوم پاچا له زورځواکۍ او ځواکه ډارېده. په هر چار کې يې زغم کاوه . اړين يې همداسې نه پرېښود،که څه به ورسره وو،ورکول يې؛که به نه وو،ويل يې : خداى دې يې درکړي" رسول اکرم تر ويدېدو وړاندې قرآن لوسته . رسول اکرم وويل : "زموږ د اهلبيتو ځوانمردي په دې کې ده،چې که چا راباندې تېرى کړى وي،ترې تېرېږو او سره له دې،که چا بې برخې کړو؛نو ورکړه ترې نه سپموو" انسان که د ځان او د خپل چاپېريال اندونو او کړنو ته وويني؛نو نه يوازې يې انساني موخو ته رسولاى نشي؛ بلکې شونې ده،چې بې لارې يې هم کړي . خداى دې هغه ورځ را نه ولي،چې زموږ د نوي کهول بېلګې پردۍ او غير اسلامي وي .موږ د افغان مسلمان ولس په توګه د خداى اوامرو ته غاړه ږدو او خداى په قرآن کې رسول اکرم (ص) غوره بېلګه راښوولې ده؛نو ځکه لازم دي،چې ځان پر نبوي خويونو پوه او عمل پرې وکړو .

پېغمبراکرم صلى الله عليه و آله وسلم موږ ته بېلګه دى . آنحضرت (ص) د ٢٣ کلونو په اوږدو کې وکړاى شول،"امت" جوړ کړي او نړيوالو ته يې وروښووله،چې د بشري ستونزو د هواري لار؛يعنې "مدينة النبي" . بېشکه کمال او آریزې موخې ته وررسېدل هله شونې دي،چې انسان په ټولو کړنو،راشه درشه او چلن کې د رسول اکرم لاروي وکړي او ځان د آنحضرت په ظاهري او باطني آدابو وپسولي،چې په دې بڼه کې د دنيا او آخرت له ښېګڼې برخمنېږي .

موږ د نبي اکرم(ص) د سپېڅلې بېلګې په رڼا کې، د معاصر مسلمان د روزنې لپاره د یو دینپوه اندیال د څېړنې پښتو ژباړه راولو، چې د پوهنتوني ځوانانو، مدني فعالانو او د سیاسي او ټولنیزو سازمانو غړیو ته یې لوست خورا اړین دی. دا ډول څېړنه د پردیو د وارداتي فرهنګ پر وړاندې یو اندیز ډال دی، او راښیي چې په دې شرایطو کې څنګه دیني مبارزه وکړو، خپل اسلامي جمهوري نظام ټینګ او هم د پرمختګ له کاروانه پرڅټ نه شوو. == د معاصر مسلمان روزنه == « په ښوونه او روزنه کې د څه په لټه کې یو؟ او له اسلامي ښوونې او روزنې موخه څه ده؟ دلته غواړم په اسلام کې د ښوونې او روزنې په هکله خبرې وکړم او ناویلي اړخونه یې درته ووایم: یو دا انسان روزل کېدای شي؛ دویم، انسان مختار دی، د خپلو کړو وړو او ناستو پاستو اختیار لري. درېیم انسان کمال او نیمګړتیا لري او غواړي په ښوونې او روزنې خپلې نیمګړتیاوې لرې او ورغوي او ځان اوچتې مرتبې ته ورجیګ کړي. که له دې درېیو موخو له یوه یې هم نټه وکړو؛ نو ښوونه او روزنه به یو نامعقول چار وي. که فرض کړو انسانان مجبور دي؛ یعنې په خپل اختیار څه نشي کړاي، هوډ نشي کړای چې له مخې یې کوم کار وکړي؛ نو په دې حال کې به ښوونې او روزنې ته لاس ورغځول یو خوشې او چټي کار وي. همدغسې که له بېخه انسان ناروزل کېدونکی وبولو او د چاپېریال او وراثت په بندونو کې یې بندي وګڼو؛ په ښوونې او روزنې لاس پورې کول یو بې ګټې چار دی. همداراز که له ښوونې او روزنې څه موخه ونلرو، او په یوه لوري کې څه ادلون بدلون رادبره نه کړو، بیا هم، کار به مو عبث اوچټي وي. نو باید تل دا درې فرضه؛ کمال تر لاسه کوونه، اختیار او روزنه موندنه مو مفروض وي. په اوسنۍ نړۍ کې یې ښوونې اوروزنې ته بېلابېلې موخې ټاکلي او تعریف کړې دي: د روزنې موخه د انسان عقلي او عاطفي وده او پالنه ده، له چاپېریال سره د انسان تطبېقول، د یو اخلاقي انسان رادبره کول، یا په انسان کې د عاطفې او عقل انډوله وده ده. دا ټکي یې د روزنې موخې بیان کړې دي. په دې تعریفونو کې وینئ، چې په پیل کې یو مقصدي ټکی په پام کې نیول کېږي او روسته یو لوری او لار معرفې کېږي، چې په وهلو یې، انسانان مطلوبې موخې ته ورسي.

چا وپوښتلم څنګه په اوسني وخت کې یو ښه مسلمان اوسم؟ دا یوه ډېره ښه پوښتنه ده او کله هم دغسې پوښتنې مه هېروئ. یو لیک لوستی مسلمان باید یو سنجیده دینوالي ولري. د سقراط په وینا: ناسنجېده ژوند د اوسېدو ارزښت نلري، ناسنجیده دیني ژوند هم د اوسېدو ارزښت نلري.

هو، د یو لومړني آر په توګه درته وایم، چې د ادیانو او پېغمبرانو کار د تعاریفو او براهینو ورکول نه دي. قرآن ته مراجعه وکړئ، د پېغمبر(ص) او دیني مشرانو ښوونو ته مراجعه وکړئ، هډو سبک یې، د عالمانو او فیلسوفانو سبک نه و. که فکر کوئ، چې دلته به ښوونې او روزنې ته یو تعریف پیدا کړئ، یا به یو لړ مدعاوو ته یو شمېر استددلالونه ومومئ؛ نو پوه شئ چې تش لاس به راوګرځئ.

دا چې د ادیانو له عامو خلکو سره مخه وه، نه یوازې له لوستو، فلاسفه و، عالمانو او روښانفکرانو سره؛ نو اړین ول له بل دوده ګټنه وکړي، چې ګردو ته خپله موخه او مقصود ورسوي. هم د فیلسوف په درد وخوري، هم د عالم، روڼ اندي، عامي، ښاریز او کلیوال په درد هم. دا کوم دود او طریقه وه؟ دا د بېلګې جوړونې او ماډل سازۍ طریقه وه. پېغمبران بې له دې چې د فیلسوفانو یا حقوقپوهانو په څېر ټاکلي تعریفونه راوړاندې کړي؛ بې له دې چې د منطقي اصطلاحاتو او فلسفي دلایلو نړۍ ته ورننوځي؛ یو ماډل، یوه اوچته بېلګه یې څرګندوله او خلکو ته یې ویل: دغسې وسئ.

ملاحظه کړئ، کله چې کور سازوئ؛ نو لږ تر لږه دوه لارې خپلوئ، یو دا چې خپله مهندس اوسئ، همدا چې د کاغذ پر مخ نخچه وینئ، پوهېږئ چې پکې څه دي؛ خو یو وخت بل معمار او بنا ته وایئ، چې د پلاني کور په څېر کور راته ساز کړه، دې ته پر ماډل متکي دود وايي. په ښوونه او روزنه کې ډېرې لارې خپلولای شو؛ خو پېغمبرانو له دې دوده ګټنه کړې ده. که د اسلام پېغمبر(ص) وپوښتئ چې له دیني ښوونې او روزنې مو موخه څه ده؟ پرېکنده ځواب به یې دا وي؛ د مسلمان انسان پالل او روزل. بیا ترې وپوښتئ دا مسلمان انسان څوک دی؟ پرېکنده ځواب به یې داوي چې یو یې زما په څېر؛ زه پخپله؛ یعنې خپله د اسلام پېغمبر.

اتلان و مشران په تمدنونو کې د بېلګې سازۍ او ماډل سازۍ له لارې ډېره ستره ونډه لري. د اسلام پېغمبر(ص) یوه ډېره لویه وګړه وه، چې د اسلام په نامې یې یو ستر تمدن جوړ کړ. دا تمدن یې له خپلې وګړې چاغ او غوښن شوی دی. پردې تمدن یې د خپلې وګړې ټاپه وهلې ده. له هغه وخته چې د اسلام پېغمبر(ص) په «حرا» غار کې کېناسته او پر تأمل، سوچ او مراقبه بوختېده، له همدې ځایه یې تمدن سازي پیل کړه. دا مرقبې د وحې د لیلة القدر سریزه وه، چې په رمضان میاشت کې حادث او رادبره شوه او پېغمبر یې ان له قوې ځنې فعلیت ته ورورساوه او د تمدن جوړونې پړاو ته یې وردننه کړ.هغه تمدن چې د پېغبمر په عقیدتمندو، جهادي او زغمناکو هڅو رامنځ ته شو، هغه تمدن چې خپله د پېغمبر په قدوقامت جوړ و، رورو یې وجودي اړخونو پراختیا پیدا کړه، وګړې یې ددې تمدن په زړه کې ځای ونیو، خپره وره شوه، تاریخي شوه، جغرافیایي شوه، پراخ شوه او د ډېرو برخو خاونده شوه. یوه خوا یې پوهه او علم شو، بلخوا یې هنر شو، یو خوا یې حکومت او واکمني شوه، یو ځای یې جګړه او جهاد شو او... د اسلام پېغمبر(ص) نه یوازې پر اسلامي تمدن د خپلې وګړې ټاپه ووهله؛ بلکې مسلمانۍ ته یې یو ماډل او بېلګه وروړاندې کړه، دا بېلګه « دده خپله وګړه» وه.

مولوی محمد جلال الدین بلخي وايي، چې پېغمبر(ص) یې پوښتنه قیامت څه او کله دی؟ ورته یې ویل: زه په خپله قیامت یم.

هر که ګوید کو قیامت ای صنم – خویش بنما که قیامت نک منم (مثنوي، ۱۴۷۹ بیت، څلورم دفتر) و یې ویل، اصلاً زه په خپله قیامت یم. په نړۍ کې مې قیامت جوړ کړ. د یو ژور خوځښت او غورځنګ مشري مې وکړه او پر خپل قدوقامت مې یو امت جوړ کړ. که پېغمبر(ص) یې پوښته، مسلمان څوک دی، ویل یې، زه په خپله، زه د مسلمانۍ اوچته پېلګه یم.

نو په یو چوکاټ او فورمول بندۍ کې له اسلامي روزنې موخه مو پرېکنده ویلای شو، چې د اسلام د پېغمبر(ص) د وګړې د بېلګې له مخې د یوې وګړې جوړول دي. هیڅ مسلمان؛ که سني وي یا شیعه، له دې خبرې نټه نشي کړای. دیني ښوونه او روزنه د بېلګې له مخې ده. بېلګه هم معرفي شوې ده، او دا ددې ښوونځي ړومبی شخصیت دی او په خپلې مشرۍ یې انسانانو ته وویل چې څنګه کېدای شو او څنګه باید اوسو. قرآن هم په دې اړه وايي:

((لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (الاحزاب/21)= په يقين د خداى د استازي په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده،چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي.))

پېغمبر(ص) باید ځان ته بېلګه کړئ. څوک چې په اسلامي آدابو ادبونه او د اسلام په دود روزنه غواړي، له دې ځایه یو ساده سبق ترې اخستای شي، او هغه دا چې خپله پېغمبر پېژندنه دې پوره کړي. موږ په دې هکله نیمګړتیا لرو، چې باید پوره یې کړو. ښایې په دې خبره نیوکې راباندې وشي؛ خو وار له مخکې د ځان سپیناوی درته کوم. مولوی محمد جلال الدین بلخي ویل: ستاسې پېغمبر چې معراج ته ولاړ؛ ولې تاسې پخپله معراج ته نه ورځئ. له پېغمبره (ص) لاروي یوازې دا نه ده چې یې ویلي؛ غسل وکړئ؛ نو غسل کوئ، حج ته تللی؛ نو حج ته ولاړ شئ. دا شته؛ خو تر دوی اوچت یو څه هم شته، پېغمبر(ص) د مانېزو تجربو او روحي مکاشفاتو او رابرسېرونو خاوند هم و:

به معراج بر آیید چو از آل رسولید – رخ ماه ببوسید چو بر بام بلندید دا چې آل رسول یاست، دا چې له لارویانو یې یاست؛ نو ولې پوره شته او ورتوالی ورسره نه کوئ. ووایه، پېغمبر(ص) ته دې څه ورته دي؟ د پېغمبر (ص) په څېر کېدنه، د مسلمانۍ پر لار تلل دي.

پېغمبر(ص) یو خوا یو ځانګړی انسان و، بلخوا له نورو انسانانو سره یې څه مشترکات درلودل. د پېغمبر(ص) له ځانګړنو تقلید او لاروي نشو کړای. هر انسان ځان ته ځانګړنې لري؛ که پېغمبر وي یا نه وي. په همدې دلیل یو انسان هم په مطلق ډول بل انسان ته بېلګه کېدای نشي. په اشتراکاتو او ګډو ټکیو کې لاروي کړای شو؛ خو په اختصاصاتو او ځانګړنو کې یې نشو کړای؛ نو ځکه باید ړومبی کار مو دا وي، چې اشتراکات (ګډ ټکي) له اختصاصاتو (ځانګړو ټکیو) بېل کړو.

پېغمبر(ص) په وحې کې عصمت او پاکلمنتوب درلود، نه تېرو ته. موږ انسانان تېر وځوو. له پېغمبره (ص) د لاروۍ په برخه کې د عصمت هوس نه کوو. د حافظ په وینا: « ما هم خواب آلوده ایم، هم شراب آلوده». خواب آلوده؛ یعنې خطا کار انسانان د حافظ په تعبیر، موږ تل خواب آلوده یو؛ یعنې واقعیات او حقایق پوره نه وینو، ښوییږو او تېروځوو. شراب آلوده یو؛ یعنې ګناهګاران یو. له خطا پاکلمني او معصوم نه یو. له ګناه معصوم او پاکلمني نه یو. دوش رفتم به در میکده خواب آلود – خرقه تر دامن و سجاده شراب آلود.

هو، ځان باید ومینځوو، پرمخ و سر اوبه واچوو څه قدرې له دې حالته راووځوو؛ خو دا چې په مطلق ډول، ویښوالی پیدا کړو، له خطا پاکلمني شو، هیڅ عملي یا ذهني ښویېدنه ونه کړو؛ دا یو چار دی چې په ښکاره په لاسرسی او واک کې مو نه دی. « ذلک فضل الله یوتیه من یشأ»؛ دا یو فضل او لورنه ده چې خدای یې ځینو ته ورکوي؛ خو نوادرو او لږکیو ته. دا یو د پېغمبر(ص) له ځانګړنو دی.

پردې سربېره د اسلام پېغمبر(ص) مشر او لارښود هم و، او «مشري» پېغمبر ته یو چوکاټ هم و. اتلان او مشران چې د مشرۍ او پېغمبرۍ په دریځ کې وي، هر کار نشي کړای، هر کار ورته روا نه دی. باید د بېغمبر(ص) دا ځانګړنه او خصوصیات درک کړو او دا فوق العاده نازکه، باریکه او نرۍ مساله ده. د اسلام پېغمبر(ص) شعر نه وايه.

خدای په قرآن کې وايي: « وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ » هډو پېغمبر ته مو شعر ورښوولی نه دی او شاعري د پېغمبر وړ نه ده. پوهېږئ ولې پېغمبر(ص) شعر نه دی ویلی؟ په پېغمبر(ص) پسې یې تورونه تړل، چې لېونی دی، خیالونه ګزوي، له پېریانو سره اړیکه لري، کوډګر دی، طالع وینی دی، وړاندویوونکی دی او په څېر تورنه. که پېغمبر(ص) شاعر وای، دا تورونه لا ډېرېدل او منل کېدل. لکه څنګه چې کوډې (سحر) او معجزه دېوال په دېوال دي، وحې او شاعري هم ګاونډیان دي. د ځینو فیلسوفانو په وینا، دین یو متعالي او اوچت شعر دی؛ نو ځکه کوم پېغمبر چې د شاعرۍ نړۍ ته ورننوځي؛ نو د خیال ګزونې تور پرې ورنښلي. حضرت محمد(ص) په دې پار چې مشر او لارښود و، شاعرېدای نشو. ددې هنر ور او په څېر یې د نورو هنرو ورونه پر ځان تړلي ول. اوس دا د لارویانو وظیفه ده، کله چې پېغمبر پېژندنه کوي، وویني د پېغمبر(ص) کومه یوه کړنه یې د مشرۍ د موقعیت غوښتنه وه او کومې کړنې یې انسان والي او له نورو انسانانو سره ګډې وې؟ دلته تاریخي شننه فوق العاده مهمه ده.

زموږ د ژوند واقعیتونو ته ورنژدې یو بل ټکی دادی: د اسلام پېغمبر(ص) ښځه نه وه، نارینه و. په قرآن کې لرو، چې ګرد الهي پېغمبران علیهم السلام نارینه ول، تر پېغمبر(ص) روسته د پېغمبر یو مدعي راښکاره شو، چې سجاح نومېده. په قرآن کې راغلي:

وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِمْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ (نحل/۴۳) « او تر تا مخکې مو (هم) یوازې نارینه لېږلي، چې وحې مو ورته کوله؛ نو که نه پوهېږئ (د کتابیانو) پوهان وپوښتئ».

ولې پېغمبران نارینه ول؛ دا نو په الله (ج) پورې اړه لري. خو مهمه پوښتنه را ته داده، چې ښځې څنګه له یوه نارینه پېغمبره لاروي وکړای شي؟ په هر حال نارینتوب داسې مشخصات او ځانګړنې لري، چې بې د نارینه و له ځانګړنو څخه دي. دا ځانګړنې هم جسمي دي، هم روحي، او توپیرونه، واقعي توپیرونه دي او نانټي – نه انکارېدونکي. خبره پردې نه ده چې د نارینه وو او ښځینه وو په بدن او روح کې دي. د اسلام د پېغمبر(ص) یوه ځانګړنه دا وه، چې سړی و، نارینه و، ښځه نه وه او د ښځتوب ځانګړنې یې نه درلودې؛ اوس نو ښځې څنګه له پېغمبر سره ورتوالی او تشبه درلودای شي؟ څنګه تقرب او ورنژدېوالی ورته وکړای شي؟ په ساده ژبه، څنګه یې په ټوله مانا خپله بېلګه کړای شي؟ بیا دا هماغه ځای دی، چې باید په هوښ اوسو، باید د پېغمبر نریزې او وګړیزې ځانګړنې یوې څنډې ته کړو، ان نروالی یې باید پېغمبر(ص) په داسې سطحې او کچې کې ووینو په داسې یوې اوچتې کچې او مرتبه کې، چې نه د نارینه ځانګړنې لري نه د عربوالي. هسې خو پېغمبر (ص) هم عرب و او په عربي یې خبرې کولې، د عربي نژاد او خپلې ځانګړنې یې درلودې؛ خو بېشکه موږ باید د پېغمبر(ص) وګړه په داسې یوې کچې کې ووینو، چې نه پکې عربي ځانګړنې وي، نه د نارینتوب، نه د مشرۍ او نه د وحې او پاکلمنتوب (عصمت). کله چې دا جامې یې له تنې وباسو؛ نو هله یې د مسلمانۍ د بېلګې په توګه غوره کولای شو. اوس وینئ چې قصه له ړومبۍ ساده بڼې راوځي او همدا چې د موضوع په ډېره شننه لګیا کېږو، ستونزې یعنې د کار ظرافتونه، په خپله ځان راښکاره کوي. دا کار، د دین د عالمانو کار دی، دوی باید خلکو ته د پېغمبر(ص) بېلګېزې ځانګړنې وروښیي.

بل ټکی دا، د پېغمبر د یو مشر، دینپوه او روزنپوه په توګه یوه ځانګړنه یې دا وه، چې ښوونې او روزنې ته یې څه مزد او او جوره نه اخسته، په دې هلکه یې منت راباندې نه ایښووه، ښایې تر شلو ډېر په قرآن کې راغلي، چې د پېغمبر(ص) له وړیا ښوونو لاروي وکړئ:

اتَّبِعُوا مَن لاَّ يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا (یس/۲۱) « په هغو پسې ولاړ شئ، چې اجر درڅخه نه غواړي.»

د هغو کسانولاروي وکړئ، چې راغلي او د هدایت څیز وړیا درکوي او اجوره درڅخه نه غواړي. دوی هټۍ پرانستې نه دي، د کاسبۍ ټغر یې خپور کړی نه دی. په زړه سوي او مینه هلې ځلې کوي. زړه یې ستاسې د بېلارېتوب په پار سوځي، ویني، چې ړانده یاست، اجوره یې ونه غوښته، له زړه سوي یې باخبر کړئ، چې په څاه کې ور ونه لوېږئ.

توین بي یو تعبیر لري، وايي: « پېغمبران داسې شېخان ول، چې مزدوري یې نه اخسته» دا هم په خپلو تاریخي څېړنو او مطالعاتو کې دې ټکي ته رسېدلی و، چې دا یې د بریا یو له رازونو ځنې و. دا یو له هغو ځایونو دی، چې باید له پېغمبرانو لاروي وکړو. هغوی چې په دنیا کې بریالي شوي دي – که پېغمبر و، یا نه – داسې کسان ول چې ګذشت والا و، تېرېدل او چا ته یې د مزدورۍ سترګې نیولې نه وې. هغوی چې د مزدورۍ پر تمه سیاسي او ټولنیز ډګر ته راودانګل، څه مهمې پایلې ته ونه رسېدل.

د هدایت او ښیون چار، له مزدورۍ اخستو سره مطلق ټکر لري انسانان چې په چا کې ګذشت او تېرېدنه وویني، ورجذبېږي. لکه چې یې ویلي: «الانسان عبید الاحسان: انسان د احسان بنده دی» کله چې څه ورکوئ او هومره یې بېرته غواړئ، دا عدالت دی؛ خو احسان دادی چې یو څه ورکوئ؛ خو بېرته څه ترې نه غواړئ. او انسان د احسان بنده دی. بل ټکی دا پېغمبر پېژندنه مو پر افراط او تفریط اخته شوې ده. کله پېغمبران او مشران دومره د خلکو له لاسرسۍ لرې کوي، دومره یې ورهاخوا کوي، چې هډو په سترګو نه لیدل کېږي. کله پېغمبر دومره ځمکیز وينو چې له پېغمبرۍ لوېږي او پوره یو عادي بشر کېږي، چې نور به یوه روزنېزه بېلګه نه وي.

همسری با انبیا برداشتند - اولیا را همچو خود پنداشتند که دا افراط او تفریط یوې خوا ته کړو، کوم ځای ته وررسو؟ دې ځای ته وررسو، چې پېغمبر(ص) د یوې بېلګییزې وګړې او شخصیت په توګه ووینو؛ د اسلامي روزنې بېلګه د ګډو ټکیو (اشتراکاتو) او (اختصاصاتو) په بېلولو یې.

دا کار یو تاریخي جراحي او عملیات دي، چې باید ترسره شي. باید «ګډ» او «ځانګړي» ټکي سره جلا کړو. دا چې پېغمبر(ص) نارینه و، شعر یې نه وایه، عرب و او په یو ځانګړي جغرافیایي ځای کې یې ژوند کاوه، دا ټول باید په یوه ډول څنډې ته کړو؛ هغه صفات او ځانګړنې په پام کې ونیسو، چې دا یې بېلګه او د لاروۍ وړ کړی دی، دا باید خپل کړو. خو مهم ټکی دادی، چې له پېغمبره په بېلګه اخستو، غواړو چې معاصر او نننۍ مسلمان هم اوسوو. معاصر مسلمان یعنې هغه چې سترګې یې په اوسنیو تیوریو او نظریاتو سنبالې وي، او په دې سنبالنه د پېغمبر د وګړې په شننه او د دین په څرګنده بېلګه لګیا شي او خپله لاروي ترې تنظیم کړي؛ دا خورا مهمه مساله ده. د تاریخ یو فیلسوف ویلي:«ټول تاریخ، معاصر او نننی تاریخ دی».

پوهېږئ مطلب یې څه و؟، منظور یې دا و، چې ګردې تاریخي څېړنې او شننې، پر معاصرو تاریخي تیوریو متکي دي نن په اروا پوهنه، ټولنپوهنه او نورو فنونو او علومو کې، داسې نظریات او تیوری لرئ، چې په تېرو وختونو کې له پوهانو سره نه وې، تاسې نن د تېر تاریخ ځینې برخې په توپیر؛ نوې او تازه څېړئ؛ ځکه هر شننه د تیوری په سیوري کې کېږي، له دې ځنې هم د دیني مشرانو د وګړې شننه. که څوک د یو دیني مشر د وګړې په شننه لګیا کېږي او غواړي د وګړې او شخصیت عناصر یې راوسپړي، باید دا کار د یوې تیوریک شننې په بڼه ترسره کړي او دا تیوریکي څېړنه هله عملي کېږي، چې له اوسنیو او معاصرو تیوریو پور واخلي. د اسلام د تاریخ او د اسلام د پېغمبر د وګړې ښه پېژندو ته او ددې شخصیت د بېلګېزې وجهې د لاس ته راوړو لپاره، معاصرو تیوریو ته پاملرنه یوه فریضه ده. اصل دا دی، هغه پېغمبر وپېژنو، چې په عین عربوالي او له اومې زیږدیزې پېړۍ سره یې په تړاو کې، دومره نړیوال، د تاریخ او قوم ورهاخوا کېږي، چې د ګردو انسانانو، اقوامو او تاریخي پېرونو په درد خوړل کېږي. او دا چار هله شونی دی چې تاریخ یې لکه څنګه چې و، سم وپېژنو، بیا د قومیت، عربیت، زمان ځای او.... تپلې جامې ترې را ایستل او دا ټولو پېرونو ته یو انسانول او ټول څپرکیو او حالاتو ته یو نارینه ګرځول. دا یوه هڅه ده، چې رښتونی مسلمان پکې راګېر دی (او خدای دې توفیق ورکړي چې دا ذمه واري په ښه شان ترسره کړي)».

په پای کې هیله ده، هغه رونو چې د ټولنې د فرهنګي ويښتیا لپاره یې مټې رابډ وهلي، د روزنې په هکله تېرو او اوسنیو شاعرانو شعرونه، په خپلو شننو کې ځای کړي؛ ځکه مطلب پرې خوږیږي او هم تېر فرهنګیانو مو را ژوندې کېږي او د اوسنیو به درناوی شوی وي.