ويکيپېډيا:د قرآن له نومونو سره آشنايي

د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

__________________________

د قرآن له نومونو سره آشنايي سمول

ټول پوهېږئ،چې قرآن د هستۍ د پنځوونکي لخوا پر حضرت محمد(ص) نازل شو او هغه به  هم خلكو ته  لوسته. سمول

الهي آيتونه به حضرت محمد(ص) خلكو ته اورول او خلكو به هم يادول،چې نورو خلكو ته يې ورسوي او داچې د رسول الله (ص) پر مهال قرآن د يوكتاب پر بڼه نه و او وحې هم، چې په بېلابېلو مناسبتونو كې نازلېده؛نوځكه يې نوم نه درلود، چې په تدريج د وخت په تېرېدو د پېغمبر اکرم (ص) په حکم حضرت علي (ک) او ځينې نورو اصحابو قرآن راټول كړ، چې د قرآن راټولونكيو ته "د وحې كاتبان" ويل كېدل . سمول

د قرآن د نومونو او د نومونو د ماناوو په باب ډېرې خبرې شوي دي، چې موږ يې ځېنوته اشاره كوو:

الف- د قرآن ټكى  له (قرائت) نه اخستل شوى دى،چې د (ويلو) په مانا دى؛ يعنې هغه كتاب، چې بايد په ژوند كې  تل ولوستل شي او پر  احکامو يې عمل وشي.

ب-ځينې وايي : د قرآن  ټكى له (قرن=يقرن) څخه اخستل شوى دى، چې د راټولولو پر مانا دى؛ يعنې څښتن د ژوند ټول څيزونه  په دې كتاب كې را ټول كړي دي؛لكه څنګه ، چې څښتن تعالى د"انعام" سورت په 59 آيت كې دې خبرې ته اشاره كړې ده :

((وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ  (انعام/٥٩)= او (له حسه) د پټو (سرچينو) کونجيګانې يوازې له هغه سره دي،چې بې له هغه بل څوك پرې نه پوهېږي او څه چې په وچه او سمندر كې دي،خداى پرې پوه دى او هره پاڼه،چې رالوېږي،پر هغې (هم) پوه دى او هر دانه،چې د ځمكې په تپو تيارو كې پټېږي او ټول لامده او وچ په څرګند كتاب [=د خداى د علم كتاب ] كې ليكل شوي دي . ))

نو ويلاى شو،چې قرآن (د هستۍكارنامه)او يا (ستر او بشپړ دايرة المعارف) دى؛نو پايله داچې څښتن تعالى ټولې روحي،فكري او عقيدتي اړتياوې په دې كتاب كې راټولې كړي دى او قرآن د هستۍ دايرة المعارف دى،چې د پخوانيو ټولو پېغمبرانو د چارو بشپړونكى دى؛نو ځكه  ويل كېږي،چې تر ټولو بشپړ او پوره دين  اسلام دى او لكه چې وروستى پېغمبر؛حضرت محمد(ص)دى؛ نو تر ټولو بشپړكتاب قرآن دى .

د قرآن بل نوم ذكر دى . سمول

((وَهَذَا ذِكْرٌ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَاهُ أَفَأَنتُمْ لَهُ مُنكِرُونَ  (انبياء/٥٠)=  او دا (قرآن) چې موږ(پرتا) نازل كړى دى؛مبارك نصحيت دى؛نو ايا تاسې ترې منكر ياست ؟  ))

قرآن له نصيحت او پنده ډك دى،چې د بشريت كاروان كمال ته ورسوي .

كه قرآن نه واى؛ نوانسانان به په تيارو او ناپوهۍ كې پاتې ول؛لكه څنګه چې ستر څښتن تعالى  د ابراهيم په  سورت  كې ورته  رڼا  ويلې ده:

* الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ (ابراهيم/١)=     1    الف، لام، را (دا) يو كتاب دى،چې موږ پر تا نازل كړى دى،چې خلك د هغوى د پالونكي په اجازه (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې او(د ايمان،عدل او پوهې) رڼا ته يې راولې،د ناماتي (او) ستايل شوي (خداى) لارې ته . ))

د قرآن يو نوم  ( بيان )  دى .                                           

((هَـذَا بَيَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ  (آل عمران/١٣٨)= 138  دا (قرآن) خلكو ته يو بيان او (ځان ساتيو) پرهېزګارانو ته لارښوونه او نصيحت دى .))