ويکيپېډيا:د قرآن د اوډون او راټولولو پړاوونه

د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

_____________________

د قرآن د اوډون او راټولولو پړاوونه سمول

  پوهان او ديني عالمان ګروهمن  دي،چې قرآن دوه ډوله  پر پېغمبر اکرم "ص "نازل شوى دى .

* تدريجي نزول :

د پېغمبر اکرم "ص" تر بعثت  وروسته،چې په  ټولنه كې پېښې رامنځ ته كېږي؛نو څښتن تعالى به پېغمبر اکرم "ص" ته آيتونه را نازلول او  لارښوونه  به يې ورته كوله او  پېغمبر اکرم "ص" به هم آيتونه خلكو ته رسول او  لارښوونه  به يې ورته كوله .

*  د فعي نزول :                                          

  د  قرآن شريف ټول آيتونه،چې په 23 كالو كې پر حضرت محمد "ص" نازل شوي ول، د قدر پر يوه شپه د رمضان په مياشت كې په بشپړه ټوګه او يو ځاى  نازل  شول ،چې ددې  خبرې شاهد  دا آيت  دى :

((إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ (قدر/١) = په حقيقت كې موږ دا (قرآن) د قدر(= كچې اواندازه كولو) پر شپه نازل كړى دى .))

قرآن څنګه راټول  شو ؟ سمول

الهي  آيتونه به چې نازل  شول؛نو حضرت  محمد(ص) به څو ځل له ځان سره تكرارول،چې  حفظ يې كړي او بيا به  يې خلكو ته ورښوول او د هغه  وخت خلك هم  داچې ډېرى نالوستي وو؛ نو هغوى  به هم  آيتونه حفظول او داچې  خلك د الهي آيتونو له  زده كړې  سره  مينه پېدا  كړي؛ نو پېغمبر اکرم(ص) به خلك د قرآن  حفظولو ته  راهڅول او هغوى  ته به يې  له بيت الماله تنخواه  ټاكله او داچې عرب  با استعداده وو او په حفظ كې يې ماغزو ښه كار كاوه؛ نو يو له بل سره يې سيالۍ كولې،چې په همدې توګه څه موده تېره شوه،چې دې پړاو ته (د قرآن د حفظ ) پړاو ويل کېږي .

بلر پړاو داسې و،چې سره له دې،چې د څښتن تعالى استازي خپل ياران د قرآن حفظولو ته راهڅول . ځينو ته يې دنده وركړه،چې په احتياط د قرآن پر ضبط او ثبت لاس  پورې كړي .

د قرآن كريم  د ليكلو چار يو ازاد چار نه  و،چې د چا به خوښه شوه؛ نو قلم  به  يې  را واخسته او ليكل به يې كول؛بلكې ددې كار لپاره د څښتن تعالى  د استازي اجازه  هم  اړينه وه.                                                                   

چا ته به يې د وحې كاتبان ويل؟ سمول

هغوى ته د وحى كاتبان  ويل كېدل چې د حضرت محمد (ص) په حکم يې په ډله ييزه توګه قرآن ليكه او د وحې كاتبان يې څلوېښت 40 تنه ښوولي دي،چې مشهور يې دادي :

حضرت علي بن ابىطالب،حضرت معاذ بن جبل، حضرت ابوزيد ابن زيد بن نعمان، حضرت ابن ابى كعب ابن قيس،  حضرت زيدبن ثابت او حضرت ابن مسعوده(رضى الله عنهم) 

قرآن کريم به پر څه ليكل كېده ؟ سمول

د پېغمبر اکرم پر مهال چاپځايونه نه وو اوډېرى به قرآن :

*  دكجوروپر پاڼو

*  پر توږل  شويو او نريو تيږو

*  هډوكيو

*  لرګيو

*  پر نازكواو توږل شويو تختو

*  اوپر څرمنې ليكل كېده .

داكتر مظلومي په خپل كتاب"پژوهشي پيرامون آخرين كتاب الهي"په لومړى ټوك ،40 مخ كې ليكلي:

قرآن به د څرمنې او كاغذ او ورېښمو پر ټوکرانو ليكل كېده، چې"صحيفه"به ورته ويل كېده او جمعې ته به يې"صحف"وايه.

كله پركاغذ د قرآن ليكل دود شول؟ سمول

هغه ليکونه،چې پېغمبر اکرم(ص) د روم  او فارس  واكمنانو ته ليكلي دي، ښيي،چې هغه  مهال كاغذ دود  و؛ خو د هارون الرشيد تر حكومت پورې قرآن پر پوټكي ليكل كېده،چې تر هارون الرشيد وروسته قرآن  رسماً پر كاغذ وليكل شو .