ويکيپېډيا:د فرهنګي اړتیاوو لرې کول یو ډول ماعون دی

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه

== د فرهنګي اړتیاوو لرې کول یو ډول ((ماعون)) دی لیکنه : اجرالدین اقبال

==

هېواد مودبيارغاونې په پړاو کې دى ، اوداچې مسلمانان يو ؛نو ښايي ، چې پرديني بنسټونود بيارغاونې چاروته ورودانګو، چې لاندې ليکنه له دې موخې سره مرسته کوي اوله ګردوسياسي او ټولنيزو سازمانو اودولتي مؤسساتو غواړو، چې په خپلو تشکيلاتو کې داروحيه دود کړي .


ماعون سمول

أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ -فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ -وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ -فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ -الَّذِينَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ -الَّذِينَ هُمْ يُرَاؤُونَ -وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ

د لوراند او لورين څښتن په نامه

   1   ايا هغه دې وليده چې د جزا (ورځ) دروغ ګڼي؟! 
   2   نو دا هغه دى چې يتيم رټي،
   3   او مسكينانو ته د خوړو وركولو لپاره ( دنورو) هڅونه نکوي،
   4    نو پرهغو لمونځ كوونكيوافسوس دى چې ...
   5    له خپل لمانځه غافل دي،
   6    هغوى چې ځان ښوونه کوي؛ 
   7   د ژوندنيو اړينو وسايلو وركړه منع كوي. 

دا سورت هغه کسان ګواښي، چې ځان مسلمان ښيي؛ خو خوى يې دمافقينو دى: له لمانځه غفلت؛ يعنې د لمانځۀ په ا ړه ناغيړي کول، د وخت له تېرېدو او قضا کېدو يې څه بآک نه درلودل؛ که تل ترې قضا کېږي او که کله کله او يا دا، چې د فضيلت وخت يې له لاسه ورکړي او يا دا، چې د لمانځۀ په ارکانو، شرايطو، احکامو او مسايلو نه پوهېږي او باطل لمونځ کوي؛ ؛نو دلته ځير شئ، چې هر لمونځ ارزښت نلري او نه هر لمونځ کوونکى جنتي دى ( فويل للمصلين) ؛نو ځکه که د لمانځه منځپانګه، موخې، ارکان او ټول شرايط په پام کې ونه نيول شي؛ نو لمونځ کوونکى به خپل لمانځه عملا ښيي، چې د جزا د ورځې څه باک نه لري.

په کړو ورو کې ريا کاري == ===

څوک چې د خلکو په مخ کې عبادت کوي ( او يا د خلکو په مخ کې يې په شدو مد ترسره کوي) دا ډول وګړي ښکاريان دي، چې د ښکار لپاره په ژبه خبرې کوي ( په مسلمانانو کې ځان له دوى ښه مسلمان ښيي او څرګنده ده، که له نامسلمانانو سره وي؛ نو د هغوى په څېر به وي)

کومه ټولنه ، چې په رياکارۍ روږدې شي؛ نه يوازې دا چې له خداى ، ښو خويونو او غوره ځانګړنو لرې کېږي؛ بلکې ګردې ټولنېزې برنامې يې له منځاپانګې تشېږي او په يو لړ تشو ظواهرو کې رالنډېږي؛ چې دا د يوې ټولنې دردناک برخليک دى؟!

نن زمونږ په ټولنه کې د رياکارۍ بېلابېل ډولونه تر سترګو کېږي او پردې درس له پوهېدو وروسته کړاى شئ، چې په اړه يې مثالونه ورکړئ.

ريا په روايتونو کې غندل شوي، تردې ،چې يو ډول "شرک" ورته ويل شوى.

حديث: " د قيامت پر ورځ ريا کار ته په څلورو نومونو غږ کېږي:( ١ ) کافره! (٢ ) عاجزه! ( ٣) چلي او (٤) زيانمنه! کړه وړه دې پوپنا شول او اجر دې باطل شو؛ نن د ژغورنې يوه لار هم نلرې، خپله بدله دې له هغه وغواړه،چې دا کار دې ورته کړى و." (وګورئ: وسايل : ١/ ٥١)

حديث: پر خلکو به د اسې وخت راشي، چې په دنيا کې د تمې لپاره دننه او باطن به يې ناوړه او ککړ شي او دباندې او برسېرن به يې ښکلى وي، حال دا چې د خپل پالونکي له ثواب سره به مينه نلري، دين به يې ريا وي، په زړه کې به يې له خدايه ډار نه وي، دوى خداى پر سخت عذاب اخته کوي او د ډوب سړي په څېر، چې څومره دعا وې کوي، خداى به يې نه قبلوي. (وسايل : ١/ ٤٩)

په اسلام کې د هر عمل ازرښت په نيت پورې اړه لري. او د خداى لپاره نيت، د عمل ماڼۍ ټينګه او شته کوي؛ نو ځکه د فرهنګي زده کړو په ترڅ کې،باید نوی کهول وپوهول شي،چې يوازې په الهى نيت د خلکو د سوکالۍ او دهېواد د رغاونې لپاره په ټولنيزو او فرهنګي فعاليتونو کې برخه واخلئ، نه د ځان ښوونې او ريا کار لپاره ، چې ولس ته ځان خدمتګار وښيئ او دننه مو بل څه وي!


د پلار مړيو رټل: سمول

د پلار مړي، چې د عاطفې او مينې مرکز له لاسه وتلى ؛ نو له اروايي اړخه، انساني عاطفې ته خورا اړين دى. په نبوي احاديثوکې د پلار مړيو د پاللو او نازولو لپاره خورا روياتونه راغلي دي؛ نو ځکه د جزا د ورځې پر جزا د ايمان يوه ځانګړنه داده، چې بايد يتيم پال اوسې؛ ستونزو ته يې ځان ورسوې او ښۀ چلن ورسره وکړې او هغوى ، چې د يتيم پالنې برنامې ورسره نه وي؛ نو "يکذب بالدين" پرې تطبېقېږي.

د اسلام دين، له يو بل سره نښتې ټولګه ده، چې پر قيامت باندې ايمان يې له يتيم پالنې بېل نه دى. د فرهنګي او ټولنيزو فعاليتونو په ترڅ کې هر غړى ته ښايي، چې د خپلې سيمې د شرايطو په پام کې نيوو سره د پلاړ مړيو د پاللو او نازولو لپاره په عملي برنامو لاس پورې کړي؛ که څه هم دا پالنه ډېره ناڅيزه وي؛ لکه ورته درس ويل، پټى يې اوبه کول، ژرندې ته غنم يې وړل او د ناروغ پوښتنه يې .

=== د وږيو د مړولو پرېښوول ===

اسلام په ټولنه کې د طبقاتي نظام او د وږيو د مړولو لپاره مضبوطه عقيدتي اداڼه لري، د مومن ځانګړنه را ښیي، چې په خپله به هم دا طبقاتي واټنونه له منځه وړي او نفقه به ورکوي او نور به هم راهڅوي؛نه دا چې يوازې په خپله يې کوي او نور نه راهڅوي او دا خو لا څه کوې، چې نه يې په خپله کوي او نه نور راهڅوي!

نو دلته ځېر شئ، چې پر قيامت ګروهه، څومره له طبقاتي مبارزې سره تړاو لري، د جزا دورځې پر جزا ايمان درلودل څومره له ټولنې د لوږې له منځه وړو سره تړاو لري! دا چې "فقر ښايي پر کفر واوړي" يا "فقر، چې د کور په يوه ورۀ ننوځي، نو دين ترې په بل وره وځي" ؛ نو ځکه اسلام وایي: فقر ستره مړينه ده،په بنسټيزه توګه د کفر د جرړې د منځه وړو لپاره پر قيامت دګروهې اغېز،طبقاتي مبارزه ښوولې ده.

هر غړي ته ښايي، چې د خپلې سيمې شتمن راوهڅوي،چې د دوى په شتمنيو کې د بې برخو او ګداګرو حق ورکړي او نوي کهول ته د طبقاتي مبارزې روحيه ورکړي. هر عمل او هر څيز، چې د اړين اړتيا وې لرې کړي، ورته ماعون وايي.

لکه چې ځينې وخت ګاونډيان له يو بله جزيي شيان لکه مالګه، اوبه، اور لګيت، لوښي او... اخلي؛ نو څرګنده ده که څوک د دې څيزونو له ورکړې ډډۀ کوي؛ نو ډېر بې ايمانه او پست دى؛ يعنې دومره کنجوس دى،چې ان دا کوچني څيزونه يې هم پر چا پېرزو نه دي، حال دا چې همدا کوچني څيزونه کله سترې اړتياوې لرې کوي او نه ورکول يې خلکو ته لوى ستونزې راولاړوي . له "ماعون" منظور زکات هم دى،چې د ټولنې ډېرى ستونزې اواروي، دغسې ماعون ، هغه پور دى، چې يو بل ته يې ورکوئ، د ژوند وزلي دي، چې په عاديه يې نورو ته ورکوئ او همدا راز هغه مرستې او ښې چارې دي، چې انسان يې ترسره کوي.

روايت دى چې: " څوک چې له خپل ګاونډي، اړين وسايل درېغوي نو خداى په قيامت کې له هغه خپل خير دريغوي او پر خپل حال يې پرېږدي؛ نو خداى چې له چا سره داسې چلن وکړي؛ نو څومره بدحال به يې وي" ( نورالثقلين ٥/ ٦٧٩)

دلته ځير شئ، چې د خلکو د اړينو اړتياوو په باب بې توپېره کېدل څومره سزا لري؟

خداى ته دخلکو د اړتياو لرې کول د ومره اهميت لري،چې يو سورت (ماعون) يې په باب نازل کړى دى او د مومن ځانګړنه يې دا ښوولې، چې د ولس د اړتياوو په لرې کولو کې به زيار کاږي. خداى ټول خلک خپل عيال ښولي او په عيال کې هغه ورته ګران دى، چې عيال ته يې خدمت وکړي او اړتياوې يې لرې کړي.

زموږ جګړه ځپلې ټولنه ډېرې اړتياوې لري، هر هېوادوال که دننه وي يا بهر، چې څه يې له لاسه کېږي، بایدخپله ديني او ملي دنده ترسره کړي او ځان د "يکذب بالدين" له مصداقه وژغوري.

د هېواد په ځينو برخو کې، چې په بهر کې مهاجر شوي وو، د خپلو سيمو د ښوونځيو د استادانو او د زده کړو د سويي د لوړولو لپاره يې کورسونه جوړ کړي دي؛ نو ځکه ښايي، چې زموږ هر غړى دا ښې چارې تبليغ او د خپلو سيمو بهر ميشتي هم دغسې چارو ته راوهڅوي.

دا مو پر ياد وي ، چې له چا سره لاسنيوى او د اړتياوو پوره کول يې د ريا او ځان ښوونې لپاره نه وي بلکې يوازې خداى ته وي. د "ماعون" سورت موږ ته يو محک دى، چې خپل کړه وړه ورسره وسنجوو، که ورسره يې اړخ لګاوه ؛ نو بايد لا يې پياوړي کړواو که نه، په ځان جوړونه لاس پورې کړو او که نه د مسلمان په نامه به مو په عملي توګه د جزا د ورځې له جزا انکار کړى وي.

ټولو غړيو ته ښايي، چې د ټولنې د فرهنګي او ټولنيزې پراختيا لپاره د دې درسونو تدريس په ښوونځيو، جوماتونو، دېرو او حجرو کې پيل کړي، چې فرهنګى چارې دود شي او په يو ځانګړې ډلې پورې ونه تړل شي، چې د خلکو د فرهنګي اړتياو لرې کول هم په خپله هم د "ماعون" يو ډول دى.

سرچينې : په دې ليکنه کې له الميزان ، نور ،نمونه اوتفهيم القرآن تفاسيروګټنه شوې ده .