ويکيپېډيا:د رسول اکرم (ص) غوره خویونه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

غوره خويونه

سنن النبي

ليکوال : مرحوم علامه سيد محمد حسين طباطبايي

د الميزان د تفسيران مولف

د ليکوال سريزه

ستاېنه يوازې نړۍ پال ته ده،سلام او درود دې زموږ پر ښاغلي او لارښود؛حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم او پر سپېڅلې کورنۍ دې يې وي .

دا کتاب،چې لولئ له حديثي ټولګو د نبي کريم د آدابو او سننو په هکله د رواياتو غورچاڼ دى .

خداى تعالى وايي : ((لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (الاحزاب/21)= په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي.))

((په رښتيا چې د رسول الله ژوند دود درته غوره بېلګه ده ))

او پخپله حضرت رسول الله (ص) امام علي کرم الله وجهه ته په وصيتونو کې ويلي،چې : ((شپږم وصيت مې دادى،چې په لمانځه،روژې او صدقې کې به په ما پسې راځې او سنت به مې عملي کوې .))

امام علي (ک) وويل : “چې څوک ځان پر الهي آدابو وپسولي، خداى به يې د همېشنۍ ژغورنې پر لور هدايت کړي .”

امام صادق رحمة الله عليه وويل : “دا مې ښه ايسي،چې مسلمان هله ومري،چې د نبي کريم ګرد سره سنتونه که څه د يو ځل لپاره وي؛خو عملي کړې يې وي .”

بېشکه کمال او اصلي موخې ته رسېدل هله شونې دي،چې انسان به ټولو کړنو،راشه درشه او چلن کې د رسول اکرم لاروي وکړي او ځان د آنحضرت په ظاهري او باطني آدابو وپسولي،چې په دې بڼه کې د دنيا او آخرت له ښېګڼې برخمنېږي .

په دې کتاب کې د مکروهاتو خبره شوې نه ده؛ځکه د حق لار ده،چې له پېغمبر اکرمه هېڅ مباح او مکروه چار تر سره نشي،چې عقلي او نقلي دلايل هم پر همدې آر ولاړ دي .

موږ په دې کتاب کې د تبرک لپاره د نبي کريم مبارک شمايل هم راوړي که څه له موضوع وتلي دي او بل داچې د خويونو او آدابو په اړه يې يو شمېر احاديث راوړي؛خو له جزيي پېښو تېر شوي يو او يوازې د حضرت محمد (ص) ټوليز اخلاق مو راوړي دي او دخداى دې زموږ لاسنيوى وکړي .

سيد محمد حسين طباطبايي

د پېغمبر اکرم څېره

 له اميرالمؤمنين حضرت علي،حضرت ابوهريره،حضرت جابربن سمره او حضرت هند بن هاله (رضى الله عنهم ) په رانقل شويو روايتو کې راغلي: د خداى رسول  د هر ليدونکي په نظر کې ډېر ستر او باوقاره ښکارېده،د خلکو په زړونو کې يې ځانګړى ځاى درلود،څېره يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده او د څېرې رنګ يې سپين توربخن و؛نه چاق و او نه ډنګر،سپينه اونوراني څېره يې درلوده،غټې او تورې سترګې يې درلودې او وريځې يې تورې او په زړه پورې وې . مبارک سر يې مناسب اوغټ و،اوږدوالى يې مناسب و؛جيګ تندى يې درلود،وريځې یې نښتې اومخ يې کړوپ نه و،د لاس ورغوى يې پلن او مټې يې اوږدې وې ،اوږې  يې پلنې اوغټ بندونه يې درلودل،د لاس ورغوى او د پښو تلي يې کلک او پلن ول . سينې يې ويښنان نه درلودل، ته وا د پښې تلي يې د نورو خلکو په څېر نه دي،اوږده باڼه يې درلودل،ډکه ږيره يې درلوده،چې د سر او ږيرې په وېښتانو کې يې څو سپين وېښتان هم ول،چې رنګ يې پرې وهلى و،چې شنه ښکارېدل؛خوله يې ستره؛خومناسبه وه،غاښونه سپين او يو له بله بېل ول . وېښتان يې جړپړ نه ول . له سينې تر نامه پورې يې د وېښتانو يو نرى خط و، د پېغمبر اکرم ټول بدن له غړيو سره مناسب و؛ګېډه يې له سينې سره مساوي وه،سينه يې پراخه او ورمېږ يې ښکلى او د سپينو زرو په څېر ځلېده.

٢_ د پېغمبراکرم (ص) اندام

د پېغمبراکرم پښې ‏اولاسونه اوږده او ښوى ول،چې غوټې پکې نه ليدل کېدې،د پښو لینګي‏يې ‏انډول ول اوډېرې غوښينې وې .زنه يې لنډه او مناسبه وه او لږه راوتلې وه.پنډۍ يې پلنې او غټې نه وې .خاصره لګن يې د ميړنيو په څېر پلن و،د پېغمبر اکرم غړي کلک،نه لنډ او نه اوږده ول،د سر وېښتان يې نه جړ پړ ول او نه ګونجې . مخ يې مناسب و، نه ډېر ډنګر و اونه غوښين،دمخ سپين والى يې هم په زړه پورې و.

هډوکي يې کلک اوغټ و،چې پر لار تل په خپل واک کې و.د پوزې سوري يې تنګ نه ول،ګېډې اوسينې يې وېښتان نه درلودل ؛خو له سينې تر نامه پورى يې دوېښتانو يو نرى خط و. د سر دواړو اړخ ته يې سپين وېښتان وړ،چې د پېغمبر د زوړالي نښه وه.

۳_ د پېغمبراکرم (ص) تګ :

د لاسو ورغوي يې پلن او د عطارانوپه څېر خوږبويه ول؛ د لاس اوږده ، قلمي هډوکي يې درلودل،د خندا اوخوشحالۍ پر مهال به يې مخ د هندارې په څېر ځلېده ،پر وقار او ورو ګامونه يې اخستل،د تګ پر مهال به يې مخې ته کتل،په نېکچاريو کې به تر ټولو مخکې و.داسې به تله؛لکه پر ځوړي،چې روان دى،د خندا پر مهال به يې د ږلۍ په څېر غاښونه راښکاره شول؛خو د غاښونو سپين والى به يى ډېر ژر په شونډو پټاوه.

٤_ په اوږوکې يې دنبوت ټاپه وه

 پېغمبر اکرم(ص) ښکلى اندام او ښکلي اخلاق درلودل،تندى يې ورين و او په ورين تندي يې له خلکو سره خبرې کولې،تندی يې د ځلاند څراغ په څېر د خلکو سترګې ځانته رااړولې،د ملغرو په څېر به ترې خولې راتويېدې،چې د خولو بوى يې تر مشکو هم په زړه پورې و او د اوږو په منځ کې يې د نبوت ټاپه وه .

٥_ دپېغمبراکرم(ص) ليدل :

حضرت ابوهريره(رض) ويلي: پېغمبراکرم(ص) به،چې شا يا مخې ته کتل؛نوپه ټول بدن سره به راګرځېده.

٦_ د پښوپنډى يې :

حضرت جابربن سمره (رض) ويلي،چې دپېغمبراکرم(ص) دپښوپنډۍ نرۍ وې .

٧_ په ږيره کې سپين :

حضرت ابوجحيفه (رض) ويلي: د پېغمبراکرم (ص) پر زنه او اننګو کې سپين وېښتان ليدل کېدل .

٨— د وېښتانو څلور چوټي :

حضرت ام هاني (رض) وايي : ومې ليدل،چې پېغمبراکرم(ص) خپلو وېښتانو ته څلور چوټي وراچولې وې .

ابن شهرآشوب وايي : په واقع کې پېغمبراکرم (ص) به خپلو وېښتانو ته دوه چوټۍ اچولې،چې دا يې د نېکه ( هاشم ) يو دود و.

٩_ د پېغمبراکرم (ص) وېښتان :

حضرت انس بن مالک(رض) وايي : د پېغمبراکرم(ص) د ږيرې او سر په وېښتانوکې يوازې څوارلس سپين وېښتان ول .

١٠_ او روايت شوي،چې : ١٧ سپين وېښتان يې درلودل .

١١_ حضرت عبدالله بن عمر وايي : د پېغمبراکرم(ص) د زوړالي نښه يوازې شل سپين وېښتان ول .

١٢_ حضرت براء بن عازب(رض) وايي : د پېغمبراکرم(ص) وېښتان تر اوږو پورې اوږده ول .

١٣_ حضرت انس بن مالک (رض) وايي : د پېغمبراکرم (ص) وېښتان تر غوږونو لاندې راځوړوند ول .

١٤_ اوږده وېښتان :

حضرت عايشه بي بي وايي : د پېغمبر اکرم (ص) وېښتان تر غوږونو لاندې راځوړند ول؛خو اوږوته نه وو رارسېدلي .

١٥_ خوږ نبوي بوى :

د قصص انبياوپه کتاب کې راغلي : پېغمبر اکرم (ص) به،چې له هرځایه تېر شو؛نوخلک به د هغه ځاى له بويه پوهېدل ،چې پېغمبر اکرم (ص) تېرشوى دى او له هرځايه به چې تېرېده ؛نو د لارې بوټو او کاڼو ورته سجدې کولې.

١٦_ په خوب کې ويښ :

صفار د ((بعائرالدوجلت)) په کتاب کې له امام محمد باقر روايت کړي، چې د خداى رسول (ص) وويل : په خوب کې زموږ د ټولو پېغمبرانو سترګې پټې وي؛خو زړونه مو ويښ وي او لکه څنګه ،چې مخې ته ليدلاى شو شا ته څيزونه هم راته ښکاري .

١٧_ د نبوت ټاپه که نبوي معجزه :

قطب راوندي د (( الخرائج والجرائح )) په کتاب کې روايت کړى،چې د پېغمبر اکرم (ص) له معجزاتو،چې ډېرو روايتونو يې پخلى کړى او مؤمنان او کافر ترې منکر نه دي، دا دى،چې سره له دې،چې د پېغمبر اکرم (ص) پرشا او اوږو ګڼ وېښتان ول؛خو د نبوت ټاپه پکې ښکارېده.

١٨_ پېغمبر اکرم (ص) سيورى نه درلود:

ابن شهرآشوب د مناقب په کتاب کې ويلي : د پېغمبر اکرم (ص) سيورى به پر ځمکه نه غورځېده او سيورى يې نه درلود.

١٩_ کليني په خپل سند د کافي په کتاب کې روايت کړي،چې على بن محمد نوخلي وايي : له امام رضا سره ناست وو،چې د غږ ويينه رامنځ ته شوه، امام وويل : امام زين العابدين به چې قرآن لوسته؛نو غږ يې دومره ښکلى و،چې خلک به ورته بې سده کېدل او که امام خپل په زړه پورې او ښکلى غږ راوباسي؛نو خلک به يې د اورېدو زغم ونه لري .

راوي وايي : امام مې وپوښت : خو د خداى رسول به،چې خلکو ته جماعت ورکاوه؛نو قرآن به يې پر لوړغږ نه وايه؟ امام رضا ورته وويل : رښتيا خو دا ده،چې د خداى رسول به د خلکو د وسې هومره غږ لوړاوه.

٢٠_ دپېغمبر اکرم(ص) رخسار :

امام حسن وويل : له خپل ماما هند بن ابي هاله مې،چې د پېغمبر اکرم (ص)  له توصيفوونکيو و، وغوښتل،چې پېغمبر اکرم (ص) راته توصيف کړي،چې مينه مى ورسره نوره هم زياته شي،ماما مى راسره ومنله او راته يې وويل: پېغمبر اکرم (ص) داسې شخصيت درلود،چې د هر چا په نظرکې يى وقار او ستروالى درلود،څېره يى د څوارلسمې د سپوږمۍ په څېر ځلېده، اوږدوالى يې نه لنډ و اوږد  و، سر يې غټ او وېښتان يې بڼل شوي ول،که وېښتان يې نه واړه کول؛نو پر ټول سر به يې راخورېدل او چې وېښتان به يې واړه کړل؛نو له اوږو به لاندې نه رارسېدل . څېره يې سپينه او نوراني وه،تندى يې اوږد او پلن و، وريځې يې سره له دى،چې کماني او اوږدې وې؛خو سره له دى به بيا هم يو له بله بېلې ليدل کېدې،د وريځو ترمنځ يې يو رګ و،چې کله پېغمبر اکرم (ص) به غوسه شو؛نو پړسيده به،پوزه يې نرۍ او اوږده وه،چې يوه رڼا به ترى راځلېده او ښکارېدل،چې له پوزې پورته يې راځلېږي .

٢١_ د مرغللو په څېر غاښونه او د سپینو زروپه څېر سټ

ږيره يې ډکه وه،اننګى يې راوتلي،خوله يې ستره؛خو مناسبه،غاښونه يې د مرغللو په څېر سپين؛خو يو له بله بېل ول . له سينې تر نامه پورې يې د وېښتانو يونرى خط درلود،ورمېږ يې د سپينو زروپه څېر ښايسته و، د دوو اوږو ترمنځ يې فاصله ډېره وه،چهارشانه و،سينې او ګېډې يې ويښتنان نه درلودل .

٢٢— د پېغمبر اکرم (ص) اندام او پرلار تګ :

سينه او د سينى پاسنۍ برخه يې له وېښتانو ډکه وه. د لاسو بندونه يې پلن،د لاس ورغوى يې پلن او د پښې تلي يې پلن او کلک وو. پښې او لاسونه يى ښوى او پکې غوټې نه وې،هډوکي يې قلمي او د پښو او لاسونو د تلي د ورغويو ژوروالى يې له معموله ډېر و،پونده يى نرمه وه،د تګ پر مهال يې پښې په ځان پسې نه راښکودې،ګامونه يې پر وقار اوچتول او هر اړخ ته يې،چې کتل نو ټول به ورګرځېده.

٢٣—د پېغمبر اکرم (ص) کتنه :

د پېغمبر اکرم (ص) ‏سترګې به تل لاندې وې،ډېر به يې ځمکى ته کتل، هېڅ چاته ته به نه ځير کېده؛بلکې هر چاته يې يوه لنډه کتنه درلوده او له چا سره به،چې مخامخ شو؛نو  لومړى به يې پرې سلام اچاوه.

٢٤_ د پېغمبر اکرم (ص) د خبرو دود

امام حسن وويل : د پېغمبر اکرم (ص) د خبرو طريقه راته ووايه! هند وويل : پېغمبر اکرم (ص) به تل په خپګان او فکر کې و،يوې شېبې ته يې هم هوسايي نه درلوده،تل به غلى و او يوازې د اړتيا پر مهال ګړېده او چې خبرې یې کولې؛نو په کلاره کلاره يې کولې،خبرې يې لنډې؛خو بشپړې وې،بې ځايه يې خپله خبره نه اوږدوله او هرڅوک به يې په لنډه پوهول،نرم اخلاق يې درلودل،پر چا يې ظلم نه کاوه،هېڅ څوک به يې له ځانه ټيټ او کوچنى نه شمېره،نعمت به،چې هر څومرهم ناڅيزه و؛خو د هغه په نظر کې به ستر و،په هېڅ نعمت پسې یې بد رد نه ويل؛نه يوازې په خوړو کې يې هېڅ خبرې نه راايستې؛بلکې هر ډول خواړه به،چې ورته په مخ کې کېښوول شول،تعريفونه به يې کول .

٢٥_ د پېغمبر اکرم (ص) غوسه اوخوشحالي :

هېڅکله دنيا اوسختيو يې نه غوسه کاوه؛خو کله به،چې د چا حق ولتاړل شو؛نو دومره به غوسه شو؛چې چا به نور نه پېژانده او له حقه په دفاع کى يې له هېڅ چا وېره نه درلوده‏،چې چا ته یې اشاره کوله ؛نو پر ټول لاس يې ورته کوله،کله به چې يو څيزحيران کړ؛نو لاسونه به يې اړول رااړول او د خبرو پر مهال به يې دواړه لاسونه سره ورکړي ول او د چپ لاس د ابهام ګوته به يې پر ښي لاس وهله،چې غوسه به و؛نو مخ به يې اړوه او په خوشحالۍ کې به يې سترګى بندولې.‏ خندا يې موسکا وه او د موسکا پر مهال ‏به يې غاښونه د ګلۍ د دانوپه څېر راښکارېدل .

٢٦_ دپېغمبر اکرم (ص) دنننى حالت :

امام حسن وويل : ما داخبره د يو څو وخت لپاره له خپل ورور حسين پټه کړې وه؛خو وروسته تر دې،چې دا خبره مې ورته وکړه،ومى ليدل،چې تر ما ډېر له دې خبرې خبر دى؛نو ومې پوښت : تا دا هر څه دې له چا اورېدلي دي؟ راته يې وويل : د خداى د رسول په باب مې له خپل پلارعلى بن ابيطالب وپوښتل اوهغه هم راته هرڅه وويل : امام حسين وويل : د پېغمبر اکرم (ص) د دننني حالت په باب مې خپل پلار وپوښت، راته يې وويل : پېغمبر اکرم (ص) به پر خپل واک خپل کور ته تله او په کور کې يې خپل وخت پر درې برخو ايشلى و،يوه برخه يې عبادت ته، بله يې کوروالو ته او بله برخه يې ځانته ځانګړې کړې وه اوهغه وخت، چې ځان ته ځانګړى کړى و؛نو پکې به يې خپلو يارانو ته امرونه او حکمونه ورکول،د خلکو ستونزې يې پکې هوارولې او دا وخت يې ، چې ځانته ځانګړى کړى و،بيخي يې پکې خپل کارونه نه کول؛بلکې د خلکو کارونو به يې پکې کول .

٢٧_ له علم والو سره چلن :

 د پېغمبر اکرم (ص) يوه ځانګړنه دا وه،چې تل به د فضل اوعلم والو  کتو ته چمتو و او د هر چا به يې د هغوى دعلم هومره درناوى کاوه،ورته يې ويل : نيمګړتياوې مو اصلاح کړئ، د امت په باب به يې له هغوى پوښتنې کولې او د مهمو مطالبو په باب به يې ورته خبرې کولې او ورته به يې ويل :په کار ده،څوک ‏چې په دې غونډه کې دي،هغوى ته زما خبرې ورسوي،چې په دې غونډه کې نه دي او د هغو خلکواړتيا ماته وواست،چې ما ته ځان نشي رارسولاى اوغوږونه موخلاص کړئ،چا چې د يو اړمن اړتيا  يو پاچا ته ورورسوله؛نوخداى به يې ګامونه د قيامت پر ورځ ټينګ او استوار کړي .

٢٨_ له کوره بهر:

امام حسين وويل: له خپل پلار مې د رسول اکرم له کوره د بهرچلن په باب وپوښتل،چې راته يې وويل: د خداى رسول به د غير ضروري خبرو لپاره خوله نه راسپړله،خلکو ته يې تندى ورين و او هېڅ څوک به يې له ځانه نه شړه اونه به يې وېرول،د هر ټبر د مشر درناوى یې کاوه او هغه يې د خپل ټبر مشرتابه ټاکه،بې له دې،چې مخ ترې واړوي يا داچې بداخلاقي ورسره وکړي،له بدو خلکو يې ځان ساته . خپلو يارانو ته يې  ډاډ ورکاوه او له خلکو به يې د نورو پر حالاتو ځان پوهاوه،نېکچاري يې ستايله او بدچاري ‏يې رټله،په ټولوچارو کې منځلارى ‏و. د حق په چارو کې يې تل مټى بډ وهلې وې .

٢٩_ د پېغمبراکرم (ص)همنشينان :

دپېغمبر اکرم (ص) د شاوخوا کسان نېکان ول او تر ټولو پرې هغه ګران و، چې تر ټولو زيات د خلکو په فکرکې و او هغه يې په زړه کې ځانګړى مقام درلود،چې تر ټولو زيات د حق ملګرى و.

٣٠_ د پېغمبر اکرم (ص) ناسته :

    امام حسين وويل : له خپل پلار مې د پېغمبر اکرم (ص) د ناستې په باب وپوښتل،چې راته يې وويل : د پېغمبرناسته پاسته په هغه غونډه کې وه،چې د خداى يادونه پکې وه،په غونډه کې يې ځان ته ځانګړى ځاى نه ټاکه او له دې کاره يې خلک هم ژغورل او هر کله به،چې يوې غونډې ته ورننووت؛نو هر ځاى به،چې خالي و؛پر هماغه ځاى کېناسته اوخپلو يارانو ته يې هم په دې باب سپارښتنه کوله  

٣١_ دهمنشين حق ته پاملرنه :

  پېغمبر اکرم (ص) دهمنشين حق تر ټولو زيات پرځاى کاوه،تر دې چې څوک ورسره ناست و؛نو داسې يې ننګېرل،چې د رسول الله په نزد تر ما بل محترم شحصيت نشته،پېغمبر اکرم (ص) به،چې له هر چا سره ناست و؛نوصبر يې کاوه،چې لومړى هغه پاڅي او ورپسې پخپله،څوک چې د کومې اړتيا لپاره پېغمبر اکرم (ص)ته راتله؛نو يا به يې اړتيا پوره کېده او يا داچې د پېغمبر اکرم (ص) په زړه پورې خبرو قانع کاوه .

٣٢_ د پلار په څېر پېغمبر:

 د پېغمبر اکرم (ص) ُخلق وخوى دومره نرم و،چې هر چا خپل مهربان پلار ګاڼه او ټول خلک ورته يوشان ښکارېدل .

٣٣—د پېغمبر اکرم (ص) د غونډې ځانګړنې :

   غونډه يې د صبر،حيا،رښتينولۍ او امانت غونډه و،په غونډه کې يې غږ نه لوړېده،د خلکوحريم يې نه ماتوه او که چا به څه غلطي وکړه؛نو په بل ځاى کې به يې درز نه کاوه،په غونډه کې ګډونوالو به پرعدل يو له بل سره چلن کاوه،يو له بل سره يې چلن د متقيانو چلن و،هغوى له يو بل سره متواضع ول، د مشرانو درناوى يې کاوه او پرکوچنيو مهربان و، اړمن يې تر ځان غوره ګڼل او پر بېوزليو ‏يې ډېر پام کاوه.

٣٤_ دهمنشيانوپه باب دپېغمبر اکرم (ص) سيره :

 بيا مې وپوښتل : پېغمبر اکرم (ص) له خپلو همنشينانوسره څنګه و؟ پلار مې راته وويل : تل یې تندى ورين او خلق يې نرم و. د هغه تندى مې هېڅکله تريو ونه ليده،د خلکو په چاروکې يې خبرې نه راايستې او يوه ورځ يې هم خوله ورانه ونه خوځوله،د چا يې ډېر تعريف نه کاوه اوڅه ‏يې،چې خوښ نه وو؛نو پرېښووه يې او داسې چلن يې کاوه،چې څوک ترې خپه او نهیلي‏ نشي.

٣٥_ له نفسه ډډه کول ‏:

 پېغمبر اکرم (ص)خپل نفس له درې څيزونو پاريز کړى و:خوله وهل، بې ځايه خبرې او ډېرې خبرې کول .کله يې هم څوک نه رټه او د چا په کار کې يې خبرې نه راايستې،د خلکو په تېروتنو پسې نه و؛خو په هغه ځايو کې،چې خبرې يې ثواب درلود؛نو خبرې یې کولې او ناستو کسانو به ورته دومره په مينه غوږ ايښووه،چې د چا د ساه ګانوغږ به هم نه اورېدل کېده او‏ پېغمبر اکرم (ص) به چې غلى شو؛نو هله به خلکوځان  ته  د خبرو کولواجازه ورکوله .

٣٦_ په غونډه کې ادب ته پاملرنه :

 د پېغمبر اکرم (ص) په مخ کې د خلکو اوبه سره نه خړېدې او په غونډه کې په ناستوکسانو کې به،چې کوم پر خبرو شو؛نو نور به غلي شول، چې خبرې يې پاى ته ورسي،د پېغمبر اکرم (ص) په غونډه کې جرنده که د پلار وه ؛خو په وار وه.که په غونډه کې به ‏ګډونوالو وخندول؛نو پېغمبر اکرم(ص)به هم ورسره خندل او پر هغه څه يې د حيرانتيا څرګندونه کوله،چې ګډونوالو به وخندول؛نو پېغمبر اکرم (ص) به هم ورسره خندل او پر هغه څه يې د حيرانتيا څرګندونه کوله،چې ګډونوالو به هم پرې حيران شوي ول .که کوم نابلده په خبرو يا پوښتنو کې بې ادبي کوله؛نو د پېغمبر اکرم (ص)سينه يې پراخه مونده،تردې چې د پېغمبراکرم (ص) ياران به دې ته اړشول،چې د پېغمبر اکرم (ص) مزاحم راونيسى؛خو پېغمبر اکرم (ص) به ويل :((چې يو اړمن مو وليد؛نو ورسره مرسته وکړئ .)) له چا يې غوړه مالي او ستاېنه نه منله؛خو دا چې ستاېنه يې له پېغمبر اکرم (ص)څخه د مننې په پار وه،د چا په خبرو کې يې نه رادانګل؛خو داچې چا به نور له خپلې شړۍ پښې بهر ولې،چې په دې حالت کې يې يا ژغوره يا يې د غونډې پر پرېښوو د هغه خبره پرېکوله.

٣٧_ د پېغمبر اکرم (ص) چوپتیا:

   امام حسن وويل : له خپل پلار مې د رسول الله د چوپتیا په باب وپوښتل؛نو راته يې وويل : پېغمبراکرم (ص) به په څلورو ځايو کې چوپېده : د حلم،صبر او له يو څه د ځان ساتنې پر مهال،د تقدير اوتفکر پر مهال . د تقدير پر مهال ‏ځکه چوپ و،چې د دنيا په باقي اوفاني څيزونو کې تفکر وکړي او په حلم کې يې د چوپتيا لامل هغه صبر و، چې پکې و،چې نه غوسه کېده او نه به له چا کرکجنېده او په ځان ژغورنه (حذر) کې به پېغمبر اکرم (ص)په څلورو ځايو کې چوپ و: د نېکچارۍ لپاره مخکښ شي،چې خلک يې هم پر پله پل کېږدي،له بدو چارو لرې شي،چې خلک هم ترې لرې شي او پر سمو چارو خپل امت اصلاح کړي او په هغه چارونو پسې و،چې د خلکو پکې د دنيا او آخرت ګټه وي .

٣٨_ تر مشکو او عنبروهم خوشبويه :

حضرت انس بن مالک (رض) وايي : د پېغمبر اکرم (ص) د څېرې رنګ سپين و،چې د مرواريد په څېرځلېده او په کلاره يې ګامونه اخستل، تر اوسه مې د پېغمبر اکرم (ص)له عطرو کوم خوږبويه مشک اوعنبر نه دى بوى کړى او د پېغمبر اکرم (ص) د لاس د ورغوي هومره يوه وريښمینه ټوټه مې هم نه ده لمس کړې .

٣٩_ د سپوږمۍ په څېر‏ځلانده څېره :

حضرت کعب بن مالک (رض) وايي : پېغمبر اکرم (ص) به،چې کوم کار خوشحاله کړ؛نو څېره يې د سپوږمۍ په څېر ځلېده.

٤٠— په عربوکې تر ټولو فصيح ژبى :

دپېغمبراکرم (ص) خبرې تر ټولو خوږې او فصيح وې او ويل يې:(( زه په عربو کې تر ټولو فصيح ژبى يم اوجنتيان د محمد پر ټکيو يوله بل سره خبرې کوي .)) تردې،چې ويې ويل : د پېغمبر اکرم کلام لنډ؛خو پراخ بنسټه و،اضافه خبره پکې نه وې او هر څوک پرې پوهېده،د پېغمبر اکرم (ص)وينا يوله بل سره تړلې وه، دومره په کلاره کلاره او سم ګړېده،چې اورېدونکيو يې ډېر په اسانه خبرې خپل ذهن ته سپارلې.

٤١_ د جنتيانو د روح په څېر بدن :

 حضرت عايشه بي بي وايي : د خداى رسول ته مې وويل : تر تا سملاسي وروسته تشناب ته ولاړم،چې بې د مشکو له بوى پکې هېڅ څه هم نه ول . پېغمبر راته وويل :((زموږ د پېغمبرانو بدنونه د جنتيانو د روح په څېر ‏دي اوڅه چې ترې راوځي،ځمکه يې راکاږي .))

٤٢_ په سلو کې نهه نوي برخې عقل يې پېغمبرته ورکړ:

امام صادق وويل:د خداى رسول وويل:((چې خداى عقل جوړ کړ ؛نو ورته يې وويل:شا ته ولاړ شه! عقل شا ته ولاړ او بيا څښتن ورته وويل : يو مخلوق مې هم تر تا هومره پر ماګران نه دى،چې دا مهال یې د هغې (عقل ) نهه نوي برخې ماته راکړې اوهغه يوه پاتې برخه يې پر خپلو نورو ټولو بندګانو وايشله.))

٤٣_ زه د نېکو اخلاقو لپاره مبعوث شوى يم :

  حضرت على وويل : د خداى له رسول مې واورېدل :((زه له غوره او نېکو اخلاقو سره مبعوث شوى يم .))

٤٤_ لس نبوي اخلاق :

 امام صادق وويل : څښتن خپل پېغمبر ته ځانګړي اخلاق ورکړل؛نو همدا اوس خپل اخلاق د پېغمبر اکرم (ص) له اخلاقو سره پرتله کړئ،که سمون يې خوړه؛نو د خداى شکر وباسئ اوله خدایه وغواړئ،چې هغه اخلاق په تاسې کې نورهم زيات کړي . بيا امام صادق هغه لس اخلاق داسې وويل:يقين،قناعت،صبر،شکر،حلم،ښه چوپتیا، سخاوت، غيرت ، مړانه او سړيتوب .

٤٥_ تر ټولو اتل :

حضرت انس بن مالک (رض) وايي: د خداى رسول تر ټولو اتل،مېړنى اوسخاوت مند و. پرخداى قسم ،يوه شپه يو وېرونکى غږ د خلکو پر غوږونو ولګېد،ټولو د غږ پر لوري ورمنډى کړې،دا مهال د خداى رسول،حال داچې پر اس سپور و او توره يې په غاړه کې اچولې وه، راغى او ويې ويل: ((مه وېرېږئ)) پلټنه مو وکړه،يوازې يو غږ و،بل هېڅ څه نه و.

٤٦_ په جګړه کې سرپناه :

حضرت علي وايي : چې د جګړې اور به بل شو او دواړه لوري به سره لاس وګرېوان شول؛نو موږ ټولو به د خداى رسول ته پناه وړه، له رسول الله به مو بل څوک دښمن ته نږدې نه مونده .

٤٧_ د پېغمبر اکرم (ص) حيا:

حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي: د خداى په رسول کې تر نجونو هم حيا ډېره وه او‏ چې څه به یې خوښ نه شول؛نو له څېرې يې پته لګېده.

٤٨_ صبر ته رابلنه :

امام صادق وويل :حفعص !که چا صبر وکړ؛نو لږ صبر يې کړى دى او که چا بيړه وکړه؛نو لږه بيړه يې کړې ده.

 بيا امام وويل :ټولو چارو ته دې سينه پراخه کړه،د صبر جامې پر تن کړه؛ ځکه څښتن،حضرت محمد،پېغمبر کړ او ورته يې د صبر سپارښتنه وکړه:[ وَذَرْنِي وَالْمُكَذِّبِينَ أُولِي النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلاً إِنَّ لَدَيْنَا أَنكَالاً وَجَحِيماً – او (دښمنان) چې څه وايي، صبر پرې وكړه او په ښه توګه ترې لرې  شه او ما بډايانو دروغ ګڼونكيو ته پرېږده او لږ مهلت وركړه،(مزمل/۱۱ او ۱۲ آیتونه)]

او بيا ورته خداى سپارښتنه وکړه:[ وَلاَ تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلاَ الْسَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ – او نېكي او بدي يو شان نه دي،(بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛نو ناڅاپه (به وګورې) څوک چې درسره دښمني لري،ستاسې د خواخوږي دوست په څېر به وي. او دې (مقام) ته يوازې صابران رسېداى شي او(همداراز) دا(ځانګړنه)يوازې (د ايمان او تقوا) د غټې برخې د خاوندانو په برخه کېږي .( فصلت ۳۴ او ۳۵ آیتونه)

٤٩_  پر هغه ورځ پېغمبراکرم(ص) خپه شو.
 پېغمبر اکرم(ص) به تل صبرکاوه؛خو پرهغه ورځ خپه شو،چې نور کارونه يې پرې وروتپل او تورن يې کړ،چې دا مهال څښتن دا آيت رانازل کړه:[ وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ – او په يقين موږ پوهېږو،څه چې هغوى وايي، ستا سينه ورته تنګېږي (او تا خورا خپه كوي )؛ (خو علاج يې دادى چې) پالونکى دې ستايه او تسبيح يې وايه او له سجده كوونكيو وسه!( حجر/۹۷ او ۹۸ آیتونه)
  بيا يې د خداى پر رسول د دروغجن ټاپه ولګوله،چې خپه شو،څښتن ورته وويل:[ قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لاَيُكَذِّبُونَكَ وَلكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللّهِ يَجْحَدُونَ وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِن قَبْلِكَ فَصَبَرُوا عَلَى‏ مَاكُذِّبُوا وَأُوذُوا حَتَّى‏ أَتَاهُمْ نَصْرُنَا وَلاَ مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ وَلَقَدْ جَاءَكَ مِن نَبَإِ الْمُرْسَلِينَ – موږ پوهېږو،چې د هغوى خبرې دې ځوروي؛ خو( مه خپه كېږه او پوه شه چې) هغوى تا نه دروغجنوي ؛ بلكې (دا) ظالمان د خداى له آيتونو منكرېږي او بېشکه تر تا مخكې هم ډېر پېغمبران دروغجن ګڼل شوي دي،چې د دروغجن ګڼلو پر وړاندې يې صبر وكړ او( په دې لار كې يې) كړاوونه ګالل، تردې چې هغو ته زموږ مرسته ورسېده. (ته هم همداسې  وسه او دا يو الهي سنت دى) او د الهي  سنتو د بدلولو وس په هېچا كې نشته او هرومرو درته د استازيو حال پوره راغلى دى . ( انعام ۳۳ او ۳۴ آیتونه)

٥٠_ د خداى په باب صبر:

 د پېغمبراکرم(ص) سينه  پراخه ده او صبر يې کاوه؛خو دا ځل هغوى نور زياتى هم وکړ او دا ځل يې څښتن تکذيب کړ.پېغمبراکرم(ص) وويل:(( ما د خپل ځان،خپلې کورنۍ او خپلې آبرو په باب صبر وکړ؛خو داچې خداى ته مو بد وويل؛نو نور يې نه شم زغملای.)) پر دې مهال څښتن آيت رانازل کړ او ويې ويل:[ وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلاَ طَائِرٌ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْ‏ءٍ ثُمَّ إِلَى‏ رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا صُمٌّ وَبُكْمٌّ فِي الظُّلُمَاتِ مَن يَشَإِ اللّهُ يُضْلِلْهُ وَمَن يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَى‏ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ- او په يقين موږ اسمانونه او ځمكه او څه چې يې ترمنځ دي،په شپږو ورځو  [=شپږو پړاوونو] كې پېدا كړي دي او موږ پرې هېڅ ستړي شوي نه يو (نو په دې توګه موږ ته به څنګه د مړيو ژوندي كول ستونزمن وي؟!) نو چې څه وايي،صبر پرې وكړه او تر لمر ختو او لمر پرېووتو مخكې د خپل پالونكي تسبيح او ستاېنه ووايه.( ق ۳۸ او آیتونه)
  ٥١_ پر پېغمبراکرم (ص) د خداى زېرى :
 پېغمبراکرم (ص) به هماغسې په چارو کې صبر کاوه تر دې،چې زېرى پرې وشو،چې له عترت یا ځوځاته به يې امامان ټاکل کېږي،چې پر صبرستايل شوي دي . خداى وويل:[ وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ – او له هغوى مو يو شمېر(په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له امله لارښووونكي كړل،چې زموږ په حكم به يې ( خلكو ته) لارښوونه كوله .(سجده/۲۴)

٥٢_ د صبر او ايمان نسبت :

 دا مهال پېغمبراکرم(ص) وويل :((د صبر او ايمان نسبت،لکه د سر او تن نسبت دى))؛نو خداى هم د هغه له دې صبره مننه وکړه او دا آيت يې نازل کړ.[ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى‏ عَلَى اللّهِ كَذِباً أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ أُوْلئِكَ يَنَالُهُمْ نَصِيبُهُم مِنَ الْكِتَابِ حَتَّى‏ إِذَا جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا يَتَوَفَّوْنَهُمْ قَالُوا أَيْنَ مَاكُنتُمْ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا وَشَهِدُوا عَلَى‏ أَنْفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ – تر هغه به لوى ظالم بل څوك وي،چې په خداى پورې دروغ تړي يا آيتونه يې دروغ ګڼي؟ هغوى به (ددې دنيا له نعمتونو) چې څه ورته ټا كل شوي،برخمن شي؛تر هغې پورې چې زموږ لېږل شوې پرښتې د هغو ساګانو اخستو ته ورورسي او ورنه به وپوښتي:((ستاسې هغه معبودان چېرې دي،چې د خداى پرځاى مو بلل؟( ولې ستاسې مرستي ته نه راځي) ؟!)) وايي: ((له موږ ورك شول)) او پرخپل  زيان شاهدي وركوي،چې په رښتيا كافران ول .(اعراف/۳۷)
 پېغمبراکرم(ص) وويل:((دا هم زېرى دى اوهم غچ!)) او پر همدې مهال و،چې څښتن خپل پېغمبر ته د مشرکينو د وژلو جواز ورکړ او دا کار يې مباح وباله او آيت يې ورته راولېږه:(( مشرکان مو،چې په هرځاى کې وليدل ويې وژنئ ،و يې نيسئ ، کلا بندي کړئ اوپه هرځاى کې ورته کمين ونيسئ .
نو خداى مشرکين د پېغمبراکرم(ص) او د هغوى د دوستدارانو له لارې ‏ووژل او د آخرت له زېرمې پرته يې دا کار د پېغمبراکرم(ص) د صبر انعام ورګرځاوه؛نو چا چې صبر وکړ او خداى ته يې ور پرېښوول، مخکې تر دې،چې له دنيا ولاړ شي، له دښمنانو غچ به پرخپلو سترګو وويني او بې له دې صبر د آخرت لپاره هم ګران بيه زېرمه ‏ده.

٥٣_ د حضرت جبرائيل ډالۍ :

  يوه ورځ حضرت جبرائيل پېغمبراکرم(ص) ته راغى او ورته يې وويل : د خداى رسوله!خداى له داسې ډالۍ سره رالېږلى يم،چې تراوسه يې لاهېڅ  چاته نه ده ورکړې .
د خداى رسول(ص)  وويل : دا ډالۍ څه ده ؟
جبرائيل وويل : صبر او ترې غوره!

پېغمبراکرم(ص): تر صبرغوره څه دي؟

جبرائيل : رضا او ترې غوره !

پېغمبر اکرم(ص) وويل : تر رضا غوره څه دي؟

جبرائيل : زهد او ترې غوره !

پېغمبر اکرم(ص): تر زهدغوره څه دي؟

جبرائيل: يقين او ترې غوره !

پېغمبر اکرم(ص): تر يقين غوره څه دي؟

جبرائيل:په رښتيا،چې د يقين په لوري کلکه پوړۍ پر خداى توکل دى .

٥٤_ د توکل مانا :

 پېغمبر اکرم(ص) وويل :((پرخداى توکل څه دى؟)) جبرائيل ورته وويل : پرخداى توکل پردې ځان پوهول دي،چې د خداى مخلوق نه چا ته ضرر رسولاى شي اونه ګټه،نه چا ته څه وربښلاى شى او نه څه له چا ژغورلای شي او د خداى له مخلوقاتو نهيلى شي؛نو هر کله چې  يو بنده داسې شو؛نوبې له خدایه له هېڅ چا نه وېرېږي .

٥٥_ د صبرتفسير :

د خداى رسول وويل :(( جبرائيله! د صبرتفسيرڅه دى؟))

جبرائيل وويل : دا دى،چې په سختيو کې صبر وکړې؛لکه هماغسې،چې په ښاديوکې صبرکوې،د بېوزلۍ پر مهال صبر وکړې؛ لکه هماغسى،چې په شتمنۍ او بې نيازۍ کې دې صبرکاوه،د خپګان او کړاوونو پر مهال هم د روغتيا اوخوشحالۍ په څېرصبر وکړې او د خداى پر بندګانو د هغه څه په باب خوله راونه سپړې، چې پرې راپېښ شوي دي .

٥٦_ د قناعت تفسير :

د خداى رسول وايي:چې له جبرائيل مې د قناعت د تفسير په باب وپوښتل،چې راته یې وويل : قناعت دې ته وايي،چې انسان پر هغه څه قانع وي،چې په دنيا کې ور رسي او پر لږو هم شکر وباسي.

٥٧_ د رضا تفسير :

پېغمبراکرم(ص) وپوښتل: د رضا تفسير څه دى؟جبرائيل وويل : څوک چې له خپل مولى راضي وى ؛نو نه پرې غوسه کېږي،که د دنيا نعمتونه ورورسي که نه او پر خپل کم عبادت او اطاعت نه راضي کېږي .

٥٨_ د زهد تفسير :

 پېغمبراکرم(ص) جبرائيل ته وويل : د زهد تفسيرڅه دى؟ جبرائيل ورته وويل:زاهد هغه دى،چې د خپل خالق د دوست،دوست وي او د خپل خالق د دښمن،دښمن وي،د دنيا حلالو ته پر احتياط ويني او ترې ځان لرې ساتي او حرامو ته خو يې بيخي پام نه وي؛ځکه د دنيا حلال حساب او حرام يې عذاب لري،پر ټولو مسلمانانو لورين وي،همداسې،چې چلن يې پرمهربانۍ وي،له بې ځايه خبرو هم ډډه کوي؛لکه هماغسې چې له اوره ځان ساتي،هيلې يې لنډې وي او مرګ يې تل سترګو ته ولاړ وي .

٥٩_ د اخلاص تفسير:

پېغمبراکرم(ص) له جبرائيل څخه د اخلاص د تفسيرپه باب وپوښتل،چې ورته یې وويل : مخلص هغه دى،چې له چا څه نه غواړي،چې پخپله يې لاس ته نه وي راوړي او چې لاس ته يې راوړ؛نو پرې راضي دى او څه چې ورته پاتې شول؛نو د خداى په جات يې بښي؛نو که چا له چا څه ونه غوښتل او د الهي ذات پر وړاندې يې پر بندګۍ منښته وکړه او د دنيا له ماله،چې هر څه ورورسېدل،پرې راضي وي؛ نو خداى به هم ترې راضي او خوشحاله وي او د خداى په لار کې يې بښنه هم پرخداى د ډاډ هومره وي .

٦٠_ د يقين تفسير :

د خداى رسول(ص) له حضرت جبرائيل څخه د يقين په باب وپوښتل،چې ورته يې وويل:هغه چې د يقين خاوند وي؛نو داسې د خداى لپاره کار کوي،چې ګواکې پرخپلو سترګو يې ويني او که هغه خداى نه ويني؛نو خداى  خو يې ويني اويقين لري،چې څه ته چې وررسېدلى ،سم وررسېدلى او څه ته چې نه دي وررسېدلى؛بنا نه وه ، چې وررسېدلای وای او دا هر څه مې،چې درته وويل،د توکل ښاخونه اود زهد پر لوري پرمختګ دى .

٦١_ دپېغمبراکرم(ص) هيله :

 امام  باقروويل : يو پرښته د خداى رسول ته راغله او ويې ويل : محمده! خداى درباندې سلام وايي او ويې ويل :که غواړې د مکې سيمه درته له سرو زرو ډکه کړم ! د خداى رسول خپل سر اسمان ته کړ او ويې وويل :((خدايه! خوښ يم يوه ورځ پر مړه ګېډه ويده شم او ستاسې شکر وکړم او بله ورځ پر ناره ګېډه اوستا شکر وباسم اوستا له درشل يې وغواړم .))

٦٢_ ټاکنه :

امام باقر وويل : يوه پرښته د خداى رسول ته راغله او ورته يې وويل: خداى خپلې خوښې ته پرېښى يې، که غواړى متواضع بنده او استازې يې ووسې يا داچې رسول يې او يو پادشاه ووسې . پېغمبر اکرم (ص) وويل : جبرائيل راته وکتل او پر لاس يې راته اشاره وکړه،چې تواضع وکړه؛نو پېغمبراکرم(ص) ورته وويل:((بندګي او تواضع مې له خپل رسالت سره وټاکل .))
د پرښتې په لاس کې د ځمکې د خزانو کونجيانې وې،ويې ويل :که منلای دې هم واى؛نو هغه مقام،چې له خداى سره لرې؛يو ذره به هم نه و کم شوای .
٦٣_ په دنيا کې د پېغمبراکرم(ص) زهد:
په نهج البلاغه کې حضرت علي ليکلي : په سپېڅلي اوپاک پېغمبر پسې اقتدا وکړئ .پېغمبر(ص) له دنيا د اړتيا هومره بسيا وکړه او دنيا ته يې سترګې نه وې خړې کړې،هېڅ کله يې پر دنيا خوله ډکه نه کړه او پام يې ورته ونه کړ،نس يې تر ټولو وړکى و او تر ټولو خلکو يې ډېره     لوږه زغملې وه،د دنيا زېرمې يې ورکولې؛خو ویې نه منلې اوچې پوه به شو،خداى د يو څه دښمن دی؛نو هغه به هم ورسره دښمني کوله او د هر څه او چا به چې خداى دوست و؛نو دوستي يې ورسره کوله او څه چې به خداى ته حقير او سپک ول؛نو هغه به هم حقير ګڼل  او موږ ته د خداى د امر د سرغړونې لپاره همدومره بس وو،څه چې مو سترګڼلي واى،چې خداى او رسول يې کوچني ګڼل اوهغه څه مو کوچني ګڼلي واى،چې هغوى سترګڼلي دي .
٦٤_  د پېغمبراکرم(ص) ساده ژوند :
 د خداى رسول به پرځمکه خواړه خوړه او د بندګانو په څېر به کېناسته،خپلې پڼې يې پخپله ګنډلې او پر لوڅ خره به ګرځېده او يو بل تن به يې هم له ځان سره کېناوه. يوه ورځ يې ‏وليدل،چې په کورکې يې يوه پرده را زوړنده ده،چې انځورونه پرې دي؛نو خپلې يوې مېرمنې ته يې وويل: ښځې! دا پرده له ما پټه کړه؛ځکه چې يې وينم ؛نو دنيا رايادېږي.

٦٥_ د پېغمبراکرم (ص) پارسايي :

  د خداى رسول د زړه له کومې له دنيا مخ اړولى و او د دنيا ياد يې په خپل وجود کې وژلى و،خوښ و د دنيا زينتونه يې سترګو ته مخامخ نه وي،چې چېرې فاخرې جامو وانه غوندي او دنيا خپل تلپاتې کور ونه ګڼي او پکې د پاتې کېدو هيله ونه لري؛ځکه يې په بشپړه توګه د دنيا ياد له خپل زړه ايستى و .

هو! که څوک دې بد ایسي، ان يو نظر کتو ته يې هم چمتو نه وي او ان خوښ نه وي،چې څوک يې نوم هم واخلي.

٦٦_ د پېغمبراکرم(ص) خوښه :

 امام صادق وويل : د خداى رسول پرڅه هم تر دې زيات خوښ نه و،چې وږى وي اوله خدایه ‏ووېرېږي .

٦٧_ د پېغمبراکرم(ص) وېره :

 حضرت علي وويل : پېغمبراکرم(ص) به د خداى له وېرې دومره وژړل،چې جانماز به يې اوښکو لوند خيش کړ،حال داچې هېڅ ګناه يې هم نه درلوده .

٦٨_ آيا د خداى شکر ونه کړم؟ :

 د خداى رسول به دومره وژړل،چې بې سده به شو.ورته وويل شول : داسې نه ده،چې خداى ستا له ګناهونو تېرشوى اوته يې بښلې يې؟

پېغمبراکرم(ص) وويل : آيا د خداى شکر ونه کړم .

 بيا امام وويل : همداسې حالتونه به د پېغمبراکرم(ص) پرځايناستي على بن ابيطالب هم راتلل اوبې سده کېده به.

٦٩— په لمانځه کې خضوع :

 حضرت ابراهيم خليل الله به،چې پر لمانځه ودرېد؛نو د خداى له وېرې ترې د يو وېرېدلي انسان غږ اورېدل کېده،چې پېغمبراکرم(ص) هم همداسې و.
٧٠_  څومره مو،چې له لاسه کيږي خداى ياد کړﺉ :

حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي : د (واذکروالله کثيراً ) آيت نازل شو؛ نو د خداى رسول دومره پر عبادت بوخت شو،چې کافرانو وويل : د خداى پر رسول پيريان ناست دي او لېونى شوى دی .

٧١_ د ورځې اوياځل استغفار :

  امام صادق وويل : پېغمبربه د ورځى اويا ځل توبه ايسته .

د حديث راوي امام صادق ته وويل:آيا پېغمبربه (( استغفر الله واتوب اليه )) ويل ؟

 امام ورته وويل: نه ؛بلکې ويل يې : اتوب الى الله.
راوي وايي : ما وويل : د خداى رسول به توبه ايسته؛خو بېرته به نه ستنېده،حال داچې موږ توبه باسو؛خو بيا هم بېرته ګناه ته ورستنېږو!

امام صادق : خداى دې زموږ مل شي .

٧٢_ په غونډه کې استغفار

 امام صادق وويل : د خداى رسول به ترهغه له يوې غونډې نه پاڅېده،څو به يې پکې ٢٥ ځل استغفار نه و کړى .
٧٣— په خلايقوکې بې څارى :
 حضرت علي،چې به د پېغمبر ستاېنه کوله؛نو ويل يې : د خداى رسول د لوى زړه خاوند و،لاس خلاصى او مېړنى و،تر ټولو رښتين،با وقار او اخلاق يې تر ټولو خواږه وو،په لومړي ځل،چې به هر چا رسول اکرم ليده؛نو ترې  وېرېده؛خو چې يوځل به ورسره کېناست او يا خبرې يې ورسره وکړې؛نو زړه يې پرې بايله،نه په پخوانيو کې د پېغمبر په څېر څوک و او نه به پيدا شي .

٧٤_ نېک اخلاق مو جامه کړئ :

 د خداى رسول وويل:((خپل اخلاق مو نېک کړئ؛ځکه زه خداى له نېکواخلاقو سره مبعوث کړى يم .))

له ښه اخلاقو يو هم تېرېدنه ‏ده،له هغه چا تېرېدنه،چې ظلم يې درباندې کړى وي، هغه وبښې او چاچې درسره مړى ژوندى پرېښى وي، پوښتنې ته يې ورشې او داچې څوک دې پوښتنه نه کوي او،چې ناروغ شي پوښتنې ته يې ورشې

٧٥_ د پېغمبراکرم(ص) قسم :

 حضرت علي وويل : د خداى د رسول يو قسم دا و،چې ويل يې: نه  او له خدایه بښنه غواړم .

٧٦_ د پېغمبراکرم(ص) په څېره کې د خوښۍ او غوسې نښې:

حضرت عبدالله بن عمر(رض) ويلي: د پېغمبراکرم(ص)په څېره کې به د خوښۍ او غوسې نښې ښکارېدې،چې کله به خوشحاله و؛نو څېره يې د سپوږمۍ په څېر ځلېده؛خوچې غوسه به شو؛نو د څېرې رنګ به يې واوخوت اوتت به شو.

٧٧_  رسول الله ته ورته انسان :
 د خداى رسول(ص) وويل : آیا درته ووايم ،چې په تاسې کې تر ټولو زيات ماته څوک ورته دى؟  

اصحابو وويل:راته ووياست؟

پېغمبر اکرم(ص): هغه چې اخلاق يې نېک او له خلکو سره چلن يې تر ټولو نرم وي او تر ټولو زيات پرخپلو ديني ورونو مهربان وي،د حق ملګرى وي او تر ټولو زياته خپله غوسه کابو کړي،بښونکى وي او که خوشحاله اوخپه وي،انصاف اوعدالت رعايت کړي.

٧٨_ په خوشحالۍ کې د رسول الله(ص) غبرګون :

د خداى رسول به،چې خوشحاله و؛نو پخپله ږيره به يې په لاس راکښوده.

٧٩_ بښونکى انسان :

 پېغمبراکرم(ص) سخي اوبښونکى انسان و،هېڅ کله يې درهم يا دينار نه زېرمول او څه به چې ورسره اضافه پاتې شول؛نو تر هغه به خپل کور ته نه تله،څو يې چا ته وربښلي نه وو،څه چې ورته خداى په روزۍ کې ورکړي ول؛نو يوازې د يوه کال لپاره به يې ترې آذوقه اخسته؛هغه هم يو څه کجورې او جوار او پاتې هر څه  يې د خداى په جات خلکو ته ورکول، څه به چې ترې وغوښتل شول،وربښل يې. دومره صدقه يې ورکړه،چې  کال به لا پاى ته نه و رسېدلى،چې پخپله به اړين شو.

٨٠_ د پېغمبراکرم(ص) ځانګړنې :

  پېغمبراکرم(ص) به تل د حق ملګرى و،ان که پخپله يا يارانو يې پکې تاوان کاوه،په دښمنانو کې يې بې له ساتندويانو تګ راتګ کاوه،کله هم دنيوي پېښو وارخطا يا ترور نه کړ.
٨١_  دپېغمبر اکرم(ص)تواضع :
  د بېوزليو همنشين و او ورسره پر يوه کاسه کېناسته او د علم اوفضل والو درناوى يې کاوه،له پتمنو سره يې ملګرتيا وه او ورسره يې نېکي کوله،له خپلوانوسره يې تګ راتګ او زړه سوی درلود،پر چا يې ظلم نه کاوه او د خلکو بښنه به يې ډېره ژر قبلوله.

٨٢_ ټول عمر د خداى په ياد کې و :

  پېغمبر اکرم(ص) د خپل عمر يوه شېبه هم بې ځایه تېره نه کړه،خپل ټول وخت یې د خداى د بندګۍ او د ځان او خلکو په سمونه کې تېر کړ او کله به د خپلو اصحابو بڼونو ته تله.
٨٣_  بېوزله اوشتمن ته یې په يوه سترګه کتل :
  پېغمبراکرم(ص) به هېڅ کله څوک د بېوزلۍ او ناروغۍ له امله نه رټه او له يوه پادشاه هم د هغه د پادشاهۍ له امله نه وېرېده . بېوزله او سلطان دواړه يې يو شان خداى ته رابلل او ټولو ته يې په يوه سترګه کتل.

٨٤_ ژر به رضا او کم به غوسه کېده :

 د خداى رسول به تر ټولو وروسته غوسه؛خو ډېر ژر به راضي کېده؛ تر ټولو مهربان،خيرغواړی اوګټه رسونکى و.

٨٥_ غوره رضايت :

 رضايت او ښادي د خداى د رسول تر ټولو غوره رضايت و. د موعظې او نصيحت پر مهال به جدي و، د خداى لپاره،چې به غوسه شو؛نوچا يې بيا مخه نه شوه نيولای .

٨٦_ له خپګانه خداى ته پناه :

د خداى رسول په ټولو چارو کې جدي و او چې خپګان به پرې راغى؛نوهرڅه يې خداى ته ورسپارل او له هغه يې مرسته غوښته.

٨٧_ حقيقي لارويان اوبې لاري لارويان :

 امام باقر وايي ‏: پېغمبراکرم (ص) وويل: پوه شئ ! د هرعبادت لپاره يو شدت او افراط وي،چې وروسته بيا دا حالت پر فطرت او راحتۍ اوړي؛نو د چاچې د عبادت شدت زما د سنتو پرخلاف عمل وي؛نو بې لارى شوى دى،عمل يې بې ځایه تللى اوځان يې هم تباه کړى دى .

خلکو! پوه شئ ،چې زه هم لمونځ کوم او هم خوب! روژه نيسم او روژه ماتى هم کوم،خاندم اوکله ژاړم هم ؛نو چاچې زما له روښانه سنت مخ واړو؛نوله ماځنې نه دى .

دویم څپرکى

د پېغمبر اکرم(ص) د معاشرت آداب

٨٨ _ دنېکو اخلاقوخاوند

  امام صادق بحرسقا ته وويل : بحره! خوږخلق،ښادي راوړي او بيا امام داسې حديث رانقل کړ،چې مانا يې داسې وه ،چې د خداى رسول د نېکو او خوږو اخلاقو خاوند و.

٨٩_ ښېګڼه،چې قدر یې ونه شو:

 حضرت علي وويل : رسول الله له هغوى ځنې و،چې د ښېګڼو قدردانى يې ونه شو،حال دا چې د خداى رسول له عرب اوعجم دواړو سره نېکي او ښېګڼه کوله،آيا داسې څوک شته،چې له خلکو سره يې نېکۍ او ښېګڼې تر رسول الله خورا وي؟ زموږ د اهل بيتود نېکیو هم قدردانى ونه شو اوهمداسې د مؤمنينود نېکیو هم قدردانى ونه شو .

٩٠_ د خداى د رسول(ص) تواضع :

 د خداى رسول(ص) به په خپلو جامو کې پخپله پيوند اچاوه،خپلې پڼې يې پخپله ګنډلې،خپلې ګډې يې پخپله لوشلې او له خپلو مریانو سره يې ډوډۍ خوړه،پر ځمکه کېناسته،پر خر سپرېده او د کورسامان يې پخپله په بازار کې پېره او پخپله يې خپل کورته راوړه . نشتمنو او شتمنو ته يې يو شان لاس ورکاوه او چې مقابل لوري به خپل لاس نه و کش کړى؛نو د خداى رسول به خپل لاس نه کش کاوه،هرچاته به،چې ورسېد؛نو لومړى يې سلام اچاوه؛که نشتمن و که شتمن که کوچنى و که غټ . پېغمبراکرم(ص) به د چا بلنه نه ردوله،ان  که يوې کجورې ته به هم مېلمه شو .
٩١_  د ښه خوى خاوند :
 د پېغمبر اکرم(ص) د ژوند لګښن لږ و،خوږ طبع ؛نرم چلنه او د ورين تندي خاوند و،بې له دې چې وخاندي تل به موسکى و او بې له دې،چې پر تندي يې دولس بجې وي،تل به خپه اوغمجن و.

٩٢_ د مخ او وېښتانو پاکوالى :

 د پېغمبر اکرم(ص) عادت  و،چې هندارې ته يې کتل او د سر وېښتان يې ږومنځول او کله يې دا کار داسې کاوه،چې رڼو اوبو ته به درېده او خپل د سر وېښتان يې سمول . هغه نه يوازې د خپلى کورنۍ؛بلکې  د خپلو اصحابو آرايش یې هم کاوه او ويل يې :

٩٣_ د خداى خوښېږي،چې بنده يې د يوبل انسان ملاقات ته ځي اوځان تيار او آرايش کړي .

٩٤_  پینځه نبوي سنتونه  :
 امام صادق وويل :د خداى رسول وويل : پینځه څيزه به تر مرګه پرېنږدم،څوتر ما وروسته سنت شي: پر ځمکه خواړه خوړل ،له مریانو سره پر لوڅ خره سپرلي،پرخپل لاس اوزې لوشل،پشمي جامې اغوستل او پر ماشومانو سلام .
٩٥_  پر لوى اوکوچني سلام  کول :
 د خداى رسول پر لوى اوکوچني سلام اچو.
٩٦_  د پېغمبر اکرم(ص) د ننووتواجازه :
 حضرت علي د بني سعد د ټبر يو سړي ته وويل : نه غواړې د ځان او فاطمې په باب درته يوحديث ووايم؟ بيا حضرت علي ورته وويل : سهار و،چې د خداى رسول زموږ کور ته راغى،حال داچې موږ لا په بستره کې وو؛نو ويې ويل:سلام دې پرتاسي وي .

او داچې موږ په بستره کې وو؛نوخېجله شوو اوځواب مو ورنه کړ،يوځل بيا پېغمبر وويل: ((السلام عليکم)) بيا موهم ځواب ورنه کړ، درېم ځل يې وويل:((السلام عليکم)) ؛نو موږ ووېرېدو،چې پېغمبر اکرم ولاړ نشي ؛ځکه د خداى د رسول عادت و،چې درې ځل يې سلام اچاوه، چې که ځواب يې واورېد؛نو راننووته به ګنې نو بېرته به تله،موږ ورته وويل:سلام دې پرتا وي اى د خداى رسوله! راځئ؛نو هله ول،چې د خداى رسول راننووت .

٩٧_ پر ښځمنو يې هم سلام اچاوه:

 امام صادق وويل : دخداى رسول به پر ښځمنوهم سلام اچاوه او ښځمنو هم د سلام ځواب ورکاوه.
 حضرت علي به هم پر ښځمنوسلام اچاوه؛خو پر ځوانو ښځمنو له سلام اچولو يې ځان ساته او ويل يې:وېره له دې ده،چې غږ یې راباندې اغېز ونه کړي،چې په داسې حال کې به يې تاوان راته تر ګټې ډېر وي .
٩٨_  د پېغمبراکرم دکېناستوطريقه :

پېغمبراکرم(ص) به درې ډوله کېناسته : يو داچې زنګونه به يې راوچتول او دواړه لاسونه يې ترې راتاوول،کله به پر دو زنګنو کېناسته او کله زنګون کېش اوهېڅ کله يې د کبرجنو په څېر پلتۍ نه وهله .

٩٩_ دا کارونه به تل د خداى رسول کول :

حضرت علي وويل : هېڅ کله ونه شول ،چې د خداى رسول چا ته لاس ورکړي او تر مقابل لوري مخکې خپل لاس راکش کړي . تل يې د خلکواړتيا پوره ‏کوله او داسې ونه ليدل شول،چې څوک له پېغمبر اکرم(ص) سره خبرې پيل کړي او تر مقابل لوري مخکې چوب شي او چا ترې ونه ليدل،چې پېغمبر اکرم(ص)د چا په مخ کې پښې وغځوي او ‏چې خپلې خوښې ته به پرېښوول شو؛نو تر ټولو سخت کار يې پرغاړه اخسته،که چا به پرې ظلم وکړ؛نو د غچ په فکرکې به نه و؛خو داچې چا به الهي محارموته سپکاوى وکړ،چې په دې صورت کې به غوسه شو، د خداى لپاره به غوسه کېده،څو ژوندى و؛نو چا ونه ليد،چې د ډډې په حال کې يې خواړه خوړلې وي .

١٠٠_ د اړمنو د اړتيا پوره کول :

چاچې څه له پېغمبر اکرم(ص) وغوښتل؛نو ((نه))  یې ورته نه کوله اوهېڅکله يې د  اړمن اړتيا رد نه کړه او ‏چې شونې وه،‏‏ د خلکو اړتيا يې پوره کوله او که نه يې شو کړاى؛نو خلک يې له ځانه په خوږو او غوړو خبرو نه راضي کول ،سره له دې،چې لمونځ يې بشپړ او سم و؛خو لنډ و،خطبې  يې لنډې وې،بې ځايه خبرې يې پکې نه کولې او خلکو به پېغمبر اکرم(ص)له هغه خوږ بوى پېژنده،چې به ترې تله.

١٠١_ د دسترخوان آداب :

 ‏چې له نورو سره کېناسته؛نولومړى تن و،چې خوړل يې پيلول او وروستى تن به و،چې له خوړو يې لاس اخسته . په خپل مخ کې يې خوړه او يوازې د کجورو خوړولو پر مهال وو،چې د بل چا مخې ته يې هم لاس وراوږداوه . اوبه يې په درې ساه ګانوڅښلې او په يوه ساه يې نه څښلې،اوبه يې نه تېرولې؛بلکى رولې يې . ښی لاس يې د خوړولو،څښلو،نيوو او ورکولو لپاره ځانګړى کړى و او کيڼ لاس يې نورو چارو ته ساتلى و.

په ټولو چاروکې يې تيمن(یو څه په نېک فال نیول) خوښ و؛په جامواغوستوکې،د پڼو په پښوکولو کې اود وېښتانو په ږومنځولوکې.

١٠٢_  خلکو ته غږ کول :
 چاته چې یې غږ کاوه ؛نو درې ځل يې ورته غږکاوه؛خو خبره يې نه تکراروله، د ننووتو لپاره يې درې ځل اجازه غوښته،خبرې او وينا يې دومره واضح وه،چې هرڅوک پرې پوهېده،د خبرو کولو پر مهال يې د مخامخ غاښونو سپين والي برېښنا کوله،مخکني غاښونه يې په زړه پوري توګه يو له بله بېل وو؛خو فاصله يې نه درلوده.
١٠٣_  د پېغمبر اکرم(ص)کتل  :
 د پېغمبر اکرم(ص) ليدل به د يوې شېبې لپاره ول،چاته نه ځيرېده، کومه خبره يې چې خوښه نه وه؛نو له چاسره يې نه کوله. پرلار داسې روان و،چې ته وا پر ځوړه ځمکه روان دی،ګامونه يې په ځان پسې نه راښکودل او ويل يې :((په تاسو کې غوره انسان د ښه اخلاقو خاوند دی .)) د هېڅ خوراک تعريف اوسپکاوى يې نه کاوه،اصحابو يې په مخ کې يو له بل سره خوله نه وهله .
١٠٤_  په ټولو چارو کې بې سارى :
 چاچې به پېغمبر اکرم(ص) درک کړ؛نوويل يې : د پېغمبر اکرم (ص) په څېر نه په پخوانيو خلکو کې و او نه به راپيدا شي . د خداى درود دې پرې وي .

١٠٥_ د پېغمبر اکرم(ص) د کتو اولاس ورکولوسنت :

 امام صادق وايي : د خداى رسول(ص) به په مساوي توګه خپلو اصحابو ته کتل،د خداى رسول(ص) هېڅکله خپله پښه د چا په مخ کې ونه غځوله او چاچې به پېغمبراکرم(ص) ته لاس ورکړ؛ څوچې مقابل لوري خپل لاس نه و کش کړى؛نو پېغمبراکرم(ص) به خپل لاس نه راکښوده اوڅوک به،چې له دې خبرې خبر شو؛نو پخپله يې ډېر ژر خپل لاس راکشاوه.
١٠٦_  له خلکو سره ناسته :
 امام صادق وويل : د خداى رسول چې له چا سره کېناسته،څو مقابل لوري ورسره ناست و؛نو د پېغمبراکرم(ص) به پاکې اوسوتره جامې پرتن وې .

١٠٧_ په خبروکې موسکى :

د خداى رسول به د خبرو پر مهال موسکى و.

١٠٨_ د خداى د رسول ټوکې :

له يونس شيباني روايت دى ،چې امام صادق راته وويل :څومره يو له بل سره ټوکې کوئ ؟ ورته مې وويل  : ډېرې لږې ! امام وويل : ولې يو له بل سره ټوکې نه کوئ؟په رښتيا،چې ټوکې خوږ خلقي ده او په ټوکو يو انسان خوشحالولاى شئ،د خداى رسول(ص) هم له خلکو سره ټوکې کولې،چې خلک خوشحاله کړي .

١٠٩_ د خداى رسول(ص) هم ټوکې کولې :

 امام صادق وويل : هغه مؤمن نه دى،چې ټوکې نه کوي،د خداى رسول به هم ټوکې کولې او بې د حق له خبرې يې بله خبره هم نه کوله.

١١٠—د ټوکو کولو سنت :

مهربن خلاد وايې: امام رضا مې وپوښت: ځار دې شم! انسان چې په ډله کې کېنې،يوه خبره رامنځ ته شي،ټوکې وکړي او وخاندي .

امام وويل : که داسې وي؛نوهېڅ پروا نه لري .

راوي وايې: فکر مې وکړ،چې د امام مطلب به کنځلې او بدې ردې وي . بيا امام وويل:يو اعرابي به حضرت رسول ته راته او ورته يې ډالۍ راوړه او ورته يې ويل: ‏د ډالۍ پيسې مې راکړئ، پېغمبراکرم(ص) به وخندل، پېغمبراکرم(ص) چې به کله هم غمجن و؛نو ويل يې:(( اعرابي څه شو؟ کاشکې اوس دلته وای .))

١١١_  مخ په قبلې کېناستل :
امام صادق وويل : پېغمبراکرم به ډېرى مخ په قبلېکېناسته.

١١٢_ پر ماشومانونوم اېښوونه:

چې کوم ماشوم به یې د دعا يا نوم اېښوونې لپاره پېغمبراکرم (ص) ته راوړ؛نوپېغمبراکرم(ص) به يې د کورنۍ د درناوي لپاره هغه ماشوم له هغوى راخسته او په خپل غېږ کې يې اچاوه،کله داسې هم کېدل،چې هغه ماشوم به دپېغمبر اکرم(ص) په غېږه کې متيازې وکړې؛نو ناستو کسانو به،چې دا کار وليد؛نو پر ماشوم به يې چغې پيل کړې،د خداى رسول(ص) به ورته ويل: ((ماشوم مه رټئ ،مه کوئ،چې متيازې وکړي.)) ماشوم يې په کلاره پرېښود،چې خپلې متيازې وکړي .

او چې دعا يا نوم اېښوول به پاى ته ورسېدل؛نو د ماشوم کورنۍ پر خوشحالۍ خپل ماشوم اخسته،بې له دې،چې د متيازو له امله ورته د پېغمبر اکرم(ص) تندى تريو شوى وي،چې هغوى ولاړل ؛نو پېغمبراکرم(ص) به خپلې جامې پاکې کړې .
د خداى رسول(ص)،چې به پر خره سپور و او څوک ‏چې ورسره په څنګ کې پرخپلو پښو روان و؛نو هغه يې له ځان سره را سپراوه او که مقابل لوري ورسره دا خبره نه منله؛نو آنحضرت(ص) به ويل :(( پلانيه! تر ما مخکې مخکې ولاړشه او په پلاني ځاى که راته په تمه شه.))

١١٤_ د پېغمبر اکرم(ص) ګذشت :

 ابولقاسم کوفي وايي: د خداى رسول کله هم له چا خپل غچ وانه خست اوهغوى به،چې کړاوه ؛نو بښل يې او ترې تېرېده.

١١٥_ د يارانو پوښتنه :

 د خداى رسول،چې درې ورځې پرله پسې خپل کوم يار ونه ليد؛نو د هغه پوښتنه يې کوله ،که غايب يار يې پرسفر وتلى و؛نو دعا يې ورته کوله او که په خپل کور کې و؛نو کور ته يې پوښتنې ته ورتله او که ناروغ و؛نو عيادت ته يې ورتله . حضرت انس بن مالک(رض) وايي : نهه کاله د پېغمبرخدمتګار وم،کله مې هم ترې وانه ورېدل،چې راته يې ويلي وي : ولې دې دا کار ونه کړ او کله يې هم زما په چارو کې خبرې راونه ايستې.

١١٦_ د پېغمبر اکرم(ص) مهرباني :

حضرت انس بن مالک(رض) ويلي: قسم پر هغه خداى،چې پېغمبر يې پر حقه پر پېغمبرۍ معبوث کړ،کله مې هم ونه ليدل،چې د خداى د رسول به کوم کار نه وي خوښ شوى او يا يې راته ويلي وي،چې ولې دې دا کار ترسره نه کړ او چې د پېغمبراکرم(ص) مېرمنو رټلم ؛نو ويل يې : کار ورسره مه لرﺉ،تقدير و،چې داسې وشول!

١١٧_ د پېغمبراکرم(ص) ځواب :

چې کوم صحابي يا بل چا به پېغمبراکرم(ص) ته غږ کړ؛نو په ځواب کې يې ويل:((لبيک))
١١٨_  د اصحابو درناوی :

پېغمبراکرم(ص) به د خپلو يارانو د درناوي او د زړه لاس ته راوړو په موخه،هغوى ته پر کنیه غږ کاوه او چا‏ چې کنیه نه درلوده ؛نو ورته يې کنیه ټاکله او خلکو هم ورته پر هماغه کنیه غږ کاوه ،ان پر اولاد لرونکيو او بې اولادو ښځو او ماشومانو يې هم کنیه نوم ايښى و او له دې لارې يې د ټولو زړونه لاس ته راوړي ول .

١١٩_ پرخپل توشک نورکېنول :

 چې څوک به پېغمبراکرم(ص) ته راغى؛نو تر پښولاندې توشک يې هغه ته ورکاوه او که مقابل لوري به ورسره نه منله؛نوآنحضرت(ص) به دومره ټينګار وکړ،څو توشک تر مېلمه لاندې هوار کړي .

۱۲۰_ په روژه کې بښنه :

د خداى رسول(ص) به د رمضان په مياشت کې د يو توند باد په څېر شو، څه يې په لاس کې نه پاتې کېدل او څه چې یې درلودل،خلکو ته يې وربښل .

١٢١_ بېوزليو ته د مرستې بريد :

  له عجلان روايت دى : له امام صادق سره وم،چې يو بېوزله راغى،امام پاڅېد او د کجورو له ټوکرۍ يې يو موټى را ډک کړ،بيا يو بل بېوزله راغى او امام بيا پاڅېد د کجورو له ټوکرۍ يې موټې را ډک کړ،درېم بېوزله راغى او امام هغه ته هم يو موټى کجورې ورکړې،څلورم،چې راغى؛نو امام ورته وويل : خداى دې موږ او تاسې ته روزي راکړي اوبيا يې راته وويل: چاچې څه د خداى له رسول وغوښتل ؛نو هغه به ورکول. يوه ورځ يوې ښځې خپل زوى پېغمبر اکرم(ص) ته ورولېږه او ورته يې وويل: د خداى رسول ته ورشه او څه ترې وغواړه او که درته يې وويل،چې څه نه لرم؛نو ورته ووايه،چې د غاړې کميس دې راکړه!
امام صادق وويل : د خداى رسول خپل کميس راوايست او هغه ماشوم ته يې ورکړ،چې پردې مهال خداى آيت راولېږه،چې خپل لاس دې په غاړه کې مه اچوه او بيخي يې خلاص هم مه پرېږده ،چې پخپله نورو ته اړتيا پیدا نه کړې اوبېوزله نشې.
١٢٢ــ له ډالۍ يې خوړل :
  امام باقر وويل : چې څه یې په ډالۍ کې د خداى رسول ته راوړل ؛نو خوړل يې؛خو صدقه يې نه خوړه .

١٢٣_ پر يوه تله او پربله به راتله :

 موسى بن بزيع وويل: امام رضا ته مې وويل :ځار دې شم !خلک وايي، چې د خداى رسول به پر يوه لار تله ؛خو پر بلې به راستنېده ،آيا دا خبره سمه ده ؟امام وويل:هو! سمه ده،زه پخپله هم ډېر وخت همداسې کوم او ته هم همداسې کوه.

١٢٤_ له کوره د وتو وخت :

 امام صادق وويل : پېغمبراکرم(ص) به د لمر تر راختو وروسته له کوره وته .

١٢٥_ په غونډه کې د پېغمبراکرم(ص) د ناستې ځاى  :

 امام صادق وويل : د خداى رسول به،چې کومې غونډې ته ورننووت؛نو له ننووتوسره سم به په هماغه ځاى کې کېناسته .

١٢٦_ د پېغمبراکرم(ص) تواضع :

 د خداى رسول خوښ نه و،چې څوک ورته له ځايه پاڅي؛ځکه ورته څوک نه پاڅېدل؛خو د پېغمبراکرم(ص) د تګ پر مهال به ورسره ټول پاڅېدل او تر کوره ورسره تلل .

١٢٧ــ دخداى رسول(ص) ،چې کومې جګړې ته تله؛نوله ښځو سره يې هم سلا کوله؛خو د هغوى د مشورې پرخلاف يې کول .

١٢٨_ په عطروکې د پېغمبر اکرم(ص) خوله :

 د خداى رسول(ص) دغرمې خوب د ام سلمې په کوټه کې کاوه؛نو ام سلمې به يې خولې راټولولې او په عطرو کې يې اچولې.

١٢٩ _ له خلکوسره خبرې :

 امام صادق وويل : د خداى رسول کله هم د خپل عقل هومره له خلکو سره خبرې ونه کړې او ويل يې:((موږ پېغمبرانو ته دنده راکړه شوې،چې له خلکو سره يې دعقل هومره خبرې وکړو.))

دا حديث په محاسن اوامالي صدوق کې هم راغلى دى .

١٣٠_ له خلکو سره جوړجاړى :

 د خداى رسول وويل:((هماغسې،چې موږ پېغمبرانو ته دنده راکړه شوې،چې په خلکو کې واجبات دود کړو؛نو هماغسې دنده راکړه شوې،چې له خلکوسره ګوزاره او جوړجاړى ‏هم وکړو.))

١٣١_ له خلکو سره ګوزاره :

 امام صادق وويل : د خداى رسول وويل : لکه څنګه چې یې پر خلکو د واجباتو د ترسره کولو فرمان راکړى،له خلکو سره  دګوزارې او جوړجاړي فرمان يې هم راکړی دی .
 دا حديث ابن شعبه د تحف العقول په کتاب کې اوشيخ صدوق د (( خصال )) او ((معانى الاخبار)) په کتاب کې روايت کړی دی .

١٣٢_ پېغمبراکرم(ص) قرآني اخلاق درلودل :

حضرت سعد بن هشام(رض) وايي: عايشې بي بي ته ولاړم او د پېغمبراکرم(ص) د اخلاقو په باب مې ترې وپوښتل،چې راته يې وويل: آيا قرآن دې نه دى لوستى؟ ومې ويل : ولې نه!عايشې بي بي وويل: د خداى د رسول اخلاق قرآن دی .

١٣٣—د اهل بيتو ځوانمردي :

د خداى رسول وويل :(( زموږ د اهل بيتو ځوانمردي په دې کې ده، هغوى چې پرموږ ظلم کوي ترې تېرېږو او هغوى چې بې برخې کړي يو،بښو يې.))

١٣٤_ له بېوزليو سره مینه :

د خداى رسول وايي:((خداى حکم راکړى،چې له بېوزليوسره مينه ولرم.))

١٣٥_ ښه اخلاق د پېغمبرانو دي :

   امام صادق وويل : صبر،رښتينولي،حلم او ښه اخلاق د پېغمبرانو اخلاق دي .

١٣٦—د پېغمبراکرم(ص) دعا  :

 د خداى رسول به د خداى درشل ته ډېرې ژړاګانې کولې او تل يې ترې غوښتل،چې آداب اومکارم اخلاق ورکړي او په ځينو دعاګانو کې يې ويل : ((خدايه اخلاق مې نېک کړې)) اوهمداسې ويل يې: ((خدايه! له بدو اخلاقو مى لرې کړې .))

١٣٧_ د بد خلقۍ آفتونه :

 د خداى رسول وايي:((د خداى له لوري جبرائيل راغى او راته يې وويل : محمده ! ُخلق دې ښه کړه ؛ځکه بد  ُخلق د دنيا او آخرت خير له منځه وړي او بيا يې وويل:پوه شئ! په تاسې کې هغه ماته ورته دى، چې اخلاق يې تر ټولو ښه وي .))

١٣٨_ پېغمبراکرم(ص) به هم ټوکى کولې :

حسين بن زيد وويل،چې امام صادق ته مې وويل،ځار دې شم!آيا د خداى رسول هم له چاسره ټوکې کولې؟ امام وويل : خداى پېغمبر اکرم پر ستر او ښکلي ُخلق ستايلى،خداى چې څومره پېغمبران هم رالېږلي ول،څه ناڅه د تندي تريووالى يې درلود؛خو پېغمبر(ص) يې له پوره رحمت رااستولى و او د پېغمبراکرم(ص) يو خوږ ُخلق د او،چې له خپلو يارانو سره يې ټوکې کولې،څو د پېغمبر د ستروالي اوعظمت تر اغېز لاندې رانشي او وکړاى شي خپله اړتيا ورته ووايي .

١٣٩_ د يارانو خوشحالول :

  بيا امام صادق وويل : چې د خداى رسول به خپل يو يارغمجن او په خپګان وليد؛نو ورسره يې ټوکې کولې،چې خوشحاله يې کړي او ويل يې:((خداى د هغه دښمن دى،چې پر تريو تندي له بل انسان سره ملاقات کوي .))

١٤٠_ دهرڅه په باب خبرې :

حضرت زيد بن ثابت(رض) رانقلوي : چې له رسول الله (ص) سره کېناستو؛نو که د آخرت به باب به خبره وه ؛نو هغه به هم د آخرت په باب خبرې کولې او که د دنيا په باب به خبره رامنځ ته شوه؛نو هغه به هم د دنيا په باب خبرې کولې او که د خوراک څښاک خبره به شوه ؛نو هغه به هم د خوراک څښاک په باب راسره خبرې کولې .

١٤١_ پرسترګويې چاته اشاره نه کوله :

 د خداى رسول به په سترګو او وريځو چاته اشاره نه کوله .

١٤٢_ د خوړو له زېرمولو ژغورل :

 د خداى رسول(ص) خپلې يوې مېرمنې ته وويل:(( ته مې نه وې ژغورلې،چې د سبا لپاره څه مه زېرموه؛ځکه خداى به هرچاته خواړه ورورسوي .))

١٤٣_ دخداى رسول وويل:(( د پېغمبرانو،صديقينو، شهيدانو او صالحينو تر ټولو غوره او ښه اخلاق د خداى لپاره د يوبل کتنې ته تګ دی.))

١٤٤_ د يو بل په ليدوخوشحالېدل :

 د خداى رسول(ص) وويل:((د پېغمبرانو او صديقانو له اخلاقو يو دادى،چې کله له بل وويني؛نو خوشحالي يې له خبرې راورېږي او يو بل ته لاسونه ورکوي .))
١٤٥_  لومړى يې لاس ورکاوه :
  مسلمان به،چې د خداى رسول(ص) ته راغى؛نو پېغمبراکرم(ص) لاس ورکاه اوپه هرکلي کې ړومبى و.

١٤٦_ يارانو ته سپارښتنه :

د خداى رسول(ص) خپلو يارانو ته وويل :((خپلۍ بدۍ ماته مه وياست؛ ځکه ‏خوښ يم،چې په داسې حال مو ووينم،چې په زړه کې درته هېڅ کینه ‏ونه لرم.))

١٤٧_  له سته ډډه کول : ‏

د خداى رسول(ص) وويل : (( زموږ د پېغمبرانو ‏په ژوند کې بې ځايه ستونه او تکلفونه نشته.))

١٤٨_ پراخ بنسټه پېغمبري :

معبوث شوى يم ،چې د حلم مرکز،د علم معدن او د صبر کور وګرځم. ١٤٩_  بې سته پېغمبر :
 له حضرت ابوذر(رض) روايت شوي :پېغمبراکرم(ص) به بې سته او بې له کوم ځانګړي ځاى د خپلو يارانو په منځ کې کېناسته،چې کوم نابلده به راغى؛نوپېغمبراکرم(ص) يې نه پېژنده،څو له موږ يې پوښتلي نه ول؛نو موږ بيا له رسول الله وغوښتل،چې يوځاى ورته جوړ کړو،چې ناپيژندګلو خلک دې وپېژني؛نو تر هغې وروسته مو له خټو يوه چوتره جوړه کړه،چې پېغمبراکرم(ص) به پرې کېناسته او موږ يې په شاوخوکې ناست ول .

١٥٠_ په خبرو کې يې ټولوته پام و:

 د پېغمبراکرم(ص) له سنتو يو دا هم و،چې په خبرو کې يې ځانګړي کس ته نه کتل؛بلکې ټولو ته يې کتل.

١٥١_ خپل کارونه يې پخپله کول :

 روايت دى،چې د خداى رسول(ص) خپلې جامې او پڼې پخپله ګنډلې او په  کور کې يې تر ټولو زياد درزي توب کاوه.

١٥٢_ په الهي چوکاټ کې غچ :

 د خداى رسول کله هم خپل مریان او وينځې ‏ونه وهلې؛خو د خداى په لار کې او له هېڅ چا يې د خپل ځان لپاره غچ وانه خست؛خو داچې يو الهي حکم پرې جاري کړي .

١٥٣_ د پېغمبرانو ګډ ‏اخلاق :

 امام صادق وويل : خداى(ج)،چې څومره پېغمبران هم راستولي؛نو ټولو ته يې د رښتينولۍ او امانتدارۍ  حکم ‏ ورکاوه.
١٥٤_  په امانت کې خيانت مه کوئ :
 امام صادق وويل : په امانت کې خيانت مه کوئ؛ځکه د خداى رسول ته چې به چا يو تار او ستنه هم امانت ورکړل؛نو هغه يې بېرته خپل خاوند ته ورستنول .
١٥٥_  پر ژمنه ‏عمل :
امام صادق وويل: د خداى رسول(ص) له يوسړي سره ژمنه کېښووه، چې د پلانۍ ډبرې ترڅنګ ورته په تمه شي،څو هغه راشي،د لمر سوځنده تودوخې پېغمبراکرم(ص) ډېرسخت په عذاب کړى و،چې يارانو يې ورته وويل : ‏څه به وشي،چې په هغه سيوري کې ودرېږئ؟که هغه رانغې ؛نوهغه ژمنه نه ده پوره کړې .

١٥٦_ د اهل بيتو دنده :

حضرت علي وويل : موږ اهل بيت دنده لرو،چې بېوزليو ته خواړه ورورسو او په کړاوونو او خپګانو کې يې پناه ځاى شو.

١٥٧_ مېلمه يې کار ته نه پرېښووه :

 امام رضا ته يو مېلمه راغى،د شپې تر يوه وخته پر خبرو بوخت ول ،چې په دې وخت کې د څراغ رڼا کمه شوه.مېلمه لاس رامخکې کړ،چې څراغ سم کړي؛خو امام يې مخه ونيوه او پخپله يې دا کار وکړ او ورته يې وويل : موږ اهل بيت به راضي نه شو،چې پر مېلمه کار وکړو.
١٥٨_ له مېلمه سره په تګ کې مرسته نه کوو:
 د جهينه د ټبر يوه ډله امام صادق ته راغله،امام  ورته ښه مېلمستيا وکړه ،چې هغوى تلل؛نو امام حکم وکړ؛هغوى ته دسفر توښه برابره کړئ او ورته يې ډېرې بښنې وکړې؛خو خپلومریانو ‏ته يې وويل،چې د بارونو په تړولو کې ورسره مرسته ونه کړئ‏،چې مېلمنوخپل بارونه وتړل؛نو امام ته راغلل او ورته يې ويل : د خداى د رسول زويه! زموږ دې څومره ښه مېلمستيا وکړه؛خوبيا دې خپلو مریانو ‏ته حکم ‏ وکړ، چې د بارونو په تړولو کې ورسره مرسته ونه کړئ؟ امام ورته وويل: له موږ اهل بيتو‏،چې مېلمانه ځي؛نو په تلو کې ورسره مرسته نه کوو.
١٥٩_   له مېلمنوسره خواړه خوړل :
 د خداى رسول(ص) ته،چې به مېلمه راغى؛نوله مېلمه سره يې خواړه خوړل او ترهغې يې ډوډۍ خوړه،چې مېلمه نه وه بس کړې.

١٦٠_ له مېلمه سره په مخه ښه :

 پېغمبراکرم(ص) چې مېلمه رخصتاوه؛نو د وره تر خولې ‏ورسره تله.

١٦١_ د اهل بيتوتدبير د خداى په لاس کې دى :

  د امام صادق یار‏ ابن بکير وويل: ډېر داسې راپېښدل،چې امام صادق به غوړه ډوډۍ راوړه،امام ته وويل شول : که لږ خواړه وساتئ؛نوپه ژوند کې به منځلاري راشي. امام وويل : زموږ د اهل بيتو تدبير د خداى په لاس کې دى،چې خداى روزي پراخه راکړه؛نو‏ لاس مو هم خلاص وي او  چې  ‏لږه راغله ؛نو قناعت کوو.

١٦٢_ د خداى رسول؛خو داسې نه و:

 که کوم دوست مو نيمګړتياوې لري؛نو پېغور مه ورکوﺉ اوهغه ورته هر وخت مه وياست؛ځکه نه رسول الله(ص) داسې کړي او نه نورو اولياءالله.

١٦٣_ ناڅيزه ډالۍ يې هم قبلوله :

 د خداى رسول(ص) ويل :که څوک مې د ګډې د پښو لپاره هم مېلمه کړي؛ نو ورسره به ولاړشم او که په ډالۍ کې يې هم راته راوړې واى؛نو منلې به مې وای .

١٦٤_ د پېغمبراکرم(ص) مشورت  :

 محمد بن خلاد وايي : د امام رضا مریى ((سعد))،چې ومړ شو؛نو راته يې وويل:زه يې دروښيم؟! امام غوسه راته وويل:د خداى رسول(ص) به له خپلو يارانو سره سلا مشوره کوله او بيا يې هغه کول،چې اراده يې پرې راغله .

١٦٥_ د پېغمبراکرم(ص) مناظره :

 له امام حسن ‏روايت دى،چې خپل پلار ته مې وويل : هغه مهال،چې مشرکينو او يهودو له پېغمبر اکرم(ص) سره دښمني او ځېل ‏کاوه؛نو آيا پېغمبراکرم(ص) ورسره مناظره او بحث کاوه؟  پلار مې راته وويل:هو! ډېر یې دا کار وکړ.

١٦٦_ له خلکو سره له شخړې ژغورل شوى و:

د خداى رسول(ص) وويل :((‏ړومبى څيز،چې پالونکي ‏مې ترې وژغورلم،له خلکو سره شخړه ده.))
١٦٧ــ چا ته يې د ((نه)) ځواب ورنه کړ :
 حضرت علي وايي:‏چې پېغمبراکرم(ص) څه غوښتل؛نو که  د هغه کار د کولو اراده يې درلوده؛نو ويل ‏يې : هو! او که ‏نه يې غوښتل،چې کوم کار وکړي؛نو چوپ به شو او د ((نه)) ټکى يې پرخوله نه راوړ.
١٦٨ـ له پېغمبر اکرم (ص) ‏ګرچاپېره کېناستو:

حضرت انس بن مالک(رض) وايي : د خداى رسول ته،چې به راغلو ؛نو ګرچاپېره ترې کېناستو.

١٦٩_ پرښتو پېغمبراکرم(ص) بدرقه کاوه :

 حضرت جابر (رض) وايي : ‏چې د څښتن استازی ‏(ص) بهر وته؛نو اصحاب ترې مخکې روان وو او پرښتې په پېغمبراکرم (ص) پسې روانې وې .

١٧٠—د لښکر پر سرتېرو لورنه :

  په جګړو کې آنحضرت (ص) ‏تر ټولو ‏وروسته حرکت کاوه او ټولو ته يې دعاګانې کولې او که کوم کمزوری ‏انسان يې ليده،چې نور مخکې نشي تلاى؛نو په ځان پسې ‏يې راسپراوه او په لورنه ‏یې لښکر ته وررساوه .

١٧١_ د دنيا مال ته نه کتل :

 د څښتن استازي(ص) ‏د دنيا هغه مال ته نه کتل،چې د خلکو د پېسمنۍ-غرور او په دنيا پورې د زړه تړنې لاملېده‏.
١٧٢_  لمونځ د پېغمبراکرم(ص) ‏پناهځى :
 ‏چې آنحضرت (ص) به غمجن شو يا ‏ پرې خپګان راغى؛نولمونځ ته يې پناه وړه.

١٧٣_ ظاهر يې له خلکو سره ؛خو باطن يې له خداى سره و:

 سره له دې،چې پېغمبر اکرم(ص) ‏پر‏ ښکلي ُخلق له خلکو سره چلن ‏کاوه؛خو زړه يې له هغوى سره نه و؛يعنې داچې ظاهر يې له خلکو سره او باطن يې له خداى سره و.

١٧٤_ له ځان سره خلوت :

له ځان سره خلوت پر آنحضرت (ص) ‏ډېر ګران و.

١٧٥— په هرحال کې ذکر :

 له ام سلمې بي بي روايت دى،چې د څښتن استازي(ص) د ناستې، ولاړې،تګ او راتګ په ټولو حالتو کې ويل : (( سبحان الله وبحمده استغفرالله واتوب اليه))‏،چې ددې کار لامل مو ترې وپوښت،ویې ويل: ((خداى دنده راکړې،چې داسې وکړم)) او بيا يې د ((اذا جاء نصرالله )) آيت ولوست .

١٧٦_اوه ځانګړنې :

 پېغمبر اکرم(ص) ‏وويل :((خداى دنده راکړې،چې اوه ځانګړنې ‏ولرم: ټول ښکاره او پټ کارونه مې د خداى لپاره وکړم،چا چې راباندې ظلم کړى ترې تېر شم او هغه وبښم،چې زه يې بې برخې ‏کړى يم،زړه سوی ‏وکړم او له هغوى سره تګ راتګ وکړم،چې راسره يې اړیکه ‏پرېکړې ، چوپتيا مې تفکر ته او کتل مې د عبرت اخستو لپاره وي .))  
١٧٧— له خدمتګارانو سره مرسته :
 آنحضرت(ص)‏خپلې پڼې او جامې ګنډلې،ور يې پخپله پرانسته، مېګې يې لوشلې،اوښان يې تړل او خلاصول او بيا يې لوشل او،چې کوم خدمتګار به ‏په چارو کې ستړی شو؛نو ورسره يې لاسنیوی کاوه.

١٧٨_ د کورله وګړيوسره مرسته :

 د شپې د لمانځه د اودس لپاره يې پخپله اوبه اچولې،چې پرلار روان و؛ نوڅوک ترې نه مخکې کېدل،چې ناست و؛نو ډډه ‏يې نه وهله،د کور په چارو کې يې له کوروالو سره مرسته کوله او پخپلو لاسو يې غوښه غوسوله .

١٧٩_ د خوړوو آداب :

پر دسترخوان به د مریانو په څېر ناست و، تر خوړو وروسته يې خپلې ګوتې سټلې او کله يې هم د زياتو خوړو له امله ارګى نه اچاوه. د هرچا بلنه يې منله،که څه هم چې خواړه یې ‏ناڅيزه ول،ډالۍ يې قبولوله او ترې‏ خوړه یې؛خو صدقه يې نه خوړه،د چا څېرې ته نه ځيرېده،غوسه يې د خداى لپاره وه او کله هم د خپل ځان په پار پرچا غوسه نه شو، ‏ له ډېرې لوږې یې کله پرګېډه تیږه تړله او هر ډول خواړه يې چې ورته مخې ته کېښول؛نوخوړل يې او کله يې هم هېڅ ډول خواړه رد نه کړل .

١٨٠_ د پېغمبراکرم(ص) جامه :

 دوه جامې يې پر يوځل نه اغوستې،کله يې يوه پشمي عبا یا چپنه پر خپلو جامو اغوسته،همداسې کتاني جامې يې اغوستې،ډېره جامه يې سپینه وه ،پر خولۍ يې پګړۍ وهله،کميس يې له ښي اړخ اغوسته،د جمعې د ورځې لپاره يې ځانګړې جامه درلوده او چې نوې جامې یې اخستې؛نو زړې يې بېوزلیو ته ورکولې،يوه عبا یا چپنه يې درلوده،که کېناسته ؛نو هغه يې ترځان لاندې اچوله،د ښي لاس په کوچنۍ ګوته يې د سپینو زرو ګوته وه.

١٨١_ د پېغمبراکرم(ص) ټولنيز آداب :

  هندواڼه يې ډېره خوښه وه او مکروه بويونه يې بدې راتلل،اودس يې، چې کاوه؛نو مسواک يې هم واهه،چې سپور و؛نو مریى يا بل پياده يې هم له ځان سره سپراوه،که خر و او که کچره پرې سپرېده.
 ‏ داسې به هم راپيښ شول،چې بې له  چپنې،پګړۍ او ‏بوټانو بهر راوته. د جنازې په لمانځه کې يې ګډون کاوه او د ناروغانو پوښتنې ته تله،که د ښار په ډېره لرې برخه کې هم و. له بېوزليوسره کېناسته،ورسره يې خواړه خوړل او پرخپل لاس يې په خوله کې ډوډۍ ورکوله او که څوک پکې د غوره اخلاقو خاوندان ول، د هغوی یې ډېر درناوى کاوه،له پتمنو سره يې دوستي ‏وه او نېکي یې ورسره کوله او له خپلوانو سره يې زړه سوى درلوده ؛خو له چا یې خپلوان غوره نه بلل .

١٨٢_ د پېغمبراکرم(ص) عفت کلام  :

 خوراک،څښاک او جامه یې د مریانو په څېر وه،کله يې هم چاته بده رده او سپکه ونه کړه،کله يې هم کومه ښځه يا خدمتکاره ونه رټله او د پېغمبراکرم(ص)‏په مخ کې که چا څوک ورټل؛نو ويل يې،چې ورسره کار مه لرئ .
 که آزاد به وه که بنده؛خو چې پېغمبراکرم(ص) ته به د کومې اړتيا لپاره راغى؛نو د اړتيا د لرې کولولپاره يې ورته کوښښونه کول،د تريخ او د تريو تندي خاوند نه و،په بازار کې يې خپل غږ نه پورته کاوه،چا به چې ورسره بدي وکړه؛نوهغه ورسره نه کوله؛بلکې سترګې یې پرې پټولې او‏ بښه یې،څوک به چې مخې ته ورغى؛نو سلام يې پرې اچاوه.

١٨٣_ په چارو کې مرسته :

څوک به چې د يو کار لپاره آنحضرت(ص) ‏ته راغى؛نو په ترسره کولو کې يې ورسره مرسته کوله،څو وشي او يا هغه مقابل لوری پښيمانه شي. کله هم داسې ونه شول،که څوک ورته لاس ورکړي او پېغمبراکرم(ص) له مقابل لوري ژر لاس راکش کړي .څوک به چې مخې ته ورغى ؛نو آنحضرت‏(ص) پرې په سلام اچولو کې ړومبى و.

١٨٤_ د اړینو ‏اړتيا پوره کول :

 پېغمبراکرم(ص) که به ناست و که ولاړ،تل د خداى په ياد کې و او څوک،چې ورسره په څنګ کې ناست و؛نولمونځ يې لنډاوه او ورته يې وويل: ((آياکومه اړتيا لرې؟))

١٨٥_ په ډله کې د کېناستو ادب :

ډېرى ‏به مخ په قبله ناست و او هرې ناستې ته،چې ورننووته؛نو په هماغه ځاى کې کېناسته اوتل پر پښو کېناسته او لاسونه يې ترې راتاوول،چې څوک به ورته راغلل؛نو پوره درناوى يې کاوه،تر دې چې خپل توشک او يا خپله عبا يې ورلاندې هواروله،که خپه و که خوشحاله؛خوتل يې د حق خبره پر خوله وه.

١٨٦_ د پېغمبراکرم(ص) خوښه مېوه :

 پېغمبراکرم(ص) بادرنګ له کجورې او يا له مالګې سره خوړل،په مېوو کې يې خربوزه او انګور ډېر  خوښ ول،د آنحضرت ‏(ص) ډېرى خواړه کجورې او اوبه وې .کجورې يې له شيدو سره خوړلې او دواړو ته يې ((سوتره خواړه)) ويل .

غوښه او کدو يې خوښ ول،د ښکار شوي حیوان غوښه يې خوړه؛خو پخپله يې ښکار نه کاوه.کله يې ډوډۍ له غوړيو سره خوړه، د پسه د غوښې،ماهيچه او ورون يې خوښ و. پوخ شوى کدو،سرکه او يو ډول غوښينه کجوره (عجوه) يې ډېره خوښه وه،په سبزيو کې يې چکني(کاسنى)،غرنى ديحان اوکلم خوښ ول.

١٨٧_ بېوزله ژوند :

د څښتن استازى (ص) په خپلو دعاګانوکې وايي :((خدايه! په بېوزلۍ او نېستۍ کې ژوند راکړې او په نیستۍ ‏کې مې له دنيا یوسې او له نشتمنو ‏سره مې محشور کړې .))

١٨٨_ د زکات د اخستنې پر مهال دعا :

‏چې کوم مسلمان د خداى رسول (ص) ته زکات راوړه؛نو پېغمبر اکرم (ص) هغه او ټبر ته یې دعا کوله او ويل يې:((خدايه! د پلاني پر کورنۍ او ټبر ولورېږې .))

١٨٩_  نېک فال :  
 د آنحضرت (ص) نېک فال ښه او بد فال بدې راتله .

١٩٠_ د پېغمبراکرم(ص) پر وړاندې دروغ :

حضرت علي وويل : ‏چې پېغمبراکرم(ص) ته یې دروغ ويل؛نو موسکى به شو او ويل يې:((دا هغه خبره ده،چې هغه يې کوي .))

١٩١_ درې ځل خبره :

 د څښتن استازي (ص) ،چې خبره يا پوښتنه کوله؛نو درې ځل يې تکراروله،څو مقابل لوری پرې پوه شي.

١٩٢_ د سلام آيت :

چې اصحاب کرام راتلل؛نو آنحضرت(ص) ته يې ويل،شپه مو په خير يا سهار مو په خير،چې دا ټکي د جاهليت د وخت سلام و،چې آيت نازل شو : (( او چې کله هغوى تا ته راځي اوپه هغه څهچې نه تا ورته ويلي او نه خداى،سلام کوي )) بيا پېغمبر اکرم(ص) وويل :(( خداى له هغې غوره موږ ته رالېږلى دی ((السلام عليکم))،چې دجنتيانو سلام دی .))

١٩٣_  تر سلامه زيات ځواب :

چې کوم مسلمان پر آنحضرت (ص) سلام واچاوه،السلام عليک؛نو پېغمبراکرم(ص) ځواب ورکاوه:((وعليک السلام ورحمة الله)) او چې کوم مسلمان ويل : السلام عليک ورحمة الله ؛نو پېغمبر(ص) به ورته ويل:(( وعليک السلام ورحمة الله وبرکاته)) هو! دا د پېغمبر اکرم (ص) د سلام د ځواب طريقه وه.

١٩٤_ د لور زېرى :

 حضرت ‏علي وايي : ‏چې د خداى پر رسول د لور زېرى وشو؛نو ويل يې : ((ريحانه ده او رزق يې پرخداى دى .))

١٩٥_ بېوزليو ته زکات او صدقه :

پېغمبراکرم(ص) وايي:((دنده راکړه شوې،چې له شتنمنو زکات او صدقه واخلم اوبېوزليو ته يې ورکړم.))

١٩٦_ د زکات ویش :

 پېغمبراکرم(ص) د کليو زکات پر کليوالو او د ښار زکات يې پر ښار والو ايشه.

١٩٧_ زه خداى روزلى يم :

پېغمبر اکرم(ص) وايي:(( زه خداى روزلى يم اوعلى ما روزلى دى، خداى ‏دنده راکړې،چې بښنه اونېکي وکړم او له کنجوسۍ اوظلم يې ژغورلی يم .))

١٩٨ــ د هر څه بښنه :

 پېغمبر اکرم(ص) وايي:((که چا له موږ څه وغوښتل او درلودل مو؛نو ور به يې کړو.))

١٩٩_ دهېرېدو پر مهال :

د څښتن له استازي به،چې څه هېرشول؛نو تندى به يې په ورغوو کې کېښود او بيا يې ويل: (( اللهم لک الحمد،يا مذکرالشى و فاعله ذکرنى ما نيست ؛يعنې خدايه! حمد اوستاېنه ستا ده اى د هرڅه راياد وونکى او کوونکيه!راياد کړه څه مې،چې هېرکړې دي .))

٢٠٠_ شپږ ناوړه ځانګړنې :

 پېغمبر اکرم(ص) وايي:((خداى راته شپږ ځانګړنې خوښې نه کړې او ما هم هغه د خپل ځايناستو او لارويانو ته يې خوښې نه کړې؛په لمانځه کې لوبې،پر روژه خوله سپکې سپورې او بد رد ويل،تر صدقې وروسته منت ايښوول،جنب جومات ته ورننووتل،د شتمنو خلکو کورونو ته کتل او په هديره کې خندل .))

٢٠١_ دپېغمبرانو څلور ځانګړنې :

 امام صادق وايي : د پېغمبرانو ځانګړنې څلور دي : نېکي، بښنه، په خپګان کې صبر او د حق ملګرتيا.

٢٠٢_ د ګوتې غمي ‏ ته کتل :

حضرت ‏علي وايي : د خداى رسول(ص) د خپلې ګوتې غمې په ورغوي کې ايښووه او ډېرى وخت يې ورته کتل .

٢٠٣_ په شپه کې يې لو بدې راتله.

 امام صادق وايي: پېغمبراکرم(ص) د شپې د کجورو او له لو کرکجن و؛ ځکه چې فقير ترې بې برخې پاتې نشي.

٢٠٤_ د باغ له مېوو ګټنه :

دبڼ مېوې،چې رسېدې؛نوآنحضرت(ص) ‏حکم کاوه،چې د بڼ دېوالونه چپه کړئ،څو نورهم د بڼ له مېوو ګټه واخلي.

٢٠٥_بېوزليوته کجورې ورکول :

حضرت علي وايي: يوه ډله،چې څه يې نه درلودل،د خداى له رسوله راتاوشول،انصارو او د مدينې خلکو وويل : غوره به وي،چې له هر نخلستانه يوه غوشمه ورکړو،چې نه يې لري . دا کار يې وکړ او سنت شو.

٢٠٦_ بښونکى انسان :

جبرائيل وويل : پرځمکه ټولې کورنۍ مې واړولې راواړلې؛خو د خداى د رسول هومره بښونکى مې پکې ونه موند.

٢٠٧_ له اړمنوسره خبرې :

 حضرت علي وايي: چې اړمن د خداى رسول ته راتله‏؛نو د خداى رسول ويل،چې پروا نه لري .

٢٠٨_ د پېغمبر اکرم(ص) د بښنې ژمنه :

حضرت جابر(رض) وايي :  داسې ورځ راپېښه نه شوه،چې له پېغمبر اکرم څخه چا څه غوښتي وي اوهغه ورته ((نه)) کړې وي .
 حضرت ابن عتيبه(رض) وايي: يعنې که څه يې نه هم درلودل ؛نو د بښنى ژمنه يې ورکوله.

٢٠٩_ د لښکرلېږل :

 دڅښتن استازي (ص) خپل لښکر تر غرمې مخکې لېږه .

٢١٠_ د لښکر د لېږد پر مهال دعا :

 امام صادق وايي : د څښتن استاي (ص) چې کوم ځاى ته لښکر لېږه؛نو دعا يې ورته کوله .

٢١١_ د جګړې پرخبرونو يې ځان پوهاوه :

 حضرت ريان بن صلت (رض) وايي : د خداى رسول ،چې چېرته لښکر لېږه؛نوخپل اعتباري سړى يې ورسره لېږه،چې د جګړې خبرونه پېغمبر اکرم (ص) ته راوړي .

٢١٢_ سرتېرو ته سپارښتنه :

امام صادق وايي : پېغمبراکرم(ص) چې چېرته لښکر لېږه؛نو سرتېرو ته  يې د تقوا او له خدایه د وېرې سپارښتنه کوله.

او بيا يې ويل:((د خداى په نامه د خداى په لار کې وجنګېږئ،مکر او خيانت مه کوئ،له وژل شويو پوزې مه ‏غوڅوئ،ماشومان اوهغوى مه وژنئ،چې په غرونو کې عبادت کوي،د کجورو ونې مه سوځوئ او په اوبو کې يې مه لاهو کوئ،مېوه لرونکي ونې مه غوڅوئ،پټو ته اور مه اچوئ؛ځکه تاسې ‏نه پوهېږئ،‏کېداى شي اړتيا ورته پيدا کړئ او له حلال غوښوڅارويو يوازې هغه،چې خورئ؛نو بې له هغې ونه وېروئ او چې له دښمن سره مخ شوئ؛نو ورته د مسلمانېدو،له جګړې د لاس اخستواو يا د مالياتو ورکولو وړانديز ورکړئ؛نوکه هر يو يې درسره ومانه؛نو تاسې هم له جګړې لاس واخلئ.))

٢١٣_ له دښمن سره د مخامخېدو پر مهال دعا :

پېغمبراکرم(ص) چې به د جګړې په ډګر کې له دښمن سره مخ شو؛نو ويل يې:((خدايه!پرحق او حقيقت حکم وکړې .))

٢١٤— د څښتن د استازي (ص) مړانه :

حضرت علي،معاويه بن ابي سفيان ته په يوه لیک کې وليکل : هرکله به چې د جګړې د اور لمبې بلې شوې،نور ټول به غلي شول ؛نو پېغمبر (ص) به خپل اهل بيت د لښکر مخې ته کړل او خپل اصحاب يې د خپلو اهل بيتو له لارې له تورو اونېزو ساتل.

٢١٦_ له پېغمبراکرم(ص) سره بيعت :

عباسي مامون،چې غوښتل،د امام رضا د ولايت عهدۍ لپاره بيعت واخلي؛نو امام رضا ورته وويل: د خداى رسول به داسې له خلکو سره بيعت کاوه،بيا پخپله امام رضا له خلکو بيعت واخست،‏حال دا چې لاس يې دهغوى د لاسونو له پاسه و.

٢١٧_ له ښځوسره بيعت :

د څښتن استازي (ص) ښځو ته لاس نه ورکاوه،چې له ښځو يې بيعت اخسته ؛نو د اوبو لوښی يې راوړه او پېغمبراکرم (ص) پکې خپل لاس غوپه کاوه او بيا يې ښځوته ويل: تاسې هم پکې لاسونه غوپه کړئ او بيا يې وويل:((له تاسې سره مې بيعت وکړ.))

٢١٨_ له محرمو سره خبرې :

له ښځو سره د بيعت يوشرط يې دا هم و،چې ويل يې:((له سړو سره خبرې مه کوئ؛خو دا چې محرم مو وي .))

٢١٩_ د بېکاره مؤمن رټل :

د آنحضرت(ص) ‏چې کوم سړى خوښ شو؛نو په پوښتل یې:((آيا کار کوي؟)) که ورته وويل شول : بېکاره دى؛نو پېغمبراکرم(ص) ويل:((له سترګومې ولوېده.)) ورته وويل شول : دخداى رسوله!ولې مو له سترګو ولوېد؟ ويې ويل :((که مؤمن بېکاره شي؛نو په دين  به خپل ژوند چورلوي .))

٢٢٠_ پور ورکول سنت دي :

 اما صادق وويل: پور ورکول،د مېلمه مېلمستيا او کرايه ورکول سنت دي .

٢٢١_ روغه معامله :

د څښتن استازي (ص) که له چا يو فاسد او زوړ درهم واخست ؛نو د ورکولو پر مهال‏ يې روغ ورکاوه.

٢٢٢_ څلور ګران کسان :

 پېغمبراکرم(ص) وايي:(( خداى راته وحې وکړه،چې له څلورو تنو سره مينه وکړم : على، ابوذر،سلمان او مقداد.))

٢٢٣_ له على سره مينه ولره :

 د څښتن استازي (ص) وويل :((جبرائيل راغى او ويې ويل : خداى حکم درکړى،چې له على سره مينه ولرې او نور هم دې کار ته راوهڅوې .))

٢٢٤_ اوو ځانګړنو ته رابلل :

پېغمبراکرم(ص) وايي :((خداى راته پر اوو څيزونو امر وکړ؛له بېوزليو سره مينه او ورسره ناسته پاسته ،د((لاحول ولاقوة الا بالله)) زياد ويل،له خپلوانوسره تګ راتګ،که څه هم هرڅه یې راسره پرېښې وي، په عادي مسئلوکې هغوى ته وګورم ،چې تر ماټيټ وي او له خپلو جيګو ته ونه ګورم او د خداى په لار کې د چا له رټنې وېره ونه لرم،د حق خبره وکړم،که ترخه وي که خوږه او له چا څه ونه غواړم .

٢٢٥_ د چا د تېرايستو په فکر کې مه وسه :

 د څښتن استازي (ص) وويل :((څومره مو،چې له لاسه کېږي، د چا د تېرايستو فکر په ماغزو کې رانه وړئ ؛ځکه دا زما سنت دى او چا چې زما سنت راژوندى کړ؛نو زه يې راژوندى کړى يم او چاچې مې سنت راژوندى کړ؛نو زه يې راژوندى کړى يم او چاچې زه راژوندى کړم، په جنت کې به له ما سره وي.))

٢٢٦— ږيره او وېښتان وینځل :

 آنحضرت(ص) به ږيره او سر پر سدر وينځل .

٢٢٧— اوبه د مؤمن عطر:

حضرت علي وايي: د خداى رسول خپل وېښتان ږومنځول او ډېرى وخت يې هغه پر اوبو پاکول او ويل يې:((د وېښتانو معطرولو ته د مؤمن لپاره اوبه بس دي .))

٢٢٨_ د وېښتانو د ږومنځولو ګټې :

 امام صادق د ((خذوازينتکم عندکل مجد)) په تفسيرکې وويل : مطلب يې ږومنځول دي،ږومنځه وهل روزي زياتوي،وېښتان ښکلي کوي،اړتيا روا کوي،د سړي جنسي ځواک ډېروي ا وبلغم له منځه وړي .

پېغمبراکرم(ص) خپل وېښتان له لاندې او پاس اړخه درې ځل ږومنځول او ويل يې :(( ږومنځه وهل د انسان هوش زياتوي اوبلغم له منځه وړي.))

٢٢٩_ د برېتو کمول :

پېغمبراکرم(ص) وايي:(( د برېتو کمول زما سنت دی،چې شونډه ترې ښکاره شي.))

٢٣٠_ موږ ږيره پرېږدو :

د څښتن استازي ‏وويل:((زرتشتيانو ږيره وهله او برېت يې پرېښوول، چې زيات شي؛خو موږ خپل بريت وهو او ږيره پرېږدو.))

د وېښتانو،نوکانو او وينې ښخول سنت دي.

٢٣٢_ د نوکانو اخستل :

امام صادق وايي : د نوکانو اخستل سنت دي .

٢٣٣_ د سر وېښتان رنګول :

 محمد بن مسلم د رنګولوپه باب امام صادق وپوښت،ورته یې وويل: د خداى رسول وېښتان رنګول او همدا اوس هم د هغه رنګ شوي وېښتان له موږ سره شته دی .

٢٣٤—پېغمبراکرم(ص) وېښتانو ته کوم رنګ ورکاوه؟

 د خداى رسول(ص)،امام حسين بن علي او امام باقر په ((کتم )) نومي رنګ وېښتان رنګول؛خوامام على بن حسين پر حنا ‏وېښتان رنګول .

٢٣٥_ واجبي وهل  :

د خداى رسول(ص) به واجبي وهله .

٢٣٦_ پر بدن واجبي وهل :

امام صادق وويل : د خداى رسول(ص) به هره جمعه د شرمګاه پر وېښتو واجبي وهله .

٢٣٧_ د واجبي سنت :

 امام صادق وويل : په هر پينځلس ورځوکى واجبي وهل سنت دي اوکه پر چا شل ورځى تېرې شي او پيسې ونه لري؛نو پور  دې واخلي؛نو پر خداى دى،چې پور يې ادا کړي او که څلوېښت ورځې پرې تېرې شوې،نه مؤمن دى او نه کافر او نه ورته ګټه لري .

٢٣٨_ د پاکوالي سنت :

حضرت علي وايي: څوک چې د تخرګ وېښتان خروي؛نو له ځانه يې بدبوى لرې کړى او دا د پېغمبرسنت دی .

٢٣٩_ د ويدېدو پرمهال رانجه :

امام صادق وايي:د خداى رسول(ص)،چې ويدېده؛نوپه سترګو کې يې رانجه کول اوشمير يې د طلاق هومره و.

٢٤٠_ د رانجوکولوشمېر :

د څښتن استازي(ص) په ښۍ سترګه کې درې ځل او په کيڼه کې دوه ځل رانجه کول،پېغمبراکرم(ص) د رنجو کڅوړه درلوده،چې هره شپه يې رانجه کول او رانجه يې هم له تيږې وو.

٢٤١_ هره شپه رانجه :

آنحضرت(ص) هره شپه له خوبه مخکې رانجه کول.

٢٤٢_ هره شپه درې سلايي رانجه :

امام صادق وايي : د څښتن استازي (ص)‏‏د رنجو کڅوړه درلوده،چې هره شپه يې ترې درې سلايي کول .

٢٤٣_د پېغمبرانوڅلور ځانګړنې :

امام صادق وويل : دا څلور ځانګړنې د پېغمبرانو دي، عطر وهل، پر پترۍ د سر وېښتان خرول، له بدنه اضافي وېښتان له منځه وړل او له خپلو ښځوسره ډېرکوروالی.

٢٤٤_ تر اوداسه وروسته عطر لګول :

 امام صادق وايي : د څښتن استازي (ص) عطرداني درلوده،چې تر هر اوداسه ورسته يې پرځان عطر وهل؛نو پايله يې دا وه،چې له کوره وته ؛ نو ټوله کوڅه به د عطرو بوى نيولې وه.

٢٤٥_ د عطرستاېنه :

که آنحضرت(ص) ته چا د عطرو ست وکړ؛نو پرځان يې موږل او ويل يې: ((بوى يې سوتره او وړل يې اسان دي)) او که د عطر وهلو لپاره يې عذر درلود؛نو يوازې خپله يوه ګوته يې د عطر پر بوتل ايښووه.

٢٤٦_ د خداى د رسول(ص) بُخور

آنحضرت(ص) ځان پرعودقمارى بخورکوه .

٢٤٧_ خوښ عطر:

په عطرو کې پرې مشک ګران وو.

٢٤٨_ د عطرو لګښت :

 پېغمبر اکرم(ص) د خوړو په پرتله پر عطرو ډېرى پيسې ورکولې .

٢٤٩_ پرشارب عطر وهل :

حضرت علي وويل : پر شارب عطر وهل او د کړنو د ليکولو پرښتو درناوى د الهي رسولانواخلاق دي .

٢٥٠_ هره جمعه عطر لګول

 امام صادق وويل : پر هرمکلف انسان واجب دي،چې د هرې جمعې پر ورځ؛نوکان واخلي،د شارب وېښتان ووهي او پرځان عطر ووهي، بيا يې وويل : د جمعې پر ورځ به که د خداى رسول(ص)عطرپيدا نه کړل ؛نو د ښځو سپټى به يې لوند‏ او پرمخ یې کېښود اوپه دې طريقه يې معطراوه.
٢٥١_  پر عطر وهلو ټينګار :
 د جمعې پرورځ،چې آنحضرت(ص) عطر پيدا نه کړل؛نو هغه ټوټه يې راغوښته،چې پر زعفرانو رنګ شوي وي؛بيا يې هغه لمدوله او پر خپلو لاسونواو مخ يې وهله.

٢٥٢_ ښځوته د عطرو ست :

د کمکي ‏اختر پر ورځ يې،چې آنحضرت ‏ته عطر راوړل؛نو ړومبى يې خپلو ښځوته ورکول .

٢٥٣_ د عطر او حلوا نه ردول :

حضرت ‏علي وايي: پېغمبراکرم(ص) عطر او حلوا نه ردوله .

٢٥٤— عطر پرې ګران و :

پر پېغمبراکرم(ص)عطرګران وو او له بدو بويونو کرکجن و.

٢٥٥_ دغم له منځه وړونکی :

 د پېغمبراکرم(ص) ښه راتلل،چې خپل بدن پرغوړيو غوړ کړى او په دې کار کې يې لټي نه کوله او ويل يې:(( پر بدن غوړي موږل غم اوخپګان له منځه وړي .))

٢٥٦_ د سر غوړول :

 د څښتن استازي(ص) ‏ډول ډول غوړي استعمالول او سره يې تر ږيرې مخکې غوړاوه او ويل يې:((لومړى سر او بيا ږيره.))
٢٥٧_غوره غوړي :
پېغمبراکرم(ص)ډېرى وخت د بنفشه پر غوړيو سرغوړاوه، ويل يې: تر ټولوغوره غوړي دي .

٢٥٨_ دغوړيو موږلواوډون :

ړومبى يې خپلې وريځې غوړولې بيا برېتې اوبيا يې پوزو ته وروړل او بويول يې او بيا يې پرې سرغوړاوه.

٢٥٩_ د سردرد درمل :

پېغمبراکرم(ص) به د سردرد درمل ته خپلې وريځې او بریتې پر غوړيو غوړولې؛البته پرهغه غوړيو،چې د سر لپاره یې ترې کار نه اخسته.

٢٦٠_ د پاکوالي ارزښت :

امام رضا وايي: پاکوالى د پېغمبرانواخلاق دی .

٢٦١_ څلور پاکوونکې ځانګړنې ‏ :

امام صادق وويل:څلورڅيزونه د پېغمبرانو سنتونه دي : عطر وهل، مسواک وهل،وېښتان په نکريزو رنګول او له ښځوسره ډېرکوروالى .

٢٦٢_ زيات عطر وهل :

د خداى رسول به ډېرعطر وهل،تر دې چې نښې یې په ږيره او ويښتو کې ښکارېدې .

٢٦٣_ پر ږومنځه وهلوسپارښتنه :

 د څښتن استازي (ص) پر ځانګړې ږومنځه ((مدري)) خپل د سر وېښتان ږومنځول،ږيره يې د ورځې دوه ځلې ږومنځوله او روايت شوي،چې تر ږومنځولو وروسته يې ږومنځه تر خپل توشک لاندې ايښووله .
٢٦٤_  ‏وېښتان په منځ اړول :

عمرو بن ثابت وايي،امام صادق ته مې وويل : خلک وايي : د سر وېښتان پرمنځ اړول سنت دي؟ امام پرحيرانتيا وويل: آيا کېداى شي،له سنتو وي؟ ورته مې وويل : خلک خيال کوي،چې د خداى رسول دا کار کاوه او وېښتان يې پرمنځ اړول . امام وويل:د خداى رسول(ص) کله هم وېښتان پرمنځ وانه ړول او د هېڅ پېغمبر وېښتان دومره اوږده نه ول، چې پرمنځ اړولو ته يې اړتيا پيدا کړي .

٢٦٥_ پرمنځ ويښتان اړول :

 ايوب بن هارون وايي : امام صادق ته مې وويل : آيا پېغمبر (ص) وېښتان پرمنځ اړول؟ امام وويل:نه!ځکه د رسول الله(ص) وېښتان به،چې څومره هم غټ شول؛نو د غوږو له نرمۍ  یې لاندې نه راتلل .

٢٦٦_ د سر د وېښتانو خرول :

له مخکې اړخه د سر وېښتان خرول سنت دي .

٢٦٧_ آيا پېغمبراکرم(ص) ‏وېښتنان په منځ اړول؟:

ابوبعيروايي : امام صادق مې وپوښت : ايا پرمنځ وېښتان اړول سنت دي؟ ویې ويل : نه ! ورته مې وويل : ايا د خداى رسول(ص) کله هم وېښتان پرمنځ واړول ؟ ويې ويل : هو! ورته مې ويل : ايا کېداى شي دا کار د خداى رسول(ص) کړى وي؛خوسنت نه وي؟ امام وويل : که څوک د پېغمبر (ص) په ورته شرايطو کې وي؛نو هغه دې هم د خداى د رسول په څېر وکړي . ورته مې ويل : خو د پېغمبر(ص) موقعيت څنګه و؟

٢٦٨_ د پېغمبراکرم(ص) ځانګړی موقيعت  :

امام وويل : پرشپږم سپوزمیز کال،پېغمبر(ص) له مدينې څخه د بيت الله الحرام پر لوري ووت،احرام يې وتاړه او له ځان سره يې قرباني هم يووړه ؛خو پېغمبر(ص) کفارو پرېنښود،چې مکې ته را ننوځي د ((لقد صدق الله رسول الرويا بالحق )) ؛يعنې خداى به د خپل رسول خوب رښتيا کړي او د خداى پر اراده په پوره امنيت مسجد الحرام ته ورننوځئ،حال دا چې سرونه مو خريلې وي او نوکان مو اخستې وي او هېڅ وېره به نه لري )) ، پېغمبراکرم(ص) پوه شو،چې په نږدې راتلونکي کې په امنيت سره مکې ته ورننوځي؛نو د سر وېښتان يې کم نه کړل او له هغې ورځې،چې احرام يې تړلې و،تربل کال يې خپل وېښتان کم نه کړل؛نو پېغمبر اکرم (ص) له ناچارۍ وېښتان پرمنځ اړول؛خو تر حج وروسته او د وېښتانو تر خريلو وروسته پېغمبراکرم(ص) خپل وېښتان لوی نه کړل او تر دې موقيعت مخکې هم پېغمبراکرم(ص) خپل وېښتان دومره نه لویول،چې ناچاره شي خپل وېښتانو پر منځ واړوي.

۲۶۹- د سر د وېښتانو او ږیرې رنګول :

حفص عور وايي : امام صادق مې وپوښت :ايا د وېښتانو او ږيرې رنګول سنت دي ؟ امام وويل : هو!

٢٧٠_ د بدن اوه برخې ښخول :

حضرت عايشه بي بي وايي : د خداى رسول(ص) حکم کړى و،چې د بدن اوه برخې دې ښخې شي : نوکان،وېښتان،وينه،حيض، رحم، غاښ  او د ماشوم غورځولو پر مهال پړنه وينه.

٢٧١_ د تخرګ د وېښتو خرول :

عبدالله بن يعفور وويل : د مدينې په بازار کې مې له ((زراره )) سره د تخرګ د وېښتانو پر رانړولو يا خريلو بحث شو،ما ويل،چې خريل يې تر نړولو ښه دي او “زراره” ويل : نړول يې تر خريلو ښه دي . دواړه له “امام صادق” کره ولاړو ،د ننووتو اجازه مو ترې وغوښته،چې ورننووتو؛ و مو ليدل،چې امام په حمام کې دی او پر تخرګونو يې واجبي وهلې ؛نو “زراره” ته مې وويل : آيا د امام دا کار دې ځواب نه دى؟ “زراره” وويل :کېداى شي، دا کار امام ته ځانګړى وي او د بل چا لپاره جايز نه وي؟ دا مهال د امام پر موږ پام شو او ويې ويل: پر څه مو ويينه ده؟ ورته مې وويل : له “زراره” سره د تخرګ د وېښتانوپرخريلو اويا رانړولو بحث دى،هغه وايي،نړول يې غوره دي او زه وايم،خرول يې غوره دي . امام وويل:ستا خبره له سنت سره سمون خوري او”زراره” پر غلطه دى او بيا امام وويل : د تخرګ وېښتان خرول تر نړولو غوره دي او پرې واجبي وهل تر خرولوهم غوره دي .

٢٧٢_ يوه ورځ وروسته عطر وهل :

پېغمبراکرم(ص) وايي : ((جبرائيل راته وويل : ‏يوه ورځ وروسته پرځان عطر وهه او د جمعې پر ورځ دې عطر وهل هېر نشي.))

٢٧٣_ ښکلى بوى ثواب لري :

آنحضرت(ص) حضرت علي ته وويل :(( علي! هره جمعه پرځان عطر وهه؛ځکه سنت دي او چې ښه بوى درنه ځي؛نو درته ثواب لري .))

٢٧٤_ د سورګل ډالۍ :

حضرت انس بن مالک(رض) وايي:چاچې د خداى رسول(ص) ته ګل ورډالۍ کړ؛نو ترې اخسته،بويوه يې او بېرته يې خپل خاوند ته ورکاوه؛خو زعفران یې،چې ورکول تر بويولو وروسته يې له ځان سره ساتل .

٢٧٥—د جمعې د ورځې آداب  :

د جمعې پر ورځ پېغمبراکرم(ص) مخکې له دې ،چې لمانځه ته ولاړ شي؛نو نوکان يې اخستل او برېتې يې کمولې.

٢٧٦_غوره ډالۍ :

 يومسيحی وايي: د پېغمبراکرم(ص) له اصحابو مې وپوښتل،د خداى رسول ته تر ټولو ښه ډالۍ څه ده؟ راته يې وويل: تر ټولو ښه ډالۍ ورته عطر وو،چې هېښنده مينه يې له عطرو سره درلوده .

٢٧٧_ پینځه سنته په سر کې اوپینځه په بدن کې :

امام موسى بن جعفر وويل : پینځه څيزه په سرکې اوپینځه په بدن کې سنت دي .

د سر سنت : مسواک وهل،د برېتوکمول،پر مينځ وېښتان اړول او د مرۍ او پوزې غړغړه.

دبدن سنت : سنتول،تر نامه لاندې وېښتان او د تخرګ وېښتان له منځه وړل ، د نوکانو اخستل او طهارت کول .

٢٧٨_ د جمعې د ورځې اوه سنتونه :

امام رضا وويل : پام مو پرې وسه،چې د جمعې پر ورځ اوه څيزونه سنت دي : له خپلوښځو سره کوروالى، د سر په خاوره ږيره او وېښتان وينځل،د برېتوکمول،د نوکانو اخستل اوعطر وهل .

٢٧٩—د جمعې پر ورځ پاکوالى :

د جمعې پر ورځ پېغمبراکرم(ص) مخکې له دې،چې لمانځه ته ولاړ  شي؛نو نوکان يې اخستل او برېتې يې کمولې.
٢٨٠—د جمعې پر ورځ عطر وهل :
پېغمبراکرم(ص) وايي:((دوست مې جبرائيل راته وويل : يوه ورځ وروسته پرځان عطر وهه او د جمعې پر ورځ عطر وهل مه هېروه.))

٢٨١_ د درود سنت :

امام صادق وويل : د جمعې پر ورځ زرځل او پر نورو ورځو سل ځل پر محمد او آل يې درود سنت دی .

څلورم څپرکى

د سفر آداب

٢٨٢_ دپنجشنبې پر ورځ سفر :

امام باقر وويل : پېغمبر(ص) به دپنجشنبې پر ورځ سفر کاوه .

٢٨۳_ په سفرکې پینځه څيزونه  :

پېغمبراکرم(ص) چې پر سفر وته؛نو پینځه څيزونه يې له ځان سره اخستل : هنداره، د رنجو کڅوړه،ږومنځه اومسواک او په يو بل روايت کې بېتي هم راغلې ده.

٢٨٤_ خوشحاله قدم اوچتول :

پېغمبراکرم(ص)به خوشحاله ‏ګامونه ‏ اخستل،چې کمزورى نه ښکارېده.

٢٨٥_ پر خره سپرېدل :

آنحضرت(ص) خوښ و،چې پر بې کتې خر سپور وي .

٢٨٦_ پر يوه به تله او پربله به راتله :

امام رضا : د خداى رسول(ص) چې سهار له منى حرکت کاوه؛نو د ضب له لارې تله؛خو په راستنېدوکې د مشعر او عرفې ترمنځ له لارې راستنېده ؛يعنې پېغمبراکرم(ص)،چې پرکومه لار ولاړ؛نو پر بله راستنېده.

٢٨٧_ داچې چيرته ځې چا ته يې نه ويل :

آنحضرت(ص)،چې کومې جګړې یا بل ځای ته تله؛نو له خلکو يې پټول، چې چيرته ځي او د خپل مقصد په اړه يې په کنايه خبرې کولې.

٢٨٨_ په سفر کې دعا :

پېغمبراکرم(ص) چې په سفر کې له لوړې راکوزېده ؛نو ويل يې : “سبحان الله” او چې  پر لوړه خته ؛نو ويل يې :” الله اکبر” .

٢٨٩_ د ځمکې ګواهي :

پېغمبراکرم(ص)،چې به يو ځاى ته ولاړ؛څو‏ دوه رکعته لمونځ یې پکې نه وکړى؛نو له هغه ځایه به نه راتله او ويل يې :((غواړم دا ځاى مې پر لمانځه کولو ګواه وي .))

٢٩٠— د تقوى توښه :

 مؤمنان،چې په سفر وتل؛نو پېغمبراکرم(ص) يې مخه ښې ته راتله او ورته يې ويل : ((خداى مو تقوى توښه او لار کړي او درته دې خیر شي او روغ رمټ مو راوګرځوي .))

٢٩١_ د مخه ښې پر مهال دعا :

پېغمبراکرم(ص) له يوه سړي سره خداى په اماني وکړه او داسې دعا يې ورته وکړه :((دين دې پر خداى سپارم او د هغه په امان کې يې ږدم او خداى دې تقوا ستاسو توښه کړي او مخې ته دې خير شه .))

د حديث راوي وايي: بيا امام صادق راته وکتل او ويې ويل: د خداى رسول(ص)،چې حضرت علي هم چېرته لېږه؛نو همداسې دعا يې ورته کوله.

٢٩٢_ حاجيانو ته دعا :

حضرت علي وايي : هغوى چې له مکې راستېندل؛نو پېغمبر(ص) ورته داسې دعا کوله : خداى دې ستا حج قبول کړي،ګناهونه دې وبښي او څه چې دې لګولي،بېرته دې درکړي .

٢٩٣_ د پنجشنبې سفر :

امام صادق،محمد بن ابى کرام ته وويل : خوښ يم د پنجشنبې پر ورځ پر سفر ووځې؛ځکه د خداى رسول(ص)،چې له دښمن سره د جګړې لپاره وته ؛نو د پنجشنبې پر ورځ به وته .

٢٩٤_ په سفرکې ورسره يوه مېرمن وه :

 پېغمبراکرم(ص)،چې سفرته وته؛نو په  ښځو کې يې پچه اچوله،چې د هر چا په نوم به راووته ؛نوهماغه يې له ځان سره وړه .

٢٩٥— له انډيوال سره سفر:

پېغمبراکرم(ص) خوښ نه و،چې بې له انډيواله پر سفر ووځي .

٢٩٦—عمل،د نفس د پاکوالي لامل :

پېغمبراکرم(ص) وويل:(( يوسنت دا دى‏،چې يوه ډله پر سفر وځي؛نو له ځان سره د سفر خرڅ او خواړه یوسي؛ځکه دا عمل د اخلاقو د نېکۍ او د نفس د پاکۍ لامل ګرځي .))

٢٩٧_ په سفرکې اړین څيزونه :

پېغمبراکرم(ص) څو څيزونه په سفرکې له ځان سره راخستل : د غوړيو يو بوتل،چې بدن پرې غوړکړي،د رنجو کڅوړه، بېتي، مسواک، ږومنځه او په يو بل حديث کې راغلي : تار او ستنه، د بوټانو د ګنډلو ستنه يې هم له ځان سره راخسته.

٢٩٨_ تر سفرمخکې دعا :

حضرت انس بن مالک (رض) وايي : د خداى رسول،چې پر هرسفر وته؛ نو دا دعا يې ويله : خدايه!ستا له لورنې ‏اوتوبې سره پر سفر وځم،تا ته مې توبه ده او پر رحمت دې منګولې لګوم،‏ډاډ اوهيله مې ته يې،خدايه مهم کارونه مې هوار کړې او څه ته،چې دې ارزښت نه دى ورکړى؛خو ته پرې ښه پوهېږې،پکې مې ملاتړ شې . خدايه! تقوا مې د لارې توښه کړې،ګناه مې وبښې اوهر لوري ته،چې ځم ؛نو خير راسره کړې .

٢٩٩_ په سفرکې چټکتیا :

پېغمبراکرم(ص) ‏په سفرکې چټک تله او چې دښتې ته رسېده؛نو په چټکتيا کې يې نوره بيړه هم کوله .

٣٠٠_ په مخه ښه کې يې لاس ورکاوه :

امام باقر وويل : د خداى رسول(ص)،چې له کوم مسافرسره خدای په اماني کوله ؛نو ورته يې لاس ورکاوه( اوبيا يې ورته دعا کوله).

٣٠١—د پېغمبراکرم(ص) همسا :

حضرت علي وايي : پېغمبر(ص) يو همسا درلوده،چې لاس يې له اوسپنې و،ډډه یې پرې وهله او د اختر پر ورځو،سفرونو او د لمانځه پر مهال يې خپلې مخې ته ايښووه او لمونځ يې کاوه.

٣٠٢_ د مؤمن نښه د پېغمبرانو سنت :

پېغمبراکرم(ص) وايي : همسا نيول د مؤمن نښه او د پېغمبرانوسنت دی .

٣٠٣_ پر همسا ډډه کول :

پرهمسا ډډه کول د پېغمبرانو اخلاق دي .

٣٠٤_ له سفره راستنېدل :

پېغمبراکرم(ص) د ورځې او په ماسپښين کې له سفره راستنېده.

٣٠٥_ په توده هوا کې دمه :

په ګرمه هوا کې دمه کول او داچې ډېرى لار يې د شپې وهله، د پېغمبراکرم (ص) سنت دي .

٣٠٦_ په سفرکې خوب :

آنحضرت(ص) چې غوښتل په کوم سفرکې د شپې په پيل کې ويده شي؛نو پر ښي لاس سملاسته او که د شپې په پاى کې ويدېده ؛نولاس يې راوچتاوه او سر يې په ورغوي کې ايښووه.

٣٠٧_ په سهار کې وتل :

د پېغمبراکرم(ص) سنت و،چې سهار او د پنجشنبې پر ورځ له کوره په سفر وته .

٣٠٨_ د اوبو لوښى يې له ځان سره وړه :

سنت يې دا و،چې په سفرکې يې له ځان سره د اوبو لوښى وړه.

٣٠٩_ له حجه د راستنېدو پر مهال دعا :

د څښتن استازی (ص)،چې له حج او يا له جنګه راستنېده او پر هره لوړه ،چې تله؛نو ويل : “الله اکبر “

٣١٠_ له کوره مخکې جومات ته تله :

چې پېغمبراکرم(ص) له سفره راستېنده ؛ړومبى جومات ته تله،دوه رکعته لمونځ يې کاوه او بيا کور ته تله .

پینځم څپرکى

٣١١_ شنې جامې یې خوښې وې :

د څښتن استازي ته،چې هر ډول جامې لاس ته راتلې اغوستې یې ؛خو شنې جامې یې خوښې وې .

٣١٢_ پر سپينوجامو سپارښتنه :
د پېغمبراکرم(ص) ډېرى جامې سپينې وې او ويل يې : ((ژوندیو ته مو سپینې جامې ورواغوندﺉ اومړي مو پکې کفن کړئ .))
په جنګي او غير عادي شرايطو کې يې دوه پوښه جامې اغوښتې، پېغمبراکرم(ص) د حريرو شنه پګړۍ درلوده،چې د مخ له سپينوالي سره يې ډېره ښه ښکارېده.
٣١٣_ د کميس اندازه :
د پېغمبراکرم(ص) کميس تر خنګرو اوږد او هغه چپنه يې چې پرې اغوسته،ترلینګو يې رسېده،هغه يې پرخپل کميس بندوله ؛خو د لمونځ او په نورو وختو کې يې خلاصه پرېښووه . هغه کميس،چې د جامو له پاسه یې اغوسته؛پر زعفرانو يې رنګ کړى و،چې له هماغه جاموسره يې له خلکو سره لمونځ کاوه اوکله يې يوازې يوه عبا پر تن وه.

٣١٤— په جامه کې بې تکلفي :

پېغمبراکرم(ص) يوه زړه او پيوندي چپنه هم درلوده،چې کله کله يې پر تنوله او ويل يې:((زه مریى يم او د مریانو جامې اغوندم.)) دوه جامې يې درلودې،چې د جمعې ورځې ته ځانګړې وې،نورو ورځو ته يې نورې جامې درلودې . بې له نورو جامو يې چينه هم درلوده،چې دواړو اړخونو ته يې د ولو په منځ کې غوټه وراچوله او په هماغې کې يې د خلکو د جنازې لمونځ کاوه او په کور کې يې هم ورسره لمونځ کاوه او هغه يې له ځانه راتاووله او له هماغې سره يې د شپې لمونځ هم کاوه او کله يې د جامو يو اړخ اغوسته او بل اړخ يې پرخپلو ځينو ښځو وراچاوه او لمونځ يې هم کاوه.

٣١٥_ ښکلې جامې يې بښلې :

 پېغمبراکرم(ص) توره چپنه یا عبا درلوده،چې هغه يې چا ته وروبښله.

حضرت ام سلمې (رض) وويل : موروپلارمې درځار!هغه عبا څه شوه؟ پېغمبراکرم(ص) وویل:(( ومې بښله.)) ام سلمه : ستاسې د رنګ سپينوالى د هغې چپنې په توروالي کې ډېر ښکلى ښکارېده.

٣١٦_ د پېغمبراکرم(ص) ساده جامې :

حضرت انس بن مالک(رض) وايي : د خداى رسول(ص) ډېر وخت د ماسپښين لمونځ په داسې جامه کې کاوه،چې دواړه اړخونه يې سره ګنډل شوي ول .

٣١٧_ تر نوره غوره :

يوه ګوته يې پرګوته وه،پرهماغه ګوته يې لیکونه ټاپه کول او ويل يې ، چې پر ليکونه ټاپه لګول تر نوره غوره دي .

٣١٨_ عرقچين :

عرقچين يې اغوسته،کله يې تر پګړۍ لاندې اوکله يې ځانته پر سر ايښووه او کله يې له سره لرې کوله او د يوشال په څېر يې سر او تندى تاړه.

٣١٩_ سحاب يې وبښله :

پېغمبراکرم(ص) د سحاب په نامه يوه پګړۍ درلوده،چې هغه يې حضرت علي (ک) ته وبښله،چې حضرت علي له دې پګړۍ سره راتله ؛نو آنحضرت(ص) به ويل :((علي په سحاب کې تاسې ته راغى .))

٣٢٠_ د جامواغوستولو پر مهال دعا :

پېغمبراکرم(ص) تل جامې له ښي اړخه اغوستې او ويل يې: ((د هغه خداى شکر دى،چې پر جامو يې زما عورت پټ کړ او ځان پرې په خلکو کې زينت کړم .))

او چې جامې یې ايستې ؛نو له کيڼ اړخه يې ايستې.

٣٢١_ د خداى په امان کې :

چې آنحضرت(ص) نوې جامې اخستې؛نو زړې يې  بېوزله ته ورکولې او ويل يې :((هر مسلمان،چې د خداى د رضا لپاره خپلې زړې جامې يو مسلمان ته ورواغوندي؛نو تر هغې،چې بېوزله دا جامې پر تن کړې وي، که د جامو ورکونکى ژوندى وي که مړ؛نو د خداى په ضمانت او امان کې دی .))

٣٢٢_ د پېغمبراکرم(ص) توشک :

د پوټکي يو توشک يې درلود،چې د کجورو له پاڼو يې ډک کړى و، اوږدوالى يې دوه ذراع او پلن والى يې يو ذراع او يو لېشت و.

٣٢٣—د پېغمبراکرم(ص) عبایل چپنه :

پېغمبراکرم(ص) يوه چپنه درلوده،چې نفل لمونځ یې کاوه؛نو‏راکتوله یې او تر ځان لاندې يې اچوله،بې له پوزي پر بل فرش نه ويدېده.

٣٢٤_ پر څيزونو نوم ايښوونه :

دپېغمبراکرم(ص) له اخلاقو دا و،چې پر خپلو څارويو،وسلې او سامانو يې نومونه ايښي ول،د بېرغ نوم يې “عقاب” او هغه توره،چې په جګړو‏ کې ورسره وه “ذوالفقار” او د بلې تورې نوم يې “مخزم”، د یوې “اسوب” او د بلې نوم یې “قضيب” و. د تورې قبضه يې پر سپینو زرو ښايسته کړې وه،د څرمنې پوښ يې درلود،چې درې کړۍ سپين زر پکې راځوړند ول . د کمان نوم يې “کتوم” د غشي د قوطۍ نوم يې “کافور” او د اوښ نوم يې “غضباء”، د اوښ نوم يې “دلرل” د خر نوم يې “يعفور” اود هغې مېګې نوم “عينة” وه،چې شيدې يې ترې څښلې .

٣٢٥_ د پېغمبراکرم(ص) د اوداسه په اوبو تبرک :

د څښتن استازي(ص) د خټو لوټه درلوده،چې اودس يې پرې کاوه او اوبه يې هم پکې څښلې . خلکو به د تبرک لپاره خپل ماشومان ورلېږل، د آنحضرت (ص) کور ته راتلل او بې له دې،چې څوک يې مخه ونيسي ؛نو په هغه لوټه کې يې اوبه څښلې او د تبرک لپاره يې اوبه پرخپل مخ او بدن اچولې .

٣٢٦_ پګړۍ تړل :

روايت دى،چې د پېغمبراکرم(ص) پګړۍ دومره وه ،چې درې یا پینځه ځل يې له سره تاووله .

٣٢٧_ له پګړۍ سره لمونځ :

پېغمبراکرم(ص) توره پګړۍ درلوده ،چې لمونځ یې ورسره کاوه.

٣٢٨_ د پېغمبراکرم(ص) د زره نوم :

حضرت علي وايي :((د خداى رسول به لارې لارې عرقچين پرخپل سر ايښووه اوبيا يې وويل : پېغمبر(ص) يوه زره درلوده ،چې “ذات الفضوي” نوميده،درې کړۍ سپين زر يې درلودل،چې دوه شا ته او يو يې مخې ته وه.

٣٢٩_ د “غره” او “شمله” اغوستل :

د خداى رسول(ص) به “شمله” او “غره” اغوسته،چې نمره يې توره وه او د پېغمبراکرم(ص) له ښې پنډۍ سره ډېره ښه ښکارېده .

٣٣٠_ د لمانځه جامې :

د څښتن استازي(ص) ‏په پراخه جامو کې لمونځ کاوه .

٣٣١_ نظافت ته بلنه :

پېغمبراکرم(ص) دوه بڼل شوې ټوټې درلودې،چې د لمانځه پر مهال يې پرى ځان پوښاوه،آنحضرت(ص) ‏خپل امت ته د پاکوالي سپارښتنه کړې ده.

٣٣٢_ د پېغمبراکرم(ص) جامې :

حضرت ‏علي وايي : دپونبې جامې واغوندئ ؛ځکه رسول الله او زموږ د اهل بيتو جامې هم دپونبې دي .
٣٣٣_  دپونبې جامې واغوندئ:
حضرت ‏علي وايي : له پونبې ‏جوړې شوې جامې واغوندئ؛ځکه ‏د پېغمبر اکرم جامه ده او هغه ‏کله هم پشمي جامې وانه غوستې؛خو داچې ناچاره به شو.

٣٣٤_ د پېغمبراکرم (ص) د څرمنې ‏ملابند :

د څښتن استازي(ص) د څرمنې ملابند درلود،چې يوه غوټه هم پرې وه، چې درې کړۍ سپين زر پکې راځوړند ول،پېغمبراکرم(ص) د اوبو څښلو ‏جام هم درلود،چې ددې ټوټو پر سپینو زرو ښايسته شوى و.

٣٣٥_ د پېغمبراکرم(ص) توره :

حضرت ‏علي وايي : د تورې د پوښ پاى او قبضه يې له سپينو زرو وه،چې مينځ يې هم په سپینو زرو ښايسته شوى و.

٣٣٦_ د اختر پر ورځ ‏ په لاس کې همسا نيول :

د څښتن استازي(ص) ‏يوه همسا درلوده،چې لاندې برخه يې د اوسپنې وه،چې ډډه يې پرې وهله او د کمکي ‏او لوی ‏اختر پر ورځ به يې په لاس کې نيوه .

٣٣٧_ د پېغمبراکرم(ص) ګوته :

امام صادق وايي : د خداى د رسول ګوته له سپنو زرو وه.

٣٣٨_ د ګوتې ګرد غمى :

د ګوتې غمى بايد ګرد وي؛ځکه د پېغمبراکرم(ص) د ګوتې غمى هم ګرد و.

٣٣٩_ د ګوتې پر غمي نقش :

امام صادق وايي : د پېغمبراکرم(ص) د ګوتې پر غمي د((محمد رسول الله )) نقش و.

٣٤٠_ دګوټې د غمي نقش :

امام صادق وايي : د خداى رسول دوه ګوتې درلودې،چې پر يوه يې (( لا اله الا لله محمد رسول الله )) او پر بله يې ((صدق الله)) لیکلي ول .

٣٤١_ پر ښي لاس ګوته کول :

امام رضا وايي : د خداى رسول،حضرت علي ،امام حسن،امام حسين او نورو امامانو ګوته په ښي لاس کوله.

٣٤٢_ کميس يې تر پر توګه مخکې اغوسته :

امام صادق وايي : د خداى رسول به کميس تر پرتوګه مخکې اغوسته.

٣٤٣_څوک مې،چې له سنته مخ واړوي له ما ځنې نه دى .

پېغمبراکرم(ص) حضرت ابوذر(رض) ته وصيت وکړ:(( ابوذره! زه کلکې جامې اغوندم،پر خاورو کېنم،تر خوړو وروسته ګوتې مې سټم،پر بې کتې خر سپرېږم او له ځان سره بل هم کېنوم او څوک مې چې له سنتو مې مخ واړوي؛نو له ما ځنې نه دی .))

٣٤٤_ په جګړو کې عوقچين :

امام صادق وايي : پېغمبراکرم(ص) به يو سپين عرقچين ،چې لارې لارې و، پر سر ايښووه اوپه جګړو کې يې له داسې عرقچينه ګټنه کوله،چې دوه غوږه يې درلودل .

٣٤٥—له تورو جامو يې کرکه درلوده :

امام صادق وايي : پېغمبراکرم(ص) بې له پګړۍ،بوټانو او چپنې نور له تور جامو کرکه درلوده .

٣٤٦_ د بوټانواغوستو سنت :

امام باقر وايي : سنت دا دى،چې لومړى ښی بوټ اوبيا چپ په پښو کړئ او په ايستو کې لومړى چپ او ورپسې ښى وباسې.

٣٤٧_ د خوړو پر مهال يې بوټان ايستل:

امام صادق وايي : د خوړو پر مهال بوټان وباسئ ؛ځکه پښې مو اراموي اوسنت دي .

٣٤٨_ د بوټانو او پڼورنګ :

د آنحضرت (ص) د بوټانو رنګ تور او د پڼو يې ژیړ و.

٣٤٩_ د پېغمبرانو جامه :

امام صادق وايي : کتان د پېغمبرانوجامه ده .

٣٥٠_ له سرو جامو کرکجن و :

امام صادق وايي : د سرو جاموله اغوستو یې کرکه درلوده.

٣٥١— د پېغمبراکرم(ص) کېږدۍ:

د آنحضرت(ص) د کېږدۍ نوم “کن” و.
٣٥٢_ د جمعې د ورځې جامه :

د جمعې پر ورځ يې سره عبا او “سحاب” پګړۍ وهله ،د مکې د سوبې پر ورځ يې توره پګړۍ وهلې وه.

د څښتن استازي(ص)، ږومنځه،بېتي او مسواک په خپل بکس کې ايښووه او له دنيا،چې تله؛نو پېړه يمني “ملبيده” نومې عبا یا چپنه يې پر تن وه.

پېغمبراکرم(ص) يو تخت درولود،چې حضرت اسعد بن زراره(رض) ورډالۍ کړى و،پر کوم منبر،چې کېناسته،درې پوړه يې درلودل،چې د طرف د بوټي له تختې جوړ شوى و.

د پېغمبراکرم(ص) جومات مناره نه درلوده اوحضرت بلال(رض) پر ځمکه اذان کاوه.

٣٥٣_ د پېغمبراکرم(ص) د جامو رنګ :

امام صادق وايي : د خداى رسول يوه چپنه درلوده،چې د زعفرانوپه څېر په يو بوټي رنګ شوې وه،چې په کور کې يې اغوسته ،چې ددې جامورنګ دپېغمبر(ص) پرجامو اغېز کړى و.

٣٥٤—په کور کې د جامو رنګ :

امام باقروايي : موږ په کورو کې ژیړې جامې اغوندو.

شپږم څپرکى

د اوسېدو د ځاى (کور) آداب

٣٥٥_ د پېغمبراکرم(ص) ساده ژوند :

د څښتن استازی (ص) په داسې حال کې له دنيا ولاړ،چې خښته يې پر خښته نه وه ايښې.

٣٥٦_ د پېغمبرانوغونډه :

حضرت علي وايي : جوماتونه د پېغمبرانو غونډې دي .
٣٥٧_ دپنجشنبې پر ورځ تګ :
امام صادق وايي : په ګرمو ورځو کې،چې د خداى رسول بهر تله ؛نو د پنجشنبې پر ورځ تله او،چې د ژمي د سړو له کبله کوټې ته راننووته ؛نو د جمعې پر ورځ راننووته .
٣٥٨_ تر ويدېدو مخکې دوه رکعته لمونځ :

حضرت خدیجه بي بي وايي: د خداى رسول،چې به کور ته راغى؛نو اوداسه ته یې د اوبو لوښی ‏غوښته او تر دوه رکعته لمانځه وروسته به ويده شو.

٣٥٩_ پر دښمن يې د شپې ناڅاپه برید ‏نه کاوه:

امام صادق وايي : د خداى رسول کله هم پر دښمن د شپې ناڅاپه يرغل ونه کړ.

٣٦٠_ سپين چرګ يې ساتلى و :

پېغمبراکرم(ص) وايي:((سپين چرګ مې ملګرى دى او دښمن يې د خداى دښمن دی؛هغه د خپل خاوند ساتنه کوي او په شاوخو کې د اوو نورو کورو هم ساتنه کوي .)) پېغمبراکرم(ص) د شپې، چرګ په خپل کور کې ساته .

٣٦١_ د سپين چرګ ځانګړنې :

امام رضا وايي : سپين چرګ د پېغمبرانو پینځه ځانګړنې لري : د لمونځ د وخت پېژندنه،غيرت،بښنه،مړانه او له ښځو سره يې ډېر کوروالى .

٣٦٢_  کفترې ساتل :

امام صادق وايي : د هر پېغمبر په کور کې کفترې وې؛ځکه ناپوهه پېريان د کورونو له ماشومانو سره لوبې کوي؛خو که په کوم کور کې کفترې وي؛نو پيريان له کفترو سره لوبې کوي او د کورله خلکو سره کار نه لري .

٣٦٣_ يوه جوړه سرې کفترې :

امام صادق وايي: د پېغمبر(ص) په کور کې يوه جوړه سرې کفترې وې .

٣٦٤_ تيارې کوټې ته له ننووتو يې کرکه درلوده:

امام صادق وايي : د خداى رسول کرکه درلوده،چې بې څراغه تېارې کوټې ته ورننوځي .

٣٦٥—په ژمي کې وتل اوننووتل :

آنحضرت(ص) په ژمي کې د جمعې په شپه له کوره وته راوته.

٣٦٦_ مخ په قبله کېناستل :

حضرت علي : که کله مو هم غوښتل په جومات کې کېنئ؛نو مخ په قبله کېنئ؛ځکه سنت دي .

٣٦٧_ د کوټې چت مه رنګوئ :

امام صادق : د کوټې چت مه رنګوئ،چې دا کار د خداى د رسول نه و خوښ .


اووم څپرکى

د ويدېدو او بسترې آداب

٣٦٨_  پېغمبراکرم(ص) پر څه سملاسته ؟:

آنحضرت(ص) ‏تر ځان لاندې خپله چپنه ‏اچوله،بالښت يې له پوټکي و، چې د کجورو له پاڼو ډک و،يوه ورځ يې هماغه عبا ورلاندې دوه کته هواره کړه ؛نوسهار چې د خداى رسول له خوبه راپاڅېد؛نو ويې ويل : ((دا څو مو،چې ما ته اچولي وو، زه يې د شپې له لمانځه وايستم.)) بيا يې حکم وکړ: څه چې تر پېغمبرلاندې اچوئ؛ مه یې دوه کته کوئ،يو بل توشک يې هم درلود،چې د پوټکي و او د کجورو له پاڼو ‏ډک و،بله عبا يې هم درلوده،چې چېرته ‏تله؛نوهغه يې ورلاندې دوه کته هواروله.

٣٦٩_ پر پوزي سملاستل :

‏ د خداى رسول(ص) پر پوزي سملاسته،چې بې له هغه پوزي ‏ ورلاندې هېڅ هم نه و.

٣٧٠_ له خوبه د راپاڅېدو پر مهال سجده :

امام باقر وايي: د خداى رسول،چې له خوبه راپاڅېده ؛نو تل يې خداى ته سجده کوله .

۳۷۱- پر ملا سملاستل :

حضرت علي وايي : پېغمبر(ص) پر ملا سملاسته.

٣٧٢_ د پېغمبر(ص) روجايي :

د څښتن استازي(ص) ‏نهه ښځې درلودې،چې ورسره يوه روجايي ‏وه،چې پر “ورس” بوټي رنګ شوې وه؛نو ‏د هرې ‏وار ،چې رارسېده ؛ نوهغه روجايي ‏يې ورته لېږله،چې لږې اوبه پرې وشيندي،‏څو‏ کوټه ‏خوږ بويه کړي .

٣٧٣_ سهار وختي پاڅېدل :

حضرت ‏علي وايي : د شپې په پاى کې ويښ پاتې کېدل،د روغتيا او د خداى د خوشحالۍ او ‏د هغه د رحمتونو د راکوزېدو لامل ګرځي او همداسې د پېغمبرانو سنت هم دی .

٣٧٤_ د ويدېدو پر مهال‏ دعا :

امام صادق وايي : د خداى رسول،چې ويدېده ؛نو دا دعا ‏يې ويله (( اللهم با سمک احيا وباسمک اموت – ‏خدايه!ستا په نامه ژوندى کېږم اوستا په نامه مړکېږم)) اوچې له خوبه راپاڅېده؛نو دا دعا یې ویله: ((الحمدالله الذى احيانى بعد ما اماتنى واليه النشور – دهغه خداى شکر دى،چې ‏تر مړه کېدو وروسته یې بېرته راژوندى کړم او ټول به د هغه په لوري محشورېږ‏و)).

٣٧٥_ د ويدېدو پر مهال ‏دعا :

محمد بن مروان وايي : امام صادق راته وويل : درته ووايم،‏ چې پېغمبر(ص) ،چې ويدېده؛نو څه ‏يې ويل؟‏ ورته مو وويل : هو!

امام صادق : ((آيت الکرسى)) یې ويله اوبيا يې ويل : د خداى په نامه پر خداى مې ايمان راړوی ‏او له سرغړاندو ‏بېزار يم،‏خدايه! که ويده يم که ويښ؛خو ته مې ‏مل شې .

٣٧٦_ د پېغمبراکرم(ص) بالښت :

پېغمبراکرم(ص) ډېرى وخت داسې بالښت تر سر لاندې ايښووه،چې له پوټکي و او د کجورو پاڼې پکې وې او کله کله پرې کېناسته هم.

٣٧٧_ د خوب ليدو پر مهال ‏دعا :

پېغمبراکرم(ص)،چې به وېرونکى خوب وليد؛نو ويل يې : ((هوالله الذى لا شريک له )) او‏ چې د شپې لمانځه ته راپاڅېده؛نو ويل ‏يې:ستاېنه اوشکر د هغه خداى دى،چې د اسمانونو،رڼا، ځمکې او‏ څه چې پکې دي،پيدا کوونکى دى .‏خدايه! ته پرحق يې،خبره دې حق ده،جنت او دوزخ دې حق دي،خدايه تا ته تسليم يم، پر تا مې ايمان راوړى،پر تا مې توکل دی، تا ته مې توبه ايستې اوستا په ځواک ‏مې دښمن ځپلى،ته مې قاضي يې ؛نو خدايه! پټ،ښکاره،تېر او راتلونکي ګناهونه مې وبښه،ته مې خداى يې او بې له تا بل معبود نشته.

تر اوداسه مخکې يې مسواک وهه.

٣٧٨_ د خوب پر مهال‏ لس څيزونه :

امام هادي وايي : موږ اهل بيت د خوب پر مهال ‏لس څيزونو ته پاملرنه کوو‏‏: طهارت درلودل،پر ښي لاس مخ ايښوول،٣٣ ځل  “سبحان الله” ‏، ٣٣ ځل “الحمد الله” او٣٤ ځل  ” الله اکبر” ويل،مخ مو ‏په قبله  وي،سوره فاتحه،آيت الکرسى او ((شهد لله انه لا اله الا هو)) تر پايه ‏ويل. که هر چا داسې وکړل ؛نو له شپې يې خپله ګټه اخستې ده.
٣٧٩_  د ويدېدو پر مهال ‏دعا :

محمد بن مروان وايي : امام صادق وويل : درته ووايم،چې د خداى رسول به د ویدېدو پر مهال ‏ څه ويل؟ ورته مې وويل : هو!

امام وويل: د آيت الکرسۍ تر ويلو وروسته ‏يې ويل:د خداى په نامه، پرخداى ايمان راوړم،طاغوت نه منم ؛نو خدايه!که ويده يم  که ويښ ؛ نو ومې ساتې.

٣٨٠_ د شپې لمونځ سنت دی :

امام صادق وايي:د شپې لمونځ وکړئ،چې د پېغمبرانو سنت دی .

اتم څپرکى

د کوروالي او اولاد روزنې آداب

٣٨١_ واده نبوي سنت دی :

حضرت علي وايي : واده نبوي سنت دی؛ځکه چې ‏پېغمبر اکرم وويل : ‏څوک چې غواړي،‏له سنتو مې لاروي وکړي؛نو واده زما سنت دی .

٣٨٢_ د الهي پېغمبرانو سنت :

محمد بن فلاد وايي :‏ وامې ورېدل،چې امام رضا وويل : عطر وهل، د بدن اضافه وېښتان له منځه وړل او له خپلو ښځو سره ډېر کوروالى د پېغمبرانو اخلاق دي.
٣٨٣_  له مېرمنو سره چلن ‏ :
حضرت ‏علي وايي : د رسول الله ځينو يارانو له خپلو ښځو سره کوروالى،خواړه او ورسره د شپې ويديدل پرځان حرام کړي ول .ام سلمې دا خبره پېغمبر ته وکړه،چې پېغمبر(ص) ورپسې ورغى او ورته يې وويل : مېرمنو ته مو شوق نه لرئ ،زه چې پېغمبر يم ؛نو له خپلو مېرمنو سره کوروالى کوم،د ورځې ډوډۍ خورم او د شپې ويده کېږم؛چې ‏سنت ته مې شا کړي؛نو ‏له ما ځنې نه دی .

٣٨٤_ له مېرمنو سره خبرې :

امام صادق وايي : له خپلو مېرمنو سره مينه د الهي پېغمبرانو اخلاق دي.

٣٨٥_ د پېغمبراکرم(ص) د سترګو رڼا :

امام صادق وايي : د خداى رسول وويل: لمونځ مې د سترګو رڼا او اوخوند مې په مېرمنو کې دى .
٣٨٦_  تر واده مخکې له مېرمن سره کتل  :

د خداى رسول(ص) ‏چې له کومې ښځې سره واده کاوه؛نو لومړ‏ى يې ليدو ته يو کس ورلېږه.

٣٨٧_ د انسان هوساېنه : ‏

حسن بن بنت الياس وايي: امام رضا وويل : خداى شپه اوښځه آرام ته ‏پيدا کړي او په شپه کې واد کول او ډوډۍ ورکول سنت دي .

٣٨٨_ د سرخرېلو سنت :

هارون بن مسلم وايي : د الدار خاوند ته مې وليکل : په کور کې مې ماشوم شوى،‏سر مې ورته وخرواه، ‏د وزن هومره مې یې درهم صدقه کړل؛نو د لیک ‏په ځواب کې راته راغلل : د ماشوم د وېښتانو وزن ورکول يوازې له سرو او سپنوزرو سره جايز دي،چې پخپله دا کار سنت دی .

٣٨٩_ د ماشوم عقيقه:

حضرت علي وويل : ماشوم مو،چې د اوو ورځو شو؛نوعقيقه يې ورکړﺉ او د وېښتانو د وزن هومره يې مسلمانانو ته سپین زر‏ ورکړئ؛ځکه ‏د خداى رسول د خپلو زامنوحسن اوحسين لپاره هم داسې وکړل .

٣٩٠_ غوره خلک :

پېغمبراکرم(ص) وايي : ((پوه شئ ! په تاسې که تر ټولو ‏غوره هغه دی، چې له خپلو مېرمنو سره مهربانه وي او زه په تاسې کې تر ټولوغوره يم.))
٣٩١_  تر ابراهيم هم غيرتي :

پېغمبراکرم(ص) وايي: پلار مې،ابراهيم ‏غيرتي و،چې زه تر هغه هم غيرتي يم.))

٣٩٢_ پر لار د تګ آداب :

امام صادق د حضرت موسى د کيسې په باب،چې د حضرت شعيب لور ته يې وويل : په ما پسې راروانه شه او لار راوښيه؛ځکه موږ پېغمبران داسې خلک يو،چې د ښځو شا ته نه ګورو.

٣٩٣_ دمتعې یا لنډ مهالې نکاح پرسنت عمل :

بکر بن محمد وايي : له امام صادق مې د متعې په باب وپوښتل : امام راته وويل : خوښ نه يم يو مسلمان له دنيا ولاړشي او د پېغمبر(ص) پر يوسنت يې هم عمل نه وي کړی

٣٩٤_ د وليمې ورکولوسنت :

امام رضا وايي : چې نجاشي د رسول الله لپاره د ابوسفيان پر لور ام حبيبې مارکه وکړه او هغه يې ورواده کړه؛نو ډوډۍ يې تياره کړه او ويې ويل : د پېغمبرانو يو سنت په ودونو کې ډوډۍ ورکول دي .

٣٩٥_ دوخت په ويش کې دعا :

‏چې د څښتن استازي(ص) ‏‏پرخپلو مېرمنو وخت ايشه؛نو داسې دعا يې کوله :خدايه!دا هغه برخه ده،چې ‏په واک کې مې وه ؛نو ‏پر هغه څه مې ملامت نه کړې،چې ‏په واک کې مې نه دي او ته يې مالک يې ‏.

٣٩٦_ په مېرمنوکې عدالت :

حضرت ام سلمه بي بي وايي: د حجة الوداع په سفرکې د پېغمبر مېرمنې هم ورسره وې او هره شپه له يوې سره و او له دې لارې يې غوښتل په منځ کې يې پرعدالت چلن وکړي .

٣٩٧_ د ټولو مېرمنو کتل :

د څښتن استازی(ص) د سهار تر لمانځه وروسته د خپلې هرې مرمنې کتو ته تله .

٣٩٨_درې حلالې لوبې :
حضرت علي له رسول الله(ص)‏ روايت کړي :((درې ‏لوبې حرامې نه دې : له ليندۍ سره لوبې،د ښوونې لپاره له اس سره لوبې ‏او له مېرمنې سره لوبې،چې سنت دي .))
٣٩٩_  پر وخت پايبند:

د خداى رسول(ص) ‏که ناروغ هم و؛نو ويل يې : د هرې مېرمن نوبت مې، چې وي،ورته مې یوسئ.

٤٠٠_ ميمونه بي بي وايي :

‏ حضرت ميمونه بي بي وايي : د میاشتنۍ جامو ‏پر ورځو کې ‏د خداى رسول راته او ويل یې : له ځانه لنګ وتړم او ورسره سملم .

٤٠١_ د څښتن د استازي‏ مهريه :

د آنحضرت(ص) ‏د مېرمنو او لوڼو مهريه تر دولس اوقيه او له يو نش زياته نه وه اوبيا يې وويل:((اوقيه له څلوېښت درهمو او نش له ٢٠ درهمو سره سمون خوري .))

٤٠٢_ د پېغمبراکرم(ص) دعا :

خدايه! پناه دروړم، له هغه زوى،چې حکومت راباندې وکړي،هغه مال چې تباه مې کړي او له هغې مېرمن،چې زوړ مې کړي .

٤٠٣_ پر ماشوم نوم ايښوول :

امام رضا وايي : په موږ اهل بيتو کې،چې ماشوم وشي؛نو د اوو ورځو لپاره ورته د محمد نوم اخلو تر اوو ورځو وروسته که مو غوښتل هماغه نوم ورته اخلو؛ګنې ‏بل نوم پرې ږدو.

٤٠٤_ د مينې لاس :

آنحضرت(ص) ‏سهار پر خپلو زامنو د مينې لاس راکښووه.

٤٠٥_ د واده پر شپه د تکبير سنت:

امام صادق وايي : د حضرت‏ فاطمې ‏او حضرت‏ علي د واده پر شپه جبرائيل،مکائيل او اسرافيل له اسمانه راکوز شول او بيا يې ‏تکبير او الله اکبر وويل؛ځکه ‏د واده پر شپه د الله اکبر ويل تر قيامته ‏سنت شو.

٤٠٦_ ماشومانو ته د کجورو ‏ورکول :

حضرت علي وايي : ماشومانو ته مو،چې د لومړي ځل لپاره خواړه ورکوئ؛نو کجوره ‏ورکړئ ؛ځکه ‏د خدای رسول امام حسن او حسين ته هم داسې کړي ول .

٤٠٧_ اوه سنته :

امام صادق وايي : ماشوم،چې وزیږېږي؛نو اوه څيزونه يې سنت دي :

١_ نوم ايښوونه. ٢— د سر وېښتان خرېل . ٣—که شونې وه؛نو د سر د ويښتو د وزن هومره يې سره يا سپين زر ورکړئ . ٤— عقيقه ورکول . ٥—پر سر ورته زعفران موږل . ٦_ سنتول . ٧—له عقيقې سره ګاونډيانو ته ډوډۍ ورکول .

٤٠٨— د ماشوم سنتول :

پېغمبراکرم(ص) وايي : ((نر ماشومان سنتول سنت او ماشومانو ته کرامت دی .

٤٠٩_ د غوږ سوري کول :

امام صادق وايي : د ماشوم غوږ سورى کول او پر اوومه ورځ یې سنتول سنت دي .
٤١٠_ محمد بن زياد وايي:چې امام رضا وزیږېد؛نو له امام موسى کاظم مې واورېدل،چې ويې ويل : دا زوى مې سنت او پاک سوتره دنيا ته راغلى ‏او ټول امامان پاک او سنت شوي دنيا ته راغلي او بيا يې وويل : خو موږ د حضرت ابراهيم او پېغمبر(ص) د سنت پر ځاى کولو لپاره د ماشوم سر خروو.

٤١١_نېکه کنیه :

امام باقر وايي : موږ اهل بيت پرخپلو ماشومانو ښه کنیه ږدو،چې څوک پرې بد نوم کېنږدي .
٤١٢_ د کنیه سنت :

سنت دي،چې پر انسان ‏د پلار له نومه کنیه کېږدي .

٤١٣_ لمونځ  :

امام صادق وايي: زموږ د اهلبيتو ماشومان،چې پینځه کلن شي؛نو حکم ورکوو،چې لمونځ وکړي؛نوستاسى اولاد هم ،چې اوه کلن شو؛نو ورته ووياست،چې لمونځ وکړي او زموږ د اهلبيتو ماشومان،چې اوه کلن شي ؛نو ورته وايو،چې نيمه ورځ روژه ونيسي او ورته وايو،‏که ‏وږى يا تږى شو؛نو روژه دې ماته کړي؛ ځکه چې له روژې نيووسره عادت وکړي او ستاسى اولاد هم که نهه کلن شو؛نو ورته ووياست،چې روژه ونيسئ او‏ چې وږى شوئ؛نو ‏ماته دې کړي .

٤١٤_ د لمونځ کولو حکم :

پراهل بيتو‏،چې تنګسه راتله؛نو د خداى رسول ‏وويل :(( پاڅئ او لمونځ وکړئ؛ځکه خداى د دې کار ‏ دنده راکړې او وايي:خپل اهل بيت دې لمونځ ته راوبله او ته پرې صبر وکړه او موږ له تا روزي نه غواړو او پوه شه،چې ښه راتلونکې ‏د پرهيزګارانو ده .

٤١٥_ د اورمېږ بویول :

آنحضرت(ص)،چې له کومې ښځې سره واده کاوه؛نو خپلې يوې ښځې ته به يې ويل،چې ولاړه شه او اورمېږ يې بوى کړه،که اورمېږ يې ښه بوى درلود؛نو د بدن خوله به يې هم پاکه وي .

٤١٦_ د حضرت خديجې لپاره د بښنې غوښتنه  :

آنحضرت (ص)،چې به خديجه راياده کړه؛نو‏ پرنېکۍ یې يادوله،ورته يې دعا کوله او د هغې ‏ډېرتعريفونه یې کول .

٤١٧_ اهل بيتو ته د خداى ځانګړي نعمتونه :

پېغمبراکرم(ص) وايي : ((موږ اهل بيتو ته اوه څيزونه راکړل شوي،چې پخوانيو ته نه دي ورکړل شوي او نه به چا ته ورکړل شي: په زړه پورې څېره او ورين تندى،په کلام کې وضاحت او بلاغت،مړانه او اتلولي،علم او حکمت او له خپلو مېرمنو سره مينه .))

لسم څپرکى

د اودس ماتي آداب ‏

٥١٤_ پردې حال چا ونه ليد :

د څښتن استازی (ص) چا د تشو يا ډکو متيازو پر حال ونه ليد .

٥١٥_ پوزه خالي کول یا سوڼ کول :

حضرت علي وايي : د خداى رسول،چې پوزه خالي کوله ؛نو سر به يې له خلکو پټ کړ او بيا يې د ‏پوزې اوبه ښخولې،توکاڼې يې،چې تو کړې هغه يې هم ښخولې‏،چې تشناب ته تله؛نوخپل سر يې پټاوه.

٥١٦_  له خدایه شرم :

پېغمبراکرم(ص) حضرت ابوذر(رض) ته داسې وصيت وکړ:(( ابوذره!له خدایه وشرمېږه،پر خداى قسم،چې تشناب ته ځم؛نو ‏سر پټوم ؛ځکه له هغو دوو پرښتو شرمېږم،چې راسره دي .))

٥١٧_ د سر پټول :

د قضاى حاجت پر مهال سرپټول سنت دي .

٥١٨_ درې ځل وینځل :

حضرت علي وايي : پېغمبر(ص) تر ډکو ميتازو وروسته درې ځل ځان وينځه.

٥١٩_ د ګوتې نقش :

حسن بن خالد وايي،چې امام رضا ته مې وويل: يو حديث مې اورېدلى، چې د خداى رسول يو ګوته درلوده،چې((محمد رسول الله )) پرې نقش شوی و‏ او ورسره ‏يې طهارت هم کاوه او علي هم داسې کول ؛نو آيا دا حديث،چې مې اورېدلى سم دى؟

امام رضا: راويانوسم روايت کړی .

ورته مې وويل:آيا موږ هم دا کار کړاى شو؟

امام رضا: هغوى ګوته پر ښي لاس کوله اوتاسې يې پر چپ .

٥٢٠_ پر”براء” درې سنته جاري شول :

امام صادق وايي : د حضرت براء بن مصرور انصارى(رض) درې کړنې د پېغمبر اکرم سنت شوې :

١_ پخوا ‏خلکو پر تيږه ځان پاکاوه،يوځل حضرت براء بن مصرو(رض) کدو خوړلى و او مزاج يې نرم شو،پر اوبو يې طهارت وکړ؛نو خداى پر دې باب آيت راولېږه((پرخداى توبه کوونکى او پاک ګران دي )).

٢_ ‏چې د حضرت براء بن مصرور(رض) د مړینې ‏وخت راورسېد؛نو په مدينه کې و(او د خداى رسول په مکه کې و) او داچې ‏له آنحضرت ‏(ص) سره یې خورا مينه درلوده؛نو امر يې وکړ،چې د قبلې په لوري يې ښخ کړئ او له همدې ځایه ‏مخ په قبله مړي ښخول هم نبوي سنت شو .

٣_ حضرت براء(رض) وصيت وکړ،چې د مال درېمه برخه يې پېغمبراکرم(ص) ته ورکړي؛نو د درېمې برخې وصيت هم نبوي سنت شو.‏

٥٢١_ له متيازو ځان ساتل :

امام صادق وايي : پېغمبر(ص) تر هر چا ‏زيات،ځان له متيازو لرې ساته، چې متيازې يې کولې؛نو ‏لوړ ځاى یې ټاکه ‏او يا يې په نرمه او يا خاورينه ځمکه متيازې کولې،چې دارې يې ور و نه رسي.
٥٢٢_ ځانګړې جامې :
امام سجاد خپل زوى امام باقر ته وويل : زويه!د قضاى حاجت ځانګړې جامې راته تيارې کړه؛ځکه ‏و مې ليدل،وروسته له دې چې مچان ‏پر مردارو مايعاتو کېناستل زما پر جامو هم کېناستل .
امام باقر وویل : جامې  مې ‏تيارې کړې او پلار ته مې راوړې،چې راته يې وويل: د خداى رسول او اصحابو يې يوازې يو جوړ جامې درلودې اوهغه يې ونه منلې.

٥٢٣_ لومړی کيڼه پښه او بيا ښۍ :

تشناب ته د ننووتو سنت دا دى،چې لومړۍ ‏کيڼه پښه او بيا ښۍ پښه       کېږدې،سر پټ کړې او د خداى ذکر ووايې .

تشناب ته ننووتل :

د”ميغريه” يو سړي ‏امام صادق وپوښت : تشناب ته د ننووتو سنت څنګه دى؟ امام صادق : د خداى ذکر ووايه،له شيطانه پناه وغواړه او چې کار دې خلاص کړ؛نو ووايه : د خداى شکر،چې په اسانۍ يې فضولات رانه بهر کړل .

٥٢٥_ د لمانځه شرط :

امام باقر واٍيي : طهارت د لمونځ شرط دى او د طهارت لپاره درې کاڼي کافي دي،چې دا د خداى د رسول سنت هم و؛خو ډکې متيازې بايد هرومرو پر اوبو ووینځل شي.

٥٢٦_ د طهارت سنت :

امام صادق وايي : په طهارت کې سنت دا دى،چې لومړى درې تيږې وکاروې او بيا پر اوبو يې ووینځې .

٥٢٧_ پر اوبو طهارت :

حضرت ‏علي وايي : له اوبو سره د طهارت سنت داسې دى،چې لومړى د متيازو ځاى تطهير کړې اوبيا د ډکومتيازو ځاى ووينځې او دواړه يو ځاى ونه وينځې .
٥٢٨_  په سفر کې :
د څښتن استازى(ص) به،چې په سفر کې اودسماتي ته ولاړ؛نو دومره به له خلکو لرې شو،چې د خلکو له سترګو به پناه شو.
٥٢٩_ د سر پټول :

د څښتن استازى(ص)،چې به تشناب ته ووننووت؛نو سر به يې پټ کړ او ‏چا هم آنحضرت (ص) پر اودسماتي ونه ليده.

                          نهم څپرکى

د خوړلو څښلو او دسترخوان آداب

٤١٨_ د څښتن استازى ‏داسې خوښ و :

امام صادق وايي : رسول الله به داسې ډېر‏ خوښ و،چې تل وږى ‏او له خدایه د وېرې په حال کې وي .

٤١٩_ د غنمو ډوډۍ :

عيص بن قاسم وايي،امام صادق ته مې وويل: ستاسى د پلار يو حديث دى،چې وايي:(( پېغمبر(ص) هېڅ کله د غنمو له ډوډۍ خوړولو نه مړېده آيا دا روايت سم دى؟ امام وويل : نه ! داسې نه ده،د خداى رسول ‏کله هم د غنمو ډوډۍ ونه خوړه او روټه يې هم پر مړه ګېډه ونه خوړه .

٤٢٠_ د پېغمبراکرم(ص) زهد :

‏يهودي،حضرت علي وپوښت : خلک انګېري،چې حضرت عسيى بن مريم زاهد و؟! امام ورته په ځواب کې وويل : دا خبره سمه ده ؛خو پېغمبر(ص) تر ټولو پېغمبرانو زاهد و؛ځکه بې له وينځو ‏يې ديارلس مېرمنې درلودې؛خوسره له دې هم په دسترخوان کې يې ډوډۍ پاتې نه شوه،هغه ‏کله هم د غنمو ډوډۍ ونه خوړه او درې ورځې پرله پسې يې هم روټه ونه خوړه .

٤٢١_ د پېغمبراکرم(ص) ساده ژوند :

حضرت علي وايي : په خپل پاک اوسوتره پېغمبر پسې مو اقتدا وکړئ. او بيا يې وويل: په هغوى کې تر ټولو وږى د خداى رسول و.

بيا يې وويل : پېغمبر(ص) پر وږې ګېډه له دې دنيا ولاړ او روغ آخرت ته ورننووت .

٤٢٢_ د پېغمبراکرم(ص) استغفار :

آنحضرت (ص) ‏کله هم د ډډې پرمهال څه ونه خوړل،يوځل يې وخوړل، چې ورته راياد شو؛نو ويې ويل:(( ‏خدايه!زه ستا بنده او پېغمبريم.))

٤٢٣_  د مریانو‏ په څېر ناسته او خوړل :
زيد بن شعام وايي،امام صادق وويل : له هغې ورځې،چې خداى حضرت محمد پېغمبر کړ، تر مړينې ‏يې پر ډډه ‏ ډوډۍ ونه خوړه ،د مریانو په څېر ‏کېناسته او د هغوى په څېر‏ يې خوړل کول .

٤٣٤_ د ډډې پرمهال يې خواړه ونه خوړه :

ابي خديجه وايي: د امام صادق په غونډه کې ناست وم،چې بشير بن دهان  امام وپوښت : آيا رسول الله ‏حال داچې پر ښي يا کيڼ لاس يې ډډه ‏وهلي وي،خواړه وخوړل ؟ امام : هغه  کله هم ‏حال داسې‏ خواړه  و نه خوړل،هغه تل د مریانوپه څېر کېناسته.

٤٢٥_ د پېغمبراکرم(ص) ساده ژوند :

امام باقروايي : د خداى رسول به پرخارو کېناسته،ويدېده او د مریانو په څېر ‏يې خواړه خوړل او د هغوى په څېر ‏کېناسته .

٤٢٦_ د خوړو خوړلو ‏ادب :

پېغمبراکرم(ص) ‏د خوړلو‏ پر مهال يې پښې راټولولې؛لکه څنګه،چې لمانځه ته ناست و او کله به زنګون کېش هم کېناسته او ويل يې:(( زه مریى ‏ يم او د مریانو په څېر ‏ خواړه خورم او په څېر يې کېنم.))

٤٢٧_  د مریانو په څېر‏ ناسته :
حضرت علي وويل : د خداى رسول به د سترخوان ته د مریانو په څېر کېناسته او پر کيڼه پنډۍ ‏ يې ډډه ‏وهله .
٤٢٨_  دمریانو مېلمستيا ته ‏هم تله :
پېغمبراکرم(ص) ‏پرځمکه کېناسته،‏ميږې ‏يې پخپله تړلې او ان د سوکړک خوړلو لپاره ‏هم د مریانو ‏مېلمستيا ته تله .

٤٢٩_ په تواضع خوړل  :

اما صادق وايي : د خداى رسول ‏د مریانوپه څېر کېناسته،لاس ‏يې پر ځمکه ايښووه او پر درې ګوتو‏ يې خواړ خوړل . امام وويل : د خداى رسول داسې خواړه خوړل او د کبرجنوپه څېر ‏ يې خواړه نه خوړل .

٤٣٠— د ګوتوسټل:

امام صادق وايي : د خداى رسول،چې خواړه خوړل ؛نوخپلې ګوتې ‏يې سټلې .

٤٣١_ انار يې ځان ته خوړ :

آنحضرت(ص)،چې انار خوړ؛نو څوک يې له ځان سره نه شريکاوه.

٤٣٢— هر ډول خواړه ‏ يې خوړل :

آنحضرت (ص) ‏هر ډول خواړه خوړل او هغه خواړه،چې خداى ورته حلال کړي ول،له خپلى کورنۍ او خدمتګارانو سره يې خوړل او هر مسلمان ، چې به مېلمه کړ؛نو پر ځمکه او په هر ځاى کې ورسره کېناسته او ورسره يې هر ډول خواړه خوړل،چې مخې ته یې ورته کېښوول، پېغمبراکرم(ص) ته غوره خواړه هغه وو،چې ډېرو خلکو يې په خوړو کې برخه اخسته .

٤٣٣— د خوړو پر مهال ادب :

امام صادق وايي : د خداى رسول،چې له يوې ډلې سره ‏روژه ماتي ته کېناسته؛نو تر ټولو لومړی ‏يې خواړه پيلول او تر ټولو وروسته ‏ يې خواړه بس کول،څو ټول وکړاى شى،‏خواړه وخوري .

٤٣٤— روژه ماتى :

حضرت ‏علي وايي : پېغمبر(ص)،چې له يوې ډلې سره روژماتى ‏وکړ؛نو ويل یې :((روژه دارو درسره روژه ماتى وکړ اونېکانو ستاسې ډودۍ وخوړه او غوره شویو‏ پرتاسې درود ووايه .))

٤٣٥_ د شپې خواړه خوړل مه هېروئ  :

حضرت علي وايي : پېغمبرانو ‏د ماڅښوتن تر لمانځه وروسته خواړه خوړل ؛نوتاسى هم دا کار وکړئ،چې ‏ پرېښوول یې بدن ته زیان لري .

٤٣٦—د کجورو خوړل :

امام صادق وايي : هرخواړه به ‏يې،چې له کجورو سره پېغمبر(ص) ته کېښوول؛نو هغه ‏له کجورو پيلوله .

٤٣٧—د خوړو پر مهال له خدایه شکر کول : ‏

د څښتن استازي‏ د دوو کپونو ‏په منځ کې د خداى شکر ايسته .

٤٣٨_ د کجورو زڼي يې لرې ګوزارول :

د خداى رسول،چې به کجورې وخوړې؛نو زڼي ‏يې د لاس شاته کېښوول او بيا ‏ يې لرې ګوزارول .

٤٣٩_ شيدې غوړي لري :

آنحضرت(ص)،چې شيدې څښلې؛نو‏ هغه یې غړغړه کولې ‏او ويل يې،شيدې غوړي لري .

٤٤٠_ د خولې خوږبويه کېدل :

وهب بن عبدربه وايي:ومې ليدل،چې امام صادق خلال کوي؛نو راته يې وويل : د خداى رسول ‏هم خلال کاوه او دا کار خوله خوږ بويوي .

٤٤١— له هرڅه سره خلال :

پېغمبراکرم(ص)‏ د کجورې د ونې له پاڼې او بې له هغه ډکي،چې منځ يې تش و،نور پر هرڅه یې خلال کاوه.

٤٤٢_ د ځيګر درد :

پېغمبراکرم(ص) ‏تر اوبو څښلو مخکې “بسم الله” ويله،اوبه ‏يې رولې او‏ پر يوه ساه یې نه څښلې او ويل يې:(( ‏پر يوه ساه اوبه څښل د ځيګردردۍ لامل دی .))

٤٤٣_ په پيل کې د خداى نوم په پاى کې د خداى شکر :

آنحضرت(ص) ‏اوبه پر دريو ساګانوڅښلې اوپه پيل کې ‏يې بسم الله او په پاى کې ‏يې د خداى شکر ‏کاوه .

٤٤٤_ پر دوو ساګانو اوبه څښل :

حضرت ابن عباس وايي : و مې ليدل،چې د خداى رسول پر دوو ساګانو اوبه وڅښلې .

٤٤٥_ له درده امان :

حضرت علي وايي : څوځل مې وليدل،چې د خداى رسول پر درېو ساګانو اوبه څښي،په پيل کې يې بسم الله وايي او په پاى کې د خداى شکر کوي ؛‏د دې کار علت مې ترې وپوښت،راته يې وويل:(( علي! حمد د شکر په پار او بسم الله له درده د امان په پار وايم.))

٤٤٦_ د اوبو په لوښي کې ساه نه اخستل :

د خداى رسول،چې اوبه څښلې؛نو د اوبو په لوښيٍ کې يې سا نه اخسته او‏ چې ساه یې اخسته؛نو خوله ‏يې له لوښي لرې کوله او بيا يې دا کار کاوه.

٤٤٧_ د اوبو دعا :

حضرت ‏علي وايي ‏: د خداى رسول،چې کله کومې اوبه دمولې؛نو د اوبو لوښى به ‏‏يې خولې ته رانږدې کړ او تر هغې‏ يې نیوه،چې د خداى خوښه وه،پکې يې دعا ويله؛خو ‏کله يې هم په اوبو کې توکاڼې وانه چولې.

٤٤٨_ داسې يې اوبه څښلې :

حضرت علي پر ولاړه اوبه څښلې او يوه ورځ يې له اوداسه پاتې اوبه پر ولاړه وڅښلې،چې بيا يې امام حسن ته مخ کړ او ورته يې وويل : و مې ليدل ، چې نېکه دې رسول الله هم داسى اوبه څښلې .

٤٤٩_ تازه او زړې کجورې :

امام رضا وايي : د خداى رسول به تازه کجورې د کجورو د ونې له شيرې سره يو ځاى خوړلې اوويل ‏يې : پر دې کار شيطان خپه کېږي او وايي : د آدم زوى دومره ژوندى پاتې شو،چې نوي او زاړه يې يوځاى سره وخوړل.

٤٥٠_ د غوښې خوړل :

د خداى رسول،چې غوښه خوړه ؛نو سر ‏يې نه وراوږداوه؛بلکې کپ ‏ يې خولې ته راوړه بيا ‏يې ښه جوله او په تېره‏ بيا د غوښې تر خوړو وروسته يې لاسونه ‏ښه‏ وينځل او بيا ‏يې هماغه لاس پرخپل مخ راکښووه.

٤٥١_ هرډوله خواړه ‏يې خوړل :

د څښتن استازي ‏هر ډول خواړه خوړل .

٤٥٢_ خوښ خواړه :

آنحضرت(ص) ‏هرډول خواړه خوړل ‏اوکجوره يې له بادرنګ سره خوړه او‏خربوزه او انګور یې خوښ ول، هندوانه به يې له خربوزې او کله له بورې اوکله له کجورې سره خوړه .

٤٥٣_ د پېغمبراکرم(ص) روژه ماتى :

پېغمبراکرم(ص)،چې روژه نيوه او روژه يې د کجورو د رسېدو پر مهال وه‏ ؛نو يوازې په کجورو يې روژه ماتوله، ډېرى ‏يې انګور دانه دانه خوړل او پنير يې هم خوړ،کجورې يې خوړلې او ورپسى يې اوبه څښلې.

د آنحضرت(ص) زيات خواړه کجورې او اوبه وې،کجورې،شيدې اوحليم يې هم خوړ،غوښه او کدو يې هم خوښ ول او يو ډول کدو،چې “دباء” نوميده،هم يې خوښ و او علاقه يې درلوده،چې پر دسترخوان ايښي خوړو پسې لاس وراوږد کړي،‏د دښتو د ځناوروغوښه ،د مرغيوغوښه،پراټه،سرکه،چکني،غرنى ريحان او کلم يې هم خوړل .

٤٥٤_ له بادرنګ سره مالګه :

آنحضرت(ص) ‏‏بادرنګ له مالګې سره خوړ.

٤٥٥—د مرغۍ دغوښې خوړل :

پېغمبراکرم(ص) به د ښکارشوي مرغۍ غوښه خوړه؛خوپخپله يې ښکار نه کاوه؛خوښ و نور ورته ښکاره وکړى او ورته راوړل شي.

٤٥٦— د ماهيچې غوښه يې خوښه وه :

حضرت علي وايي : د خداى د رسول د ماهيچې غوښه خوښه وه.

٤٥٧_ شات :

امام صادق وايي: د پېغمبر(ص) شات ډېر‏خوښ وو.

٤٥٧_ کجوره :

سليمان بن جعفر وويل،امام رضا ته ورغلم،چې ورته په “برنى” اندمى کجورې ايښې وې او په ډېره اشتها يې خوړې او بيا يې راته وويل: سليمانه! رامخکې شه او ته يې هم وخوره! زه هم وروړاندې شوم ‏او ورته مې وويل : ځار دې شم! وینم،چې په‏ ډېره مينه او اشتها دا کجورې خورئ،امام وويل:هو! زما کجورې خوښې دي . ورته مې وويل : ولې؟ امام : ځکه د خداى د رسول هم کجورې خوښې وې او همداراز د حضرت علي،حسن ، حسين ، امام زين العابدين او امام باقر او همداراز د امام صادق اوخپل پلار مې هم،زموږ د ټولو کجورې ښه راځي او زموږ د لارويانوهم کجورې ښه راځي؛ځکه زموږ له ځوځاته پيدا شوي دي او سليمانه!زموږ د دښمنانوشراب خوښ دي ؛ځکه ‏ځوځات يې د اور له لمبو دی .

٤٥٩_ خواړه :

امام صادق وايي : د خداى د رسول خواړه روټه وه،که هغه ‏يې هم پيدا نه کړل؛نو خواړه يې کجورې وې او د کور سینګار ‏يې د کجورو پاڼې وې .

٤٦٠—د انار خوړل :

عمربن ابان کلينى وايي : وا مې ورېدل،چې امام باقر او امام صادق وويل : پر ځمکه تر انار د پېغمبر بل څه نه ول خوښ . پر خداى قسم ،چې د خداى رسول انارخوړ،خوښ ‏نه و څوک پکې له ځان سره شريک کړي .

٤٦١_ ډېرګرم خواړه برکت نه لري :

پېغمبراکرم(ص) ډېرګرم خواړه نه خوړل او صبر يې کاوه،چې ساړه شي او بيا يې خوړل او وايي :((خداى موږ ته اور د خوړو لپاره نه دى راکړى اوګرم خواړه برکت نه لري؛نوخواړه مو ساړه کړئ .))

پېغمبراکرم(ص) ‏تر خوړو مخکې بسم الله ويله او پر درې ګوتو يې خواړل خوړل او د چا له مخې يې نه راخسته او پخپله مخه کې يې خوړل،چې خواړه به چمتو شول؛نو آنحضرت‏(ص) ‏تر ټولو‏مخکې پرې پيل کاوه او ورپسې به نورو پیلوله . هغه پر درې ګوتو خوړه،کله يې پرڅلورو ګوتوخوړه او کله له ټول لاس سره ؛خو پر دوو ګوتو يې هېڅ څه ونه خوړل او ويل يې،چې د شيطان خوړل پر دوو ګوتو دي .

٤٦٢_ فالوده :

يوه ورځ يارانو ورته فالوده راوړه،پېغمبراکرم(ص) ورسره وخوړه او بيا يې وپوښتل :(( دا خواړه له څه شي جوړېږي؟)) ورته وويل شول : له غوړيو او شاتو. ویې ویل:(( ښه خواړه دي .))

٤٦٣_  د نس زهر :
د نه چاڼ شويو جوارو اوړو ډوډۍ يې خوړه، کله يې هم د غنمو ډوډۍ ونه خوړه او يوه ورځ يې هم سوکړک پرمړه ونه خوړ.ترمرګه يې پر رنګين دسترخوان خواړه ونه خوړل،هندواڼه او انګور يې خوړل . کجورې يې خوړلې او زڼي يې مېږو ته اچول،اوږه،پياز،تره اوموم شوي شات يې نه خوړل .نه يې د کومو خوړو ستاېنه وکړه او نه رټنه،که کوم خواړه يې خوښ وو، خوړل يې او که خوښ يې نه ول؛نو نه یې خوړل؛خو د هغې خوړل يې پرنورو نه حرامول .

٤٦٤_ د خوړو د لوښي برکت :

د خوړو لوښی يې پر ګوتو پاکاوه او ويل يې:((په لوښي کې د پاتې خوړو برکت ډېر وي .))

خواړه به چې یې وخوړل؛نو درې واڼه ګوتې يې په يو بل پسې سټلې،وروسته یې لاسونه وینځل اوبيا يې څه نه خوړل .

٤٦٥_ فالوده نه خوړل :

امام صادق وويل : علي اوياران يې په “رحبه” کې ول،چې فالوده يې ورته راوړه. علي خپلو يارانو ته وويل : و يې خورئ ! پخپله یې لاس هم وراوږد نه کړ،ويې ويل:را ياد مې شول،چې د خداى رسول هم فالوده ونه خوړه ؛نو زه يې هم نه خورم.

٤٦٦_لږې اوبه څښل :

امام صادق وويل : پېغمبر(ص) به،چې غوړ خواړه وخوړل اوبه يې ورپسې لږې څښلې،پېغمبر(ص) ته يې وويل :تاسې اوبه لږې څښى؟

پېغمبراکرم(ص) وویل :(( د غوړو خوړو لپاره لږې اوبه ښه وي .))

٤٦٧_ پاک لوښى :

د پېغمبراکرم(ص) ښه راتلل،چې په شامي جامونو کې اوبه وڅښي او ويل يې : ((تر ټولو پاک لوښي دي،چې درسره دي .))

٤٦٨_ په جام کې اوبه څښل :

د څښتن استازي په شامي،د لرګيو،پوټکي او خټو په جامونو کې اوبه څښلې .

٤٦٩_ لاس؛تر ټولوپاک لوښی :

آنحضرت (ص) ‏په لاس کې اوبه څښلې او ويل يې:((تر ټولو پاک لوښی لاس دی .))

٤٧٠_ د ‏اوبو د ګوډي بدبويه کېدل : ‏

د څښتن استازي(ص) د اوبو له لوى او کوچني ګوډي،چې “اودوه” ‏يې ورته وايه ‏‏اوبه څښلې؛خو د اوبو څښلو پر مهال ‏‏يې د هغې خوله بهر ته نه کوله‏ او ويل يې،چې له دې لارې د اوبو بوى بدېږي .

٤٧١_ د دورمو د اوبو څښل :

پېغمبراکرم(ص) د دورمو ‏اوبه څښلې .

٤٧٢_ د څارويو حلالول :

د خداى رسول(ص) ‏د لوی‏ اختر پر ورځ دوه غرني سيرلي حلالول،چې يو سپين او بل تور و‏.

٤٧٣_ د دوو غرنیو سيرلو حلالول  :

د لوی اختر پر ورځ ‏ آنحضرت(ص) ‏ دوه غرني سيرلي حلالول يو ځان ته او بل ‏د امت د بېوزلیو له اړخه .

٤٧٤—د خوړو وخت  :

پېغمبراکرم(ص) وايي:((‏څو پوره وږي شوي نه يو؛نو خواړه نه خورو او د خوړو پر مهال‏ ځان پوره نه مړوو.))

٤٧٥_ د پېغمبراکرم(ص) خواړه :

حضرت ابن عباس وايي : ډېر ‏داسې پېښېدل،چې څو شپې ‏د خداى رسول ‏وږى پاتې کېده او ‏ځان او کورنۍ ‏ته ‏يې ‏د خوړو لپاره څه نه پيدا کېدل . بيا يې وويل : د پېغمبراکرم(ص) عمده خواړه روټه وه .

٤٧٦_ د نه چاڼ شويو وړو ډوډۍ :

عايشې بي بي وويل : پر هغه خداى قسم،چې محمد يې پرحقه مبعوث کړى ‏،چې د رسول الله په کور کې غلبېل نه پيدا کېده او له هغې ورځې،چې پېغمبر شوى ،تر مړينې یې ‏‏د چاڼ شويو اوړو ډوډۍ ونه خوړه.

٤٧٧_ د دسترخوان له خوړو خوړل :

له حضرت انس بن مالک(رض) ‏روايت شوي : د خداى رسول ‏په غوري او غټ لوښي کې خواړه نه خوړل او د غلبېل شوي اوړو ‏ډوډۍ ‏يې هم نه خوړه،حضرت انس وپوښتل شو: د خداى رسول ته ‏يې په څه کې خواړه اچول؟ ویې ویل:‏خواړه ‏يې ورته پر دسترخوان ايښوول او هغه ‏خوړل .

٤٧٨_ د څښتن د استازي ‏زهد :

حضرت عايشه بي بي وايي :‏ کله هم داسې ونه شول،چې د خداى رسول پر ډېرو خوړو خپل نس ډک کړي .

٤٧٩_ د پېغمبراکرم (ص) زهد :

امام باقر،محمد بن مسلم ته وويل : محمده! له هغې ورځې،چې د خداى رسول پېغمبر شو، تر مړينې يې درې ورځې پرله پسې په مړه ګېډه د غنمو ډوډۍ ونه خوړه . بيا ‏امام وويل : نه ! پر خداى قسم، د خداى رسول درې ورځې پرله پسې د غنمو ډوډۍ ونه خوړه،‏نه وايم،چې څه يې خوړو ته نه پيدا کول؛بلکې کله خو ‏داسې هم راپېښېدل،چې سل اوښان ‏يې په يو وار ‏چا ته وربښل او که دپېغمبر(ص) زړه غوښتل،چې و یې خوري ؛نو‏ ‏خوړلي به یې وای .

٤٨٠_ د ځمکې زېرمې يې قبولى نه کړې :

په رښتيا،چې درې ځلې جبرائيل د ځمکې د زېرمو کونجيانې رسول الله ته راوړې اوهغه يې په ټاکنه ‏کې خپلې خوښې ته پرېښود،بې له دې،چې د آخرت له ثوابه يې څه کم شي؛خو پېغمبر(ص) د خپل خداى پر وړاندې ‏تواضع خوښه کړه او د ځمکې خزانې يې قبولې نه کړې،داسى راپېښ نه شول،چې ‏څوک ‏ترې څه وغواړي او آنحضرت(ص)‏ ‏ورته د “نه” ځواب ورکړی وي،که درلودل ‏يې؛نو ورکول ‏يې او که نه ‏يې درلودل؛نوو يل ‏يې : ان شاءالله خداى ‏يې رارسوي .

٤٨٨_ په دنيا کې د پېغمبراکرم(ص) زهد:

حضرت علي وايي : د خداى رسول له دنيا ولاړه؛خو درې ورځې پرله پسې يې د غنمو ډوډۍ ونه خوړه .

٤٨٢_  دغنمو ډوډۍ يې په مړه ګېډه ونه خوړه :

حضرت ابوهريره(رض) وايي :‏ کله هم پېغمبراکرم له ‏کورنۍ سره درې ورځې پرله پسې د غنمو ډوډۍ ونه خوړه ،څو ‏له دنيا ولاړ.

٤٨٣_ د خوړو بښل :

حضرت عايشه بي بي وايي : تر مړینې ‏‏د خداى رسول درې ورځې پرله پسى په مړه ګېډه د غنمو ډوډۍ ونه خوړه،سره له دې،چې پېغمبر(ص) د ځان د مړولو وسه درلوده؛خوځان يې وږى پرېښود او خپله برخه ‏يې بېوزلیو ‏ته وربښله .

٤٨٤_ دوه ډوله خواړه :

د پېغمبراکرم(ص) په کپ کې دوه ډوله خواړه ‏کله هم نه ول،که خواړه ‏ يې غوښه وه؛نو ډوډۍ ‏يې نه درلوده او که ډوډۍ ‏يې درلوده ؛نو غوښه ‏يې نه درلوده .
٤٨٥_  يو ډول يې خوړل او بل ډول يې صدقه ورکوله :
‏کله هم د پېغمبراکرم(ص) مخې ته دوه ډوله خواړه ‏نه ول؛خو داچې يو ‏ يې خوړل او بل يې صدقه کول .

٤٨٦_ ‏تواضع مې ښه ايسي :

حضرت ابن خولي(رض) په يو لوښي کې د څښتن استازي ته ‏شات او شيدې راوړې؛نو آنحضرت(ص) ‏ورته وويل :((دوه ډوله څښاک په يوه لوښي کې؟!))‏له خوړو يې ډډه وکړه او ويې ويل :(( زه يې خوړل درته نه حراموم؛خو ویاړ ‏او مباهات مې هم نه دي خوښ،د دنيا د مال د ډېروالي له امله د قيامت د ورځې حساب کتاب ته وارختا يم،‏‏تواضع مې خوښه ده؛ځکه ‏که څوک د خداى په لار کې تواضع ‏وکړي؛نو خداى به يې رتبه او درجه لوړه ‏کړي .))

٤٨٧_ زه مې د ورور تابع دار يم :

حضرت علي د خپل شهات په شپه خپلې لور ام کلثوم ته وويل : غواړم خپل د تره د زوى او له خپل وروره لاروي وکړم،چې تر مړينې یې دوه ډوله خواړه ورته رانه وړل .

٤٨٨_ په خوړو کې شريک :

چې له لاسه یې کېدل؛نو يوازې يې خواړه نه خوړه .

٤٨٩_ د خوړو کيفيت

حضرت علي، کميل ته داسې وصيت وکړ : کميله! د خوړو کيفت ته ډېر پام مه کوه ؛ځکه د خداى رسول ته دې خبرې ارزښت نه درلود.

٤٩٠_ د غټوالي لامل :

امام صادق وپوښتل شو: آيا پېغمبر(ص) خپلې کورنۍ ته ښه او په زړه پورې خواړه ورکول؟ امام : هو! او بيا يې وويل : چې د انسان خواړه مزېدار او په زړه پورې وي؛نو نفس يې قانع شي او د چاقۍ لامل يې ګرځي .

٤٩١_ د خوړو د لوښي پاکول :

امام صادق وايي : د خداى رسول خپله کاسه سټله .

٤٩٢_ دولس پکار ځانګړنې : ‏

له امام حسن روايت دى،‏ډوډۍ خوړو ته ١٢ځانګړنې دي،‏زده کول يې هر مسلمان ته پکار دي،چې څلور يې واجب دي،څلور سنت او څلور نور يې آداب دي،بيا يې وويل :‏ سنت یې ‏دا دي : پرچپه پښه کېناستل،پر درې ګوتو خوړل او له خپلې مخې خوړل .

٤٩٣_ د لاسونو وینځل  :

تر خوړو مخکې او وروسته لاسونه وینځل سنت دي .

٤٩٤_ د کپ ست :

پېغمبراکرم(ص) د خوړو پر مهال‏ د خپل لومړي کپ ست هغه ته کاوه،چې مخامخ ورته ناست و او د اوبو ست ‏يې هغه ته کاوه،چې ښي لوري ته يې ناست و.

٤٩٥_ د اوبو څښلو سنت :

د څښتن استازي (ص) پر ولاړه او کله نا کله،چې پر څه سپور هم و،له ګوډي،کوزې او په لوښي او لاسونو کې اوبه څښلې .

٤٩٦_ پر درې ساګانو اوبه څښل :

د څښتن استازي په درې ساګانو اوبه څښلې اوهر ځل يې په پيل کې “بسم الله” او په پاى کې يې حمد وايه،تر لومړي ګوټ وروسته يې ويل: ” الحمدالله” تر دويم ګوټ وروسته يې ويل :”الحمد الله رب العالمين الرحمن الرحيم”.

٤٩٧_ تر هر ځل اوبو څښلو وروسته د خداى شکر :

آنحضرت(ص)تر اوبو څښلو وروسته وويل :(( د هغه خداى شکر،چې د ګناهونو له امله يې اوبه ترخې نه کړې؛بلکې په خپل نعمت او لورنې يې رڼې اوخوږې کړې .))

٤٩٨_ تر هرکپ وروسته شکر  :

د څښتن استازي د هر کپ تر خوړو وروسته ويل :((خدايه!ستاېنه ځانګړې ستا ده،چې خواړه دې راکړل او په اوبو دې ماړه کړو؛نو ستاېنه او حمد يوازې ستا دى،بې له دې،چې ستا ناشکري وکړم او يا له تا لاس واخلم او يا داچې ځان بې له تا مړه خوا وبولم.))
٤٩٩_  سرکه :

آنحضرت(ص) وويل :((سرکه ښه خوراک دی،خدايه! سرکه راته مبارکه کړې؛ځکه تر ما مخکې د پېغمبرانو خوراک هم و.))

٥٠٠_ غوره ښورا :

امام صادق وويل : د زيتونو او سرکې ښورا د خداى د رسول ډېره خوښه وه او ويل‏ يې : ((سرکه او زيتون د پېغمبرانو خواړه دي .))

٥٠١_ د څارويو پښتورګي يې نه خوړل :

حضرت علي وايي : د خداى رسول د څاروي پښتورګي نه خوړل؛خو خوړل يې نورو ته نه حرامول او ويل يې : (( ځکه یې نه خورم،چې پښتورګي د څارويو متيازو ته نږدې دي .))

٥٠٢_  په سفر کى د نورو حق ته پاملرنه :

امام صادق وايي : انصارو له وريجو ډکه کاسه د خداى رسول ته ډالۍ راوړه، پېغمبر(ص) سلمان،مقداراو ابوذر هم راوغوښتل؛ هغوى ډېر ژر له خوړو لاس واخست او بښنه يې وغوښتنه، د خداى رسول ورته وويل : ((تاسې خو څه ونه خوړل؟!په تاسې کې،چې زه پر هر چا ګران يم ؛ نو ډېره دې وخوري .))

٥٠٣_ د مېلمستيا منل  :

امام صادق وايي : که مؤمن مې ان ‏ د ګډ د پښو لپاره هم مېلمه کړي؛نو ‏منم یې،چې دا پخپله دين دی؛خو که مشرک راته ان اوښ هم حلال کړي؛نو ورسره به ولاړ نه شم ،چې دا هم دين دی . خداى زه د مشرکينو د ډالۍ ‏او ورکړو له قبلولو‏ ژغورلى يم .
٥٠٤_  اوږه :
د څښتن استازي (ص) ‏اوږه،تره او پياز نه خوړل .

٥٠٥— د خوړو پر مهال‏ يې بوټان ايستل :

پېغمبراکرم(ص) ‏وايي : ((د خوړو پر مهال مو بوټان وباسئ ؛ځکه ‏هم سنت دى اوهم ‏مو پښې آراموي .))

٥٠٦_ د ماهيچې غوښه :

امام صادق وايي : د پېغمبر(ص) ‏د ما هيچې او د څارويو د لاس غوښه ښه راتله؛خو د څاروي پنډۍ يې بدې راتله؛ځکه ‏دا برخه مثانې ته نږدې وه.
٥٠٧_  په خوړو کې ‏يې خبرې نه راايستې :

آنحضرت(ص) ‏کله هم په خوړو کې خبرې نه راايستې؛که اشتها ‏يې درلوده؛نو خواړه ‏يې خوړل؛ګنې نه يې خوړل .

٥٠٨_ خواړه يې نه پوکول :

پېغمبراکرم(ص) ‏خواړه نه پو کول او د اوبو په لوښي کې ‏يې ساه نه اخسته.

٥٠٩_ سبزي :

پر دسترخوان سرکه او سبزي ايښوول سنت دي .

٥١٠_ حلوا :

آنحضرت (ص) ‏ته يې حلوا راوړه؛خو و يې نه خوړه.ورته وويل شو: پېغمبره! حلوا حرامه ده؟ ويې ويل:((حرامه نه ده؛خو نه غواړم ځان پر داسې خوړو عادت کړم.))

٥١١_ د لوښي کږول  :

پېغمبراکرم‏ د خوړو لوښی پيشو ته کږاوه.

٥١٢_ په لاس خواړه خوړل :

امام صادق ‏په پینځو ګوتو خواړه خوړل او ويل ‏يې : د خداى رسول هم داسې خواړه خوړل، نه هغسې،چې کبرجن يې خوري .

٥١٣_ مميز اوکجورې  :

حضرت ‏علي وايي : پېغمبر(ص) ته به مو مميز اوکجورې په اوبو کې ايښووې،چې پوره لمدې شي،پر اوله او دويمه ورځ ‏يې خوړل؛خو چې وراسته به شول؛نو حکم ‏يې کاوه، چې لرې يې تويې کړم