ويکيپېډيا:د رسول الله د رسالت لاسباړه- مزد

د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د رسالت لاسباړه څه ده؟ سمول

ذلِکَ الَّذِی یُبَشِّرُ اللّهُ عِبادَهُ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ قُلْ لا أَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ أَجْراً إِلاَّ الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی وَ مَنْ یَقْتَرِفْ حَسَنَهً نَزِدْ لَهُ فِیها حُسْناً إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ شَکُورٌ«23»

23 دا (هماغه) څه دي، چې الله یې نېکانو مؤمنانو ته زېرى وركوي، ووايه: ((په دې چار (رسالت) هېڅ بدله درځنې نه غواړم؛ خو د خپلوانو (په باب) مینه [/اهلبیت مې])) او څوك چې نېكې چارې وكړي، پر نېكيو به يې ورزيات كړو، په رښتيا الله منندوی بښونكى دى.


ټکي:

*په تېرو آیتونو کې مو ولوستل، چې د نېکچایو مؤمنانو ثواب، جنتي بڼونه، ټولو غوښتنو ته یې ورسېدل او ستر الهي فضل دی او په دې آیت کې د هغه کس د ثواب خبره ده، چې په خپل ښیون یې په سلونو میلونه انسانان، دې بڼونو او غوښتونو ته ورسولي دي؛ یعنې د اسلام پېغمبر(ص).

که د یو ګل ډالۍ کول، مننه او ثواب لري؛ نو د بشریت ژغورنه به څومره ثواب ولري.

قرآن ته په کتو سره وینو، چې د ټولو انبیاوو شعار دا و، چې موږ یوازې له پالونکي ثواب غواړو. په شعراء سورت کې له 109 آیته تر 127 آیت پورې، د حضرت نوح، هود، صالح، لوط  او شعیب علیهم السلام خبره ده او په سبأ سورت، 47 آیت کې د اسلام پېغمبر(ص) داسې خبره کړې ده:زما ثواب یوازې له الله سره دی. «إِنْ أَجْرِیَ إِلاّ عَلَی اللّهِ»

البته شک نشته، چې د انبیاوو مراد یوازې دا و، چې موږ توکیز انعام نه غواړو؛ خو ستاسې لاروي او ښیون غواړو؛ ځکه روسته له دې چې دې ټولو په شعراء سورت کې د لاسباړې غوښتل و نه منل، خلکو ته یې د تقوا او له الله د لاروۍ سپارښتنه وکړه. «فَاتَّقُوا اللّهَ وَ أَطِیعُونِ»؛ نو انبیاء توکیز انعام نه غواړي؛ خو مانیز انعام او د خلکو ښیون غواړي، چې د انبیاوو دا انعام اخستل یې په واقع کې د خلکو په خپله ګټه دی؛ لکه یو ښووند، چې خپل زده کړیال ته وايي: زه له تا لاسباړه نه غواړم او زما انعام یوازې یو څیز دی او هغه داچې ته سبق ووایې، چې په واقع کې دا زده کړیال ته یو ستر انعام دی.

* د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د رسالت لاسباړه څه ده؟

پېغمبراکرم (ص) هم له خلکو د توکیز انعام غوښتنه نه درلوده؛خو څو ځل د الله لوري د «قُلْ» په کلیمې ویلو مامور شوی، چې هغه مانیزه لاسباړه، چې د خلکو په ګټه ده، له خلکو دې یې وغواړي. «قُلْ ما سَأَلْتُکُمْ مِنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَکُمْ»[1]

دا مانیزه لاسباړه هم په دوو تعبیرونو کې راغلې ده. یو ځل وايي: زه هېڅ لاسباړه نه غواړم، بې له دې چې که د چا خوښه وه؛ نو د الله لار دې وټاکي، «إِلاّ مَنْ شاءَ أَنْ یَتَّخِذَ إِلی رَبِّهِ سَبِیلاً»[1]او یو ځل تر بحث لاندې په آیت کې وايي: «لا أَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ أَجْراً إِلاَّ الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی»؛ نو پردې بنسټ، د اسلام د پېغمبر لاسباړه دوه څیزه دي:یوه د الله د لار ټاکل او بل مودّت قربی. په زړه پورې خو داده، چې په داوړو تعبیرونو کې د «إِلاَّ» کلیمه اوڅار شوې ده؛ یعنې زما لاسباړه یوازې همدغه ده.

لږ چې په ګرېوان کې سر ښکته کړو؛ نو پوهېږو، چې د الله لار او د اهلبیتو مودت/مینه یوه ده؛ ځکه که دوه وي؛ نو تناقض دی؛ یعنې نشو ویلای: زه یوازې په دوبي کې مطالعه کوم او بل ځل ووایو: زه یوازې په ژمي کې مطالعه کوم؛ ځکه محصور باید یو څیز وي.

پېغمبراکرم (ص) د الله له لوري یو ځل مامورېږي، چې خلکو ته ووايي: زما لاسباړه یوازې ستاسې له لوري د الله د لار ټاکنه ده او بل ځل مامورېږي، چې ووايي: زما لاسباړه یوازې مودّت قربی دی. په واقع کې دا دوې غوښتنې باید یوه وي؛ یعنې د الله لار دې هماغه مودّت قربی وي.

بلخوا مودّت ته دوه څیزه پکار دي، یو: پېژندنه معرفت؛ ځکه تر هغه چې انسان یو څوک و نه پېژني، مینه ورسره نشي کولای. دویم: لاروي؛ ځکه بې لاروۍ مودت یو ډول ځانښوونه، ریاکاري، دروغ او غوړه مالي ده؛ نو هغوی چې خپل احکام بې د پېغمبر اکرم له اهلبیتو له نورو اخلي، د الله لار یې نه ده ټاکلې. دا د قرآن له لیدلوري.

خو د عقل له نظره. انعام دې هموزنه او انډول وي.رسالت، بې له امامته، چې دوام یې دی، بل انډول او هموزن نه لري، د رسالت اجر د ښیون دوام دی، د یوه معصوم انعام، بل معصوم ته یې د چارو سپارل دي. د یوه عادل انعام دادی، چې زحمتونه یې یو بل عادل ته وسپارل شي.

عقل وايي:ترڅو چې پېرزو وي، مننه دې هم وي او که نن د حضرت محمد(ص) د پېرزو له کبله ښیون شوي یو؛ نو باید د رسالت لاسباړه یې ورکړو که د رسالت لاسباړه، مودّت قربی دی؛ نو نن یې هم باید قربی وي، چې مودت ورسره ولرو. هو، نن هم باید له حضرت امام مهدي سره مودّت ولرو او لاروي یې ووسو. مګر ویلای شو، چې د صدر اسلام مسلمانانو دنده درلوده، چې د رسالت لاسباړه ورکړي او له قربی سره مودت ولري؛ خو ننني مسلمانان دا دنده ونلري، یا داسې کوم قربی نشته، چې مینه ورسره وکړي او د پېغمبراکرم د رسالت لاسباړه یې ورکړي.البته د حضرت امام مهدي د غیبت په پېر کې یې مودت، پر پیغامونو یې عمل او د هغو کسانو پر لار تګ دی، چې موږ یې ورسپارلي یو؛ یعنې عادل او بې هوی او هوسه فقهاء.

د انسان عقل پوهېږي، چې  مودّت قربی د هغه پېغمبر انعام ټاکل شوی دی، چې په سلونو میلونو وګړي یې ښیون کړي او نېکمرغۍ او ستر الهي فضل ته یې رسولي دي او قربی، چې مودت ورسره کېږي، غوره بشر او معصوم دي؛ ځکه کله هم، یو معصوم پېغمبر، د ګناهکار د مینې سپارښتنه نه کوي. باور نشو کولای چې د تاریخ په اوږدو کې، د ګناهکارو وګړیو لاروي پر مسلمانانو واجب شوي وي او د مسلمانانو له یوه ډلې (بې له امامیه شیعه وو) پرته نور څوک خپل مشران معصوم نه ګڼي او تر اوسه یوه وګړي یا ډلې هم د معصومو امامانو لپاره نه کومه ګناه رانقل کړې او نه یې د هغوی د کوم استاد نامه اخستې ده.

عقل وايي:د نامعصوم په لاس کې د بشر د لاس ایښودل، نه یوازې پر انسانیت ظلم دی؛ بلکې پر ټوله هستۍ ظلم دی؛ ځکه هستي انسان ته پنځېدلې (ټول آیتونه «خَلَقَ لَکُمْ»، «سَخَّرَ لَکُمُ» او «مَتاعاً لَکُمْ» ددې څرګندوی دي، چې هستي د انسان لپاره ده) او انسان واقعي تکامل او الهي کېدو؛ نو آیا له دې دومره لوړې موخې سره، انسان یو نامعصوم مشر ته سپارل، پر انسان او هستۍ ظلم نه دی ؟

که په روایتونو کې معصوم مشر او ولایت یې د دین لاندبنسټ او ستن ګڼل شوې ده، بنی الاسلام علی خمس...الولایه[1] او که حضرت علي کرم الله د خلکو ترمنځ د جنت او دوزخ ویشونکی ښوول شوی دی،«قسیم الجنه و النار[1]او که لمونځ بې ولایته نه منل کېږي[1] او که د اهلبیتو مودت ښېګڼه ده،[1]او د هغوی پر زیارت او توسل سپارښتنه شوې ده؛ ټول د هماغه مودت د جوهر د کیمیا له کبله دي.

* زمخشري او فخررازي، د اهلسنتو مشران دي، په خپلو تفسیرونو کې یې راوړي دي، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وویل:

«من مات علی حب آل محمد مات شهیدا»څوک چې د آل محمد په منیه له دنیا ولاړ شي، شهید دی.

«من مات علی حب آل محمد مات تائبا» څوک چې د آل محمد په منیه له دنیا ولاړ شي، توبګار دی.

«من مات علی حب آل محمد مات مستکمل الایمان» څوک چې د آل محمد په منیه له دنیا ولاړ شي، له بشپړ ایمان سره له دنیا تللی دی.

«من مات علی حب آل محمد مات علی السنه و الجماعه» څوک چې د آل محمد په منیه له دنیا ولاړ شي، د پېغمبراکرم د سنتو او سیرت له مخې به له دنیا تللی وي.

اوس پوښتنه داده، چې آیا بې لاروۍ مودّت کولای شي، چې شهادت، مغفرت او بشپړ ایمان ته انډول او هموزن شي؟

په همدې تفاسیرو کې د همدې آیت تر تفسیر لاندې له رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم نه یو حدیث راغلی دی، چې:

«ألا و من مات علی بغض آل محمد جاء یوم القیامه مکتوب بین عینیه آیس من رحمه الله»،پوه شئ، هغه چې له آل محمد سره په کینه کې ومري، د قیامت پر ورځ به یې پر ټنډه ورته لیکلي وي:د الله له لورنې نهیلی او بې برخې.

«ألا و من مات علی بغض آل محمد مات کافرا» پوه شئ، هغه چې له آل محمد سره په کینه کې ومري، کافر مړ شوی دی.

«ألا و من مات علی بغض آل محمد لم یشم رائحه الجنه» پوه شئ، هغه چې له آل محمد سره په کینه کې ومري،د جنت بوی به پرې و نه لګي.

امام فخر رازي په خپل تفسیر کې راوړي دي: همداچې د مودت آیت رانازل شو، پېغمبر اکرم وپوښتل شو:

قربی څوک دي،چې مودت یې راواجب شوی دی ؟

آنحضرت (ص) وویل:علي، فاطمه او دوه زامن یې او بیا اضافه کوي، چې آنحضرت وویل: «فاطمه بضعه منی یؤذینی ما یؤذیها»فاطمه مې د وجود ټوټه ده، چاچې وکړوله، زه یې کړولی یم او هغوی چې رسول الله کړوي، سزا یې په قرآن کې داسې راغلې ده. «إِنَّ الَّذِینَ یُؤْذُونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللّهُ فِی الدُّنْیا وَ الْآخِرَهِ وَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذاباً مُهِیناً»[1]

*په حدیث کې راغلي دي، چې حضرت امام حسن (رض) د «وَ مَنْ یَقْتَرِفْ حَسَنَهً نَزِدْ لَهُ فِیها حُسْناً» تر جملې لاندې وویل:«اقتراف الحسنه مودتنا اهل البیت»[1] د نېکۍ لاس ته راوړل، د اهلبیتو مودت دی.