ويکيپېډيا:د حضرت فاطمة الزهرا مړينه

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

د حضرت فاطمة الزهرا مړينه سمول

  د حضرت فاطمې بي بي د ناروغۍ د لاملونو په باب بېلابېل روايتونه راغلي؛خو چې ناروغه شوه؛نو تر ټولو لومړۍ يې ام المؤمنين  حضرت"ام سلمه" پوښتنې ته ورغله .[1]

د ناروغۍ پوښتنې ته يې ورځي سمول

   الف : د مهاجرينو او انصارو ښځې د حضرت فاطمې پوښتنې ته راغلې او فاطمې ترې ځينې ګيلې وکړې،چې په اړه وګورئ[2] :

له فاطمة الزهرا سره سمول

د شيخينو رضي الله عنهما کتنه سمول

ب : داکتر "سيد جعفر شهيدي[3]"  ليکي:((علامه مجلسي[4] ليکي :" د ناروغۍ پر مهال حضرت ابوبکر او حضرت عمر غوښتل له فاطمې سره وګوري؛خو د پېغمبر اکرم لور ورته د کتو اجازه نه ورکوله.حضرت علي(ک) ورته وويل:"ما ورسره منلې،چې ته به ورته د کتو اجازه ورکوې."فاطمې وويل:"چې داسې ده؛کور ستا دى."

ابن سعد[5] ليکلي چې:حضرت ابوبکر له فاطمې سره داسې خبرې وکړې،چې خوشحاله يې کړه.

د ژوند وروستۍ شېبې سمول

يوه ورځ فاطمې بي بي حضرت علي ته وويل: ((ابالحسنه! رسول الله خبره کړې يم، زه لومړۍ هغه يم،چې ورسره به يو ځاى شم او له دې رغېدن نشته؛نو د خداى د حکم پر وړاندې صبرناک وسه.[6]))

  فاطمې د ژوند په وروستيو شېبو کې حضرت علي ته يو راز ووايه: ((اباالحسنه! اوس ويده وم او پېغمبر اکرم مې د مرغلينه په يوه سپينه ماڼۍ کې وليد،چې زه يي وليدم، ويي ويل:" لورې! راشه،چې ډېره مې يادېږې."و مې ويل:پر خداى قسم ! زما هم ډېر يادېږې."را ته يې وويل:"ته به نن شپه له موږ سره يې ؛نو د څه،چې رسول الله ژمنه وکړي،رښتيا وي.[7]"))

حضرت امام صادق روايتوي: ((فاطمې بي بي د ژوند په وروستيو شېبوکې وويل:"سلام دې وي پر رسول الله ! خدايه! له رسول الله سره يم .خدايه ! ستا تر رحمت لاندې ستا په کور "دار السلام" کې يم."وروسته يې ناستو ته وويل:"څه،چې وينم تاسې يي هم وينئ؟"ځينو وويل:"د رسول الله لورې! څه وينې؟" و يي ويل:" دلته اسماني سپاره دي او رسول الله راته وايي : لورې! ماته راشه." ))

حضرت علي وايي: ((د مړينې پر مهال، فاطمې بي بي خپل شاوخوا ته وليدل او ويي ويل:"سلام دې وي پر تاسې، د تره زويه! جبراييل راباندې سلام واچاوه رانږدې شو او ويې ويل:"خداى پر تا سلام وايي، د خداى د حبيب محبوبې! د رسول الله د زړه مېوې!نن به الهي ملکوت او جنت ته ورننوځې."بيا فاطمې له موږ مخ واړو او د پرښتو پر بله ډله يي سلام واچاوه او ويي ويل:"د تره زويه! پر خداى قسم، دا حضرت ميکائيل دى او د جبراييل په شان يې راباندې سلام او زېرى وکړ."بيا يي په بله ډله سلام واچاوه او ويې ويل:"د تره زويه! پر خداى قسم دا حق دى، دا عزرائيل دى،چې وزرو يې لر  و بر نيولى. پلار مې را ته د هغه ځانګړنې ويلې وې او دا هماغه  دى. سلام دې وي پر تا،د انسان د روح اخستونکيه! زما د روح په اخستو کې بيړه وکړه او و  مې نه ځوروې." په پا‌ى کې يې وويل:"خدايه! د اور پر لوري نه؛بلکې ستا پر لوري درځم.[8]"))

فاطمې بي بي د ژوند په وروستيو شېبو کې حضرت علي ته وويل: (( ابا الحسنه! زما د ژوند څو شېبې پاتې دي او د خداى پامانۍ وخت رارسېدلى ،خبرې مې واوره،نور به هېڅ کله د فاطمې غږ وانه ورې، درته وصيت کوم : ابا الحسنه! مه مې هېروه او تر مړينې وروسته مې هم زيارت ته راځه.[9]))

فاطمه  حضرت علي ته وصيت کوي او وايي: (( چې مړه شوم؛ نو د غسل او کفن چارې مې ته پر غاړه واخله، پر ما لمونځ وکړه او په قبر کې مې کېږده او د قبر د سر خاورې مې هوارې کړه او بيا مې مخامخ سر ته کېنه او ډېر قرآن راته ووايه او دعا راته وکړه؛ځکه په داسې شېبو کې مړي د ژونديو ډاډګېرنې ته اړتيا لري،زه دې پر خداى سپارم او د اولاد په هکله درته سپارښتنه کوم،چې نېکيو ته يې اړ کړې.[10]))

په يو بل روايت کې فاطمه  حضرت علي ته وصيت کوي: (( زه درته وصيت کوم،چې د غسل او کفن چارې مې ته پر غاړه واخلې ، چې مړه شوم؛نو د شپې مې ښخه کړه او څوک راباندې خبر نه کړې.)) همداراز په يو بل روايت کې راغلي چې: (( فاطمې بي بي،حضرت علي ته وويل:"چې که مړه شوم؛نو په ښځو کې "ام سلمه"،"ام يمن" او "فضه" او په نارينه وو کې "حسن"،"حسين"، "عباس"، "سلمان"، "عمار"،"مقداد"،"ابوذر" او "حذيفه" راباندې خبر کړئ او د قبر په باب مې چا ته څه و نه وياست.[11]))

 حضرت اسماء وايي: ((د حضرت فاطمې بي بي د عمر په وروستيو شپو ورځو کې مې ورته ښه پام و،چې لومړى يې غسل وکړ او پاکې جامې يې واغوستې او خپل  لاسونه يې د اسمان پر لوري پورته کړل او و يې وويل:"پالونکيه! د هغو پېغمبرانو په حق او د حسن او حسين د ژړاګانو په حق؛زموږ د دوستانو،لارويانو او زما د زامنو د لارويانو ګناهونه و بښې.[12]"))

    حضرت فاطمې د خپل ژوند په وروستيو شېبو کې حضرت اسماء بنت عميس ته وويل: (( اسماء! کوم عطر،چې ما تل کارول او هغه کميس،چې تل مې پرې لمونځ کاوه،دواړه مې په څنګ کې کېږده، د لمانځه وخت چې شو؛نو راويښه مې کړه،که راويښه شوم؛لمونځ به وکړم او که ويده وم؛نو څوک په حضرت علي پسې ولېږه،چې راشي.[13]))

  حضرت ام سلمه وايي: ((فاطمه بي بي مې وپوښتله،چې عطر دې ساتلي دي؟و يې ويل:"هو!" لږ څه يې زما په لاس کې واچول،چې داسې بوى مې هېڅ کله نه و بوی کړی. ومې ويل: دا دې له کومه کړي؟ ويې ويل:دا عطر د جبراييل له وزرو دي.[14]))

حضرت ام سلمه زياتوي: (( د مړينې پر مهال له فاطمې بي بي سره وم او راته يي وويل:"د پېغمبر اکرم د مړينې پر مهال جبراييل ورته لږ څه جنتي کافور راوړه .پېغمبر اکرم درې برخې کړل؛يوه يې ځان ته بېله کړه بله يې حضرت علي ته ورکړه او وروستۍ يې ماته راکړه،چې څلوېښت درهمه وزن يې درلود.اسماء! هغه کافور راوړم او راسره يې نږدې کېږده،تر لږ ځنډ وروسته راته غږ وکړه؛که ځواب دې وا نه ورېد؛نو پوه شه،چې زه له "رسول الله" سره يو ځاى شوې يم.اسماء وايي:لږ ځنډ مې وکړ او ورته مې غږ وکړ ؛خو ځواب يې را نه کړ ؛نو پوه شوم،چې په حق رسېدلې ده.))

حضرت ام سلمه په يو بل روايت کې وايي: ((د ژوند په وروستيو کې له فاطمې سره وم،غسل ته يې اوبه وغوښتې،سمدستي مې ورته راوړې،بيا يې راته وويل:"زما نوې جامې هم راوړه" وايې غوستې او خپلې خونې ته ننووته او مخ پر قبله سملاسته او راته يې وويل:" مورې! له ما پر همدې شېبه روح اخستل کېږي او د خپل پالونکيه پر لوري ځم،په رښتيا،چې له نفسه مې فارغ شوم، ما غسل وکړ ( او پاکې جامې چې مې واغوستې)؛نو څوک دې يې زما له تنه اوباسي."بيا يې ښى لاس تر سر لاندې کېښود او مخ پر قبله سملاسته او په حق ورسېده.))

    حضرت "ابن عباس"(رض) روايتوي: ((حضرت فاطمه د ژوند په وروستيو شېبو کې امام حسن او امام حسين له لاسه ونيول او د پېغمبر اکرم قبر ته و لاړل،د قبر او د منبر تر منځ يې دوه رکعته لمونځ وکړ. وروسته يې امام حسن او امام حسين په غېږ کې کلک ونيول او ورسره يي (وداع او) خداى پاماني وکړه او ورته يې وويل:"پلار مو حضرت علي لمونځ کوي او ورسره همدلته ودرېږئ، وروسته کور ته ولاړه او حضرت اسماء ته يې غږ کړ:"اسماء! چېرته نه ځم، په دې خونه کې دمه کوم، که يو ساعت وروسته له خونې را و نه وتم؛نو غږ راپسې وکړه؛که ځواب مې درکړ،راننوځه او که نه ؛نو پوه شه، چې له رسول الله سره به يو ځاى شوې يم."[15]))

د حضرت فاطمة الزهرا وصيت سمول

   ١- حضرت فاطمة الزهرا د شپې د شپې ښخه شوه.

2-(احمد البيهقي؛سنن الكبرى: 6/300،  بيروت چاپ)

٣_ ګنجي الشافعي د كفاية الطالب په 225 مخ كې

٤_شېباني د تيسير الاصول الى جامع الاصول: لومړى ټوك : 209 مخ

٥_امام مسلم؛صحيح مسلم: 3/380،د مصر چاپ.

او د ابن سعد طبقات ٨/١٩ د روايت له مخې حضرت ابوبکر (رض) يې پر جنازې څلور تکبيره د جنازې لمونځ وکړ .

خاورو ته تر سپارلو وروسته د حضرت علي وينا سمول

شيخ کليني شيعه محدث او د کافي د حديثي ټولګې ليکوال وايي :

((چې حضرت علي،فاطمه  خاورو ته وسپارله؛نو د پېغمبر اکرم روضې مخې ته ودرېد او ويې ويل: ((د خدای رسوله! په تا دې درود وي،زما له خوا او ستا د لور له خوا،چې اوس یې ستا نزدېکت نصيب شوې او ډېره ژر له تا سره يوځای شوه.د خدای رسوله! بې صبره او په بېلتانه يې کمزورى يم ؛خو صبر ته مې دا بس ده، چې ما ستا په بېلتون کې صبر کړی. ستا د وصيت پر وخت مې له صبر او زغمه کار واخست،په خپلو لاسو مې لحد ته ښکته کړې او هم پرسينې مې ستا پاک روح له تنه ووت "انا لله و انااليه راجعون."( فاطمه) يوه ډالۍ وه،چې بېرته واخستل شوه،يوه نښه وه،چې پورته کړای شوه.عمر مې په درد او غم دى. د شپې خوب نشته،ان تر دې،چې عالم خدای دې ما ته د هغه مقام ( اخرت) اراده وکړي،چې تاسې پکې مېشت ياست،ژر به دې لور خبر کړي، ښه معلومات ترې واخله،زما حال وپوښته،حال داچې ستا له وفاته ډېره موده هم نه ده تېره او ستاسې يادونه مې هم لا نه ول هېر شوي او پر تا او پرلور دې زما سلام وي .[16]))


[1] . وګورئ :(١)کنزالعمال۶/ ۲۱۹.(٢)بلاغات النساء :۲۳مخ.(٣)حاکم نيشاپوري؛ مستدرک ۳/ ۱۵۳. (٤)ميزان الاعتدال  ۲/ ۱۷۲. (٥)احمد بن حنبل؛ مسند ۱/ ۶۰.(٦)سيرة حلبيه ۳/ ۳۹۰.(٧)اعلام النساء :۳/ ۲۱۴.(٨)اسدالغابه  ۲/ ۵۲۲.(٩)الامامة والسياسة ۲/ ۲۴. (١٠)شرح نهج البلاغه  ۴/ ۷۸.(١١)ابن شهر اشوب؛ مناقب. (١٢)ابوالفضل احمد بن طاهر(۲۰۴-۲۸۰ه).(١٣) شريف المرتضی(۳۵۵-۴۳۶ه). (١٤)ابن ابي الحديد(م۶۵۵ه). (١٥)ابوالحسن اربلي(م۶۹۳ه).(١٦)ابوبکر احمد بن عبدالعزيز جوهري(م ۳۲۳ه).(١٧)ابن اثير؛النهاية فی غريب الحديث ۴/ ۲۷۳.(١٨)مسعودي؛مروج الذهب  ۲/۳۱۱.(١٩) ابن منظور؛لسان العرب  ۱۲/۳۳۱.

[2] . (١)طبرسي؛احتجاج 2/109 د مشهد چاپ.(٢)بحارالانوار43/158-159. (٣) اربلي؛ كشف الغمة 147  مخ.(٤)عمررضا كحاله؛ اعلام النسا‌‌ء 4/ 122.(٥)ابن ابي الحديد؛ شرح نهج البلاغه 16/233-234 د ايران چاپ. (٦)بلاغات النساء:٣٢مخ.

[3] . (زندگاني فاطمه زهرا:155 مخ)

[4] . 43/170 له دلائل امامه

[5] . (طبقات17/8)

[6] . وګورئ:(١) صحيح ترمذي :١٣/٢٤٩ .(٢) صحيح بخاري : ٥/٢١ –٦/ ١٠.

[7] . وګورئ:(١)کتاب عوالم ١١/٤٩١ .(٢)بحار الانوار  ٤٣/١٧٩ حديثونه.  

[8] . وګورئ:(١)بحار الانوار ٤٣/٢٠٠ .(٢)کتاب عوالم  ١١/٦١٠ .

[9] . وګورئ :(١) کتاب زهرة الرياض.(٢) کوکب الدري  ١/.(٣) بحار ٤٣/٢٠٩.(٤)طبري؛ دلايل النبوة  ٤٣ مخ .(٥) رياحين الشريعه   ٢/٧٥ .

[10] . وګورئ :(١)بحارالانوار ٧٩/٢٧ .(٢)مصباح الانوار.

[11] . وګورئ :(١)دلايل الامامة : ٤٤ مخ .(٢)بحار الانوار ٧٨/١٣١.(٣)صحيح بخاري  ٥/١٣٩.

[12] . وګورئ : ذخاير العقبى:٥٣ مخ .

[13] . وګورئ : کشف الغمة٢/٦٢.

[14] . وګورئ :(١)بحارالانوار ٤٣/٩٠-١١٤ .(٢)امالي : ٤٢ مخ .

[15] . وګورئ :(١)کشف الغمة ٢/٦٢ .(٢)وسائل الشيعه  ٢/ ٣١.

[16] . وګورئ :بحارالانوار : 34/193.